هېروهېتو


سترواک شوا (زوکړه: ۱۹۰۱ د اپرېل ۲۹، مړينه: ۱۹۸۹ د جنوري ۷) چې په انګرېزي ژبو هېوادونو کې په عمومي ډول په خپل شخصي نوم هېروهېتو سره پېژندل کېږي، د جاپان ۱۲۴ سترواک و چې د ۱۹۲۶ زکال د ډسمبر له ۲۵ څخه يې تر خپلې مړينې پورې واکمني کوله. هېروهېتو او مېرمن يې سترواکې کوجن “Empress Kojun” دوه زامن او پينځه لوڼې درلودې، چې د هېروهېتو له مړينې څخه وروسته يې پينځم ماشوم او تر ټولو مشر زوی اکېهېتو “Akihito” ځايناستی شو. سترواک شوا په ۱۹۷۹ زکال کې د «سترواک» وړ نوم د لرلو له مخې د نړۍ يوازينی پاچا و. نوموړی تر ټولو اوږدمهاله واکمن جاپانی سترواک او د نړۍ له اوږدمهاله پاچاهانو څخه و.

هېروهېتو
(جاپانی: 昭和天皇 د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېروهېتو
هېروهېتو

د شخص معلومات
پيدايښت۲۹ اپرېل ۱۹۰۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه7 جنوري 1989 (88 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتجاپان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد1.65 متر   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلکپوځي ځواک
ډیپلوماټ
پاچا   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهد ياماتو ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)د ياماتو ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداريجاپان   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هېروهېتو
هېروهېتو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هېروهېتو د جاپان د سترواکۍ پراختيا، پوځي کولو او دويمې نړيوالې جګړه کې د ښکېلتيا پر مهال د ميجي اساسي قانون “Meiji Constitution” له مخې د دولت مشر و. جاپان په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ ز لسيزو کې په ټوله اسيا کې د هېروهېتو په نوم جګړه وکړه، چې د خدای په توګه يې درناوی کېده. د جاپان له غاړه ايښودلو څخه وروسته نوموړی د جنګي جرمونو له امله ځکه محاکمه نه شو، چې جنرال ډوګلاس ماک ارتر فکر وکړ، چې په ښکاره ډول يو همغږی سترواک به د سوله ييز متحد نيواک په رامنځته کولو او له متحده ايالتونو سره د له جګړې څخه د وروسته موخو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي. د جګړې پر مهال د هغه ونډه د بحث وړ ده. د ۱۹۴۶ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه يې د متحدينو تر فشار لاندې په رسمي ډول خپل الوهيت يا خدايي پرېښوده. د جاپان د ۱۹۴۷ زکال اساسي قانون سترواک د دولت د يوازې سمبول په توګه اعلان کړ، چې خپل دريځ د خلکو له ارادې څخه تر لاسه کوي، چې حاکميت په کې حاکم واک لري. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په جاپان کې واکمن سترواکان يوازې د «سترواک» په توګه پېژندل کېږي. هېروهېتو اوسمهال جاپان کې د هغه له مړينې څخه په وروسته نوم (شوا) يادېږي، چې د هغه دورې نوم دی، چې د نوموړي د واکمنۍ له دورې سره سمون لري.

د ژوند لومړي وختونه

هېروهېتو د ۱۹۰۱ زکال د اپرېل په ۲۹ نېټه د خپل نيکه سترواک ميجي د واکمنۍ پر مهال د توکيو په اوياما ماڼۍ نومي سيمه کې وزېږدې، چې د ۲۱ کلن شهزاده يوشيهيتو (راتلونکي سترواک تايشو) او ۱۷ کلنې شهزادګۍ ساداکو (راتلونکې سترواکې تيمي) مشر زوی و. نوموړی د سترواک ميجي او ياناګېهارا ناروکو لمسی و. د هغه د کوچنيوالي وړ نوم شهزاه مېچي و. [۱۶][۱۷]

هېروهېتو له خپلې زوکړې څخه لس اونۍ وروسته له شاهي ماڼي څخه وويستل شو او د کاوامورا سومېيوشي نومي مخور شخص تر څار لاندې راغی، چې نوموړی يې د خپل لمسي په څېر وپاله. د درې کلنۍ په عمر هېروهېتو او ورور يې ياشوهېتو بېرته د کاوامورا له مړينې څخه وروسته لومړی د شېزوکا په نومازو کې د سترواکۍ ماڼۍ او وروسته بېرته ايوما ماڼۍ ته ستانه شول. [۱۸]

