جان ډېوي

جان ډېوي (د ۱۸۵۹ کال د اوکټوبر له ۲۰ – د ۱۹۵۲ کال د جون تر ۱) یو امریکایی فیلسوف، ارواپوه، او تعلیمي اصلاح غوښتونکی ؤ، چې نظریات یې په تعلیم او ټولنیزه اصلاح کې اغېزمن وو. د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې له برلاسو امریکایي پوهانو څخه ؤ.    [۲۰][۲۱]

جان ډېوي
(انګلیسي: John Dewey د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان ډېوي
جان ډېوي

د شخص معلومات
پيدايښت۲۰ اکتوبر ۱۸۵۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه1 جون 1952 (93 کاله)[۱][۱۳][۲][۳][۴][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک [۱۴][۱۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځاید امریکا متحده ایالات   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکفیلسوف [۱۶][۱۱]
ارواپوه [۱۶][۱۱]
ښوونکی [۱۱]
ليکوال [۱۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۸][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهفلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ډېوي د آثارو اصلي او مهمه موضوع په ولسواکۍ باندې د هغه ژوره عقیده وه، هغه که په سیاست، تعلیم، یا اړیکو او ژورنالیزم کې وي. څرنګه چې ډېوي پخپله په ۱۸۸۸ ز کال کې کله چې په میشیګان پوهنتون کې ؤ، څرګنده کړه چې "ولسواکي او د انسانیت نهایي اخلاقي آیدیال زما په نظر مترادف دي." ډېوي دوه بنسټیز عناصر – فکري مکتبونه او مدني ټولنه – د هغو مهمو موضوعاتو په توګه وګڼل چې د تجربوي ځیرکتیا او کثرت پلوۍ د هڅولو لپاره پاملرنې او بیارغونې ته اړتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې بشپړه ولسواکي یوازې د رایې ورکونې د حقونو په پراخولو سره نه ترلاسه کېږي، بلکې د خلکو، کارپوهانو او سیاست پوهانو تر منځ د اړیکو له لارې د بشپړو جوړ شوو عامه افکارو د شتون په یقیني کولو سره ترلاسه کېدای شي، چې  سیاست پوهان د هغو سیاستونو لپاره چې دوی یې غوره کوي، ځواب ویونکي وي.[۲۲][۲۳]

ډېوي یو له لومړنیو څېرو څخه ؤ چې د پراګماتیزم (عمل پلوه)  فلسفې سره یې تړاو درلود او د وظیفوي (عمل پاله) ارواپوهنې له بنسټګرو څخه شمېرل کېږي. د هغه مقاله " په ارواپوهنه کې د انعکاس د قوس مفهوم" چې په ۱۸۹۶ کال کې خپره شوه، د (شیکاګو) د ارواپوهنې د عمل پاله مکتب لومړنی لوی اثر ګڼل کېږي. د عمومي ارواپوهنې سروې ته بیاکتنه چې په ۲۰۰۲ کال کې خپره شوه، ډېوي د شلمې پېړۍ د ۹۳یم تر ټولو مشهور ارواپوه په توګه شمېري.[۲۴][۲۵][۲۶]

ډېوي د شلمې پېړۍ یو لوی تعلیمي اصلاح غوښتونکی هم و. نوموړی چې یو مشهور عامه روڼ اندی و، د پرمختللې زده کړې او لیبرالیزم لوی غږ و. کله چې د شیکاګو په پوهنتون کې پروفیسور و، نوموړي د شیکاګو پوهنتون د لابراتوار ښوونځي تاسیس کړل،  چې هلته هغه وکړای شو د تدریس د میتود په اړه خپل پرمختللی نظرونه پلي او تجربه کړي. که څه هم ډېوي د زده کړې په اړه د خپلو خپرونو له امله غوره شهرت لري، نوموړی د ډېرو نورو موضوعاتو په اړه، لکه د معرفت پوهنې، میتافزیک، ښکلا پېژندنې، هنر، منطق، ټولنیزي تیوري او اخلاق هم لیکلي دي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې

