لئون تروتسکی

لئون داویدویچ برنتشتاین (۷ نومبر ۱۸۷۹- ۲۱ اګست ۱۹۴۰ زکال) چې په لئون تروتسکي مشهور و؛ اوکرایني – روسي مارکسېست انقلابي، سیاسي نظریه ورکوونکی او سیاستوال و. نوموړی چې له ایدیالوژیک پلوه کمونېست و، د مارکسېزم یوې څانګې ته یې وده ورکړه چې په تروتسکېزم پېژندل کېده.[۸]

لئون تروتسکی
(روسي: Лейб Давидович Бронштейн)[۱]
(روسي: Лев Давидович Троцкий د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لئون تروتسکی
لئون تروتسکی

د شخص معلومات
زیږون نوم(روسي: Лейб Давидович Бронштейн)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت۲۶ اکتوبر ۱۸۷۹[۲]
مړینه21 اگسټ 1940 (61 کاله)[۳][۴][۵][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قاتلجوزف سټالين   د (P157) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتروسي سترواکي
د اوکراین شوروي سوسالیستي جمهوریت (۱۰ مارچ ۱۹۱۹–۳۰ ډيسمبر ۱۹۲۲)
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (–۱۹۳۲)
مکسيکو (۱۹۳۷–۱۹۴۰)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد174 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوندد شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۱۷–۳۱ اکتوبر ۱۹۲۷)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال [۶][۵]
ډیپلوماټ
فیلسوف
پوځي ځواک
خبريال
ليکوال [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)روسي [۷]
اوکرايني ژبه
آلماني ژبه
انگليسي
فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ځانګړي کړنېتروتسکیزم   د (P800) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریکتروتسکیزم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداريد شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقامجنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړېد روسیې کورنۍ جګړه
د روسیې انقلاب
د اکتوبر انقلاب
د پولنډ – شوروي جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
لئون تروتسکی
لئون تروتسکی

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تروتسکي چې د یانوفکا (اوسني برسلاوکا) په یوه بډایه یهودي اوکرایني کورنۍ کې وزېږېد، وروسته له هغه چې په ۱۸۹۶ زکال کې یې نیکولایف ته کډه وکړه مارکسېزم یې ومانه. په ۱۸۹۸ زکال د انقلابي فعالیت له امله ونیول شو او سایبریا ته تبعید شو. هغه په ۱۹۲۰ زکال کې له سایبریا وتښتېد او لندن ته لاړ او هلته له ولادیمیر لینین سره ملګری شو. په ۱۹۰۳ زکال کې د روسیې د کارګر سوسیال دیموکراتیک ګوند په ویش سره هغه د ژولیوس مارتوف تر مشرۍ لاندې منشویکانو سره مل شو او د لینین د بلشویکانو مخالف دریځ یې ونیو. تروتسکي په ۱۹۰۵ زکال کې د روسیې د ناکام انقلاب په مدیریت کولو کې د ونډې لرلو له امله ونیول شو او سایبریا ته تبعید شو. هغه بیا وتښتېد او ۱۰ کاله نور یې په بریتانیا، سوئیس، فرانسې، هسپانیا او متحده ایالاتو کې تېر کړل. وروسته له هغه چې د ۱۹۱۷ زکال د فبروري میاشتې انقلاب تزاري واکمنۍ ته پای ټکی کېښود، تروتسکي د کاناډا له لارې له نیویارک څخه روسیې ته راستون شو او د بلشویکي څانګې رهبري یې په واک کې واخیسته. د پتروګراد د شورا د مشر په توګه هغه د ۱۹۱۷ زکال په نومبر میاشت کې د اکتوبر په انقلاب کې مهمه ونډه لرله او لنډ مهالی نوی دولت یې رانسکور کړ.

دولت ته د تروتسکي له لار موندلو وروسته هغه په پیل کې د بهرنیو چارو د کمیساري چوکۍ مسئولیت پر غاړه درلود او له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه د وتلو اړوند یې له ۱۹۱۷-۱۹۱۸ زکال پورې له المان سره په برست – لیتوفسک مذاکره کې مستقیمه ونډه لرله. د ۱۹۱۸ زکال له مارچ میاشتې څخه د ۱۹۲۵ زکال تر جنوري میاشتې پورې د پوځ او دریايي ځواکونو په برخه کې د خلکو د کمیسار په توګه د سره پوځ قومانداني وکړه او له ۱۹۱۷ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې یې د روسیې په کورنۍ جګړه کې د بلشویکانو د بریا په برخه کې حیاتي ونډه لرله. هغه په ۱۹۱۹ زکال کې د بلشویکي سیاستي کمېټې له اوو غړو یو و. [۹][۱۰]

