د هند بهرنۍ اړیکې

د هند جمهوریت په ټوله نړۍ کې له ۲۰۱ هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري، د نړۍ په کچه د ۱۹۹ ماموریتونه او پوستونه لري، په داسې حال کې چې پلان لري، د ۲۰۲۰ز او ۲۰۲۱ زکلونو تر منځ د ملګرو ملتونو د یوولسوغړو هېوادونو په کوربه‌توب خپل نوي ماموریتونه پرانیزي. [۱]

د هند د بهرنیو چارو وزارت (MEA) چې د خارجه وزارت په نوم هم پېژندل کېږي، دولتي اداره ده، چې د هند د بهرنیو اړیکو مسؤلیت پر غاړه لري.

د نظامي لګښتونو له پلوه درېیم لوی هېواد، څلورم لوی وسله‌وال ځواک، د داخلي ناخالص تولید (GDP) د نومول شویو نرخونو له پلوه درېیم لوی اقتصاد دی، هند یو اړین سیمه‌ییز ځواک، اتومي ځواک، نوی راولاړ شوی نړیوال ځواک او یو بالقوه زبرځواک هېواد دی. هند د مخ پر ودې نړیوال نفوذ لرونکی او په نړیوالو چارو کې یو نومیالی غږ دی. [۲][۳]

هند د بریتانیا د پخوانۍ مستعمرې په توګه د مشترک المناقع هېوادونو غړی دی او د ګڼو نورو مشترک المنافع هېوادونو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. په ۱۹۴۷ ز کال کې له بریتانیا نه د خپلواکۍ د اخیستلو راهیسې، هند اوس مهال د یوه تازه صنعتي هېواد په توګه طبقه‌بندي شوی او له بهرنیو هېوادونو سره یې د اړیکو پراخه شبکه رامنځته کړې ده. د ظهور په حال کې لویو اقتصادونو د ټولګې – د برېکس/BRICS (برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا) هېوادونو غړی دی، هند د ناپېيلي غورځنګ د بنسټ اېښودونکي غړي په توګه د پام وړ نفوذ لري. په وروستیو لسیزو کې، هند پراخ بهرنی سیاست خپل کړی دی چې د سارک/SAARC (د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره د سویلي اسیا ټولنه) له خوا د ګاونډیتوب لومړۍ پالیسي او د ختیځ لید پالیسي په کې شامله ده، چې له نورو اسیايي هېوداونو سره د پراخو اقتصادي او ستراتیژيکو اړیکو د جوړولو مسؤلیت پر غاړه لري. سربېره پر دې، هند د څو نړیوالو سازمانونو(ملګرو ملتونو، د اسیايي پراختیا بانک، د برېکس/ BRICS  د نوي پرمختګ بانک او جي ۲۰/ G-20,) بنسټ اېښودونکی و، چې په پراخ ډول د پرمختللو او نو ظهوره هېوادونو د اصلي اقتصادي سرچینې په توګه په پام کې نیول کېږي. هند په ګنو نورو نړیوالو سازمانونو، لکه : د ختیځې اسیا د مشرانو غونډه، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان، د پيسو نړیوال صندوق (IMF) جي ۸+۵ (G8+5)[1]  او د IBSA (د هند، برازیل،سویلي افریقا تر منځ د درېيو اړخیزو همکاریو نړیوال ګروپ) د خبرو اترو ځای کې هم د پام‌وړ اغېزمن رول لوبولی. هند د شانګهای د همکارۍ سازمان او داسیا د بېخبینا د پانګونې بانک غړی دی. [۴][۵]

له سیمه‌ییز پلوه، هند د سارک او بېم‌ستیک( BIMSTEC )(د څوګونو تخنیکي او اقتصادي همکاریو لپاره د بنګال خلیج نوښت) برخه دی. هند د ملکرو ملتونو د سولې د خوندیتوب په څو ماموریتونو کې ګډون کړی او د ۲۰۲۰ز کال د جون راهیسې د پوځ پنځم لوی ګډونوال دی. اوس‌مهال هند له ګڼو نورو جي ۴ (G4 ) هېوادونو سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دایمي چوکۍ په لټه کې دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

هند په نړیوالو چارو کې خورا ډېر نفوذ لري او د ظهور په حال کې زبر ځواک هېواد په توګه طبقه‌بندي کېدی شي.

