د برازیل اقتصاد

په عادي شرایطو کې د برازیل اقتصاد له تاریخي اړخه د لاتیني امریکا او د سويلي نیمه کرې تر ټولو لوی اقتصاد دی. په امریکا کې برازیلي اقتصاد تر ټولو لوی درېیم مقام لري. د دې هېواد اقتصاد مخ پر وده د منځنی عاید ګډ اقتصاد دی. په ۲۰۲۲ز کال کې، د پیسو نړیوال صندوق له نظره، برازیل د اسمي ناخالص کورني توليد (جي ډي پي) په نظر کې نيولو سره د نړۍ لسم ستر اقتصاد دی او د پیرودلو ځواک برابرۍ کې نهم ځای ورکړل شوی.[۱][۲]

په ۲۰۲۲ز کال کې، د پیسو نړیوال صندوق له نظره، د برازيل اسمي جي ډي پي ۱.۸۳۳ تریلیون امریکايي ډالره وه، دغه هیواد په نړۍ کې د تر ټولو لویو لسو اقتصادونو په منځ کې اوږد تاریخ لري. د سړي سر جي ډي پي د يو اوسېدونکي لپاره ۸،۵۷۰ امریکایي ډالره وه.[۳][۴]

دا هیواد په طبعي زیرمو بډایه دی. د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۲ز کال پورې، برازیل په نړۍ کې یو له چټکترین وده کونکيو لویو اقتصادونو له جملې څخه و چې د کلنۍ جي ډي پي ودې کچه یې له ۵٪ څخه زیاته وه. د برايل جي ډي پي په ۲۰۱۲ز کال کې د انګلستان څخه زياته شوه چې په لنډمهالي ډول يې برازیل د نړۍ تر ټولو لوی شپږم اقتصاد وګرځاوه. همدرانګه، د برازیل اقتصاد د وده په ۲۰۱۳ز کال کې سسته شوه او دغه هیواد په ۲۰۱۴ کال کې سوړبازارۍ ته داخل شو. د برازيل اقتصاد په ۲۰۱۷ز کې په بيا رغېدو شو، له دې څخه د مخکې کال د همدې مودو په پرتله په لومړۍ ربعه کې يې وده ۱٪ وه، په دويمه ربعه کې وده ۰.۳٪ ته ورسېده. دا هېواد په رسمي ډول له سوړبازارۍ ووت. 

د نړیوال اقتصادي فورم له مخې، په ۲۰۱۹ز کال کې برازیل د سيالۍ د لوړ پرمختګ په ارزونه کې لوړ ځای درلود، د نورو هیوادونو په منځ کې یې اتم مقام تر لاسه کړ، د لومړي ځل لپاره پر روسیه برلاسی شو او تر يو بريده يې «BRIC» د اقتصادونو په منځ کې د هندوستان او چین سره د سیالۍ واټن ختم کړ. له ۱۹۹۰ز لسیزیزې راهیسې د مالي پایښت پر لور مهم ګامونه واخیستل شول، همدرانګه د ازاد او خلاص اقتصاد لپاره اقدامات وشول چې د هیواد د سیالۍ بنسټونه یې د پام وړ زیات کړل او د شخصي سکتور پرمختګ لپاره یې ښه چاپیریال برابر کړ.[۵][۶]

په ۲۰۲۰ز کال کې، «فوربس» په خپله ډلبندۍ کې برازيل شپږم هغه ستر هېواد وباله چې په نړۍ کې زيات ميلياردران لري. برازیل د متنوعو اقتصادي سازمانونو غړی دی، لکه «Mercosur, Prosur, G8+5, G20, WTO, Paris Club, Cairns Group» او د OECD د دایمي غړي په توګه یې پرمختګ کړی.[۷][۸]

