خلقت پالنه

خلقت پالنه هغه مذهبي عقیده ده چې له طبیعت، او نور اړخونو څخه یې لکه کائنات، ځمکه، ژوند او انسانان چې د الهی فوق العاده خلقت څخه سرچینه اخلي، بحث کوي. د پراخ مفهوم په اساس، خلقت پالنه کې د مذهبي نظریاتو دوام شامل دی، کوم چې د ساینسي توضیحاتو په منلو یا ردولو کې سره توپیر لري لکه تکامل چې د طبیعي پیښو ريښه او پراختیا بیانوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د خلقت پالنې اصطلاح زیاتره په ځانګړي خلقت باور کولو ته اشاره کوي. دا ادعا کوي چې کائنات او د ژوند بڼې د الهی ارادې په واسطه رامنځ ته شوي دي لکه څنګه چې نن ورځ شتون لري، او يوازیني ریښتینې توضیحات یې هغه دي چې د خلقت افسانې د عیسويت بنسټپالو لفظي تفسیر سره مطابقت لري چې د انجیل د پیدایښت په داستان کې موندل شوي دي. د ۱۹۷۰ ز کال  لسیزې راهیسې، د خلقت ترټولو عامه بڼه د ځمکې نوی خلقت دی چې د سیلاب ځمک پيژندنې پر بنسټ په تیرو ۱۰.۰۰۰ کلونو کې د کایناتو ځانګړی خلقت او د ژوند بڼه څرګندوي او د کاذب علم د خلقت ساینس ته وده ورکوي. د ۱۸ پیړۍ څخه وروسته، د ځمکې زړه خلقت پالنه د جیولوژیکي وخت د تشې یا عصري نظريې له لارې د جینیسس سره همغږي ومنله، په داسې حال کې چې د تکامل ضد ملاتړ کوي. د عصري زاړه - ځمکې جوړونکي د پرمختلونکي خلقت ملاتړ کوي او د تکامل توضیحاتو ردولو ته دوام ورکوي. د سیاسي لانجې په تعقیب، د خلقت ساینس د منطقي ډیزاین او نوي خلقت پالنې په توګه اصلاح شو.[۷][۸][۹][۱۰]

اصلي پروټیسټان او کاتولیک کلیسا عصري ساینس د دوی له عقيده سره په خلقت کې د الهي ارتقا د ډولونو له لارې تطبيق کوي تر څنګ يې دا په ګوته کوي چې خدای (ج) په ارادي ډول د طبیعت د قوانینو له لارې رامنځ ته کړی دی او تکامل مني. ځینې ​​ډلې خپلې عقیدې ته د تکامل خلقت وایي. تر يوې کچې په ښکاره توګه، د اسلامي او هندو مذهبونو غړي هم شتون لري چې د تخلیق پلویان دي. په دې شرایطو کې د "خلقت پلوه" اصطلاح کارول د چارلس ډاروین په ۱۸۴۲ ز کال کې د ناچاپ شوي سکیچ مسوده پورې اړه لري چې د نوعاتو په اصل رامنځ ته شوی و او هغه دا اصطلاح وروسته همکارانو ته په لیکونو کې وکاروله. په ۱۸۷۳ ز کال کې، آسا ګري د ملت په مجله کې یوه مقاله خپره کړه چې په کې ویل شوي و "ځانګړي خلقت پالونکي" چې دا ډولونه یې په پام کې نیولي وو "دوی په فوق العاده ډول خلق شوي دي لکه څنګه چې دي، د هغه د نظریې له مخې دوی د ساینسي توضیحاتو له لاسرسي څخه لرې کوي."[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د انجيل روايات

د ډېرو خلقت پالونکو د عقيدو لپاره روايات د خلقت کتاب لفظي یا نیمه لفظي تفسیر دی، چې د خلقت د پیدایښت داستانونه

(پیدایښت ۱-۲) تشریح کوي چې څنګه خدای (ج) کائنات په شپږو ورځو کې د خلقتي کړنو په لړۍ کې رامنځ ته کوي او لومړی سړی او ښځه (آدم او حوا) د عدن په باغ کې ځای په ځای کوي. دا کیسه د خلقتي کاسمولوژي او بیولوژي اساس دی. د پیدایښت سیلاب داستان (پیدایښت ۶-۹) وايي چې څنګه خدای د یو لوی سیلاب له لارې نړۍ او ټول ژوند له منځه وړي، د نوح د کشتۍ په واسطه د هر ژوندي موجود څخه يو ژغوري. دا د تخلیقی جیولوژی اساس جوړوي، چې د سیلاب جیولوژي په نوم پیژندل کیږي.

په وروستیو لسیزو کې داسې هڅې لیدل شوي دي چې له انجیل کتاب څخه خلقت له منځه یوسي او د ساینس په توګه یې بیا ځای په ځای کړي؛ چې په دې کې د خلقت ساینس او ​​منطقي ډیزاین شامل دي.[۱۷]

سرچينې