مېلټون فرايډمېن

میلټن فریډمن (/ˈfriːdmən/؛ ۱۹۱۲ جولای ۳۱مه – ۲۰۰۶ نومبر ۱۶مه) یو امریکایی اقتصادپوه او د شمارپوهنې یا احصائیې د علم متخصص و، چې د لګښت د تحلیل، د پیسو د تاریخچې او تیورۍ او د ثبات د پالیسۍ د پېچلتیا په اړه د څېړنې له کبله یې په اقتصادي علومو کې د ۱۹۷۶ کال د نوبل جایزه ترلاسه کړه. ښاغلی فریډمن د جورج سټیګلر او ځینو نورو پوهانو ترڅنګ، د شیکاګو د اقتصادیاتو مکتب د فکري رهبرانو له ډلې څخه و. دا مکتب د اقتصادي فکر نیو-کلاسیک مکتب و چې د شیکاګو پوهنتون د علمي غړو له هغه کار سره تړاو لري چې د ۱۹۷۰ لسیزې تر نیمایي پورې یې د مونېټریزم یا د هېواد د اقتصاد د تثبیت پالیسۍ په ګټه کینزي اقتصادي تیورۍ رد کړې. دا چاره هغه مهال وه چې کله دغه اقتصادي فکر د منطقي توقعاتو د مفهوم پر بنسټ نوي کلاسیک لوی اقتصاد ته مخه کړه. ګڼ زده‌کړیالان، ځوان پروفیسوران او علمي شخصیتونه چې په شیکاګو کې د فریډمن لخوا ګومارل شوي یا هغه ورته لارښوونې کړې وې، پر مخکښو اقتصادپوهانو بدل شول. په دغو اقتصادپوهانو کې ګاري بیکر، رابرټ فوګل، توماس سویل او رابرټ لوکاس جونیر یې د یادولو وړ دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

