جان اډمز

جان اډمز (۱۷۳۵ ، د اکتوبر ۳۰مه – ۱۸۲۶ ، د جولای ۴ مه) يو امريکايي سياستمدار، څارنوال، ليکوال او د امريکا له جوړوونکو يو و، له ۱۷۹۷ز کال څخه يې تر ۱۸۰۱ز کال پورې د امريکا د ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې ده. له ولسمشرۍ مخکې، هغه د امريکايي انقلاب يو مشر و، چې له لويې بریتانيې نه يې خپلواکي تر لاسه کړه او د امريکا د لومړي مرستيال ولسمشر په توګه يې کار وکړ. اډمز يو مسلکي ليکوال و، چې د امريکا د لومړيو کلونو د تاريخ له ګڼو مهمو شخصيتونو،لکه : د هغه مېرمن او سلاکارې ابيګيل اډمز او توماس جفرسن سره يې په منظم ډول ليکنې کولې.

جان اډمز
جان اډمز
جان اډمز

د شخص معلومات
پيدايښت۱۹ اکتوبر ۱۷۳۵[۱][۲][۳]
مړینه4 جولای 1826 (91 کاله)[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځایماساچوست   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات [۱۴][۱۹][۲۰]
د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد170 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهبډئيزم [۲۱][۲۲]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځهابیګېل اډمز (۲۵ اکتوبر ۱۷۶۴–۲۸ اکتوبر ۱۸۱۸)[۲۳][۲۴]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولادجان کوینسي آډمز [۲۵][۲۳][۲۶]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیمهروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلکسياستوال [۱۹][۱۴][۲۷]
ډیپلوماټ [۱۹][۲۰][۱۴]
ليکوال [۲۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۵][۱۴][۲۹]
فرانسوي
لاتين ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان اډمز
جان اډمز

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اډمز له انقلاب مخکې يو وکيل او سياسي فعال و، د مشورې د حق لرلو او بې ګناهۍ اصل ته يې ځان وقف کړی و. هغه د بریتانيې ضد احساسات وننګول او په برياليتوب سره يې د بریتانوي ځواکونو له خوا د بوسټن د ټولوژنې په اړوند د وژنو له تورونو څخه دفاع وکړه. اډمز د لويې وچې کانګريس ته د ماساچوسټس له خوا استازی و، چې بيا د انقلاب لارښود شو. هغه په ۱۷۷۶ز کال کې د خپلواکۍ د اعلاميې د مسودې په ليکلو کې مرسته وکړه. په اروپا کې د یوه ديپلومات په توګه، هغه له لويې بریتانيې سره د سولې د تړون او مهمو دولتي پورونو د خونديتابه په مذاکراتو کې مرسته وکړه. اډمز په ۱۷۸۰ز کال کې د ماساچوسټس د اساسي قانون لومړی ليکونکی و، چې د متحده ايالاتو په اساسي قانون يې اغیز درلود، «د دولت په اړه اندونه» په نامه د هغه ليکنو هم د متحده ايالاتو پر اساسي قانون اغېز درلود. 

د جورج واشنګټن د ولسمشرۍ پر مهال، اډمز دوه ځلې د ولسمشر د مرستيال په توګه ټاکل شوی او په ۱۷۹۶ز کال کې د متحده ايالاتو د ديم ولسمشر په توګه انتخاب شو. هغه يوازينی ولسمشر و، چې د فډرالسټ ګوند تر بيرغ لاندې وټاکل شو. هغه په لومړي پړاو کې د جفرسن د جمهوري غوښتونکو او د خپل فډراليست ګوند د ځينو غړو له خوا له سختو نيوکو سره مخامخ شو، د کوم ګوند مشري چې الکساندر هملټن کوله. اډمز لانجمن، د پرديو او فتنې قوانين لاسليک کړل او له فرانسې سره د نا اعلان شوې جګړې پر مهال يې پوځ او سمندري ځواک جوړ کړ. د هغه د ولسمشرۍ په پړاو کې، هغه لومړی ولسمشر و چې په اجرائيه ودانۍ کې واوسيږي، چې اوس د سپينې ماڼۍ په نامه ياديږي.

