جان فوربز نش


جان فوربز نش جونیور (په انګریزي: John Forbes Nash, Jr.؛ زوکړه: د ۱۹۲۸ زکال د جون ۱۳مه – مړینه: د ۲۰۱۵ زکال د مۍ ۲۳مه) چې تر ډېره د جان نش په نوم پېژندل کېږي، امریکايي ریاضي پوه و چې د لوبو د نظریې، واقعي الجبري هندسې، ډیفرانشیل هندسې او جزیي ډیفرانشیل معادلاتو په رامنځته کولو کې یې اساسي مرسته کړې. نش او د لوبو نورو نظریه جوړونکو جان هرساني او راینهارډ سیلتن په ۱۹۹۴ زکال کې د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. سربېره پر دې په ۲۰۱۵ زکال کې نوموړي او لوئیس نیرنبرګ د جزیي ډیفرانشیل معادلاتو په برخه کې د خپلې ونډې له امله د آبل جایزه ترلاسه کړه. [۱][۲]

نش د پرینسټون پوهنتون د ریاضیاتو د څانګې د ماسټرۍ د زده کوونکي په توګه د نش د معادلې او د نش د چنې وهلو د حل لارې یا نش بارګېنېنګ سولوشن په ګډون یو شمېر مفاهیم وړاندې کړل، چې اوس مهال د لوبو په نظریه او همدارنګه یې کړنلارې په بېلابېلو علومو کې محوري رول لري.

نش په ۱۹۵۹ زکال کې د اروايي ناروغیو نښې پیدا کړې او له همدې امله یې څو کاله د شیزوفرني د درملنې اړوند د اروايي ناروغیو په روغتونونو کې تېر کړل. له ۱۹۷۰ زکال وروسته د هغه وضعیت مخ پر ښه کېدو شو او هغه وکولای شول د ۱۹۸۰مې لسیزې په نیمايي کې بېرته خپلو علمي چارو ته مخه کړي. سیلویا ناسار په ۱۹۸۸ زکال کې د نش ژوند لیک د ښکلي ذهن (Beautiful Mind) تر عنوان لاندې کتاب کې ولیکه چې بیا د هغه د ناروغۍ او بېرته رغېدنې اړوند د همدغه کتاب په نامه فلم د رون هوارډ په ډایرکټرۍ جوړ شو چې د نش رول په کې راسل کرو لوبولی دی. [۳][۴][۵][۶]

لومړنی ژوند او زده کړې

جان فوربز نش جونیر د ۱۹۲۸ زکال کې د جون په ۱۳مه د لویدیځې ویرجینیا په بلوفیلډ ښار کې وزیږېد. د هغه پلار او همنامه، جان فوربز نش په اپالاچیان برېښنا شرکت کې د برېښنا د برخې انجینر و. د هغه مور، مارګاریت ویرجینیا نش (کورنی نوم یې مارتین و) له واده وړاندې د ښوونځي ښوونکې وه. نش ته په پروتستانت سقفي کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. هغه د مارتا (زوکړه: د ۱۹۳۰ زکال د نومبر ۱۶مه) په نامه یوه کوچنۍ خور لرله. [۷]

نش د کوچنیوالي پر مهال وړکتون او دولتي ښوونځي ته ولاړ او له هغو کتابونو څخه یې زده کړه کوله چې والدینو او همدارنګه یې بابا او انۍ ورته پېرلي و. د نش والدینو د خپل زوی د زده کړو د بشپړېدو په موخه له هر فرصت څخه ګټنه کوله او وه یې شو کولای چې نوموړی د ښوونځي د وروستي کال پر مهال د خپلې سیمه ییزې ټولنې په کالج (بلوفیلډ کالج) کې د پرمختللو ریاضیاتو کورسونو ته ولېږي. هغه د جورج وسټېنګ هاوس د بشپړ بورس په ترلاسه کولو د کارنیګي د ټکنالوژۍ انستیتیوت ته ولاړ(دغه انستیتیوت وروسته بیا د کارنیګي ملون په پوهنتون واوښت)؛ دلته یې د کیمیاوي انجینرۍ په برخه کې زده کړې پیل کړې. وروسته یې ځان د کیمیا برخې ته تبدیل کړ او بالاخره یې د خپل ښوونکي جان لایټون سینج په مشوره د ریاضي زده کړې ته مخه کړه. نوموړي په ۱۹۴۸ زکال کې له دغه ځایه د ساینس په برخه کې د لیسانس او ماسټرۍ د سندونو له ترلاسه کولو کولو وروسته د پرینسټون پوهنتون تحصیلي بورس ومانه او هلته یې د ریاضي او ساینس په برخه کې د دوکتورا په کچه زده کړو ته مخه کړه. [۸]

