د سعودي عربستان فیصل

فیصل بن عبدالعزیز السعود (په عربي ژبه فیصل بن عبدالعزیز آل سعود په لاتیني Fayṣal ibn ʿAbd al ʿAzīz Āl Suʿūd، د عربي ژبې په النجدیة لهجه یې تلفظ:[fajsˤal ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl saˈʕuːd]؛ د ۱۹۰۶ ز کال د اپرېل په ۱۴ مه زېږېدلی او د ۱۹۷۵ ز کال د مارچ په ۲۵ مړ شوی. د سعودي عربستان یو واکمن او دیپلومات و چې د ۱۹۶۴ز کال د نومبر له دویمې نېټې  څخه تر خپلې مړينې (۱۹۷۵ ز کال) پورې د سعودي عربستان پاچا و. هغه تر رسم ګذشت مخکې د ۱۹۵۳ ز د نوامبر له نهمې نېتې څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د سعودي عربستان ولیعهد و. هغه په ۱۹۶۴ ز کال کې د خپل ناسکه ورور پاچا سعود نایب السطنه و. هغه د مدرن سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي پاچا عبدالعزیز درېیم زوی او د هغه له شپږو زامنو څخه دویم و چې پاچایان وو.

د سعودي عربستان فیصل
د سعودي عربستان فیصل
د سعودي عربستان فیصل

د شخص معلومات
پيدايښت۱۴ اپرېل ۱۹۰۵[۱]
رياض [۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه25 مارچ 1975 (70 کاله)[۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رياض   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
قاتل
هديره
تابعیت سعودي عربستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
اولاد
پلارعبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور
خور/ورور
کورنۍ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبهعربي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)عربي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه
مقام
جګړه/جګړې
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فیصل د عبدالعزیز او طرفه بنت عبدالله الشیخ زوی و. پلار یې د هغه تر زېږېدلو د مخه لا د نجد د امیر په توګه سلطنت کاوه او مور یې د الشیخ له کورنۍ څخه وه چې د سعودي  ډېری نومیالي مذهبي مشران یې روزلي. فیصل د خپل پلار د واکمنۍ پر مهال د یوه اغېزمن سلطنتي سیاستوال په توګه راڅرګند شو. هغه له ۱۹۲۶ز کال څخه تر ۱۹۳۲ز کال پورې د حجاز د وایسرای (په مستعمره کې د واکمن هېواد استازی) په توګه خدمت وکړ. هغه له ۱۹۳۰ ز کال څخه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر او له ۱۹۵۴ ز کال څخه تر  خپلې مړینې پورې لومړی وزیر و (په دواړو موقفونو کې له ۱۹۶۰ ز څخه تر ۱۹۶۲ ز پورې له یوې دوه کلنې دمې پرته) وروسته له دې چې په ۱۹۵۳ز کال کې د هغه پلار مړ شو او د هغه ناسکه ورور سعود پاچا شو، فیصل ولیعهد شو او په یاد موقف کې يې په سعودي عربستان کې غلامي ناقانونه اعلام کړه. هغه په ۱۹۶۴ ز کال کې د سلطنتي کورنۍ د نورو غړو او د هغه د تره د لومړي زوی د سعودي د لوی مفتي محمد ابن ابراهیم الاش- شیخ په مرسته سعود قانع کړ چې د هغه په ګټه له واک څخه لرې شي.[۱۰]

فیصل د مدرن کولو او سموونې پالیسي پلې کړه. د هغه بنسټيزه بهرنۍ پالیسي د کمونیزم پر ضد پان اسلامیزم او د  فلسطین پلوي وه.  هغه هڅه وکړه چې د اسلامي مذهبي چارواکو ځواک محدود کړي. هغه له اسرائیلو څخه د لوېديځ د پلوۍ په غبرګون کې د تېلو د تحریم مشري وکړه چې د ۱۹۷۳ ز کال د تېلو د کړکېچ لامل شو. فیصل په بریالیتوب سره د پاچهۍ بوروکراسي تثبیت کړه او د هغه واکمنۍ په سعودي عربستان کې د پام  وړ شهرت درلود. له دې سره سره چې سمونې یې د نظر له اختلاف سره مخامخ وې. هغه  په ۱۹۷۵ ز کال کې د خپل وراره فیصل بن مسید له خوا ووژل شو. د فیصل ناسکه ورور خالد بن عبدالعزیز د هغه ځایناستی شو.[۱۱][۱۲]