د بيا ټاکل کېدو لپاره د هلو ځلو پر مهال د فدرالسټانو او د جفرسنيانو له خوا پرهغه د مطلقه حکومت تورونو له امله اډمز د خپل پخواني ملګري توماس جفرسن په وړاندې ماتې وخوړه او هغه ماساچوسټس ته د متقاعد په توګه ولاړ. د څوارلسو کلونو په موده کې د ليکونو له لارې هغه له جفرسن سره بيا ملګرتيا پيل کړه. هغه او مېرمنې يې د سياسيونو، ديپلوماتانو او تاريخ پوهانو يوه کورنۍ جوړه کړه، چې اوس د اډمز د سياسي کورنۍ په نوم يادېږي. په دې کورنۍ کې د متحده ايالاتو شپږم ولسمشر، د هغوی زوی جان کوينسي اډمز هم شامل دی. جان اډمز د جيفرسن له مړینې څو ساعته وروسته، د ۱۸۲۶ز کال د جولای په څلورمه مړشو، چې دا کال د خپلواکۍ د اعلاميې د تصويب څوارلسمه کليزه وه. اډمز او د هغه زوی د امريکا د لومړيو هغو دولسو ولسمشرانو څخه دي، چې دوی په خپل ژوند کې مريان نه لرل. څېړونکو او اندپوښتونکو د هغه اداره غوره اداره بللې ده.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

کوچنيوالی

جان اډمز د ۱۷۳۵ز کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه، د مشر جان اډمز او سوزانا بويلسټن په کور کې زېږېدلی و. هغه دوه کشران وروڼه لرل، چې هغه بيټر (۱۷۳۸ ز)  او اليهو (۱۷۷۵ ز) دي. اډمز د ماساچوسټس د برينټري د کورنۍ په کروندځای کې زېږېدلی و. مور يې د ماساچوسټس د اوسني بروکلين اوسېدونکې، د طبابت له مخکښې کورنۍ سره اړيکه درلوده. پلار يې د مذهبي مراسمو په يوه کليسا کې مذهبي مشر، کروندګر، بوټان ګنډونکی او په مليشه ځواک کې دویم بريدمن و. مشر جان د ښار د شورا د ټاکونکي په توګه کار کړی و او د ښوونځيو او سړکونو د جوړېدو څارنه يې کوله. اډمز به ډېر ځله  خپل پلار ستايه او له هغه سره د خپلو نژدې اړيکو يادونه به يې کوله. د اډمز د نیکه په شا اوخوا ۱۶۳۸ز کلونو کې د انګلستان د اسيکس له برينټري څخه ماساچوسټس ته کوچېدلی و.[۳۰][۳۱][۳۰][۳۲][۳۳]

سره له دې چې اډمز، په يو عادي چاپيريال کې رالوی شوی و، هغه احساس کاوه چې له خپلو دودونو سره سم ژوند کولو لپاره تر فشار لاندې و. د هغه کورنۍ «پيوريټان» وه، کومه چې په سختۍ سره له خپل مذهب، کلتور، قوانينو او دودونو څخه اغېزمنه شوې وه. د جان اډمز د زېږېدو پر مهال د «پيوريټان» اصول مخ په ځوړ روان وو، لکه له مخکې څخه په تقدير عقيده او د دوی ډېر سخت مراسم اسانه شوي وو، خو اډمز بيا هم دا اصول «د خپلواکۍ د پورته کوونکو په توګه بلل او خپلواکي اوس هم يوه سپېڅلې اړتيا وه». اډمز يادونه کوي چې: د هغه مور او پلار «په سپکاوي او وېره کې هر ډول بد اخلاقي لرله» او له هر ډول بې لارۍ څخه رامنځ ته شوي د سپکاوي، شرارت او ورانۍ بشپړ انځور يې وړاندې کړ. اډمز وروسته درک کړه چې: «د يوه ماشوم په توګه ممکن ما هغه سترې خوښۍ تر لاسه کړې وې، چې شونې ده يوه انسان ته ورکړل شي – د هغې مور نعمت چې د خپلو کوچنيانو د شخصيت جوړولو لېوالتيا او وړتيا يې درلوده».[۳۴][۳۵]

