د فالکلنډ جګړه

د فالکلنډ جګړه (په هسپانوي ژبه: Guerra de las Malvinas) په ۱۹۸۲ زکال کې د ارجنټاین او بریتانیا ترمنځ په سویلي اتلانتیک کې بریتانیا ته د اړوندو دوه قلمروونو؛ فالکلنډ ټاپوګانو او هغو ته د اړوندو قلمروونو سویلي جورجیا او سویلي سانډوېچ ټاپوګانو پر سر ۱۰ اونیزه نه اعلان شوې جګړه وه. دغه جګړه د اپرېل په ۲مه نېټه هغه مهال پیل شوه، کله چې ارجنټاین په فالکلنډ ټاپوګانو برید وکړ او هغه یې اشغال کړل؛ ورپسې یې یوه ورځ وروسته په سویلي جورجیا برید وکړ. د اپرېل په پنځمه نېټه د بریتانیا دولت وړاندې له دې چې په دغو ټاپوګانو کې ځمکنۍ جګړه پیل کړي د ارجنټاین د هوايي او سمندري ځواکونو سره یې د مبارزې په موخه سمندري ځواکونه ولېږل. جګړې ۷۴ ورځې دوام وموند او د جون په ۱۴مه د ارجنټاین په تسلیمۍ پای ته ورسېده. بریتانیا بېرته د دغو ټاپوګانو کنټرول په خپل لاس کې واخیست. په ټولیزه توګه په دغه جګړه کې ۶۴۹ ارجنټایني او ۲۵۵ بریتانوي سرتېري ووژل شول، سربېره پر دې د دغو ټاپوګانو درې تنه اوسېدونکي هم په کې ووژل شول.

دغه نښته د دغو قلمروونو د حاکمیت پر سر د اوږد مهالي کړکېچ پر مهال یو له مهمو پېښو څخه وه. ارجنټاین ادعا لرله چې دغه ټاپوګان د ارجنټاین په قلمرو کې شامل دي او له همدې امله یې دغه پوځي اقدامات د خپل قلمرو د بېرته خپلولو لپاره وګڼل. د بریتانیا دولت دغه اقدامات په خپل قلمرو باندې برید باله ځکه چې دغه ټاپوګان  له ۱۸۴۱ زکال وروسته د ولیعهد مستعمره ګڼل کېدل. د فالکلنډ ټاپوګانو اوسېدونکي چې د نوولسمې پېړۍ له لومړیو څخه دلته استوګن و، تر ډېره پورې د بریتانوي کډوالو له اولادې څخه وو او په کلکه سره د بریتانیا د حاکمیت پلویان وو. هېڅ یو دغو دولتونو په رسمي ډول د جګړې اعلان ونکړ، په داسې حال کې چې دواړو بیا دغه ټاپوګان د جګړې ډګر بلل. [۱]

دغه نښتې پر دواړو هېوادونو شدید اغېز درلود او د ګڼ شمېر کتابونو، مقالو، فیلمونو او سندرو موضوع یې جوړه کړه. په ارجنټاین کې وطن پالونکو احساساتو زور واخیست، خو نامطلوبه پایله یې دا وه چې د وخت د پوځي حکومت پر وړاندې یې پراخه اعتراضات راوپارول او د حکومت په سقوط سره یې د دغه هېواد دیموکرات کېدو ته چټکتیا وبخښله. په بریتانیا کې محافظه کار حکومت چې په جګړه کې د بریا پر مټ لا پیاوړی شوی و، راتلونکی کال یې د لا زیات اکثریت پر مټ ټاکنې وګټلې. د دغې جګړې کلتوري او سیاسي اغېز د بریتانیا په پرتله په ارجنټاین باندې زیات و، چېرې چې اوس هم د بحثونو رایجه موضوع جوړوي. [۲]