جان ډېوي د ورمونټ په برلینګټن کې په یوه متوسطه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د آرچیبالډ سپراګ ډېوي او لوسینا آرټیمیشیا ریچ ډېوي له څلورو زامنو څخه یو و. د دوی دویم زوی هم جان نومېده، خو هغه د ۱۸۵۹ کال د جنورۍ په ۱۷ مه په یوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دویم جان ډېوي د خپل مشر ورور له مړینې څلویښت اونۍ وروسته د ۱۸۵۹ کال د اکتوبر په ۲۰ نړۍ ته پښه کېښوده. د خپل مشر، ژوندي پاتې شوي ورور، ډېويس ریچ ډېوي په څېر، هغه هم د ورمونټ پوهنتون کې ګډون وکړ،  چې هلته نوموړي په ډېلتا اپسیلیون (Delta Psi) په ټولنه کې ګډون وکړ، او په ۱۸۷۹ کال کې د فای بېتا کاپا (Phi Beta Kappa) له ویاړ سره فارغ شو. [۳۱][۳۲]

د ورمونټ په پوهنتون کې د ډېوي یو مهم پروفیسور هینري اګوسټس پییرسن توری و، چې د ورمونټ پوهنتون د پخواني مشر زوم او وراره و. [۳۳][۳۴]

مسلک

د پنسلوانیا په اویل سیټې کې د لیسې ښوونکي په توګه دوه کاله وروسته، او یو کال د ورمونټ د شارلټ په کوچني ښارګوټي کې د ابتدايي ښوونځي ښوونکي په توګه، ډېوي پرېکړه وکړه چې نوموړی په لومړني یا ثانوي ښوونځي کې د تدریس لپاره غوره نه و. د جورج سلویسټر موریس، چارلس سندرز پیرس، هربرت بیکسټر آدمز او جی ستانلي هال سره د زده کړې وروسته، ډېوي د جان هاپکنز پوهنتون د هنرونو او علومو له پوهنځي څخه خپله ډکتورا ترلاسه کړه. نوموړی په ۱۸۸۴ کال کې د جورج سلویسټر موریس په مرسته د میشیګان په پوهنتون کې (۱۸۸۴ – ۱۸۸۸ او ۱۸۸۹ – ۱۸۹۴) د عملې کادر دنده ومنله. د هغه ناچاپ شوې او اوس ورکه شوې مقاله "د کانټ ارواپوهنه" تر سرلیک لاندې وه. [۳۵]

ډېوي په ۱۸۹۴ کال د شیکاګو له نوي تاسیس شوي پوهنتون سره یوځای شو (۱۸۹۴ – ۱۹۰۴) چې هلته نوموړي په منطقي تجربه پالنې باندې، چې د تازه پراخېدونکې پراګماتیک فلسفې سره یې تړاو درلود، خپله عقیده پراخه کړه. د شیکاګو په پوهنتون کې نوموړي څلور مقالې چې په تولیزه توګه د فکر او د هغې مطلب - موضوع تر سرلیک لاندې وې، ولیکې چې په شیکاګو کې د هغه د همکارانو د راټول شوو اثارو سره، چې په منطقي تیوري کې څېړنې (۱۹۰۴) تر عنوان لاندې وو، خپرې شوې وه. [۳۵]

ډېوي د هغه وخت په اوږدو کې د شیکاګو پوهنتون کې لابراتواري ښوونځي هم په لاره واچول، چې هلته نوموړی وتوانېد تدریسي اند حقیقي کړي چې د زده کړې په اړه د هغه د لومړي لوی کار لپاره یې چې د ښونځۍ او ټولنه (۱۸۹۹) تر نوم لاندې و، مواد چمتو کړي. د ادارې سره اختلاف په نهایت کې له پوهنتون څخه د هغه د استعفا لامل شو او ډېر ژر هغه ختیځ ساحل ته کډه شو. په ۱۸۹۹ کال کې، ډېوي د امریکا د رواني ټولنې (A.P.A.) مشر وټاکل شو. له ۱۹۰۴ کال څخه په ۱۹۳۰ کال کې د هغه تر تقاعد پورې، نوموړي د کولمبیا پوهنتون د ښوونکو په کالج کې د فلسفې پروفیسور و. [۳۶]

نوموړی په ۱۹۰۵ کال کې د امریکا د فلسفې ټولنې مشر شو. هغه د اوږدې مودې لپاره د امریکا د ښوونکو د فدراسیون غړی و. د تاریخ پوهانو چارلس اې بیرډ او جیمز هاروي رابینسن او اقتصاد پوه تورسټین ویبلین سره یوځای، ډېوي د نوي فکري مکتب (نیو سکول) له بنسټ ایښودونکو څخه دی.