د لینین له مړینې (د ۱۹۲۴ زکال په جنوري کې) او واک ته د ژوزف ستالین له رسېدو وروسته، تروتسکي په تدریجي ډول په دولت کې خپل ځایګی له لاسره وکړ؛ چې په پایله کې سیاسي کمېټې د ۱۹۲۹ زکال په فبروري میاشت کې له شوروي اتحاد څخه د هغه د وتو پرېکړه وکړه. هغه خپل پاتې ژوند په تبعید کې تېر کړ، اغېزمنې لیکنې یې کولې او په ستالینېزم باندې په نقد مشغول و. په ۱۹۳۸ زکال کې تروتسکي او د هغه ملاتړو څلورم انټرنشنال د ستالین د کمنټرن په مخالفت کې رامنځته کړ. هغه د ترور له څو بریدونو څخه په ژوندي وتلو بلاخره د ۱۹۴۰ زکال په اګست میاشت کې په مکسیکوسیټي کې د رامون مرکادر له خوا چې د شوروي اتحاد د داخلي امنیت د ادارې جاسوس و ترور کړای شو. [۱۱] [۱۲] [۱۳]

ماشومتوب او کورنۍ (۱۸۷۹-۱۸۹۵ زکال)

لئون تروتسکي د ۱۸۷۹ زکال د نومبر په ۷ مه نېټه د ډیویډ لئونتیویچ برونشتاین (۱۸۴۷-۱۹۲۲ زکال) او آنا لوونا (تخلص یې ژیوتوفسکایا و، ۱۸۵۰- ۱۹۱۰ زکال) په کورنۍ کې وزېږېد. هغه د روسي سترواکۍ د خرسون ولایت د یانوکا کلي (په اوسني اوکراین کې، برسلاوکا) د بډایه بزګرې یهودې اوکرایني کورنۍ کې پنځم ماشوم و. د هغه پلار ډیوید لئونتیویچ په پولتاوا کې ژوند کاوه او وروسته برسلاوکا ته وکوچېد، ځکه هلته لویې یهودي ټولنې شتون درلود. هغه ژبه چې دوی په کور کې پرې خبرې کولې په سورژیک مشهوره د روسي او اوکرایني ژبې څخه مخلوطه ژبه وه. د تروتسکي کوچنۍ خور اولګا چې هغه هم د یوې بلشویکې او شوروي سیاستوالې په توګه را لویه شوې وه له مخکښ بلشویک لوکامنف سره یې واده وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶]

یو شمېر لیکوالانو، په ځانګړې توګه رابرت سرویس ادعا کړې چې د ماشومتوب پر مهال د هغه لومړی نوم په ییدیش ژبه لیبا و. امریکايي تروتسکېست ډېویډ نورث ویلي چې دا د تروتسکي د یهودیت پر بنسټ یوه انګېرنه ده.، خو د سرویس د ادعا پر خلاف هېڅ داسې مستند مدرک شتون نه لري چې له ییدیش نوم څخه د هغه ګټنه څرګنده کړي، په داسې حال کې چې آن کورنۍ یې هم په دغه ژبه خبرې نه کولې. هم نورث او هم سیاسي تاریخ لیکونکي والتر لاکور لیکي چې د تروتسکي د ماشومتوب نوم لیووا و چې د لیو روسي نوم کوچنی اختصار و. [۱۷][۱۸][۱۹]

هغه مهال چې تروتسکي اته کلن و، پلار یې هغه د زده کړو په موخه اودیسا ته ولېږه او هلته یې د جرمني ژبې په یو لوتري ښوونځي کې نوم ثبت کړ، په ادویسا کې د هغه د استوګنې پر مهال د روسیې د سترواک دولت د روسي کولو د پالیسۍ له امله دغه ښوونځی په روسي واوښت. تروتسکي او د هغه مېرمنې ناتالیا پرېکړه وکړه ماشومان یې هم لوتري زده کړې وکړي. [۲۰][۲۱]

په داسې حال کې چې تروتسکي په ډېره ښه توګه په فرانسوي، انګلیسي او جرمني ژبو خبرې کولای شوې خو هغه د My Life په نامه خپل ژوند کې وویل چې هغه هېڅکله له روسي پرته په نورو ژبو مسلط نه و. ریمونډ مولینیر لیکلي چې تروتسکي په ډېرې آسانۍ سره په فرانسوي خبرې کولې.[۲۲][۲۳][۲۴]

انقلابي فعالیت او بندي کېدل (۱۸۹۶-۱۸۹۸ زکال)