تاریخچه

له نړۍ سره د هند اړیکې د بریتانیا د راج راهیسې (۱۸۵۷-۱۹۴۷ز) کله چې د بریتانیا سترواکي د هند د بهرنیو او دفاعي اړیکو مسؤلیت پر غاړه واخیست رامنځته شوې دي. په ۱۹۴۷ ز کال کې، کله چې هند خپلواکي ترلاسه کړه، هندیانو د بهرني سیاست په رامنځته کولو یا پلي کولو کې لږ تجربه لرله. له دې سره سره په ۱۹۲۵ز کال کې د هېواد تر ټولو پخواني سیاسي ګوند د هند ملي کنګره د کوچنۍ بهرنۍ برخې په توګه د خپلواکۍ غوښتلو د تبلیغاتو د مبارزې او بهرنیو اړیکو د جوړولو لپاره رامنځته کړه. د ۱۹۲۰مې ز لسیزې له وروستیو نه جواهر لعل نهرو چې د خپلواکۍ د مشرانو تر منځ یې له نړیوالو چارو سره پخوانۍ علاقه وه، د کنګرې درېځ د نړیوالو مسائلو په اړه تنظیم کړ. نهرو له ۱۹۴۷زکال نه د هند د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هند کړنلاره نړیوالو ته تشرېح کړه.    

تر خپلواکۍ وروسته، د هند نړیوال نفوذ د کلونو په بهیر کې توپیر درلود. په ۱۹۵۰ز لسیزه کې د هند باور او اخلاقي واک لوړ و،  چې له ختیځ او لویدیځ دواړو نه یې د پرمختیايي مرستو د ترلاسه کولو اسانتیا برابره کړه. که څه هم  دا باور د هند د ناپېيلي درېځ له امله رامنځته شوی و، یاد هېواد ونه شو کولی، په سویلي اسیا کې د دولتونو تر منځ اړیکو په مرسته د سړې جګړې مخه ونیسي. هند له پاکستان سره د کشمیر په اړه د تند بحث په اړه، د مناقشې وړ سیمې اړوند د ملګرو ملتونو د ټول‌پوښتنې د مطرح کولو د غوښتنې له ردولو سره خپل باور له لاسه ورکړ. [۱۳]

په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰مو ز لسیزو کې له چین او پاکستان سره د جګړې او د منځنۍ اسیا له ګڼو نورو هېوادونو سره د اختلافونو او له متحده ایالتونو او چین نه د پاکستان د ملاتړ په ځواب کې د ۱۹۷۱ز کال په اګست میاشت کې د هند او شوروي اتحاد د ملګرتیا او همکارۍ تړون له لاس‌لیکولو سره، د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو تر منځ د هند نړیوال دررېځ کم‌رنګی شو. هند که څه هم له شوري نه د پام‌وړ پوځي او اقتصادي مرستې تر لاسه کړې، چې د ملت په پیاوړتیا کې يې مرسته وکړه، خو د دې انګېرنې له امله چې له شوري سره د هند ملګرتیا، په افغانستان کې د شوري د حضور د بې‌ځنډه محکومیت مخه ونیوه، د هند سیمه‌ييز او نړیوال نفوذ له خاورو سره خاورې شو. د ۱۹۸۰مې ز لسیزې په وروستیو کې، هند خپلې اړیکې له متحده ایالتونو، چين او ګڼو نورو پرمختللو هېوادونو سره ښې کړې او په ورته حال کې يې له شوروي اتحاد سره خپلو نږدې اړیکو ته دوام ورکړ. د بهرنیو چارو وزارت ډېره انرژي په سویلي اسیا کې له ګاونډیو، په ځانګړي ډول پاکستان، سریلانکا او نیپال سره د اړیکوو لپاره ځانګړې شوه.  [۱۴]