مېلټون فرايډمېن

د فریډمن ډغرې یا چلېنجونه، چې وروسته بیا نوموړي د "ساده لوحانه کینز تیورۍ" نوم ورکړ، د لګښت په اړه د نوموړي له تحلیل او تفسیر څخه راپیل شول، کوم چې ښيي چې لګښت کوونکي څه ډول لګښت کوي. هغه یوه تیوري وړاندې کړه چې وروسته د اقتصاد د اصلي پوهې، تیوریو او ماډلونو یا د اصلي جریان اقتصاد (mainstream) برخه وګرځېده او لومړۍ کس شو چې د لګښت د تسویې یا صافولو تیورۍ ته یې وده ورکړه. د ۱۹۶۰ لسیزې په اوږدو کې نوموړی د اقتصاد په برخه کې له کینزي حکومتي پالیسیو سره اصلي مخالفه څېره وګرځېده، او خپله تګلاره یې (د اصلي جریان اقتصاد ترڅنګ) د "کینزي ژبې او وسایلو" د کارولو په توګه تشریح کړه، خو بیا یې هم د هغې لومړنۍ پایلې ردولې. هغه دا تیوري وړاندې کړه چې د بېکارۍ یوه طبیعي کچه شته ده او استدلال یې وکړ چې له دې کچې ښکته بېکاري د انفلاسیون د چټکتیا لامل کېږي. نوموړي وویل چې د فیلیپس منحني (Phillips curve) اقتصادي ماډل په اوږده مهال کې په "طبیعي کچه" کې عمودي و، او د هغه څه وړاندوینه یې وکړه چې د تورمي رکود (stagflation) نوم ورکول کېږي. فریډمن یوه لوی اقتصادي نظر ته وده ورکړه چې د مونیټریزم (Monetarism) په نوم یادېږي او استدلال یې وکړ چې د ګړندیو او غیر متوقع بدلونونو په پرتله د پیسو د عرضې (money supply) ثابت یا منظم او کم زیاتوالی غوره پالیسي ده. د پولي سیاستونو، مالیاتو، خصوصي کولو او د حکومتي مقرراتو د لرې کولو یا سپکولو په اړه د هغه نظرونو د حکومتونو پر پالیسیو، په ځانګړې توګه د ۱۹۸۰ لسیزې په جریان کې، اغېزه وکړه. د هغه د پیسو تیورۍ په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کلونو کې له نړیوال مالي بحران سره په مبارزه کې د فدرالي ذخایرو پر پولي سیاست هم اغېزه وکړه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۹۷۷ کال کې له شیکاګو پوهنتون څخه تر تقاعد وروسته، او په ۱۹۸۳ کې د اقتصاد په برخه کې پر متقاعد پروفیسور له تبدیلېدو وروسته، نوموړی د جمهوري غوښتونکي ولسمشر رونالډ ریګن او محافظه کار برتانوي لومړي وزیر مارګرېټ ټاچر سلاکار و. د هغه سیاسي فلسفې په ټولنیزو مسایلو کې تر ټولو کمې دولتي مداخلې سره د آزاد بازار اقتصادي سیسټم ګټې بیان کړې. نوموړي یو ځل وویل چې په متحده ایالاتو کې د اجباري عسکرۍ په له منځه وړلو کې د هغه رول د هغه تر ټولو ویاړمنه لاسته راوړنه وه. فریډمن په ۱۹۶۲ کال کې په خپل کتاب "پانګوالي او ازادي" کې د رضاکارې یا داوطلبې اردو، د آزادې تبادلې د نرخونو، د طبي جوازونو لغوه کولو، پر منفي عایداتو د مالیې او د ښوونځیو د ووچرونو، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مخالفت او د مخدره توکو د آزادولو په څېر پالیسیو ملاتړ وکړ. د ښوونځي په دوره کې له انتخابونو (school choice) د هغه ملاتړ نوموړی وهڅاوه چې د تعلیمي انتخاب فریډمن بنسټ رامنځته کړي، چې وروسته یې بیا نوم اېډ چویس (EdChoice) ته بدل کړ.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د فریډمن اثار د اقتصادي موضوعاتو او عامه پالیسۍ اړوند مسایلو یوه پراخه لړۍ رانغاړي. د هغه کتابونه او مقالې د پخوانیو کمونیستي دولتونو په شمول نړیوال نفوذ لري. په ۲۰۱۱ کال کې د اقتصادپوهانو په یوه سروې کې، چې د ایکان ژورنال واچ (EJW) مجلې له لوري ترسره شوه، فریډمن تر جان مینارډ کینز وروسته د شلمې پېړۍ دویم ترټولو مشهور اقتصادپوه غوره شو. د هغه تر مړینې وروسته ایکانومیست مجلې نوموړی "د شلمې پېړۍ د دویمې نیمایي ... ان ښایي د ټولې پېړۍ ترټولو اغېزناک او بانفوذه اقتصادپوه" وباله.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لومړنی ژوند

فریډمن د ۱۹۱۲ کال د جولای په ۳۱مه نېټه د نیویارک ایالت په بروکلین سیمه کې زیږېدلی و. مور او پلار یې سارا ایتېل (فامیلي نوم یې لاندو) او جینو ساول فریډمن د هنګري پادشاهۍ د کارپتیان روتینیا سیمې د بیریګزاس (اوس د اوکراین برهوفه ښار) د یهودي کاري طبقې کډوال وو. دوی په ځوانۍ کې امریکا ته کډوال شول. دواړو د وچو توکو د سوداګرو په توګه کار کاوه. فریډمن د دوی څلورم ماشوم او یوازېنی زوی و. د هغه تر زیږون لږ وخت وروسته د دوی کورنۍ د نیو جرسي ایالت راوي ښار ته کډه شوه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د فریډمن کورنۍ له زیاتو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان وه او مالي وضعیت یې د دوی د عاید ثبات راټیټ کړی و. فریډمن د خپلې کورنۍ وضعیت په لاندې ډول بیان کړی:

د کورنۍ عاید ډېر کم او خورا ناڅرګند و. مالي بحران له کورنۍ سره په دوامداره توګه مل و. بیا هم د خوړو له اړخه تل کافي خواړه موندل کېدل او د کورنۍ فضا ګرمه او ملاتړ کوونکې وه. – میلټن فریډمن

د فریډمن پلار، جینو ساول فریډمن، د نوموړي د عالي لیسې په وروستي کال کې ومړ او فریډمن او د هغه دوې مشرانې خویندې یې د دوی د مور، سارا ایتېل فریډمن، پالنې ته پرېښودل.[۳۰]

اکاډمیک ژوند

لومړي کلونه

ښاغلي فریډمن په ۱۹۴۰ کال کې په ویسکانسن–میډیسن پوهنتون کې دنده ومنله، مګر په دویمه نړیواله جګړه کې د متحده ایالاتو د ښکېلتیا په اړه د پوهنتون له علمي پلاوي سره د اختلافاتو له امله یې بېرته پرېښوده. فریډمن باور درلود چې متحده ایالات باید جګړې ته داخل شي. نوموړی په ۱۹۴۳ کال کې په کولمبیا پوهنتون کې د جګړې د څېړنو په څانګه کې شامل شو (چې ډبلیو الن والیس او هارولډ هوټلینګ یې مشري کوله). هلته نوموړي د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه د ریاضیاتو د شمارپوه یا احصائیه پوه په توګه کار وکړ او د وسلو د ډیزاین، نظامي تاکتیکونو، او فلزاتو جوړونې پر مسایلو یې تمرکز درلود.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

شیکاګو پوهنتون

فریډمن په ۱۹۴۶ کال کې په شیکاګو پوهنتون کې د اقتصادي تیورۍ د تدریس وړاندیز ومانه (هغه پوسټ چې د پرنسټن پوهنتون ته د هغه د پخواني پروفیسور جېکوب وینر په ورتګ سره خالي شوی و). فریډمن بیا ۳۰ کاله په شیکاګو پوهنتون کې کار وکړ. هلته نوموړي د یوې داسې فکري ټولنې په جوړولو کې ونډه لرله چې د نوبل جایزې یو شمېر ګټونکي یې ټولنې ته وړاندې کړل، چې په ټولیز ډول د شیکاګو اقتصادي مکتب په نوم پېژندل کېږي.[۳۶][۳۷]

شخصي ژوند

فریډمن د ډیویډ او جان په نومونو دوه ماشومان لرل. نوموړي له خپلې مېرمنې روز فریډمن (فامیلي نوم یې ډایرېکټر) سره لومړی په ۱۹۳۲ کال کې په شیکاګو پوهنتون کې ولیدل او بیا یې شپږ کاله وروسته په ۱۹۳۸ کال کې واده وکړ.[۳۸][۳۹][۴۰]

فریډمن د خپلو ځینو همکارانو په پرتله پام‌وړ ټیټ قد درلود. د هغه قد ۱.۵۲ متره (۵ فوټه) وه، او بنیامین اپیلبام "پېری ډوله آزادي پلوی" بللی دی.[۴۱][۴۲][۴۳]

کله چې د هغه مېرمن، روز فریډمن، د نوموړي د بریاوو په اړه وپوښتل شوه، ویې وویل: "زه هېڅکله لېواله نه وم چې له میلټن سره له مسلکي پلوه سیالي وکړم (ښایي لامل یې دا و چې زه دومره هوښیاره وم چې پوهېدم زه دا کار نه شم کولی)؛ خو په بیا هم هغه تل ماته دا احساس راکړی چې د هغه لاسته راوړنه زما لاسته راوړنه ده."[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

مړینه

فریډمن د ۲۰۰۶ کال د نومبر په ۱۶مه په سان فرانسیسکو کې د ۹۴ کلونو په عمر د زړه د درېدو له کبله ومړ. د مړینې تر وخته هغه یو کاري اقتصادپوه و او لومړی لاس اقتصادي څېړنې یې کولې. د هغه وروستی کالم د هغه له مړینې یوه ورځ وروسته په وال سټریټ ژورنال کې خپور شو. له هغه څخه د نوموړي مېرمن روز فریډمن (چې د ۲۰۰۹ کال د اګست په ۱۸مه مړه شوه) او د دوی دوه ماشومان پاتې شول، چې یو یې ډیویډ ډي فریډمن دی او د "آزادۍ تنظیم" (The Machinery of Freedom) کتاب له کبله او دغه راز د شیکاګو پوهنتون له نظره د هغه د بې ساري انارکو-کپیټلیزم له کبله مشهور دی، او بله یې هم لور څارنواله او د قطعه بازۍ (Contract bridge) لوبغاړې جان مارټل ده.[۴۸][۴۹][۵۰]

سرچینې