نوموړي په ۱۹۰۸ زکال کې په ګاکوشوېن (“Peers School”) کې خپلې لومړنۍ زده کړې پيل کړې. [۱۹]

د شهزاده دوره

کله يې چې د ۱۹۱۲ زکال د جولای په ۳۰ نېټه نيکه مړ شو، پلار يې يوشېهېتو د تخت واګې په غاړه واخېستې. ورپسې هېروهېتو ښکاره وارث شو او په فوځ کې په رسمي ډول د دويم بريدمن او سمندري ځواک کې د ټيټ پوړي افسر په توګه وټاکل شو. نوموړی د کرېسانتيمم د حکم “Order of the Chrysanthemum” د سترې پټۍ [د عزت نښان] وياړ هم ورکول شوی و. هغه په ۱۹۱۴ زکال کې په فوځ کې د بريدمن او سمندري ځواک کې د له بريدمن څخه ټيټې رتبې ته پورته شو.

هېروهېتو د ۱۹۱۶ زکال د نومبر په ۲ نېټه په رسمي ډول د تاج شهزاده او څرګند وارث اعلان شوی و. د نوموړي د دې دريځ د تاييدولو لپاره د نومونې يا منصب ورکولو مراسمو ته اړتيا نه وه. [۲۰]

نوموړي له ۱۹۰۸ ز کال څخه تر ۱۹۱۴ز کال پورې د مخورو وګړو په ګاکسوشوېن نومي ښوونځي “Gaksushuin Peers’ School” او له ۱۹۱۴ څخه تر ۱۹۲۱ز کال پورې شهزاده لپاره په «Tōgū-gogakumonsho» نومي ځانګړي انسټيټيوټ کې ګډون وکړ. هېروهېتو په ۱۹۲۰ ز کال کې په فوځ کې د تورن او سمندري ځواک کې د ډګرمنۍ رتبې ته پرمختګ کړی و.

بهرنی سفر

د ۱۹۲۱ زکال د مارچ له ۳ څخه د سپټمبر تر ۳ نېټې پورې شهزاده له انګليستان، فرانسې، نيدرلېنډ، بلجيم، ايټاليې او واتيکان ښار څخه رسمي ليدنه وکړه. دا د شهزاده له لورې د لويديځې اروپا لومړنۍ کتنه وه. جاپان کې د پياوړي مخالفت سربېره دا سفر د دولتي چارو د پخوانيو جاپاني پوهانو له لکه ياماګاتا ارېتومو او سېونجي کېنموچي په هڅو سره درک شوی و.