ان له خپلواکۍ نه مخکې د هند استعماري دولت، نیمه-خپلواکې دیپلوماتیکې اړیکې او مستعمرې (لکه د عدن ښارګوټی)، لرلې، چې بشپړ ماموریتونه یې تر لاسه کول او لېږدول. هند ذ نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له بسټ اېښودونکو غړو نه یو و. په ۱۹۴۷ز کې، له بریتانیا نه تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته ډېر ژر له مشترک المنافع هېوادونو سره یو ځای شو او په ګڼو نورو مستعمراتو کې یې د خپلواکۍ غوښتنې له غورځنګونو، لکه: د اندونیزیا ملي انقلاب نه په کلکه  ملاتړ وکړ. بېلابېلې ځمکنۍ شخړې او وېش، په ځانګړي ډول د کشمیر پر سر لانجه به یې د راتلونکو کلونو لپاره اړیکې وشيندي. د سړې جګړې په بهیر کې هند د لویو ځواکونو له هېڅ یوه بلاک نه پلوي ونه کړه  او د بهرني سیاست ناپېيلې پالیسي يې غوره کړه. له دې سره سره ،هند له شوروي اتحاد سره نږدې اړیکې رامنځته کړې او له پراخ نظامي ملاتړ نه یې برخمن شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د سړې جګړې پای، لکه څنګه چې د نړۍ  پر ګڼو نورو هېوادونو اغېز درلود، د هند پر بهرني سیاست يې هم د پام‌وړ اغېز لاره. یاد هېواد اوس‌مهال هڅه کوي چې خپلې اقتصادي او ديپلوماتیکې اړيکې د متحده ایالاتو،  جاپان، اسرایئل، مکسیکو، برازیل او اروپا اتحادیې له سوداګریز بلاک سره غښتلې کړي. هند د سویل ختیځې اسیا د اتحادیې له غړو هېوادونو، د افریقا اتحادیې، د عربو اتحادیې او ایران سره اړیکې جوړې کړې دي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سره له دې چې هند له روسیې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي، اسرائیل د هند د دویم نظامي ملګري په توګه څرګند شوی دی. په داسې حال کې چې هند له متحده ایالتونو سره هم یوه پیاوړې ستراتیژیکه ملګرتيا جوړه کړې. د نارېندرا مودي د بهرني سیاست پالیسي ،پر اسیایي سیمو او په پراخ ډول پر سوداګریزو معاملاتو تمرکز ته اوښتې ده.   [۲۹][۳۰]

پالیسي

د هند بهرنۍ پالیسي تل د تاریخي او کلتوري ورته‌والي د محور پر شاوخوا د ګاونډیتوب مفهوم د پراخې متمرکزې کړۍ په توګه ګڼلی دی. [۳۱]

شاوخوا ۴۴ میلیونه هندي‌الاصله وګړي، له هند نه بهر مېشت دي او کار کوي، چې له مورني هېواد سره اړینه اړیکه لري. د هند د بهرني سیاست ونډه د کوربه هېواد له قوانینو سره سم د دوی د سوکالۍ او هوساینې تضمینول دي. [۳۲]

سرچینې


[1] جي ۸+۵ (G8+5) یو نړیوال ګروپ  دی چې د اته هېوادونو (کاناډا، فرانسه، جرمني،ایټالیا، جاپان، روسیه، بریتانیا او د امریکا متحده ایالتونه) مشران او د اقتصادي ودې په حال کې پنځو هېوادونو (برازیل، چین، هند، مکسیکو او سویلي افریقا) دولتي مشران په کې شامل وو.