لومړنی ژوند او زده کړې

فیصل بن عبدالعزیز د ۱۹۰۶ ز کال د اپرېل په ۱۴ مه په ریاض ښار کې زېږېدلی. هغه د نجد د وخت د امیر عبدالعزیز درېيم زوی و، فیصل د خپل پلار لومړی زوی و چې په ریاض کې زېږېدلی. د هغه مور طرفه بنت عبدالله الشیخ وه چې عبدالعزیز په ۱۹۰۲ ز کال کې د ریاض تر ولکه کولو وروسته ورسره واده کړی و. طرفه د مذهبي مشر محمد بن عبدالوهاب له کرړې څخه وه.  د فیصل نیکه عبدالله بن عبداللطیف الشیخ د عبدالعزیز له اصلي دیني ښوونکو او سلاکارانو څخه یو و. فیصل د نورا په نامه  یوه مشره خور درلوده او د خپل تره د زوی خالد بن محمد سره یې واده وکړ، چې د پاچا عبدالعزیز د ناسکه ورور محمد بن عبدالرحمن زوی و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په ۱۹۰۶ ز کال کې، کله چې فیصل د شپږو میاشتو و طرفه بنت عبدالله مړه شوه، وروسته هغه له خپل مورني نیکه او انا عبدالله بن عبداللطیف او حیا بنت عبدالرحمن المقبل سره ژوند پیل کړ او عبدالله په خپل لمسي تعلیم وکړ. د هېلن چاپېن میتز په  وینا: فیصل او د هغه ډېرنسل په داسې فضا کې لوی شو، چې زړورتیا یې په خورا ارزښتناک ډول پیاوړې شوه. له ۱۹۱۶ز کال څخه د کورني ښوونکي حافظ وهاب تر روزنې لاندې و، وروسته یې په بېلابېلو دولتي پوستونو کې کار وکړ.[۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۱۹ ز کال کې د بریتانیا دولت عبدالعزیز ته بلنه ورکړه، چې له لندن څخه لیدنه وکړي. هغه ونه شو کولی، چې ولاړ شي، خپل مشر زوی ترکي يې د خپل استازي په توګه وګوماره. په داسې حال کې چې شهزاده ترکي له لیدنې څخه مخکې د هسپانوي انفولوینزا له امله مړ شو. په دې توګه شهزاده فیصل، د هغه پر ځای لندن ته ولېږل شو او هغه د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ لومړنی غړی و چې له انګلستان څخه یې لیدنه وکړه. د هغه سفر پنځه میاشتې دوام وموند او له انګلیسي چارواکو  سره یې لیدنه وکړه. په هم هغه دوره کې یې له فرانسې څخه هم لیدنه وکړه او بیاځلي د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ لومړنی غړی شو، چې په رسمي ډول یې له هغه ځایه لیدنه وکړه.[۲۵][۲۶][۲۷]

