شراب

شراب يو الکولي څښاک دی چې عموماً له تومنه شويو انګورو څخه جوړ شوي وي. تومنه په انګورو کې شته خواږه مصرفوي او دا په ايتانول او کاربن ډای اکسايډ بدلوي او په دې پروسه کې تودوخه خوشې کوي. بېلا بېل ډوله تومنه کوونکي د شرابو په بېلا بېلو ډولونو کې مهم عوامل دي. دا ډول ډول والی د انګورو بيالوژيکي کمياوي ودې، په تومنه کولو کې شامل غبرګون، د انګورو مخ پر وده چاپېريال (سیمه) او د شرابو توليد د پروسې تر منځ پېچلي تعاملاتو په پايله کې منځ ته راځي. ډېريو هېوادونو د شرابو د اندازې او خصوصیاتو د روښانه کولو لپاره حقوقي ځای ټاکنه کوي. دا چاره په عموم کې د جغرافيايي اصل او د انګورو اجازت شوېو ډولونو تر څنګ د شرابو د توليد نور اړخونه محدودوي. هغه شراب چې د انګورو له تومنه کولو (تخمير) څخه نه وي جوړ شوي، نور فصلونه پکې ښکېل وي چې د وریژو شراب او نورو ميوو شراب پکې شامل دي، لکه الوچه، ګيلاس، انار، بې دانې توت او ايلډر بيري (تور انګور ته ورته مېوه ده).

له زرګونو کلونو راهيسې شراب توليديږي. د شرابو تر ټولو لرغونی ثبوت د اوسنۍ جورجيا (6000 مخزېږديز) له قفقاز سيمې، پاريس (۵۰ مخزېږديز)، ايټاليه او ارمينيا (۴۰۰مخزېږديز) څخه موندل شوی دی. د اوسنۍ نړۍ شراب د امريکاګانو د اصلي اوسېدونکو خلکو له خوا توليد شوي الکولي څښاک سره اړه لري، خو په بنسټيز ډول د نوې اسپانيې د وروستيو اسپانوي روايتونو پورې تړلي دي. په وروسته وختونو کې، څنګه چې د لرغونې نړۍ شرابو د شرابي انګورو لارو چارو ته وده وکړه، په اروپا کې د شرابو د توليد درې تر ټولو سترې سيمې په ځان کې رانغاړ. نن سبا، ايټاليه، اسپانيه، فرانسه، متحده ايالات او چين هغه پنځه هېوادونه دي چې د شرابو د توليد تر ټولو سترې سيمې پکې موجودې دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

شرابو له اوږدې مودې راهيسې په مذهب کې د پام وړ ونډه درلودلې ده. لرغونو مصريانو سور رنګه شراب له وينې سره تړلي دي او د «ډيونيسس» يوناني فرقې او روميانو په خپل «بچاناليا» (د يوې رومې ميلې نوم و) کې استعمال کړي دي، يهوديانو همدا راز په «کيدش» کې او مسيحيت په «يوکرسټ» کې شامل کړي دي. مصري، يوناني، رومي او اسرائيلي شرابو روايتونه اوس هم د دې په لرغونو جرړو پورې تړلي دي. په ورته توګه د ايټاليې، اسپانيې او فرانسې د شراب تر ټولو سترو سيمو کې د سپېڅلو شرابو په اړوند ميراثونه موجود دي، په همدې ډول په سويل لوېديځو متحده ايالاتو کې د شراب جوړونکو انګورو دودونه په نوې اسپانيه کې پيل شوي دي، ځکه چې کاتوليکو مذهبي مشرانو او راهبانو تر ټولو دمخه په نيو مکسيسکو او کليفورنيا کې شراب توليد کړي و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخ

د شرابو تر ټولو لرغوني اثار له جورجيا (۶۰۰۰ مخزېږديز)، ايران (پاريس) (۴۰۰۰ مخزېږديز)، ارمينيا (۴۱۰۰ مخزېږديز) او سيسلي (۴۰۰۰ مخزېږديز) څخه موندل شوي دي. تر ۴۵۰۰ مخزېږديز پورې شراب بالکان ته ورسېدل او په لرغوني يونان، تريس او روم کې مصرفېدل او لمانځل کېدل. د تاريخ په اوږدو کې، شراب د دې د نشه کونکو اغېزو لپاره استعمال شوي دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

اوسنۍ جورجيا په ځمکه د ۶۰۰۰-۵۸۰۰ مخزېږيزو کلونو تر منځ د انګورو د شرابو او د شرابو توليدونکو انګورو تر ټولو لرغوني اثار موندل شوي دي. لرغوني اثار او جنيتيکي شواهد دواړه روښانه کوي چې په نورو سيمو کې د شرابو تر ټولو ابتدايي توليد په پرتليز ډول وروسته وختونو کې، په مکمنه ډول په سويلي قفقاز (چې ارمينيا، جورجيا او اذبايجان پکې شامل دي) يا ختيځې ترکيې او شمالي ايران تر منځ لوېديځې اسيا په سيمو کې موندل شوي دي. په ۴۱۰۰ مخزېږديز کې تر ټولو لرغوني د شرابو د توليد کارخونه په ارمينيا کې د اينري-۱ د شرابو توليد ځای دی. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