د جګړې له امله د بریتانیا او ارجنټاین ترمنځ له منځه تللې دیپلماتیکې اړیکې په ۱۹۸۹ زکال کې د مادرید د غونډې پر مټ د یوې مشترکې اعلامیې په خپرولو بېرته ټینګې شوې. ورته مهال دواړو هېوادونو د فالکلنډ ټاپوګانو د حاکمیت اړوند کوم څرګند دریځ غوره نه کړ. ارجنټاین په ۱۹۹۴ زکال کې نوی اساسي قانون تصویب کړ چې فالکلنډ ټاپوګان یې د هغو پر مټ د خپل یو ایالت برخه وبلل. په داسې حال کې چې دغه ټاپوګانو د بریتانیا له پولو بهر د بریتانیا د کور واکه قلمروونو په توګه خپلې چارې مخته وړې. [۳][۴][۵][۶]

پیلامه

ناکامه دیپلوماسي

په ۱۹۶۵ زکال کې د ملګرو ملتونو سازمان په ارجنټاین او بریتانیا باندې غږ وکړ څو خپل حاکمیتي اختلافات حل کړي. د بریتانیا د بهرنیو او همګټو چارو ادارې دغه ټاپوګان سویلي امریکا ته د بریتانیا د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډ او اخلال کوونکو په توګه په پام کې ونیول. له همدې امله دغه دفتر په داسې حال کې چې د بریتانیا له حاکمیت څخه یې ډاډ درلود، چمتو وو چې دغه ټاپوګان ارجنټاین ته پرېږدي. هغه مهال چې د دغه وړاندیز شوي لېږد خبر په ۱۹۶۸ زکال کې خپور شو، هغه عناصر چې د دغو ټاپوګانو د استوګنو کسانو له ناوړه وضعیت سره یې همدردي لرله د بهرنیو او همګټو چارو د ادارې د پروګرامونو د شنډولو په موخه یې اغېزمنه پارلماني لابي ګري وکړه. په دغه موخه خبرو اترو دوام وموند، خو په ټولیزه توګه یې ونشو کولای معنا لرونکې وده ولري. د ټاپوګانو اوسېدونکو په یو اړخیزه توګه د ارجنټاین د حاکمیت له منلو ډډه کوله او بل پلو ارجنټاین هم د حاکمیت پر سر روغه نه کوله. [۷][۸]

په ۱۹۷۷ زکال کې د بریتانیا لومړي وزیر، جیمز کالاګان په سیمه کې د ترینګلتیاوو د زیاتوالي او سویلي تول ټاپوګانو د اشغال په غبرګون کې سویلي اتلانتیک ته د جورنيمن عملیاتو په مستعار نامه باندې په پټه توګه دوه جنګي بېړۍ او په اټومي انرژۍ چلېدونکی یو اوبتل ولېږه. دا څرګنده نه ده چې ایا ارجنټاین د هغوی له تګ څخه خبر و او که نه، خو انګریزي منابع څرګندوي چې هغوی له غیر رسمي چینلونو څخه د هغو اړوند معلومات ترلاسه کړي و. ورته مهال د همدغه کال په ډسمبر میاشت کې له ارجنټاین سره د فالکلنډ د حاکمیت او اقتصادي همکاریو اړوند خبرې اترې پیل شوې، په داسې حال کې چې دغو خبرو اترو کومه پایله نه لرله. [۹][۱۰]

بهرنۍ مداخله

همګټي هېوادونه

په دغه جګړه کې همګټو هېوادونو له بریتانیا څخه سیاسي ملاتړ وکړ. سربېره پر دې اسټرالیا، کاناډا او نیوزلنډ خپل دیپلماتان له بونس ایرس څخه وویستل. [۱۱]

