تی (سینه)

تی یا سینه دوه راوتلي ځایونه دي چې د تي‌لرونکو په بدن کې تر خېټې پورته واقع دي. په ښځو او نرو دواړو کې سینې له ورته جنیني نسجونو څخه رامنځته کېږي.

په ښځینه‌وو کې د شیدو د مرغېړي په توګه عمل کوي او د کوچنیو (تیخورو) ماشومانو د تغذیې لپاره شیدې تولیدوي او ترشح کوي. تر پوست لاندې چربي د کوچنیو نلونو هغه شبکه پوښي چې د تي له سر سره نښلېدلې وي او دغه نسجونه تي ته اندازه او شکل ورکوي. د نلونو په پای کې لوبولونه یا د الویولونو یوه مجموعه واقع ده چې دلته شیدې هورموني سېګنالونو ته په غبرګون کې تولیدېږي او زېرمه کېږي. د امېندوارۍ په جریان کې تی د ایسټروجین، پروجیسټرون او پرولاکټین په څېر هورمونونو پېچلو تعاملاتو ته غبرګون ښيي چې شیدو ورکولو ته په چمتووالي او په شیدو ورکولو کې د ودې د بشپړتیا منځګړیتوب کوي. [۱][۲]

انسانان یوازني حیوانات دي چې دایمي تیونه لري. د بلوغ په دوره کې ایسټروجین د ودې له هورمون سره یوځای په ښځینه انسانانو کې د تیونو د دایمي ودې لامل کېږي. دغه چاره په نورو لومړنیو انسان ته ورته حیواناتو کې ډېره کمه پېښېږي – په نورو تي‌لرونکو حیواناتو کې تیونه یوازې د امېندوارۍ پر مهال وده کوي. د ښځو تیونه د تیخورو ماشومانو د تغذیې د تأمین لپاره د خپلې اصلي دندې تر څنګ ځینې ټولنیزې او جنسي ځانګړنې هم لري. تیونه په مجسمه‌جوړونه، هنر او لرغونې او اوسنۍ عکاسۍ کې برجسته شوي دي. تیونه د ښځو د بدن په درک او جنسي جذابیت کې مهم رول لرلای شي. په ځینو فرهنګونو کې تیونه له جنسي تمایلاتو سره اړوند بلل کېږي او په عمومي ځایونو کې لوڅ تیونه بې‌حیايي او بې‌شرمي ګڼي. تیونه، په ځانګړي ډول د تیونو سرونه ایروجیني ساحه ده.

وده

تیونه تر ډېره له چربۍ یا غوړو، مرغېړي او نښلوونکو نسجونو څخه جوړ شوي دي. دا چې دغه نسجونه هورمون اخیستونکي لري، اندازه او حجم یې د هورموني بدلونونو له امله په ځانګړي ډول د تلارچ (د سینو غټېدو)، حیض (د تخمو تولید)، امنېدوارۍ (د مثل تولید) شیدو ورکولو (د ماشومانو د تغذیې) او حیض درېدو له امله بدلېږي را بدلېږي.[۳][۴]

بلوغ

د انسان د تیونو مورفولوژيک جوړښت په ښځینه او نرینه کې د بلوغ تر سن پورې یو ډول دی. هغه نجونې چې په تلارچ (یعنې د تیونو د غټېدو په پړاو) کې دي، ښځینه جنسي هورمونونه (تر ډېره ایسټروجین) یې د ودې له هورمون سره یوځای د تیونو د غټېدو او ودې لامل کېږي. په دې موده کې د شیدو مرغېړی د اندازې او حجم له پلوه وده کوي او د سینې پر مخ په غځېدو یا ځای پرځای کېدو پیل کوي. د ثانویه جنسي ځانګړنو د ودې دغه پړاوونه (تیونه، د تناسلې ساحې وېښتان او نور) د تانر په پنځه پړاویز مقیاس (Tanner Scale) کې ښودل شوي دي.[۵]

د تلارچ په جریان کې غټېدونکي تیونه کله ناکله نابرابره اندازه لري او معمولاً کیڼ تی څه ناڅه لوی وي. د ښځو په جسمي او جنسي وده کې د نابرابرۍ دغه حالت لنډمهالی او د شمېرو له مخې طبیعي دی. طبي شرایط یا معالجات کېدای شي په نجونو او ښځو کې د ډېرې ودې (لکه د تیونو د هایپرټرافۍ) یا کمې ودې (لکه د تیونو د بدشکلۍ یا نیمګړتیا) لامل شي.[۶]

د بلوغ (یعنې د نجلۍ د حیض د لومړۍ دورې) تر پیل نږدې دوه کاله وروسته ایسټروجین او د ودې هورمون د چربۍ د مرغېړي یا غدې او د تیونو د جوړوونکو نسجونو د ودې او تحریک لامل کېږي. دا پړاو نږدې څلور کاله تر هغه مهاله دوام کوي چې د تي وروستی شکل (اندازه، حجم، ډبلوالی) د ۲۱ کلنۍ په شاوخوا کې رامنځته شي. ماموپلازیا (د تیونو غټېدنه) په نجونو کې د بلوغ له دورې راپیلېږي، په داسې حال کې چې په نورو تي‌لرونکو حیواناتو کې تیونه یوازې د شیدو ورکولو په دوران کې غټېږي.  [۷]