تروتسکي په ۱۸۹۶ زکال نیکولایف بندري ښار (معاصر میکولایف) ته له کډه کولو وروسته د تور سمندرګي په اوکرایني سواحلو کې په انقلابي فعالیتونو لاس پورې کړ. په پیل کې هغه یو ناردونیک (انقلابي بزګر سوسیالیست پوپولیست) و، او له مارکسېزم سره مخالف و خو د همدغه کال په وروستیو کې د خپلې لومړۍ راتلونکې مېرمنې الکساندار سوکولوسکایا له خوا مارکسېزم ته جذب شو. تروتسکي د ۱۸۹۷ زکال په لومړیو کې د دې پرځای چې د ریاضیاتو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي په نیکولایف کې یې د شوروي روسیې د کارګري اتحادیې له تنظیم سره مرسته وکړه. هغه د «لووف» له مستعار نوم څخه په ګټنې تبلیغ پاڼې او اعلامیې ولیکلې او انقلابي رسالې یې وویشلې. هغه د صنعتي کارګرانو او انقلابي زده کوونکو ترمنځ سوسیالیستي افکار خپاره کړل.[۲۵][۲۶][۲۷]

د ۱۸۹۸ زکال په جنوري میاشت کې د تروتسکي په ګډون د دغې اتحادیې له ۲۰۰ زیات غړي ونیول شو. هغه په نیکولایف، خرسون، اودسا او بالاخره په مسکو کې د محاکمې په تمه دوه کاله په بند کې تېر کړل. د مسکو په بند کې یې له نورو انقلابیونو سره اړیکه ټینګه کړه، د لینین په اړه یې واورېدل او په روسیه کې یې د کپیټلېزم د پراختیا (The Development of Capitalism in Russia) په نامه د هغه (د لینین) کتاب ولوست. په بند کې د هغه د دوه میاشتو په تېرېدو د ۱۸۹۸ زکال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه تر ۳ مې نیټې پورې د نوي رامنځته شوي روسي سوسیال دیموکرات کارګر ګوند لومړی کانګرس جوړ شو. له دغه ځای وروسته تروتسکي د دغه ګوند د غړي په توګه پېژندل کېده.[۲۸][۲۹][۳۰]

ترور

د ۱۹۳۹ زکال په مارچ میاشت کې د تروتسکي د وژنې له ناکامې هڅې وروسته، ستالین د ده د وژنې مسئولیت د شوروي اتحاد د داخلي امنیت د ادارې (NKVD) افسر پاول سودوپلاتوف ته وسپاره، هغه په خپل نوبت سره ناهوم ایتینګون د دغې چارې لپاره وټاکه. د سودوپلاتوف د ځانګړو دندو له مخې NKVD د هغه د ترور په موخه درې عملیاتي شبکې رامنځته کړې چې په بشپړ خپلواک ډول یې په متحده ایالاتو او مکسیکو کې د NKVD د جاسوسي شبکو څخه جلا فعالیت کاوه. [۳۱]

د ۱۹۴۰ زکال د مۍ په ۲۴ مه نېټه تروتسکي د NKVD د مامور تر رهبرۍ لاندې د وسله والو بریدکوونکو ایوسف ګریګولویچ او مکسیکويي نقاش دیوید آلفارو سیکیروس له برید څخه په خپله ویلا کې ژوندی ووت. د تروتسکي ۱۴ کلن لسمی وسوولود پلاتنوویچ «استبان» ولکوف (زیږون: ۷ مارچ ۱۹۲۶ زکال) په پښه ټپي شو. د تروتسکي ځوان یاور او ساتونکی رابرټ شلډون هارت له بریدګرو سره یوځای ورک شو او وروسته یې مړی وموندل شو. دا احتمال هم شتون لري چې هغه له بریدګرو سره لاس یو کړی و او هغوی ته یې د هغه ویلا ته د لاسرسي اجازه ورکړې وه؛ د تروتسکي نورو ساتونکو له بریدګرو سره مقابله وکړه. د ترور له دغې ناکامې هڅې وروسته تروتسکي د ۱۹۴۰ زکال د جون میاشتې په ۸ مه نېټه د «ستالین زما د مرګ په لټه کې دی» تر عنوان لاندې مقاله ولیکله او څرګنده یې کړه چې بل برید حتمی دی.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د ۱۹۴۰ زکال د اګست په ۲۰ مه نېټه په  تروتسکي باندې د خپل کار په خونه کې د NKVD د هسپانوي الاصله مامور رامون مرکادر له خوا برید وشو او هغه یې د یخ ماتوونکي تبر څخه په کار اخیستنې وواژه. [۳۷]

سرچينې