لومړنۍ سیاسي تجربه

شهزاده فیصل، د عبدالعزیز د مشر زوی په توګه پر عربستان د واک په ټينګولو کې بېلابېل مسؤلیتونه پر غاړه لرل. په ۱۹۲۲ ز کال  کې د حائیل او عسیر تر ولکې وروسته، هغه نږدې ۶۰۰۰ پوځیانو سره یادو ولایتونو ته ولېږل شو. هغه د کال په پای کې د ټول عسیر کنترول په لاس کې واخیست. شهزاده فیصل د ۱۹۲۶ ز کال د فبروري په ۹مه د خپل پلار د فتوحاتو په دوام د حجاز وایسرای وټاکل شو. هغه د خپلې واکمنۍ په دوره کې تر ډېره له سیمه ییزو مشرانو سره سلا او مشوره کوله. شهزاده فیصل پر دې سربېره، د مشورتي شورا(اسامبلې) رئیس او د کورنیو چارو وزیر و.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د ۱۹۳۱ ز کال په ډېسمبر کې د استازو د شورا (مجلس الوکلا) د اساسي قانون د اعلان په دوام، هغه د څلور کسیزې شورا رئیس او د بهرنیو چارو وزیر شو او هم  یې په خپلو پخوانیو موقفونو کې چې د حجاز وایسرای، د مشورتي اسامبلې رئیس او د کورنیو چارو وزیر و، کار ته دوام ورکړ. هغه یوازې  د ۱۹۶۰ ز او ۱۹۶۲ ز کلونو ترمنځ له دوه کلنې دمې پرته، ان د پاچا په توګه، تر خپلې مړینې پورې د سعودي عربستان پر بهرني سیاست خپل څار ته دوام ورکړ.[۳۴]

فیصل په دې دوره کې، له څو هېوادونو څخه لیدنه وکړه چې د ۱۹۳۲ ز کال په مې میاشت کې له ایران، په ۱۹۳۲ز کال کې له پولنډ او په  ۱۹۳۳ ز کال کې يې له روسیې ( د شوروي اتحاد د یوې برخې په توګه) څخه لیدنه وکړه. د ۱۹۳۲ ز کال د جولای په اتمه، فیصل ترکیې ته ولاړ او د مدرنې ترکیې له بنسټ ګر کمال اتاترک سره یې ولیدل.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

هغه په ۱۹۳۴ز کال کې د سعودي او یمن د جګړې په بهیر کې د یوه کمپاین مشري وکړه ،چې په پایله کې سعودي وګټله. د ۱۹۴۳ ز کال په اکتوبر کې هغه او د هغه ناسکه ورور خالد د ولسمشر فرانکلین  ډي. روزوېلټ په بلنه، له متحده ایالاتو څخه لیدنه وکړه. دا د سعودي عربستان او متحده ایالاتو تر منځ یوه له لومړنیو اړیکو  څخه وه.[۳۹]

وروسته له دې چې هغه د بهرنیو چارو وزیر شو، شهزاده فیصل له فلسطین  څخه د خپل ملاتړ له امله وپېژندل شو. په فلسطین کې د هغه ښکېلتیا، په ۱۹۳۸ ز کال کې پیل شوه. کله چې هغه د خپل پلار په استازولۍ د فلسطین د مسئلې په اړه د لندن په کنفرانس کې ګډون وکړ، چېرې چې هغه د یوې مهمې وینا په  ترڅ کې د وېش له پلان څخه نیوکه وکړه. هغه په ۱۹۴۸ز کال کې، د سعودي خلکو ته یو لیک ولیکه، چې د فلسطین د خلکو د کړاو مبارزې په اړه يې په کې بحث کړی و.[۴۰]

کله چې پاچا عبدالعزیز د خپل ژوند پای ته نږدې کېده، د فیصل د ډېرې  پوهې او همدارنګه د هغو کلونو تجربې له امله یې د خپل مشر زوی ولیعهد سعد په پرتله د احتمالي ځای ناستي په توګه لومړیتوب ورکړ. له هغه مهاله چې فیصل لا کوچنۍ و، عبدالعزیز هغه د خپلو زامنو تر منځ ځیرک باله او تر ډېره به یې په جګړو او دیپلوماسیو کې مسؤلیت ورکاوه. پر دې سربېره فیصل د ژوند کولو په ساده او کلیوال سبک له منلو سره مشهور و. عبدالعزیز یو ځل ،کله چې په دې اړه خبرې کولې، چې څوک به د هغه ځای ناستی شي، وویل: "زما یوازینۍ هیله دا ده، چې کاشکې! ما فیصل ته ورته درې زامن لرلی" له دې سره پاچا عبدالعزیز،  سعود د ولیعهد په توګه وساته، ځکه له دې حالت پرته د ثبات د راکمېدو اندېښنه شته وه.[۴۱][۴۲]

سرچینې