د مشر ماشوم په توګه اډمز اړ و چې، رسمي زده کړې ترلاسه کړي. د هغه زده کړې په شپږ کلنۍ کې د نجونو او هلکانو د يوې اغلې مېرمنې په يوه ښوونځي کې پيل شوې، چې د ښوونکې په کور کې تر سره کېدې او مرکز يې «نيو انګلينډ پرايمر» و. لږ وخت وروسته، اډمز د «جوزف کلورلي» تر څارنې لاندې د برينټري لاتين ښوونځي ته ولاړ، چېرې چې لاتيني، بلاغت، منطق او حساب لوستل کېدل. د اډمز په لومړيو زده کړو کې، له ښوونځي تېښته، د ښوونکي څخه کرکه او د بزګرۍ هيله شامل وو. ټول بحثونه د هغه د پلار په حکم پای ته ورسېدل، چې هغه بايد په ښوونځي کې پاتې شي: « ته بايد زما له هيلو سره سم عمل وکړې». ډيکن اډمز د ښوونځي نوی مدير جوزف مارش د ښوونکي په توګه وګوماره او د هغه زوی، دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه.[۳۶]

د پوهنځي زده کړې او ځواني

ادمز په ۱۷۵۱ز کال کې، هغه مهال چې شپاړس کلن و، په هارورډ پوهنځي کې داخل شو او د جوزف ميهو تر څار لاندې يې زده کړې وکړې. په ځوانۍ کې اډمز يو لېوال څېړونکی و، د توسيديس، افلاتون، سيسرو او تاسيتوس په څېر د لرغونو ليکوالانو آثار يې د دوی په خپله ژبه کې لوستل. که څه هم پلار يې غوښتل چې، هغه يو مذهبي مشر شي، په ۱۷۵۵ز کال کې د لېسانس سند په تر لاسه کولو سره له فراغت وروسته په داسې حال کې چې په خپلې دايمي دندې يې فکر کاوه، هغه په «ورسسټر» کې په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کار وکړ. په راتلونکو څلورو کلونو کې هغه د عزت، د «درناوي يا شهرت» په مينه او له خپلو ملګرو څخه د زيات توپير په لټه کې شو» او پریکړه يې کړې وه چې، بايد يو ستر سړی شي. هغه د خپلې موخې د تر لاسه کولو لپاره پریکړه وکړه چې وکيل شي او خپل پلار ته يې وليکل چې، د وکيلانو په منځ کې يې «مشهورې او د درناوي وړ لاسته راوړنې لرلې دي»، خو د روحانيونو په منځ کې«د ځينو مطلقو احمقانو په اړه د سپيڅلتيا څرګندنه کوي».د هغه هيلې د هغه د «پيوريتانيزم» سره په ټکر کې وې، هغه يې خپلې تعريف کړې ظاهري خوښۍ ساتلو ته وهڅاوه او له خپلو ملګرو سره د خوښۍ په شريکولو کې ناکام شو. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

په ۱۷۵۴ز کال کې د فرانسې او هنديانو د جګړې په پيلېدو سره، اډمز نولس کلن و، هغه په جګړه کې د خپلو مسئوليتونو د تر سره کولو لپاره مبارزه وکړه او د هغه وخت د ډېرو نورو په څېر د پيسو لپاره جګړې ته ولاړ. وروسته اډمز وويل: «ما د بل هر وخت په پرتله هيله لرله، چې د يوه وکيل پر ځای يو سرتيری شم»، دې ته په کتنې سره، چې هغه د خپلې کورنۍ لومړی کس و چې، «د خپل کور له معيارونو ښکته شي، تر هغه وخته چې په وسله واله مليشه کې يو افسر ونه اوسي».[۴۱]

سرچينې او ياداښتونه