زرغونه سوله

ګرین پیس (زرغونه سوله) د نړیوالې مبارزې یوه خپلواکه شبکه ده. دا شبکه په اروپا، امریکا، افریقا، آسیا او ارام سمندر کې په ۵۵ هېوادونو کې ۲۶ خپلواکه ملي/سیمه ایز بنسټونه لري، همدارنګه ګرین پیس انټرنشنل چې د همغږې کوونکې اداره په توګه ده، د هالنډ په امستردام کې موقعیت لري. ګرین پیس په ۱۹۷۱ کال کې په کاناډا کې د ایرینګ او دوروتي سټو له خوا رامنځ ته شو، چې د متحده ایالاتو څخه د چاپېریال کډوال فعالین وو. ګرین پیس وايي چې د دوی هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي "چې ځمکه په خپله ټوله تنوع کې د ژوند د ودې وړتیا لري" او خپلې هلې ځلې یې په نړیوالو ستونزو لکه د اقلیم بدلون، د ځنګلونو له منځه وړل ، ډېر کبان نیول، د نهنګانو سوداګریز ښکار، جنیټیکي انجینري، او د اټوم په ضد په مبارزې را ټولې کړې دي. دوی د خپلو اهدافو د ترلاسه کوولو لپاره مستقیم عمل، تبلیغات، څېړنه، او چاپېریالي سبوتاژ کاروي. دا نړیواله شبکه د حکومتونو، شرکتونو، یا سیاسي ګوندونو تمویل نه مني، بلکه په دریو میلیونو غړو په ملاتړ او د بنسټ په مرستو تکیه کوي. ګرین پیس د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا سره عمومي مشورتي دریځ لري او د نړیوالو غیر دولتي بنسټونو یا INGO د مسئولیت د منشور بنسټ ایښودونکی غړی دی. دا یو نړیوال غیر دولتي بنسټون دی چې موخه یې د غیر دولتي بنسټونو مسئولیت او روڼتیا ته وده ورکول دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

ګرین پیس د خپلو مستقیمو کړنو په برخه کې مشهور او په نړۍ کې د چاپېریال د څرګندو سازمانونو له ډلې شمېرل ګېږي. دو د چاپېریال مستونزې عامه پوهاوي ته راپورته کړې او په خصوصي او عامه سکتور یې اغېزه کړې ده. دا بنسټ تر نیوکو لاندې هم راغلی دی؛ او له ۱۰۰ څخه زیات د نوبل د جایز د ګټونکو له لوري پرانیستو لیکونو موضوع وه چې د ګرین پیس څخه یې وغوښتل چې د جینیکي اصلاح شوو ارګانیزمونو (GMOs) په وړاندې خپل کمپاین ته د پای ټکی کېږدي. د دې سازمان مستقیمو کړنو د ګرین پیس د فعالینو پروړاندې قانوني اقدامات، لکه جریمې او تعلیقي جزا، راپورته کړي چې د جنیټیکي اصلاح شوو غنمو د ازموینې تاسیسات یې ویجاړول او د پېرو د حکومت په وینا، دوی د نازکا کرښو ته، چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو میراثونو سایټ دی، زیان رسولی دی. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

تاریخچه

سرچینې

د ۱۹۶۰ کلونو په وروستیو کې، متحده ایالاتو د الاسکا په امچیتکا کې له تخینیکي اړه بې ثباته ټاپو کې د کینیکین د ځمکې لاندې اټومي وسلو ازموینه تر لاس لاندې ونیوله؛ د ازموینې دې پلانونو ځینې اندیښنې را پورته کړې ه کړې چې ګواګي زلزلې رامنځ ته کوي او د سونامي لامل ګېږي. نږدې ۷۰۰۰ کسانو د بریتېش کولمبیا او واشنګټن ترمنځ د سولې قوس د پولې پر سر د تګ راتګ لاره بنده کړه، او دی له ځانه سره لیکلې لوحې درلودې چې "څپې مه را منځ ته کوئ. دا ستاسو تېروتنه ده که زموږ نه تېرونه وشي " او "بس کړئ زما کشتۍ موخې ته نده رسېدلې." پې لیکل شوي وو. لاریونونو د امریکا د بم چاودنې مخه ونه نیوله. [۲۰][۲۱][۲۲]

