ګالیله‌يي سپوږمۍ

ګالیله‌يي سپوږمۍ یا ګالیله‌يي سپوږمکۍ د مشتري څلور لویې سپوږمۍ دي چې «ایو»، «اروپا»، «ګانیمډ» او «کالیسټو» نومېږي. دغه سپوږمۍ د لومړي ځل لپاره د ۱۶۰۹ کال په ډسمبر میاشت کې او یا هم د ۱۶۱۰ کال په جنورۍ میاشت کې د ګالیلیو ګالیله له‌خوا ولیدل شوې او د ۱۶۱۰ کال په مارچ میاشت کې د همده له‌خوا د مشتري د سپوږمکیو په توګه وپېژندل شوې. دا لومړني هغه اجرام وو چې تر ځمکې پرته د بلې سیارې پر شاوخوا څرخېدل.[۱][۲]

دغه سپوږمۍ په لمریزه منظومه کې له لمر او اتو سیارو پرته تر ټولو لوی اجرام دي او شعاع یې د هرې کوچنۍ سیارې تر شعاع زیاته ده. ګانیمډ د لمریزې منظومې تر ټولو لویه سپوږمۍ ده او حتا تر عطارد سیارې هم لویه ده، که څه هم چې حجم یې نیمايي دی. درې داخلي سپوږمۍ – ایو، اروپا او ګانیمډ – له یو بل سره په ۱:۲:۴ مداري روزونانس کې واقع دي. که څه هم ټولې ګالیله‌يي سپوږمۍ ګردې یا کروي دي، خو د مشتري نورې کوچنۍ سپوږمۍ ګانې د کمزورې جاذبې له امله نامنظمې بڼې لري.

ګالیله‌يي سپوږمۍ په ۱۶۰۹ یا ۱۶۱۰ کال کې ولیدل شوې. دا هغه مهال و چې ګالیله په خپل تلسکوپ کې ځینې داسې پرمختګونه رامنځته کړل چې له ده سره یې مرسته وکړه تر څو اسماني اجرام په لا څرګند ډول وویني. د ګالیله مشاهداتو د ستور پوهانو لپاره د تلسکوپ اهمیت په فضا کې د داسې اجسامو په لیدلو سره وښود چې په عادي سترګو د لیدلو وړ نه وو. د داسې اسماني اجرامو کشف چې له ځمکې پرته د بل څه پر شاوخوا څرخېږي، هغه نړیوال بطلمیوسي سیستم ته کلکه ضربه ورکړه چې هغه مهال منل شوی و او دا د جیومرکزیت هغه نظریه وه چې ګواکي هر څه د ځمکې پر شاوخوا څرخېږي.[۳]

ګالیله په لومړیو کې خپل کشف ته د (Cosmica Sidera) یعنې «کوزیمو ستور» نوم ورکړ، خو هغه نومونه چې بالاخره نهايي شول هغه «سیمون ماریوس» انتخاب کړل. ماریوس له ګالیله سره په کابو هم‌مهاله ډول د ۱۶۱۰ کال د جنورۍ میاشتې په ۸مه نېټه سپوږمۍ ګانې په مستقل ډول کشف کړې او د دغو سپوږمیو اوسني نومونه یې د «زیوس» له پلویانو څخه اخیستي وو چې «یوهانس کپلر» په خپل کتاب (Mundus Jovialis) کې راوړي وو او دا کتاب په ۱۶۱۴ کال کې خپور شو.[۴]

د ګالیله څلور سپوږمۍ په ۱۸۹۲ کال کې د «امالټیا» تر کشف پورې د مشتري یوازنۍ پېژندل شوې سپوږمۍ ګانې وې.[۵]

تاریخچه

کشف

د هغو پرمختګونو په پایله کې چې ګالیلیو ګالیله په تلسکوپ کې وکړل، ویې کولای شول اسماني اجرام د 20× لویوالي په وړتیا سره تر هغه ډېر څرګند وویني چې پخوا وو. دغه کار له ګالیله سره مرسته وکړه چې د ۱۶۰۹ کال په ډسمبر یا هم د ۱۶۱۰ کال په جنورۍ میاشت کې ګالیله‌يي سپوږمي ګانې وویني.[۶][۷][۸]

د ۱۶۱۰ کال د جنورۍ میاشتې په ۷مه نېټه ګالیله یو لیک ولیکه چې د مشتري د سپوږمیو لومړنۍ یادونه په کې شوې وه. هغه مهال ده یوازې درې سپوږمۍ ولیدلې او په دې باور و چې دا مشتري ته نږدې ثابت ستوري دي. ده د ۱۶۱۰ کال د جنورۍ میاشتې له ۸مې نېټې څخه د مارچ میاشتې تر ۲یمې نېټې پورې د دغو اسماني مدارونو کتنې ته دوام ورکړ. په دغو مشاهداتو کې یې څلورم جسم کشف کړ او دا یې هم ولیدل چې دا څلور ثابت ستوري نه دي، بلکې د مشتري پر شاوخوا د څرخېدو په حال کې دي.