د شهزاده هېروهېتو مړينه په پراخه کچه ورځپاڼو کې خپره شوې وه. د نوموړي د سفر په موخه د جاپان له کاټوري “Katori” نومې جنګي بېړۍ څخه ګټه واخېستل شوه او له يوکوهاما څخه ناها، هانګ کانګ، سينګاپور، کولمبو، سويس، قاهرې او ګېبرالتار ته وخوځېده. بېړۍ دوه مياشتې وروسته د می په ۹ نېټه پورتسموت “Porthsmouth” سيمې ورسېده او په همدې ورځ د برتانيې پلازمېنې لندن ته ورسېدل. په انګيستان کې يې د انګليس او جاپان تر منځ د اتحاد د ملګري په توګه هر کلی وشو او د هېواد له پاچا پينځم جورج او لومړي وزير ډيويډ لويد جورج سره يې وکتل. په همدې ماښام ورته په بوکېنګم ماڼۍ “Buckingham Palace” کې مېلمستيا او له پينځم جورج او د کوناوټ له شهزاده ارتر “Prince Arthur of Connaught” سره ليدنه برابره شوې وه. پينځم جورج وويل، چې نوموړي له هېروتو سره د هغه د پلار په څېر چلند وکړ، چې په يو نا اشنا بهرني هېواد کې عصبي و او دې کار د هغه خفګان کم کړ. په بله ورځ يې وېنډسور کلا “Windsor Castle” کې له شهزاد ايډوارډ (راتلونکي اتم ايډوارډ) سره وکتل او له دې څخه وروسته ورته هره ورځ يوه مېلمستيا برابرېدله. نوموړي په لندن کې له برتانوي موزيم، د لندن له برج، د انګلېستان له بانک، د لويد د سمندري بيمې، اکسفورد پوهنتون، فوځي پوهنتون او د سمندري جګړې له پوهنځي څخه ليدنه وکړه. نوموړی نوې اکسفورډ او ډهلي نومي نندارځايونو څخه هم خوند واخېست. هېروهېتو په کمبرېج پوهنتون کې د برتانيې د شاهي کورنۍ او د خلکو تر منځ د اړيکې په اړه د پروفيسور تانير وينا واورېده او د دوکتورا افتخاري سند ورکړل شو. نوموړي له ۱۹ څخه تر ۲۰ پېړۍ پورې ايدنبرګ او سکاتلېنډ وليدل او د ايدنبرګ پوهنتون کې د حقوقو اقتخاري دوکتورا هم ورکړل شوې وه. هغه د درې ورځو لپاره د اتول د اتم ديوکي مشر جان سټيوارټ مورای په استوګنځي کې پاتې شو. له نوموړي سره د پاتې کېدنې پر مهال د شهزاده په اړه دا وينا رانکل کېږي، چې «که چېرې د ديوک اتول په څېر ساده ژوند وکړئ، نو بلشويکان به هيڅکله راپورته نه شي». [۲۱][۲۲]

نوموړي په ايټاليا کې له پاچا درېيم وېټوريو ايمانويل او نورو سره وکتل، بېلابېلو هېوادونو کې يې رسمي مېلمستياوو کې ګډون وکړ او د لومړۍ نړيوالې جګړې د خونړي ډګر په څېر ځايونو څخه يې ليدنه وکړه.

د پاچا نيابت

جاپان ته له بېرته راستنېدلو څخه وروسته، هېروهېتو د ۱۹۲۱ ز کال د نومبر په ۲۵ د خپل ناروغ پلار پر ځای د جاپان نايب پاچا شو، چې په رواني ناروغۍ اخته و. نوموړی په ۱۹۲۳ زکال په فوځ کې د ډګرمنۍ او سمندري ځواک کې د قوماندان رتبې ته او په ۱۹۲۵ زکال کې فوځ کې د ډګروالۍ او سمندري ځواک کې د کپتانۍ رتبې ته پورته شو. [۲۳][۲۴]

د هېروهېتو د نيابت پر مهال ډېرې مهمې پېښې رامنځته شوې:

د ټاپو ملکيتونو په اړه د څلور قدرتونو په تړون “Four-Power Treaty” کې چې د ۱۹۲۱ز کال د ډسمبر په ۱۳ نېټه لاسليک شوی و، جاپان، متحده ايالتونو، بريتانيې او فرانسې هوکړه وکړه، چې په ارام سمندر کې به د ملکې دريځ په رسميت پېژني. جاپان او برتانيې د انګليس او جاپان تر منځ اتحاد د پای ته رسولو هوکړه وکړه. د واشنګټن د سمندري ځواک تړون “Washington Naval Treaty” چې د جګړې ګڼې يې محدودولې، د ۱۹۲۲ زکال د فبروري په ۶ نېټه لاسليک شوی و. جاپان د ۱۹۲۲ ز کال د اګسټ په ۲۸ نېټه د سايبريا له لاسوهنې “Siberian Intervention” څخه خپل سرتېري بېرته ووېستل. د سترې کانټو “Great Kanto” زلزلې د ۱۹۲۳ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه توکيو ويجاړه کړه. د ۱۹۲۳ زکال د ډسمبر په ۲۷ ډايسيوک نامبا “Daisuke Namba” په ټورانومون “Toranomon” نومې پېښه کې د هېروهېتو د وژلو بې پايلې هڅه وکړه. نوموړي د پوښتنو پر مهال د کمونيست اوسېدلو ادعا وکړه او اعدام شو، مګر ځينو [پوهانو] وړانديز کړی دی، چې نوموړی په فوځ کې د ناګاچو له ډلې سره په اړيکه کې و.

سرچينې