د هند پېښليک

په معاصر جنټیک کې د اجماع له مخې، د اناتومۍ له نظره لومړني عصري انسانان په لومړي ځل له نن څخه وړاندې د ۷۳۰۰۰ او ۵۵۰۰۰ کلونو تر منځ له افریقا څخه د هند نیمې وچې ته ورسېدل. له دې سره سره، په سوېلي اسیا کې د انسان لومړنۍ پېژندل شوې نښې نښانې ۳۰،۰۰۰ کاله وړاندې وخت ته ور ګرځي. ځايي ژوند چې د وښو لټون، کرنه او مالداري پکې راځي، تر میلاد شاوخوا ۷۰۰۰ کاله وړاندې په سوېلي اسیا کې پیل شو. په مهرګره سیمه کې د غنمو او جوارو او ورپسې د وزو، مېږو او غواوو اهلي کېدل ثابتولی شو. تر میلاد وړاندې په ۴۵۰۰ کال کې د ځايي خلکو ژوند په پراخه کچه پرمختګ وکړ او ورو ورو د سند درې پر تمدن بدل شو. دا د پخوانۍ نړۍ یو لومړنی تمدن و چې د لرغوني مصر او بین‌النهرین له تمدن سره هم‌مهاله رامنځته شوی و. دغه تمدن تر میلاد وړاندې د ۲۵۰۰ او ۱۹۰۰ کلونو تر منځ د اوسني پاکستان او شمال‌لوېديځ هند په موقعیت کې وغوړېد او د ښاري پلان‌جوړونې، پخو کورونو، د اوبو د ایستنې او خوندي کولو د دقیق سیستم له امله ډېر د پام وړ وګرځېد.  [۱][۲][۳]

تر میلاد وړاندې د دویمې زریزې په لومړیو کې دوامداره وچکالي د دې لامل شوه چې د سند درې اوسېدونکي له لویو ښاري مرکزونو څخه کلیو ته خواره واره شي. تقریباً هماغه مهال اندو اریایي قبیلې د کډوالۍ په ګڼو څپو کې له مرکزي اسیا څخه پنجاب ته ولېږدېدې. د دوی ویدي دوره (تر میلاد وړاندې ۱۵۰۰-۵۰۰) د دغو قبیلو په لویو ویدي سرودونو سره مشخصه شوه. کوچیاني اندو اریایان له پنجاب څخه د ګنګ دښتې پر لوري خواره شول او د هغې ډېری برخې یې د کروندګرۍ لپاره صافې کړې. د ویدي سرودونو مجموعه تر میلاد وړاندې په ۶۰۰ کال کې د یوه نوي سیمه‌ييز فرهنګ په را څرګندېدو سره بشپړه شوه. کوچني مشران یا جاناپاډان په لویو ایالتونو یا ماهاجاناپاډونو کې راټول شول او یو ځل بیا ښاري ژوند ته مخه شوه. دغه ښاریتوب په «لویه ماګاډا» کې له نویو مذهبي خوځښتونو سره مل شو او پایله یې د نویو دیني مفاهیمو پیدایښت و؛ له دې ډلې جنېزم او بودایېزم وو چې له ویدي دین سره د اړوندو برهمني کشیشانو په مشرۍ یې د برهمنېزم د مخ پر ودې نفوذ او مذهبي تشریفاتو مخالفت کاوه. د دغو خوځښتونو د بریالیتوب له امله ویدي برهمنېزم د هند په نیمه وچه کې له موجودو مذهبي فرهنګونو سره ګډ شو او هندویېزم یې رامنځته کړ.[۴][۵]

