جیمس ایرل کارټر

جیمس ایرل کارټر ( د ۱۹۲۴ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه زېږېدلی) پخوانی امریکایي سیاستوال دی، چې له ۱۹۷۷ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۹م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی د ډیموکرات ګوند غړی و، چې له ۱۹۷۱ز کال نه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د جورجیا ایالت د ۷۶م والي او له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې، د جورجیا ایالت سناتور پاتې شوی دی. کارټر د دندې له پرېښودو وروسته په سیاسي او ټولنیزو پروژو کې بوخت شو او په ۲۰۰۲ز کال کې یې د بشردوستانه کارونو لپاره د سولې نوبل جایزه هم تر لاسه کړه.

جیمس ایرل کارټر
(انګلیسي: Jimmy Carter د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیمس ایرل کارټر
جیمس ایرل کارټر

د شخص معلومات
زیږون نوم(انګلیسي: James Earl Carter Jr. د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت۱ اکتوبر ۱۹۲۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
تابعیتد امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد1.77 متر   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلکډیپلوماټ
سياستوال
سوداگر
د بشري حقوقو فعال
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۱][۱۲]
هسپاني   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخهد امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقامبريدمن   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړېدويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
اندرا ګاندي جایزه (۱۹۹۷)
 فلاډلفیا لبرټی میډل
گرمي جایزه   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جیمس ایرل کارټر
جیمس ایرل کارټر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کارټر په جورجیا کې زېږېدلی او ستر شوی، په ۱۹۴۶ز کال کې د متحده ایالاتو له سمندري اکاډمۍ نه د لېسانس سند په تر لاسه کولو سره فارغ او په سمندري ځواک کې یې دنده تر لاسه کړه. په ۱۹۵۳ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، هغه خپله سمندري دنده پرپرېښوده او بېرته کور ته راستون شو او هلته یې د خپلې کورنۍ د ممپلیو د سوداګرۍ مشري په غاړه واخیسته.هغه د ​​ډیموکرات ګوند فعال غړی و، چې له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې د جورجیا په سنا کې دنده ترسره او وروسته بیا د ۱۹۷۰ز کال کې د ډیموکرات ګوند په لومړیو ټاکنو کې د کارل سانډرز له ماتې وروسته د جورجیا والي وټاکل شو. هغه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د والي په توګه پاتې شو. سره له دې، چې هغه د جورجیا ایالت نه بهر چا نه پېژانده، خو د ۱۹۷۶ز کال ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځان نوماند او د جمهوري غوښتونکي  ګوند نوماند جیرالډ فورډ ته یې ماتې ورکړه.

کارټر د خپلې ولسمشرۍ په دویمه ورځ، د ۴۴۸۳ ګڼې فرمان په صادرولو سره د ویتنام د جګړې ټولو تښتېدلو ته بښنه وکړه. د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د کابینې په کچه دوه نوي وزارتونه، د انرژۍ وزارت او د پوهنې وزارت جوړ شول. کارټر د انرژۍ ملي تګلاره جوړه کړه چې د انرژي سرچینو ساتنې، د بیو کنټرول او د عصري ټکنالوژۍ کارونې ته په کې ځای ورکړل شوی و. کارټر د ډیویډ کمپ توافقات، د پاناما کانال تعهدات، د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د خبرو اترو دویم پړاو (SALT II) او پانامې ته د پانامې کانال زون بېرته راستنېدلو تګلاره تعقیب کړه. په اقتصادي ډګر کې، هغه له اقتصادي ناورین، لوړ پاړسوب(انفلاسیون)، لوړې بیکارۍ او د پرمختګ له ورو ودې سره مخامخ شو. همدارنګه هغه د ولسمشرۍ دورې په پای کې، له ۱۹۷۹ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې د ایران د یرغمل کولو کړکېچ  د ۱۹۷۹ز کال د انرژۍ ناورین، د نیکاراګوانو انقلاب او پر افغانستان د شوروي یرغل سره مخامخ شو. کارټر د یرغل په ځواب کې، سړه جګړه نوره هم زیاته کړه، پر شورويانو یې اقتصادي او سوداګریز بندیزونه ولګول او په مسکو کې یې د ۱۹۸۰ز کال د اوړي د اولمپیک بایکاټ مشري هم وکړه.

کارټر د ۱۹۸۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند رونالډ ریګن ته په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه. تاریخپوهان او سیاسي شنونکي په عمومي ډول کارټر د منځنۍ کچې نه دټیټ ولسمشر په توګه ډلبندي کوي. له ولسمشرۍ وړاندي د کارټرفعالیتونه، د هغه د ولسمشرۍ دورې په پرتله ډېر په زړه پورې بلل شوي. په ۱۹۸۲ز کال کې، کارټر د بشري حقونو د ودې او پراختیا لپاره د کارټر مرکز جوړ کړ، چې په ۲۰۰۲ز کال کې دغه مرکز ته د ښو کړنو په پار د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوه. کارټر د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو، د ټاکنو د څارنې او په پرمختللو هېوادونو کې د ناروغیو مخنیوي او له منځه وړلو لپاره په پراخه کچه سفرونه وکړل. کارټر د انسانیت لپاره خیریه بنسټ اغېزمن شخصیت ګڼل کېږي. کارټر د سیاسی یادښتونو او شعري ټولګو په ګډون تردېرشو ډېر کتابونه لیکلي او د اسرائیلو او فلسطین شخړو په ګډون یې، د متحده ایالاتو او نړۍ په اوسنیو چارو کارنده تبصرې کړې ده.