د نش سلاکار او د کارنیګي پوهنتون پخواني ښوونکي ریچارډ ډافین په پرینسټون پوهنتون کې د زده کړو په موخه د هغه وړاندیز لیک ولیکه او څرګنده یې کړه: «هغه د ریاضي نابغه دی». نش په هاروارډ پوهنتون کې هم ومنل شو، خو د پرینسټون پوهنتون د ریاضیاتو د برخې مشر سالمن لفشتس هغه ته د جان اس. کنډې د فیلوشېپ وړاندیز وکړ او نش یې دې ته متقاعد کړ چې پرینسټون هغه ته زیات ارزښت قایل دی. له دې سربېره یې پرینسټون له دې امله غوره ګاڼه ځکه چې کور ته یې نږدې و. په پرینسټون کې د زده کړو پر مهال نوموړي د تعادل په نظریې کار پیل کړ چې بیا یې وروسته د نش د تعادل په نظریې شهرت وموند. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

څېړنیزې چارې

نش تر ډېره خپل اثار نه خپرول، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر مقالې یې په خپلو اړوند برخو کې د عطف د نقطې په توګه په پام کې نیول کېږي. په پرینسټون کې د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال هغه د لوبو د نظریې او الجبري هندسې په برخو کې اساسي چارې ترسره کړې. د ماساچوست د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې یې له دوکتورا وروسته علمي چارو پر مهال ډیفرانشیل هندسې ته مخه کړه. په داسې حال کې چې د ډیفرانشیل هندسې په برخه کې د هغه د کار پایلې په هندسي ژبه بیان شوې، خو د هغه چارې په بشپړه توګه د جزیي ډیفرانشیل معادلاتو تجزیې او تحلیل ته اړوندېږي. د دوه ایزومتریک قضیو (isometric embedding theorems) له اثبات وروسته نش داسې څېړنې ته مخه کړه چې په مستقیم ډول یې د جزیي ډیفرانشیل معادلاتو سره سروکار درلود او په دې سره هغه د ډي ګیورګي – نش قضیه کشف او اثبات کړه؛ همدا و چې د هیلبرت د نوولسمې مسئلې یو شکل یې حل کړ. [۱۳][۱۴]

په ۲۰۱۱ زکال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې د نش هغه لیکنې د ممنوعه لیکنو له نوملړ څخه وویستلې چې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې یې د کوډ جوړونې او کوډ لوستنې د نوي ماشین وړاندیز په کې کړی و. دغه لیکنې ښيي چې نش د معاصرې کوډ جوړونې د ډېرو مفاهیمو وړاندوینه کړې وه چې تر ډېره یې په سختو محاسباتي معادلاتو تکیه لرله.[۱۵][۱۶]

شخصي ژوند

په ۱۹۵۱ زکال کې د ماساچوست د ټکنالوژۍ انستیتیوت نش، د سي. لي. مور روزونکي په توګه د ریاضیاتو په پوهنځي کې وګماره. نږدې یو کال وروسته نش له نرسې النور سټیر سره هغه مهال وپېژندل، کله چې دی په روغتون کې بستر و. دوی د جان ډېوېډ سټیر په نامه یو زوی درلود، خو نش هغه مهال سټیر پرېښوده کله یې چې ده ته د خپلې امیدوارۍ وویل. د غوره ذهن یا Beautiful Mind په نامه فلم چې د نش په ژوند جوړ شوی، د ۲۰۰۲ زکال د اوسکار په مراسمو کې له دې امله تر نیوکو لاندې راغی چې د ده د ژوند دغه برخه یې نه ده انځور کړې. ویل کېږي هغه د خپل ټولنیز ځایګي له امله چې فکر یې کاوه له هغې ټیټ ځایګی لري؛ نوموړې یې پرېښوده. [۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۹۵۴ زکال کې د کالیفورنیا په سانتا مونیکا کې، هغه مهال چې نش د خپل ژوند په شلیزه کې و، د همجنس بازو نارینه و پر ضد د عملیاتو پر مهال په عمومي ځایونو کې د ځان لوڅوالي له امله ونیول شو. په داسې حال کې چې په هغه لګېدلي تورونه رد شول، خو نوموړی له خپل اشد محرم امنیتي خوندیتوب څخه بې برخې او په رنډ شرکت کې د سلاکارۍ له دندې هم ګوښه کړای شو.[۲۰][۲۱]