د ګالیله کشف د تلسکوپ اهمیت ستور پوهانو ته د یوې داسې وسیلې په توګه ثابت کړ چې ویې ښوده په فضا کې داسې اجرام شته چې باید کشف شي او دا اجرام تر هغه مهال پورې په عادي سترګو د لیدلو وړ نه وو. تر دې مهمه خبره د داسې اجرامو کشف و چې تر ځمکې پرته د یوه بل شي پر شاوخوا څرخېدل. دغه کشف هغه بطلمیوسي نړیوال سیستم ته کلکه ضربه ورکړه چې هغه مهال منل شوی و. په دې سیستم کې باور دا و چې ځمکه د نړۍ په مرکز کې ده او نور ټول اسماني اجرام یې پر شاوخوا څرخېږي. ګالیله د ۱۶۱۰ کال د مارچ په ۱۳مه نېټه (Sidereus Nuncius) کتاب خپور کړ چې د تلسکوپ له لارې یې د اسماني کتنو څرګندونې په کې کړې وې. په دې کتاب کې یې د کوپرنیک د «هلیوسنټرېزم» یا مرکزیت نظریې ته کومه څرګنده اشاره نه وه کړې، دا هغه نظریه وه چې لمر یې د نړۍ په مرکز کې واقع باله. ګالیله د کوپرنیک د مرکزیت دغه نظریه ومنله.[۸]

د ستور پوهنې یوه چینایي تاریخ‌لیکوال «شي ززونګ» ادعا کړې ده چې هغه «سوربخن کوچنی ستوری» چې تر میلاد مخکې په ۳۶۴ کال کې د چینايي ستور پېژندونکي «ګان ډي» له‌خوا مشتري ته نږدې لیدل شوی و، احتمالاً «ګانیمډ» و. که دا خبره سمه وي، ښايي د ګالیله تر کشف دوه زره کاله وړاندې وي.[۸][۹][۱۰]

د «سیمون ماریوس» مشاهدات د کتنو یوه بله ډېره مشهوره بېلګه ده چې ده یې په ۱۶۰۹ کال کې د کتنې راپورونه ورکړل. دا چې ښاغلي ماریوس خپلې موندنې تر ګالیله مخکې خپرې نه کړې، د سوابقو په اړه یې بې باوري موجوده ده.[۱۱]

د جغرافیايي اوږدوالي ټاکنه

ګالیله وکولای شول چې د ګالیه‌يي سپوږمیو د مداري زمان‌بندۍ له مخې د جغرافیايي طول یا اوږدوالي ټاکنه رامنځته کړي. د سپوږمیو د کسوف وختونه تر پخوا دقیق محاسبه کولی شو او پر وچه یا پر کښتۍ یې له ځايي مشاهداتو سره پرتله کولی شو تر څو ځايي وخت او جغرافيايي اوږدوالی مشخص شي. د دغه تخنیک لویه ستونزه دا وه چې د خوځنده بېړۍ پر مخ د تلسکوپ له لارې د ګالیله‌يي سپوږمیو کتنه سخته وه، ګالیله هڅه وکړه چې دا ستونزه د «سلاتون» په مرسته حل کړي. دا طریقه د «جوواني ډومنیکو کاسیني» او «جین پیکارډ» له‌خوا د فرانسې د نقشې د بیا کښنې لپاره وکارول شوه.[۱۲]

غړي

ایو

ایو (Jupiter I) د څلورو ګالیله‌يي سپوږمیو په ډله کې تر ټولو دننه سپوږمۍ ده. دا سپوږمۍ ۳۶۴۲ کیلومتره قطر لري چې د لمریزې منظومې څلورمه لویه سپوږمۍ کېږي او د ځمکې تر سپوږمۍ لږ څه لویه ده. دغه نوم له «ایو» څخه اخیستل شوی دی چې ایو د «زیوس» له عاشقانو څخه و. د شلمې پېړۍ تر منځنیو کلونو پورې دغه سپوږمۍ (Jupiter I) یا «د مشتري لومړۍ سپوږمۍ» بلل کېده.[۱۳]