د جیمي کارټر د ادارې بهرنۍ تګلاره

اسرائیل او مصر

د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې، کارټر هڅه کوله، چې د عرب او اسرائیلو په شخړه کې منځګړیتوب وکړي. په ۱۹۷۷ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیز جوړجاړي په لټه کې له ناکامې هڅې وروسته، په ۱۹۷۳ز کال کې د جنیوا کنفرانس له لارې، کارټر د مصر ولسمشر انور سادات او د اسرائیلو لومړي وزیر میناچیم ته بلنه ورکړه، تر څو د ۱۹۷۸ز کال په سپټمبر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ډیویډ کمپ ته د یوې حتمي سولې د رامنځته کولو په موخه ولاړ شي. په داسې حال کې، چې دواړه خواوې له لوېدیځې غاړې نه د اسرائیلو د وتلو په اړه موافقې ته ونه رسېدل، خو د خبرو په پایله کې مصر په رسمي توګه اسرائیل په رسمیت وپېژندل او په لوېدیځه غاړه او غزه کې یې یو منتخب حکومت رامنځته کړ. دا د ډیویډ کمپ تړون پایله وه، چې د اسرائیلو او مصر ترمنځ جګړه یې پای ته ورسوله.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ایران

د ۱۹۷۷ز کال د نومبر په ۱۵مه کارټر ژمنه وکړه، چې د هغه اداره به د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مثبتو اړیکو ته د معاصر دریځ «پیاوړی، باثباته او پرمختللی» تر عنوان لاندې دوام ورکوي.د نومبر په څلورمه د ایراني محصلینو یوې ډلې په تهران کې د امریکا پر سفارت برید وکړ، چې د امام له پیروانو سره یې تړاو درلود او د ایران له انقلاب نه یې ملاتړ کاوه. د برید په پایله کې ۵۲امریکایي ډیپلوماتان او اتباع د ۴۴۴ورځو لپاره یرغمل ونیول شول، تر هغو چې د ۱۹۸۱ز کال د جنورۍ په ۲۰مه د کارټر پر وړاندې د ولسمشر په توګه د رونالډ ریګن له بریالیتوب وروسته سملاسي خوشې شول. د کړکېچ په لړ کې، کارټر له ۱۰۰ ورځو نه زیات په سپینه ماڼۍ کې په ګوښه کې پاتې شو.[۱۷][۱۸]

له دغې پېښې نه یوه میاشت وروسته، کارټر ژمنه وکړه چې دغه شخړه به غیر له کوم پوځي اقدام نه چې د یرغمل شوو بندیانو د وینې تویولو یا پر دوی د برېد یا سزا ورکولو لامل کېږي، د خبرو اترو له لارې هواره کړي . د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په مه کارټر د ۱۲۲۰۵ګڼې اجرائیوي فرمان په صادرولوسره پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګول او د ایران د کابینې د غړو په وړاندې یې د نورو اقداماتو اعلان هم وکړ،چې د بندیانو د خوندي خلاصون لپاره اړین ګڼل کېدل. د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په ۲۴مه، کارټر د یرغمل شویو بندیانو خوشې کولو په موخه د شاهین منګول (Eagle Claw)عملیاتو امر وکړ، خو دغه ماموریت د اتوامریکايي سرتېرو په وژل کېدو او د دوو الوتکو په نسکورېدو سره ناکام پای ته ورسېد.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

شوروی اتحاد

د ۱۹۷۷ز کال د فبرورۍ په ۸مه کارټر له شوروي اتحاد نه وغوښتل، چې له متحده ایالاتو سره«د هر اړخیزې اټومي ازموینې بندیز» لپاره یو ځای شي. کارټر د جون په ۱۳مه، د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې: د اونۍ په پیل کې به متحده ایالات «له شوروي اتحاد سره د هر اړخیزې اټومي ازموینې د بندیز پر تړون کار وکړي ،ترڅو د ځمکې لاندې یا په فضا کې د اټومي وسایلو ټولې ازموینې منع کړي».[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

کارټر د ډسمبر په ۳۰مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې: « د تېرو څو مياشتو په موده کې امريکا او شوروي اتحاد د مهمو مسايلو د يو اوږد لېست په اړه ډېر پرمختګ کړی، چې تر ټولو مهم يې د ستراتیژیکو اټومي وسلو ځای پرځای کول او کنټرول و» او دواړه هېوادونه د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د دویم تړون اړوند خبرو اترو د پای ته رسولو په لټه کې دي، دا خبرې د ۱۹۷۹ز کال د جون په ۱۸مه د کارټر او لیونید برژنیف له خوا د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت دویم تړون په لاسلیک کولو سره عملي شوې.[۳۳][۳۴]

سرچینې