د هند د نیمې وچې ډېره برخه تر میلاد وړاندې په درېیمه او څلورمه پېړۍ کې «موریا امپراتورۍ» لاندې کړه. تر میلاد مخکې له درېیمې پېړۍ را وروسته د هند په شمال کې پراکريټ او پالي ادبیات او په سوېل کې تامیل سانګام ادبیات مخ پر غوړېدو شول. «ووټز اوسپنه» تر میلاد مخکې په درېیمه پېړۍ کې د هند په سوېل کې تولید شوه او بهرنیو هېوادونو ته صادره شوه. د کلاسیکې دورې په جریان کې د هند بېلابېلې برخې د راتلونکو ۱۵۰۰ کلونو لپاره د ګڼو سلسلو له‌خوا اداره کېدې چې په دې ډله کې «ګوپتا سترواکي» ډېره د پام وړ ده. دغه دوره چې هندو مذهب او فکر بیا پکې را ژوندي شول، د هند کلاسیکه یا "د هند زرینه دوره" بلل کېږي. په دې دوره کې د هند د تمدن اړخونه، مدیریت، فرهنګ او مذهب (هندویېزم او بودایېزم) د اسیا ډېرو برخو ته پراخ شول، په داسې حال کې چې د هند په سوېل کې پادشاهیو له منځني ختیځ او مدیترانې سره سمندري سوداګریزې اړیکې لرلې. د هند فرهنګي نفوذ د سوېل‌ختیځې اسیا په ډېرو برخو کې پراخ شو او د اسیا په سوېل‌ختیځ کې د هندي پادشاهیو (لوی هند) د رامنځته کېدو لامل شو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د اوومې او یوولسمې پېړۍ تر منځ تر ټولو مهمه پېښه د «قنوج» ښار پر مرکزیت درې‌اړخیزه شخړه وه چې څه باندې دوې پېړۍ د پالا، راشټرکوټه او ګرجارا-پراټهیارا امپراتوریو تر منځ روانه وه. د پنځمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې د هند په سوېل کې ګڼې امپراتورۍ راپورته شوې چې مهمې یې چالوکیا، چولا، پالاوا، چیرا، پانډیا او لوېديځه چالوکیا امپراتورۍ وې. چولا کورنۍ د هند سوېل لاندې کړ او په یوولسمه پېړۍ کې یې په بریالیتوب سره د سوېل‌ختيځې اسیا پر ځینو برخو، سریلانکا، مالدیف او بنګال بریدونه وکړ. د منځنیو پېړیو د دورې په لومړیو کې د هندي اعدادو په ګډون هندي ریاضیاتو د عربي نړۍ د ریاضیاتو او نجونو پر پراختیا اغېز وکړ.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

اسلامي فتوحاتو د اتمې پېړۍ په لومړیو کې اوسني افغانستان او سند ته څه ناڅه نفوذ وکړ او ورپسې د محمود غزنوي بریدونه وشول. د ډهلي سلطنت تر میلاد وروسته په ۱۲۰۶ کال کې د مرکزي اسیا د هغو ترکانو له‌خوا رامنځته شو چې د ۱۴مې پېړۍ په لومړیو کې یې د هند د نیمې وچې پر ډېره برخه واک چلاوه، خو د ۱۴مې پېړۍ په وروستیو کې یې واکمني مخ پر ځوړ شوه او پر ځای یې دکن سلطنت را څرګند شو. د بنګال شتمن سلطنت هم د یوه لوی قدرت په توګه را څرګند شو چې څه باندې درې پېړۍ یې دوام وکړ. همدا راز په دې دوره کې ګڼ پیاوړي هندي دولتونه را پیدا شول، په ځانګړي ډول د «مېور» په څېر د ویجایارنګارانو او راجپوټانو دولتونه. په ۱۵مه پېړۍ کې سکېزم را څرګند شو. لومړۍ معاصره دوره په ۱۶مه پېړۍ کې پیل شوه، هغه مهال چې مغولي سترواکۍ د هند د نیمې وچې ډېره برخه لاندې کړه، د صنعتي کېدو لومړنۍ نښې نښانې را پیدا شوې او دغه سترواکي د نړۍ د څلورمې برخې داخلي تولید په اندازه د داخلي تولید په لرلو سره د نړۍ په تر ټولو ستر اقتصادي او تولیدي قدرت بدله شوه. مغولان په ۱۸مه پېړۍ کې له تدریجي زوال سره مخ شول او مرهټانو، سکانو، میسوریانو، نظامانو او د بنګال نوابانو ته یې د دې موکه برابره کړه چې د هند د نیمې وچې پر پراخو سیمو کنټرول ولري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د ۱۸مې پېړۍ له منځنیو کلونو څخه د ۱۹مې پېړۍ تر منځنیو کلونو پورې د هند ډېرې سیمې په تدریجي ډول د ختیځ هند کمپنۍ لاندې کړې، دا یوه بريتانیايي کمپنۍ وه چې د بریتانیا د دولت له‌خوا یې د یوه خپلواک قدرت په توګه فعالیت کاوه. په هند کې د دغې کمپنۍ د واکمنېدو مخالفت په ۱۸۵۷ کال کې د هند د پاڅون لامل شو چې د مرکزي او شمالي هند ځینو برخو ته یې ټکان ورکړ او بالاخره دغه کمپنۍ منحل شوه. تر هغه وروسته هند په مستقیم ډول د بریتانیا د تاج و تخت له‌خوا د بریتانوي هند په توګه اداره کېده. تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د مهاتما ګاندي په مشرۍ د خپلواکۍ لپاره یوه سراسري مبارزه پیل شوه او د عدم تشدد په خاطر د پام وړ وګرځېده. وروسته د هند د مسلمانانو ټولنې یو داسې ملي هېواد وغوښت چې اکثریت مسلمان وي. بالاخره بریتانوي هند د ۱۹۴۷ کال په اګسټ میاشت کې پر دوو برخو «هند او پاکستان» ووېشل شو او هر یو یې خپلواک شو.

سرچینې