پداسې حال کې چې هېڅ زلزله یا سونامي له ازموینې سره نه وه، مخالفت هغه وخت زیات شو چې متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د لومړي بم په پرتله به پنځه ځله ځواکمن بم چوي. د مخالفینو له ډلې جیم بوهلین هم و، چې یو تجربه کار سرتېری و چې د متحده ایالاتو په سمندري ځواک کې یې دنده ترسره کړې وه. همدارنګه ایروېنګ سټو او ډوروتي سټو هم وو، چې په وروستیو کې کوېکران شوي وو. دوی د کاناډا د سیرا کلب څخه، چې دوی یې غړي وو، د عمل نشتوالي له امله ناهیلي شوي وو. له ایروېنګ سټو څخه، جیم بوهلین د غیر فعال مقاومت، یعنې "زغمونکي شاهد"، یوه بڼه زده کړه، چې په کې د اعتراض وړ کړنې یوازې د شتون په واسطه تر نیوکې لاندې نیول کېږي. د جیم بوهلین مېرمنې ماري په ۱۹۵۸ کال کې د البرټ بیګیلو د اټومي آزموینو ضد سفرونو څخه الهام واخیست، او امچیتکا ته د کښتۍ سفر کولو اند یې وړاندې کړ. نظریه په مطبوعاتو کې را پورته شوه او په سیرا کلب پورې اړوند وګڼل شوه. سیرا کلب له دې له دې موضوع خوښ نه شو او په ۱۹۷۰ کال کې د لاریون لپاره، څپې مه جوړوي کمېټه را منځ ته شوه. لومړۍ غونډې د رابرټ هنټر او د هغه مېرمنې بابي هنټر په شاګنسي کور کې ترسره شوې. وروسته، په د کورترني په ۲۷۷۵ سرک (ونکو ور) کې د سټو کور کې مرکزي دفتر شو. لکه څنګه چې په ۱۹۶۹ کال کې ریکس ویلر د Greenpeace تر سرلیک لاندې په خپل تاریخ کې لیکلي، "په کورټینی سړک کې د د ایروېنګ او ډوروتي سټو آرام کور ډېر ژر د یادګار او نړیوال ارزښت مرکز شو". د ګرین پیس ځینې لومړنۍ غونډې هلته ترسره شوې. لومړی دفتر، د وېنکو ور د کتسیلانو د لوېدیځ برآدوې په سوېل ختیځ کنج کې په سایپرس کې د یو مغازې مخامخ په یوه شاته کوټه کې پرانیستل شو. د نیم کال په اوږدو کې ګرین پیس د کتسیلانو د مپل په څلورمه برخه کې د چاپېریال ساتنې پراختیا د ټولنې سره په پورته پوړ کې یو ګډ دفتر ته کډه شو.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

اېروېنګ سټو یو خیریه کنسرت (چې د جوان بایز له خوا یې ملاتړ کېده) تنظیم کړ چې د ۱۹۷۹ کال د اکتوبر په ۱۶ نېټه په وېنکو ور کې په پیسفیک ستیدیو کې ترسره شو. کنسرت د ګرین پیس د لومړي کمپاین لپاره مالي بنسټ رامنځ ته کړ. امچیتکا البوم، د ۱۹۷۰ کال کنسرت چې رزغونه سوله یې پیل کړه د گرین پیس له لوري د ۲۰۰۹ کال په نومبر کې په CD کې خپور شو او همدارنګه د امچیتکا کنسرټ له وېب پانې په mp3 فارمټ کې د ډاونلوډ وړ دی. د کنسرت په راټولو شویو پیسو، د څپې مه جوړوئ کمېټې یوه کښتۍ کرایه کړه، چې د فیلیس کورمیک ملکیت وه او د جان کارمیک له لاس چلېده. کښتۍ د اعتراض لپاره وروسته له هغه د ګرین پیس نوم بدله شوه، چې د ا اصصلاح د فعال بل ډارنیل له خوا را منځ ته شوه. په ټول پلاوي کې: کپتان جان کارمیک (د کښتۍ مالک)، جیم بوهلین، بېل دارنیل، پتریک مور، ډاکټر لیل تورستن، ډیو برمېنګم، ټېري اې سیمنز، ریچارډ فاینبرګ، رابرت هنټر (خبریال)، بین مېټکالف (خبریال)، باب کومینګز (خبریال) او باب کیزییر (عکس اخیستونکی) ګډون درلود. [۲۷][۲۸][۲۹]