له سټیر څخه له جلا والي لږ وروسته، نوموړی له السلواډورۍ الاصلې امریکايي مېرمنې الیشیا لرد لوپز- هاریسون سره بلد شو. لرد د ماساچوست د ټکنالوژۍ د انستیتیوت د فزیک له برخې څخه فارغه شوې وه. دوی د ۱۹۵۷ زکال په فبروري میاشت کې واده وکړ. په داسې حال کې چې نش ملحد و، خو د واده مراسم یې په سقفي کلیسا کې ترسره شول. په ۱۹۵۸ زکال کې نش د ماساچوست په انستیتیوت کې دنده ترلاسه کړه او دغه مهال په نوموړي کې د اروايي ناروغیو نښانې ډېر ژر راڅرګندې شوې. نوموړي د ۱۹۵۹ زکال په پسرلي کې له خپلې دغې دندې څخه استعفا ورکړه او څو میاشتې وروسته یې زوی ، جان چارلز مارتین نش وزیږېد. په دغه ماشوم باندې تر یو کاله پورې نوم کېنښودل شو، ځکه چې الیشیا احساس کاوه چې کېدای شي نش د نوم ټاکنې په برخه کې کوم ځانګړی نظر ولري. له ناروغۍ څخه د رامنځته شوي تشویش له امله نش او لرد په ۱۹۶۳ زکال کې له یو بل څخه جلا شول. داسې ښکاري چې دغې چارې ورسره مرسته وکړه څو زده کړي څه ډول خپله پارانوئید ویره له منځه یوسي. پرینسټون پوهنتون ورته اجازه ورکړه څو په ټولګیو کې د همکار ښوونکي په توګه ګډون وکړي. هغه په ریاضي باندې خپلو چارو ته دوام ورکړ او بالاخره یې اجازه ومونده چې بیاځلي تدریس ته مخه کړي. په ۱۹۹۰مه لسیزه کې لرد او نش بېرته خپله اړیکه جوړه کړه او په ۲۰۰۱ زکال کې یې بیاځلي واده وکړ. جان چارلز مارتین نش د ریاضیاتو په برخه کې له راتګرز پوهنتون څخه دوکتورا تر لاسه کړه او له دې وروسته په شیزوفرني باندې اخته تشخیص کړای شو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

مړینه

د ۲۰۱۵ زکال د مۍ په ۲۳مه نش او مېرمنې یې د مونرو، نیوجرسي د ۸اې سړک څخه د وتو پر مهال د نیوجرسي د بل سړک سره د وصلېدو په نقطه کې ترافیکي پېښه وکړه او دواړه ووژل شول. دغه پېښه هغه مهال وشوه چې نش په ناروې کې د آبل جایزې له ترلاسه کولو وروسته متحده ایالاتو ته راوګرځېد؛ د دوی پلان دا و چې په نیوارک هوايي ډګر کې به دوی ته منتظر لیموزین دوی تر خپله ځایه رسوي، خو د الوتنې په پلان کې د تغیر له امله دوی پنځه ساعته وړاندې یاد هوايي ډګر ته راورسېدل او پرېکړه یې وکړه چې په ټکسي کې ولاړ شي. د هغوی ټکسي چلوونکي، تارک ګیرګیس د خپل موټر کنټرول له لاسه ورکړ او د سړک له موانعو سره یې ټکر وکړ؛ دوی دواړه له ټکسي څخه بهر وغورځېدل، ایالتي پولیسو څرګنده کړه چې د پېښې له ډول څخه ښکاري چې دوی امنیتي کمربند نه و تړلی. نش د مړینې پر مهال ۸۶ کاله عمر درلود. له هغه څخه د جان مارتین نش او جان سټیر په نومونو دوه زامن پاتې شول چې مارتین له دوی سره یوځای ژوند کاوه. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې.