ماگنوس کارلسن
ماگنوس کارلسن په ناروېژي ژبې (Sven Magnus Øen Carlsen)(زېږوننېټه ː ۳۰م د نوېمبر ۱۹۹۰م ز ) يو ځوان ناروېژی چې د نړۍ د شطرنج لوبې بې ساری او مخکښ اتل دی . تر اوسه دی په لومړي مقام ولاړ دی . دی په کال ۲۰۰۴م ز کې په ديارلس کلنۍ کې د نړۍ تکړه شطرنج لوبغاړی وپېژاندل شو . د کارلسن د لوبې د پړاؤ رېکارډ ۲۸۸۲ تېزواله ده چې د شطرنج لوبې په بهیر کې د نړۍ تر ټولو لمړی او لوړ ريکارډ دی . د شطرنج مکښ ماگنوس کارلسن په کال ۲۰۰۴م زېږديز کې د شطرنج لوبې په نړېوالو لوبو کې ۲م مقام ترلاسه کړ . وروسته په کال ۲۰۱۰م زېږديز کې د ۳۲ ورځو په بهیر کې دشطرنج نړېوالو لوبو کې په لومړي ځل د ۱۹ کالو په عمر د نړۍ لومړی مقام وگاټه . همدارنگه کارلسن په ۲۰۱۳م زېږديز کې د نړۍ په لوبو کې د پايلوبې راوتونکي هندي لوبغاړي ویسوانات آنند څخه بيا د نړۍ لومړی مقام په شطرنج کې ترلاسه کړ ، يو کال وروسته ۲۰۱۴م زېږديز کې د نومبر په مياشت کې خپل مقام بيا وژغوره او په نړۍ کې لومړی شو . کارلسن د شطرنج په ميدان کې ځانگړې ځانتيا لري چې له څو اړخونو رامخته کېږي له مخې یې خپل سيال په فکر کې ډوبوي او د لوبې پړاؤ ستونزمنوي .
ماگنوس کارلسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۳۰ نومبر ۱۹۹۰[۱][۲] |
استوګنځای | |
تابعیت | ناروې |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | ناروېژي ژبه ، وانگليسي |
لوبه | سترنج |
د لوبې هيواد | ناروې [۴] |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
مخينه
ماگنوس کارلسن د ناروې هېواد په تونسبرگ ښار کې د سیگرون او هېنرک آلبرټ کارلسن په کور کې زېږېدلی . دواړه مور او پلار يې د ودانيو انجنيران دي . کورنۍ يې يو کال په فينلنډ هېواد کې او بیلجیم هېواد کې اوسېدلي .