په داسې حل کې چې برازيل د يوې مستعمرې په توګه د لومړني سکتور پر توکو (بوره، سره زر او کاټن) تمرکز درلود، د شلمې پېړۍ په اوږدو کې دې هېواد وکولای شول چې یو متنوع صنعتي اساس جوړ کړي. د فولادو صنعت یې يوه اصلي بېلګه ده ، په ۲۰۱۸ز کال کې برازیل په نړۍ کې د فولادو نهم ستر توليدونکی او په ۲۰۱۸ز کال کې د فولادو پنځم ستر خالص صادرونکی هېواد و. «ګرداو» په امریکا کې د اوږد فولاد تر ټولو لوی تولیدونکی دی، چې په ۱۴ هیوادونو کې ۳۳۷ صنعتي او سوداګریز واحدونه او د ۴۵،۰۰۰ څخه زیات کارکونکي لري. پیټروبراس، د برازیل د تیلو او ګاز شرکت، په لاتیني امریکا کې تر ټولو زیات ازښتناک شرکت دی.[۹][۱۰]

تاریخ

کله چې پرتګالي کشافين په شپاړسمه پیړۍ کې راورسیدل، د اوسني برازیل اصلي اوسېدونکو قبیلو ټول ټال ۲.۵ میلیونه وګړي درلودل او د له ډبرين پړاو څخه يې په ژوند کې هېڅ عملي بدلون نه و راغلی. د پرتګال له خوا د برازیل له نېواک (۱۵۰۰-۱۸۳۲) څخه تر ۱۹۳۰ز لسیزې وروستيو پورې، د برازیل اقتصاد د صادراتو لپاره پر لومړنیو محصولاتو ولاړ و.

په پرتګالي سترواکۍ کې، برازیل یوه مستعمره وه چې د سترواکۍ د سوداګریزې تګلارې تابع وه، کوم چې لویه پیمانه درې عمده اقتصادي محصولات – بوره، سره زر او د ۱۹م پیړې راپدیخوا قهوه، درلودل. د نولسمې پیړۍ تر پايه د برازیل اقتصاد په لوړه پیمانه په افريقايي مريي مزدورانو متکي و (په ټوله کې شاوخوا ۳ میلیونه افریقایی مريان). هغه پړاو کې برازيل يوه مستعمره هم وه چې ستر شمېر اروپايان پکې مېشت و، ډيری يې پراتګاليان وو (د اریزونایانو او مادیریانو په ګډو)، خو ځیني هالنډي (هالنډي برازیل وګوره)، اسپانویان، انګريزان، فرانسویان، المان، فلیمیش، ډنمارکيان، سکاټلینډیان او سیفارډیک یهوديان هم پکې وو.

ورپسې، برازیل یوه پياوړې اقتصادي او وګړيزه وده هم تجربه کړه، ددې تر څنګ له اروپا څخه برازيل ته خلکو ډله ييز کوچ هم وکړ، عموماً له پرتګال (د ازیویانو او مادیریانو په ګډون)، اټالیې، اسپانیې، المان، پولنډ، اوکراین، سوټزرلینډ، اتریش او روسيې څخه هلته کوچېدلي وو. تر ۱۹۳۰ز لسیزې پورې په کمه اندازه کډوال د نیدرلینډ، فرانسې، فینلینډ، ایسلینډ څخه او سکنډناویايي هیوادونو، لیتوانیا، بیلجیم، بلغاریه، هنګري، یونان، لاتویا، انګلستان، ایرلینډ، سکاټلینډ، کرواټیا، چک جمهوریت، مالټا، شمالي مسیډونیا او لوګزامبورګ څخه، د منځني ختیځ (په عمده توګه له لبنان، سوریې، او ارمينیا)، جاپان، متحده ایالات، او جنوبي افریقا څخه راغلي وو.