فرانسه

د فرانسې ولسمشر، فرانسوا میتران په ارجنټاین باندې د فرانسوي وسلو پلور تحریم او همدارنګه یې له هغوی سره پوځي مرستې ودرولې. سربېره پر دې فرانسې د بریتانیا الوتکو او جنګي بېړیو ته په ډاکار او سنګال کې د خپل بندر او هوايي ډګر څخه د ګټنې اجازه ورکړه؛ همدارنګه یې بریتانوي پیلوټانو ته ځانګړې روزنې ورکړې څو د ارجنټاین له خوا د کارېدونکو فرانسوي جېټ الوتکو پر وړاندې مقاومت وکړای شي. له دې سره په خوا کې د فرانسې استخباراتو له بریتانویانو سره مرسته وکړه چې په نړیوالو بازارونو کې اګزوسه توغندیو ته د ارجنټاین د لاسرسي مخه ونیسي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

متحده ایالات

متحده ایالاتو ۲۰۰ سایډواینډر توغندي بریتانیا ته ورکړل چې د فرانسوي هریر جېټ الوتکو پر وړاندې اغېزمن وو، همدارنګه یې اته سټینګر توغندي، د بېړیو ضد هارپون توغندي او خوشه یي بمونه هم ورکړل. [۱۷][۱۸]

متحده ایالاتو بریتانیا ته اجازه ورکړه په سویلي سمندر کې د خپلو اوبتلونو او سمندري ځواکونو د عمومي قومندانۍ ترمنځ د خوندي اړیکو د ټینګښت په موخه د امریکايي ارتباطي سپوږمکیو څخه ګټنه وکړي. ورته مهال یې بریتانوي بېړیو ته د مصنوعي سپوږمکیو انځورونه (چې په ښکاره توګه یې دغه موضوع رد کړه) او د هوا د حالاتو وړاندوینې لېږلې. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

شوروي اتحاد

شوروي اتحاد د فالکلنډ په ټاپوګانو کې د ارجنټاین د جاه طلبۍ په رسمیت پېژندنې سره فالکلنډ ټاپوګان د «جنجالي سیمې» په توګه توصیف کړل او له ښکېلو غاړو څخه یې د یوبل پر وړاندې د زغم لرلو غوښتنه وکړه. د جګړې پر مهال شوروي رسنیو په مکرر ډول په بریتانیا او متحده ایالاتو نیوکې کولې. ورته مهال شوروي اتحاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵۰۲ ګڼې پرېکړه لیک د ویټو کولو څخه ډډه وکړه او په دې سره یې له فالکلنډ څخه د ټولو ارجنټایني ځواکونو چټک وتل شوني کړل. ورته مهال شوروي اتحاد د ارجنټایني ځواکونو په ګټه یو شمېر پټ لوژستیکي عملیات هم ترسره کړل. د ارجنټایني ځواکونو له برید څخه څو ورځې وروسته شوروي اتحاد د ځمکې لاندني مدار ته اطلاعاتي سپوږمکۍ ولېږلې چې د اتلانتیک سمندر سویلي برخه یې تر پوښښ لاندې راوړه. له همدې امله د اچ ام اس شفیلډ (HMS Sheffield) او اچ ام اس کاونټري (HMS Coventry) بېړیو په ډوبېدو کې د شوروي د څارنیزو معلوماتو د رول لرلو او نه لرلو اړوند متناقض راپورونه شتون لري. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سویلي افریقا

بریتانیا په ۱۹۷۵ زکال کې د سیمونستون هوکړه فسخ کړې وه چې له امله یې په عملي توګه سلطنتي سمندري ځواکونو د سویلي افریقا بندرونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی و، همدا و چې په سویلي افریقا یې فشار راووړ څو اجازه ورکړي له اسنسیون ټاپو څخه د اډې په توګه ګټنه وکړي. [۲۸]

تلفات

د دغې ۷۴ ورځنۍ جګړې پر مهال ۹۰۷ تنه ووژل شول. سربېره پر دې په کې ۱۱۸۸ ارجنټایني او ۷۷۷ بریتانوي وګړي ټپیان شول. [۲۹]

سرچينې