سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود

سلمان بن عبدالعزیز السعود (په عربي سلمان بن عبدالعزیز السعود، سلمان بن عبدالعزیز السعود [salˈmaːn ben ˈʕabd alʕaˈziːz ʔaːl saˈʕuːd] د ۱۹۳۵ ز کال د ډېسمبر په ۳۱ زېږېدلی) د سعودي عربستان پاچا دی، د ۲۰۱۵ ز کال د جنوري له ۱۵مې راهیسي واکمني کوي. واک ته تر رسېدو د مخه د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې له ۱۶مې نېټې څخه د ۲۰۱۵ کال د جنوري تر ۲۳ پورې د عربستان ولیعهد و. هغه د پاچا عبدالعزیز ۲۵ زوی او د هغه شپږم زوی دی چې د پاچا په توګه يې سلطنت کړی (نور یې سعود، فیصل، خالد، فهد او عبدالله وو).

سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود

د شخص معلومات
پيدايښت۳۱ ډيسمبر ۱۹۳۵[۱][۲][۳]
رياض   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای
تابعیت سعودي عربستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
غړی
ښځه
اولاد
پلارعبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعود [۵]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور
وروڼه او خوندې
کورنۍ
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلکسياستوال ،  وپاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهعربي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)عربي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه
پوځي خدمت
وفاداريسعودي عربستان   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه
مقام
لاسليک
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود
سلمان ابن عبدالعزیز آل سعود

د سعودي عرب د آل سعود ټبر اووم پاچا

سلمان د پاچا عبدالعزیز او حسه بنت احمداسدیري زوی دی او له اووه سدیریونو (په سعودي عربستان کې د ملک عبدالعزیز ۷ زامن چې سکه وروڼه دي او د هغه مېرمنې حسې ته ویل کېږي ) څخه یو دی. هغه له ۱۹۶۳ کال راهیسې تر ۲۰۱۱ کال پورې د ۴۸ کلونو لپاره د ریاض مرستیال والي او وروسته د ریاض والي و او بیا د دفاع وزیر وټاکل شو. هغه په ۲۰۱۲ کال کې ولیهعد وټاکل شو. سلمان په ۲۰۱۵ کال کې د خپل ناسکه ورور عبدالله تر مړینې وروسته پاچا شو. د ۲۰۱۹ ز کال له ډېسمبر راهیسې د پاچا عبدالعزیز تر ټولو زوړ ژوندی زوی دی.    

د پاچا په توګه د سلمان لوی نوښتونه د یمن په کورنۍ جګړه کې لاسوهنه، د سعودي د ۲۰۳۰ ز کال ليدلوری او په ۲۰۱۷ ز کال کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکول وو. د هغه زوی ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، د سعودي عربستان اصلي واکمن ګڼل کېږي.   [۶]

لومړنی ژوند

سلمان د ۱۹۳۵ ز کال د ډېسمبر په ۳۱ مه زېږېدلی او د سعودي عربستان  د لومړي پاچا او بنسټ اېښودونکي عبدالعزیز ۲۵م زوی دی. سلمان او د هغه شپږ سکه وروڼه اووه سدیري جوړوي. هغه د مربا په ماڼۍ کې لوی شوی. [۷][۸][۹][۱۰]

سلمان خپلې لومړنۍ زده‌کړې په پلازمېنه ریاض کې د شهزادګانو په ښوونځي کې ترلاسه کړې، هغه ښوونځۍ چې د پاچا عبدالعزیز له خوا د خپلو ماشومانو د زده‌کړې لپاره رامنځته شوی. هغه دیني او عصري علوم زده کړل. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ریاض والي

سلمان د ۱۹۵۴ ز کال د مارچ په ۱۷ مه، د ۱۹ کلنۍ په عمر د ریاض ولایت مرستیال والي شو اود  ۱۹۵۵ز  کال د اپرېل میاشتې تر ۱۹مې نېتې په یاد موقف کې پاتې شو. هغه د ۱۹۶۳ ز کال د فبرورۍ په پنځمه نېټه د ولایت والي شو او په هغه موقف کې د ۲۰۱۱ ز کال د نومبر تر ۵ نېټې پاتې شو. [۱۴]

د والي په توګه هغه له منځنۍ کچې ښار څخه پرمختللي ښار ته د ریاض په پرمختګ کې مرسته وکړه. هغه د سیلاني توب د یوې مهمې اړیکې په توګه د بهرنیو شتمنیو او د پانګو د پروژو د جذب له لارې خپل هېواد ته خدمت وکړ. هغه له لویديځ سره له سیاسي او اقتصادي اړیکو څخه ملاتړ وکړ. سلمان د خپلې حکومتولۍ په بهیر کې د سعود پاچا له پوهنتون څخه سلاکاران وګومارل. [۱۵][۱۶]

سلمان د پنځو لسیزو په بهير کې د رياض د والي په توګه د ظریفو روحاني، قبیله‌يي ګټو په مدیریت کې د هغه شهزاده په توګه چې د سعودي عربستان سیاست تعینوي ماهر شو. هغه د پاچا عبدالعزیز د څېړنو او ارشیف د بنسټ (KAFRA)، د پاچا عبدالعزیز د موزیم، د شهزاده سلمان د معلولیت د څېړنو مرکز او د بډوډو له ناروغانو څخه د شهزاده فهد بن سلمان د پالنې د خیریه بنسټ رئیس هم و.  [۱۷][۱۸][۱۹]