ډېوي په ۱۴۰ ژورنالونو کې له ۷۰۰ څخه ډېرX مقالې او نږدې ۴۰ کتابونه خپاره کړل. د نوموړي ترټولو مهمې لیکنې دا دي: "په ارواه پوهنه کې د انعکاسي قوس مفهوم " (۱۹۸۶)، د معیاري رواني مفکورې نیوکه او د هغه د نورو ټولو کارونو اساس؛ ډیموکراسي او تعلیم (۱۹۱۶)، په پرمختللې زده کړه د هغه مشهور کار؛ د انسان طبیعت او چلند (۱۹۲۲)، د انسان په چلند کې د عادت د دندې څېړنه؛ عام وګړي او د هغوی ستونزې (۱۹۲۷)، د ډیموکراسۍ په دفاع کې چې د والټر لیپمن د خیالي عامه وکړي (۱۹۲۵) په ځواب کې ولیکل شو؛ تجربه او طبیعت (۱۹۲۵)، د ډېوي ترټولو "میتافزیکي" وینا؛ د شوروي اتحاد اغېږې او انقلابي نړۍ (۱۹۲۹)، چې د تازه را منځ ته شوي شوروي اتحاد څخه د یو ځلانده سفر کیسه وه. [۳۷][۳۸]

هنر د تجربې په توګه (۱۹۳۴)، د ښکلاپوهنې په برخه کې د ډېوي لوی کار و؛ عامه عقیده (۱۹۳۴)  (1934)، د مذهب یوه انساني څېړنه چې په اصل کې په یېل کې د ډوایت اېچ تېري د لېکچر په توګه وړاندې شوه؛ منطق: د ګروېږنې تیوري (۱۹۳۸)، د منطق په اړه د ډېوي د غیر معمولي مفهوم وینا؛ آزادي او دود (۱۹۳۹)، یو سیاسي کار چې د فاشیزم ریښې تر څېړنې لاندې ونیولې؛ او پېژندونکی او پېژندل شوی (۱۹۴۹) داسې یو کتاب چې د ارتور ایف بینټلي سره په ګډه لیکل شوی چې په سیستماتیک ډول د تعاملاتو مفهوم په ګوته کوي، چې دا د هغه د نورو کارونو مرکزي دی (تعاملات پلوي ته مراجعه وکړئ).

لکه څنګه چې دا هر یو کار په یوه ځانګړي فلسفي موضوع تمرکز کوي، ډېوي خپل مهم موضوعات په تجربه او ماهیت کې شامل کړل. خو لکه څرنګه چې هغه د لومړي (۱۹۲۵) نسخې له ځواب څخه ناخوښه و، د دوهمې (۱۹۲۹) نسخې لپاره یې لومړی څپرکی بیا ولیک او یو مخینه یې اضافه کړه چې په هغه کې یې وویل چې کتاب هغه څه وړاندې کړي چې موږ به یې اوس یو نوې (کوهاني) الګو ګڼو: 'ما په دې کتاب کې د نوي او زاړه ترمنځ د پخلاینې لپاره هڅه نه ده کړې' او هغه د کوهاني په بې کفایتي ټینګار کوي: [۳۹]

ډېرو لپاره د دوو کلمو ['تجربې' او 'طبیعت'] یوځای کول به داسې ښکاري چې د ګردۍ مربعي په اړه خبرې کوو، خو 'زه په هېڅ داسې لاره نه پوهېږم چې د منطقي استدلال په واسطه دا ډول نیوکې ځواب کړو. دا نیوکې د کلمو سره له تړاو څخه رامنځ ته کېږي او په استدلالي بڼه حل کېدای نشي. لاندې د کوهاني بدلون د بهیر د تشریح په توګه انګېرل کېدای شي: 'یو څوک یوازې د ټول بحث په اوږدو کې تمه کولای شي چې [نوي] معناګانې څرګندې کړي چې د "تجربې" او "طبیعت" سره تړاو لري او په دې توګه که یو څوک طالع ولري، په هغه مفاهیمو کې چې مخکې یې ورسره تړاو درلود و، په غیر ارادي توګه بدلون منځ ته راوړي.  [۴۰]

د شلمې پېړۍ په فکر باندې د خپل پراخ نفوذ په درلودلو سره، هیلډا نیتبي لیکلي چې "ډېوي زموږ په عمر کې هغه څه وو چې ارسطو د ورستیو منځنیو پېړیو لپاره و، یعنې یو فیلسوف نه، بلکه هغه فیلسوف."[۴۱]

د متحده ایالاتو پوستي خدماتو، د ډېوي په ویاړ په ۱۹۶۸ ز کال کې، د غوره امریکایي لړۍ، 30¢ پست نښان ورته ډالۍ کړ. [۴۲]

سرچينې