ایو څه باندې ۴۰۰ فعال اتشفشانونه لري چې له جیولوژيکي پلوه په لمریزه منظومه کې تر ټولو فعال جسم دی. سطحه یې په څه باندې ۱۰۰ غرونو ډکه شوې ده چې ځینې یې د ځمکې د «اورېست» تر څوکې هم لوړ دي. د لمریزې منظومې د اکثرو بیرونیو سپوږمکیو پر خلاف (چې د کنګل ډبل پوښ لري)، ایو تر ډېره له سیلیکاټ ډبرې څخه جوړه شوې ده چې یوه ویلې اوسپنه یا د اوسپنې د سولفېډ هسته یې چاپېره کړې ده.[۱۴][۱۵][۱۶]

اروپا

اروپا (Jupiter II) د ګالیله د څلورو سپوږمیو په ډله کې دویمه سپوږمۍ ده، مشتري ته دویمه تر ټولو نږدې سپوږمۍ هم ده او تر ټولو کوچنۍ هم ده چې ۳۱۲۱.۶ کیلومتره قطر لري چې د ځمکې تر سپوږمۍ څه ناڅه کوچنۍ ده. دا نوم د اروپا په نامه اسطورې له یوې اشرافي فنیقي ښځې څخه اخیستل شوی دی چې له زیوس سره یې مینه لرله او د «کرټ» ملکه شوه، که څه هم دغه نوم د شلمې پېړۍ تر منځنیو کلونو پورې ډېر ونه کارول شو.[۱۷]

دا سپوږمۍ رڼه او روښانه سطحه لري. د اوبو یوه لایه لري چې د سیارې پوښ یې احاطه کړی دی او فکر کېږي چې ۱۰۰ کیلومتره ډبلوالی لري. په رڼه سطحه کې د کنګل یوه لایه شاملېږي، خو تیورۍ ښيي چې د کنګل تل به مایع اوبه وي. د ظاهري ځوان‌والي او د سطحې د روڼ‌والي له امله یې دا فرضیه رامنځته شوې ده چې ترې لاندې د اوبو یو سمندر دی چې ښايي د ځمک‌باندې ژوند د ځای په توګه عمل وکړي. له مد او جزري کږلون څخه ترلاسه کېدونکې انرژي ډاډمنوي چې سمندر مایع پاتې کېږي او جیولوژيکي فعالیتونه پر مخ بیايي. ښايي د اروپا تر کنګل لاندې په سمندر کې ژوند موجود وي. تر دې مهاله په دې سپوږمۍ یعنې اروپا کې د ژوند د شتون په اړه هېڅ ډول سند نه‌شته، خو د مایع اوبو احتمالي شتون دغه ځای ته د یوې څېړونکې وسیلې د لېږلو خبرې را پورته کړې دي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ګانیمډ

ګانیمډ (Jupiter III) درېیمه ګالیله‌يي سپوږمۍ ده او نوم یې له اساطیري ګانیمډ څخه اخیستل شوی چې د زیوس له دوستانو څخه و. ګانیمډ د لمریزې منظومې تر ټولو لویه طبیعي سپوږمکۍ ده چې ۵۲۶۲.۴ کیلومتره قطر لري او په دې توګه تر عطارد لویېږي – که څه هم نیم حجم یې دی، ځکه چې ګانیمډ یوه کنګلیزه نړۍ ده. دا په لمریزه منظومه کې یوازنۍ سپوږمکۍ ده چې مګنټوسفیر لري او احتمالاً د مایع اوسپنې په هسته کې د ځای پر ځای کېدو له لارې رامنځته شوی دی.[۲۴][۲۵][۲۶]

کالیسټو

کالیسټو (Jupiter IV) د ګالیله څلورمه او وروستۍ سپوږمۍ ده چې د څلورو سپوږمیو په ډله کې دویمه تر ټولو لویه سپوږمۍ کېږي، قطر یې ۴۸۲۰.۶ کیلومتره دی چې د لمریزې منظومې درېیمه لویه سپوږمۍ ده او تر عطارد لږ څه کوچنۍ ده. [۲۷][۲۸]

سرچينې