که څه هم شراب نه و، د انګورو او وريژو د مخلوط پر بنسټ جوړ شوي تومنه شوي څښاکو ابتدايي ثبوت په لرغوني چين (۷۰۰۰ مخزېږديز) کې موندل شوی دی.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د لرغون پېژندونکو د ۲۰۰۳ز کال يو راپور د دې شونتيا څرګندونه کوي چې په لرغوني چين کې د اومې مخزېږديزې زرېزې په لومړيو کلونو کې انګور له وريژو سره ګډ کړای شوي و. د هينان، جياهو د نوي ډبرين عصر له سيمې څخه په خټينو صراحيو کې د تارټيک اسيد او نورو عضوي مرکباتو نښې موجودې وې، کومې چې عموماً په شرابو کې موندل کېږي. په هر حال، په دې سيمه کې نورې اصلي مېوې، لکه سوما (سوما يو ډول بوټی دی چې سره مېوه کوي) هم نه شي رد کېدای. که دې څښاک کې، کوم چې د وريژو د شرابو اصل بلل کېږي، د نورو مېوو پر ځای انګور شامل وای، نو دا به په چين کې شته څو درجنه اصلي ځنګلي انواعو څخه کوم يو يې و، نه « Vitis vinifera» (يو ډول انګور دي) کوم چې له ۶۰۰۰ کاله وروسته دود شول.[۴۷][۴۸][۴۹]

په اغلب ګومان د لوېديځ پر لور د شرابو د کلتور خپرېدل د «فونيشنو» مدنيت له امله وه، څوک چې د مديترانې د ساحل په څنډو کې د اوسني لبنان (له دې سره د اسرائيلو/فلسطين او ساحلي سوريې کوچنۍ برخې هم شاملې دي) په شا اوخوا کې پرتو ښاري ايالتونو د مرکز څخه دباندې په لور خپور شوی و، په هر حال، په «سارډينيا» کې د «نوراګک» کلتور کې د «فونيشينو» له راتګ څخه مخکې د شرابو څښل دود و. د «بايبلوس» شراب د لرغوني پاچايۍ پر مهال مصر او بيا ټولې مديترانې ته صادرېدل. د دې په شواهدو کې له ۷۵۰ مخزېږديز څخه د دوه فونيشينو بېړيو پاتې شوني شامل دي، کوم پاتې شوني چې د هغوی د شرابو د وسايلو سره روغ موندل شوي دي، کوم چې «رابرټ بيلارډ» له خوا موندل شوي و، د شرابو (چيرم) د لومړيو سترو سوداګرو په توګه، داسې برېښي چې «فونشينو» دا د زيتونو د تيلو په مرسته په يو پوړ کې له اکسډايز کېدو څخه خوندي کړي و، له دې وروسته د صنوبر ونې او موم مهر دی، چې کنډ ته ورته و.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

په «پرسيپوليس» کې د «اپادانه» سيمې لرغوني پاتې شونو کې په ۵۱۵ مخزېږديز کې داسې حکاکۍ شاملې دي، په کومو کې چې د هخامنشي پاچايۍ تابع ملتونو پوځيان ښودل کېږي، چا چې د هخامنشي پاچا ته ډالۍ راوړلې، په دوی کې ارمينيايان هم شامل دي، چا چې مشهور شراب راوړل.

هومر (د اتمې مخزېږديزې پېړۍ، خو شونې ده چې له دې مخکې مرکبات)، الکمين (اومه مخزېږديزه پېړۍ) او نورو کې د شرابو ادبي حوالې زياتې موجودې دي. په لرغوني مصر کې، له شپږ دېرشو څخه شپږ د زوښې لوښي يې د «توت انخ امون» په مزار کې موندل شوي وو، د کوم نوم چې «خای» و، څوک چې د شاهي شرابو مشر سوداګر و. له دوی څخه پنځه د زوښې لوښي يې د پاچا خصوصي ملکيت په توګه پېژندل شوي دي، شپږم يې د شاهي کور د «ايټن» ملکيت اړوند و (اټين دلمر ربن النوع). د اوسني چين د منځنۍ اسيا سينګيانک کې هم د شرابو اثار موندل شوي دي چې تاریخ يې دويمې او لومړۍ مخزېږديزې زريزې ته رسېږي.[۵۴][۵۵]

په هندوستان کې له انګورو څخه د جوړو شويو الکولو لومړۍ پېژندل شوې يادونه د سترواک «چندرګپټ موريه» د صدر اعظم «چانکيا» د څلورمې مخزېږديزې پېړۍ په وروستيو ليکنو کې موندل شوې ده. د هغه په لیکنو کې، «چانکيا» د سترواک او د هغه د دربار له خوا د «مادهو» په نوم پېژندل شويو شرابو په پرله پسې استعمال ته په شاراې سره د شرابو استعمال غندنه شوې ده.[۵۶]

لرغونو روميانو د پوځي لښکرکوټ ښارونو (هغه ښارونه چې لښکر پکې ټولېدو/قشله) سره نږدې د انګورو باغونه جوړ کړي وو، څو تر ليرې ځايه د شرابو د استولو پر ځای، په همدې سيمه کې شراب توليد کړای شي. د دې سيمو څخه يو شمېر سيمې يې اوس د شرابو د توليد لپاره نړيوال شهرت لري. روميانو موندلې وه چې د شرابو د تشو صراحيو په داخل کې د سلفر د شمعو بلولو سره هغه تازه او د سرکې له بوی څخه پاک ساتل کېږي. د اروپا په منځنيو پېړيو کې، رومي کاتوليکې کليسا له شرابو څخه ملاتړ وکړ، ځکه چې پادريانو شراب د مذهبي غونډو لپاره د يوې اړتيا په توګه بلل. په فرانسه کې راهبانو د کلونو لپاره شراب جوړ کړي و او دا يې په غارونو کې تومنه کول. د اګلستان د پخلي يو لرغونی لارښود (نسخه) چې تر نولسمې پېړۍ پورې په بېلا بېلو بڼو کې پاتې شوې ده، په دې لارښود کې د خرابه شويو يا خوسا شويو باسټارډو شرابو څخه د سپينو شرابو د بيا تصفيه کولو غوښتنه شوې ده.[۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

سرچينې