په حقیقت کې، په ۱۹مه پیړۍ کې نړیوالې لويې کډوالۍ د دې هیواد د انسان پانګې په پرمختګ مثبتې اغیزې درلودې. کډوالو معمولا د  اصلي برازیلیانو په پرتله ښه رسمي او غیر رسمي روزنې ښودنه کوله او زياتو سوداګريزو افکارو ته يې ميلان درلود. د هغوی راتګ د سیمې لپاره ګټور و، نه یواځې د مهارت او علم له امله چې هغوی د خپل ځان سره دغه هیواد ته راوړی و، بلکې اصلي برازیلي نفوس ته د هغوی د انساني پانګې د غېر مستقيمو لګښتونو د اغېزو له امله هم. د بشري پانګې د غېر مستقيمو لګښتونو اغيزې په هغو سیمو کې خورا پیاوړې وې چې د کډوالو ډیر شمیر پکې مېشت و او په ځینو سیمو کې يې مثبتې اغیزې تر نن ورځې پورې لیدل کیږي.[۱۱]

په ۲۰۰۷ز کال کې، د ۲۰۹ میلیون نفوس او لویو طبیعي زیرمو په لرلو سره، برازیل په نړۍ کې یو له لویو لسو بازارنو څخه دی، کوم چې په لسګونه میلیونه ټنه فولاد، ۲۶ میلیونه ټنه سیمینټ، ۳.۵ میلیونه د تلویزیون سيټونه او درې میلیون یخچالونه تولیدوي. سربیره پر دې، په کال کې شاوخوا ۷۰ میلیونه مکعب متره پټرولیم په تیلو، غورو توکو، پروپان ګاز او د سلګونه ډوله پيټروکيميکل په يوه پراخه لړۍ بدلیږي.[۱۲][۱۳]

برازیل لږ تر لږه ۱۶۱،۵۰۰ کیلو متره پاخه سرکونه لري، همدا راز له ۱۵۰ ګیګاواټ برېښنا ظرفيت لرونکي تاسيسات لري، د دې هېواد حقیقی د سړي سر جي ډي پی په ۲۰۱۷ز کال کې د ۹،۸۰۰ امریکايي ډالرو څخه لوړه وه. د برازيل صنعتي سکتور د لاتیني امریکایی صنعتی تولید د پنځو څخه درېیمه برخه جوړوي. د دې هیواد ساینسي او ټیکنالوژیکي پرمختګ د بهرنۍ مستقیمې پانګونې لپاره په زړه پورې بلل شوی دی، په ۲۰۱۹ز کال کې، برازیل د بهرنیو پانګونو لپاره څلورم شمېره مقام تر لاسه کړ چې یواځې له متحده ایالاتو، چین او سینګاپور څخه شاته دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د کرڼې سکتور، چې په داخل کې ورته «اګرونیګیسیو» (زراعتي کاروبار) ویل کیږي، هم غښتلی و: د دوه لسیزو لپاره دغه سکتور، په هغو سیمو کې چې کلیوالي سکتور پورې اړه لري، برازیل د ډیرو لوړو تولیداتي هیوادونو په منځ کې ساتلی و. کرڼیز او د کان کیدنې سکتورونو هم د سوداګريرۍ زياتوالي ملاتړ وکړ، کوم چې د زياتو پيسو تر لاسه کولو (بېرته تر لاسه کول) او بهرنيو پورونو بيا تاديه کولو کې مرسته وکړه. په لوېدیځ کې د اقتصادونو د سقوط له امله، برازیل په ۲۰۱۰ز کال کې خپل ځان د واقعي ارزښت د زياتولو د مخنيوي په هڅو کې وموند.[۱۹]

د اسیایي پراختيايي بانک او د مالیې عدالت شبکې معلومات روښانه کوي چې د برازیل د بې مالیې «سیوری» (په حساب کې نه نيول شوې برخه) اقتصاد د جي ډي پي ۳۹٪ برخه جوړوي.[۲۰]

د «اوډبریچ» شرکت په برازیل کې د فساد یو له مهمو قضیو څخه بلل کیږي. د ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې، «اوډبریچ» د دې ګروپ په حق د رايې ورکولو په موخه د پارلمان غړیو ته د رشوت ورکولو لپاره څو میلیارده ډالر د رشوت په بڼه مصرف کړي دي. د ښاروالۍ په کچه، د «اوډبریچ» د فساد موخه «شخصي کولو تحریکول» و، په ځانګړي ډول د اوبو او نالیو ادارې په برخه کې.[۲۱]

سرچينې