کله چې هغه والي و، پاچا سلمان څو بهرني سفرونه وکړل. هغه په ۱۹۷۴ ز کال کې له کوېټ، بحرین او قطر څخه له یادو هېوادونو سره د سعودي د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره لیدنه وکړه. په ۱۹۹۱ ز کال کې د کاناډا مونټ ریيل ښار ته  د سفر په بهیر کې یوه ګالري پرانیسته. په ۱۹۹۶ ز کال کې د پاریس ښار په الېزه ماڼۍ کې د فرانسې د وخت د ولسمشر جاکوس شېراک له خوا بدرګه شو. په همدې کال کې هغه بوسنيا او هرزګوینا ته سفر وکړ ، تر څو د دغه هېواد له مسلمانو ښاریانو سره مالي مرسته وکړي. سلمان په ۱۹۹۸ ز کال د اسیایي سفرونو په یوه برخه کې له پاکستان، جاپان، بروني او چین څخه لیدنه وکړه.  [۲۰][۲۱]

د واشنګټن پوست د راپور له مخې، د سعودي  ژورنالېست جمال خاشقجي «د ریاض د وخت پر والي شهزاده سلمان او له افعان مجاهدینو څخه د سعودي عربستان د ملاتړ کمېټې پر مشرتابه له سلفي افراطي ډلو څخه چې په افغانستان کې یې د شوروي خلاف جګړه کمزورې کوله، د غیر عاقلانه مالي ملاتړ  له امله نیوکه وکړه.»  [۲۲]

د سلمان په دوره کې ریاض د منځني ختيځ په تر ټولو غني او د سوداګرۍ او تجارت لپاره په مهم ځای بدل شو. د ښوونځیو، پوهنتونو او لوبغالو په ګډون د بنسټیزو پروژو په برخه کې هم پرمختګونه وشول. هغه د ولایت په اړه وویل: [۲۳]

ماته د ریاض په سیمه کې هر کلی یا هر ښارګوټی ګران دی او زما په زړه کې ځانګړی ځای لري... زه په ریاض کې د هر ګام شاهد وم، ځکه له ریاض څخه د لرې‌والي فکر راته ستونزمن دی. [۲۳]

په دویمه لیکه

سلمان د ۲۰۱۱ ز کال د نومبر په پنځمه، د لومړي وزیر دویم مرستیال او د دفاع وزیر، د خپل سکه ورور ولیعهد شهزاده سلطان ځای ناستی شو. ساتام بن عبدالعزیز د ریاض ولایت والي وټاکل شو. سلمان په ورته ورځ د ملي امنیت د شورا (NSC) غړی ونومول شو.  [۲۴][۲۵]

د اټکل له مخې: هغه د خپلو فردي ځانګړنو له امله د ځای ناستي‌توب په بېړنۍ کرښه کې ځای پر ځای شوی. تر هر څه وړاندې هغه د قونصلګرۍ او ديپلماتیک طبیعت لري. هغه د بچیانو په نوم د کورنۍ شورا (په عربي ژبه مجلس الاثرا) مشري وکړه، چې په ۲۰۰۰م کال کې د پاچا فهد په واسطه د کورنیو مسائلو د حل، هوکړو او د کورنۍ د ځینو غړو له خوا د هر ډول د شرم وړ چلند له عامولو څخه د مخنیوي د هڅو په موخه رامنځته شوې وه. په دویم قدم کې سلمان په شاهي کورنۍ کې په «منځني نسل» پورې تړاو لري، په دې توګه هغه کولی شي، له اجتماعي او فرهنګي پلوه د دواړو نسلونو تر منځ اړیکو ته پراختیا ورکړي. د هغه د واکمنۍ له اوږدې دورې څخه د یوې وروستۍ پایلې په توګه ویلی شو چې ،هغه د عربو او نړیوالې دایرې تر منځ د اړیکو یوې شبکې ته وده ورکړې ده.  [۲۶][۲۷][۲۸]

سلمان په بحرین کې د پوځي لاس‌وهنې پالیسۍ ته دوام ور کړ. سلمان د ۲۰۱۲ ز کال په اپرېل کې له امریکا او انګلیس څخه لیدنه وکړه، چېرې چې هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما او د بریتانیا له لومړي وزیر ډېوېډ کامرون سره ولیدل. په ۲۰۱۳ز کال کې يې د سعودي پوځي لګښتونو ته پام شو، چې ۶۷ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي چې تر بریتانیا، فرانسې او جاپان وروسته یې د نړۍ په کچه څلورم ځای درلود. سلمان د دفاع د وزیر په توګه  د پوځ مشر و، چې په ۲۰۱۴ ز کال کې سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو له متحده ایالاتو سره د اسلامي دولت خلاف په سوریه او عراق کې په هوايي بریدونو کې برخه واخیسته. [۲۹][۳۰][۳۱]

سرچینې