امېندواري او شیدې ورکول

تیونه یوازې هغه مهال بشپړ بلوغ ته رسېږي چې ښځه په لومړي ځل امېندواره شي. په تیونو کې بدلون د امېندوارۍ یوه لومړنۍ نښه ده. تیونه غټېږي، د تي سر او اریول په ګډه غټېږي او رنګ یې تیاره کېږي، مانټګومري مرغېړی یا غده غټېږي او رګونه کله ناکله ډېر برجسته کېږي. د تیونو نرمي یا حساسیت د امېندوارۍ په دوره په ځانګړي ډول په لومړیو درېیو میاشتو کې ډېر معمول دی. د امېندوارۍ په منځنیو پړاوونو کې تیونه له فیزیولوژيکي پلوه د شیدو ورکولو وړ وي او ځینې ښځې کولای شي چې د کلسټرم په نامه شیدې ترشح کړي.[۸][۹]

له امېندوارۍ سره د پرولاکټین هورمون کچه لوړېږي چې د شیدو په تولید کې مهم رول لري. له دې سره سره، له زیږون وروسته د شیدو تولید د پروجیسټرون او ایسټروجین هورمونونو له‌خوا تر هغه مهال پورې بندېږي چې د دغو دواړو هورمونونو کچه راټيټه شي.[۱۰]

شیدې ورکول

د شیدو د مرغېړیو په توګه د تیونو اصلي دنده د کوچنیو ماشومانو تغذیه ده. شیدې د شیدو د ترشح کوونکو حجرو په الویولونو کې تولیدېږي. کله چې سینې د ماشوم له‌خوا په رودلو سره تحریکېږي، د مور مغز اکسي ټوسین ترشح کوي. د اکسي ټوسین ډېر تولید د الویولونو په شاوخوا کې د عضلاتي حجرو د انقباض لامل کېږي او په دې توګه په هغو نلونو کې شیدې جاري کېږي چې الویولونه د تي له سر سره نښلوي.[۱۱]

سالم ماشومان [هغه ماشومان چې بشپړ وي، یعنې د ۳۹ او ۴۰ اونیو او شپږو ورځو تر منځ زیږېدلي وي] د تي د سر رودلو ته طبیعي غریزه او اړتیا لري او هغه ماشومان چې د مور له شیدو څخه تغذیه کېږي، هم د تغذیې او هم د آرامۍ لپاره شیدې خوري. د مور شیدې د ژوند د لومړیو شپږو میاشتو لپاره ټول اړین مغذي مواد برابروي او وروسته بیا لږ تر لږه تر یو کلنۍ یا دوه کلنۍ پورې د نورو جامدو خوړو تر څنګ د تغذیې د یوې مهمې سرچینې په توګه پاتې کېږي.[۱۲]

درملنیز اهمیت

د سینې یا تي سرطان

د تي سرطان په ښځو کې د سرطان له امله د مړینې تر ټولو معمول علت او په ټولیز ډول د ښځو د مړینې یو لوی لامل دی. هغه عوامل چې فکر کېږي د تي پر سطان د اخته کېدو خطر کمولی شي، د روغتیايي متخصصانو له‌خوا د تي منظم معاینات، منظمه ماموګرافي (د تیونو عکس اخیستنه)، په خپله د تیونو کتنه، سالم غذايي رژیم، د بدن د اضافي چربۍ د کمولو لپاره ورزش کول او د مور د شیدو له لارې تغذیه کېدل دي.[۱۳][۱۴][۱۵]

د نر تیونه

په ښځینه او نرینه دواړه کې تیونه له ورته جنیني نسجونو څخه جوړېږي. په معمول ډول نرینه د ایسټروجین ټيټې کچې او د انډروجینونو یعنې ټسټوسټرون لوړې کچې تولیدوي چې د تي د نسج په رامنځته کېدو کې د ایسټروجینونو اغېزې ځپي یا کمزورې کوي. په هلکانو او لویانو کې په جنیوماسټي ډول د تیونو غیر طبیعي وده د نر په بدن کې د ایسټروجین او تسټوسټرون د طبیعي کچو تر منځ د بیوکیمیاوي تعادل د نشتون له امله رامنځته کېږي. په شاوخوا ۷۰ سلنه هلکانو کې د زلمیتوب په دوره کې په لنډمهالي ډول د تیونو نسج رامنځته کېږي. دغه ستونزه معمولاً په دوو کلونو کې په خپله له منځه ځي. کله چې په نرینه‌وو کې د شیدو رابهېدنه پېښېږي، دا حالت په هایپوفیز یا نخامي غده کې د ګډوډۍ نښه بلل کېږي.[۱۶][۱۷]

پلاستیکي جراحي

پلاستیکي جراحي د تیونو د غټولو یا کوچني کولو لپاره او یا هم د تي د سرطان په څېر د شکل بدلوونکو ناروغیو په مواردو کې د تیونو د بیا جوړونې لپاره ترسره کېدای شي. د تي د غټولو او همدا راز د تي د پورته وړلو (ماسټوپکسي) عملیاتونه یوازې د ښکلا لپاره کېږي، خو د تیونو د کوچني کولو عملیات بیا کله ناکله د طبي موخو لپاره هم کېږي. که د ښځو تیونه ډېر نابرابر وي، په دغسې حالتونو کې د کوچنیو تیونو د غټولو، د غټو تیونو د کوچني کولو او یا هم د دواړو عملونو لپاره جراحي عملیات کېدای شي.[۱۸][۱۹]

د تیونو د غټولو جراحي په راتلونکي کې د شیدو ورکولو له وړتیا سره په ټولیز ډول کوم تړاو نه‌لري. د تیونو د کوچني کولو جراحي تر ډېره د تي د سر او اریول په کمپلکس یا مرکب کې د حس د کموالي او په هغو ښځو کې د شیدو د کموالی لامل کېږي چې غواړي شیدې ورکړي.[۲۰]

سرچينې