د ۱۹۷۱ کال د سپتمبر په ۱۵ نېته کښتۍ د امچیتکا په لور روانه شوه او د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکو بېړۍ کانفیډینس سره مخامخ شوه چې فعالان یې شاته ګرځېدو ته اړ کړل. د دې او د خرابې هوا له امله، پلاوي پرېکړه وکړه چې بېرته کاناډا ته راستانه شي ترڅو د خپل سفر په اړه خبرونه واوري او د کانفدېنس د پلاوي له لوري د ملاتړ راپور د دوی د احتجاج لپاره خواخوږي را پورته کړه. له دې وروسته ګرین پیس هڅه وکړه چې په نورو بېړیو کې د ازموینې ځای ته لاړ شي، تر هغه چې امریکا بل بم ته چاودنه ورکړه. په اټومي ازموینه نیوکه وشوه، او متحده ایالاتو پرېکړه وکړه چې په امچیتکا کې د ازموینې خپلو پلانونو ته نور دوام نه ورکوي. [۳۰]

بنسټ اېښودونکي او د ګرین پیس د بنسټ وخت

د چاپېریال تاریخپوه فرانک زیلکو د ۱۹۶۹ کال د "د څپې مه جوړوۍ د کمېټې" د جوړېدو نېټه ۱۹۶۹ کال بولي او د جیم بوهلین په وینا دې ډلې د ۱۹۶۹ کال د نوامبر په ۲۸ نېټه د "د څپې مه جوړوی د کمېټې" نوم غوره کړ. د ګرین پیس ویب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د څپې مه جوړوئ کمېټه په ۱۹۷۰ کال کې را منځ ته شوه. د څپې مه جوړوئ د کمېټې د فعالیت د پیل جواز د ۱۹۷۰ کال کال د اکتوبر پنځمه نېټه په ګوته کوي. څېړونکی وینیسا ټیمر د رسمي یوځای کیدو نېټه ۱۹۷۱ کال بولي. ګرین پیس خپل پیل د ۱۹۷۱ کال د احتجاج سفر بولي. د پیټریک مور، چې پخوانی غړی و او له هغه وخت را په دې خوا د ګرین پیس او ریکس ویلر څخه یې ځان لرې کړ، وایي چې د "څپې مه جوړوئ کمېټې" نوم په رسمي توګه په ۱۹۷۲ کال کې د ګرین پیس بنسټ ته واوښت.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

وینیسا تیمر لومړني غړي د "د بې نظمو یو ځای شوو لاریون کونکو د باور نه کېدونکې ډلې" په توګه بیانوي. فرانک زیلکو تبصره کوي چې "د ځمکې د خواخوږو برعکس، چې په بشپړه توګه د ډیویډ بروور له تندې څخه رامنځ ته شوی، ګرین پیس په ډېر تکامي  ډول وده وکړه. په دې کې واحد بنسټ اېښودونکي ونډه نه درلوده." ګرین پیس په خپله ویب پاڼه کې وايي چې "یو ټوکه ده چې د برېتش کولمبیا په وینکوور کې په هره شربخانه کې چې د هر چا تر څنګ کېنئ، ادعا به کوي د ګرین پیس دوی تاسیس کړی. په ریښتیا هم هېڅ مشخص ایښودونکی نه و: ویل کېږي چې نوم، نظر، روحیې او ټولو تاکتیکونو جلا جلا کرښې درلودې." پیټریک مور ویلي دي چې "ريښتیا دا دي چې ګرین پیس تل د پرمختګ په حال کې و، نه داسې څه چې خوامخواه د یو هېواد یا شرکت په څېر تاسیس شو وي. نو د دې په داسې کوم څخ نشته چې څوک د ګرین پیس د بنسټ ایښودونکي ادعا وکړي." د ګرین پیس پخوانی رئیس ریکس ویلر په خپله کور پاڼه کې وايي چې د ۱۹۷۰ لسیزې له نیمایي راهیسې د ګرین پیس غړو د بنسټ ایښودونکو په اړه بحثونه کړي دي. [۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې