ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس

ګوټفرېډ وېلهلم (فون) لایبنېتس (Gottfried Wilhelm (von) Leibniz)، چې د ۱۶۴۶م د جولای د لومړۍ او ۱۷۱۶م د نومبر تر ۱۴مې نېټې یې ژوند کړی، یو جرمنی عالم و چې یو ریاضي‌پوه، فیلسوف، ساینس‌پوه او ډیپلومات پاتې شوی دی. نوموړی هم د فلسفې په تاریخ کې او هم د ریاضیاتو په تاریخ کې یو مخکښ شخصیت بلل کېږي. هغه د فلسفې، الهیاتو، اخلاقو، سیاست، قانون، تاریخ او فیلولوژي یا تاریخي ژب‌پوهنې په اړه اثار لیکلي. لایبنېتس همدا راز د فزیک او ټیکنالوژۍ په برخه کې هم مهم کارونه کړي دي، او داسې مفکورې او تصورات یې پېش‌بیني او اټکل کړي، چې ډېر وروسته بیا د احتمالاتو په تیورۍ، بیولوژي، طب، جیولوجي، ارواپوهنې، ژبپوهنې، او کمپیوټر ساینس کې راڅرګند شول. هغه د کتابتون علم (library science) د ډګر په غوړېدنه کې هم ونډه لرلې: کله چې نوموړي د ولفینبوټل (Wolfenbüttel) کتابتون د څارونکي په توګه دنده ترسره کوله، د لیست جوړولو یا فهرست کولو (cataloging) یو داسې سیستم یې رامنځته کړ چې د اروپا د ډېری سترو کتابتونونو لپاره یې د لارښود په توګه کار کولی شو. د دغو موضوعاتو په دې پراخه لړۍ کې د لایبنېتس لیکنې په بېلابېلو علمي ژورنالونو یا مجلو، په لسګونه زره ليکونو، او په ناچاپ شويو نسخو کې خپرې شوې دي. نوموړي په څو ژبو کې لیکل کړي، عمدتا په لاتیني، فرانسوي او جرمني ژبو، مګر په انګلیسي، ایټالوي او هالنډي ژبو یې هم لیکل کړي دي.[۴۶][۴۷]

ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس

د شخص معلومات
پيدايښت۱ جولای ۱۶۴۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه14 نومبر 1716 (70 کاله)[۱۵][۱۶][۱][۱۷][۲][۳][۵][۷][۸][۱۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هانوفر [۲۰][۱۴][۲۱][۲۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره
تابعیت
رکن
پلار
مور
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسناد
ڈاکٹری مشیر
استاد
ڈاکٹری شاگرد
نامتو زده کونکي
کار/مسلک
مورنۍ ژبهآلماني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه
کار ورکوونکی
ځانګړي کړنې
مؤثر
تحریکسولپالنه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

که څه هم ایله په ۲۰مه پېړۍ کې د لایبنېتس د تداوم قانون (law of continuity) او د تجانس د غیرجبري‌والي قانون (transcendental law of homogeneity) د غیر معیاري تحلیل د وسیلو په مرسته یوه ثابت ریاضیکي فورمول ته واوښت. نوموړی همدا راز د میخانیکي حساب ماشینونو په برخه کې هم مخکښ و. د پاسکال حساب ماشین ته د اتوماتیک ضرب او وېش په ورزیاتولو د کار ترڅنګ، هغه لومړنی کس و چې په ۱۶۸۵م کال کې یې د سنجاقي څرخ حساب ماشین (pinwheel calculator) تشریح کړ او د لایبنېتس څرخ یې اختراع کړ، چې په اریتمومیټر (arithmometer) حساب ماشین کې کارېږي، کوم چې لومړنی ګڼ-تولیدي میخانیکي حساب ماشین بلل کېږي. هغه د دوه‌ګونو اعدادو سیستم (binary number system) هم اصلاح کړ، چې تقریبا د ټولو ډیجیټل (بریښنايي، جامد حالت، جلا منطق) کمپیوټرونو بنسټ جوړوي او په ځانګړې توګه وون نیومن معماري (Von Neumann architecture) پکې راځي چې د معیاري ډیزاین الګو یا "د کمپیوټر معماري" ورته ویل کېږي او د ۲۰مې پیړۍ له دویمې نیمایي څخه تر ۲۱مې پېړۍ پورې تعقیب شوې ده. په دې توګه لایبنېتس د "کمپیوټر ساینس بنسټګر" بلل شوی دی.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

د یوه فیلسوف په توګه، هغه د ۱۷مې پېړۍ د عقلیت یا عقل‌پالنې او ایډیالېزم یو له سترو استازو شمېرل کېږي. د یوه ریاضي‌پوه په توګه، د هغه لویه لاسته راوړنه د اسحاق نیوټن له هم‌دوره پرمختګونو څخه په خپلواکه توګه د ډیفرنشیل او انټګرال د محاسبو د اصلي نظرونو پراختیا وه. د ریاضي په اثارو کې په پرله پسې ډول د محاسبې د معمول بیان په توګه د لایبنېتس نښان اېښودنه (Leibniz's notation) خوښه شوې ده.

په فلسفه او الهیاتو کې بیا لایبنېتس د هغه د خوشبینۍ له کبله خورا مشهور دی، د بېلګې په توګه هغه دې پایلې ته رسېدلی چې زموږ نړۍ، په یوه مناسب مفهوم کې، ترټولو غوره ممکنه نړۍ ده چې خدای (ج) رامنځته کولی شوای، هغه نظر چې د نورو مفکرینو لخوا نیوکې پرې شوې دي، لکه والټیر یې چې په خپل کاندید (Candide) نومي طنزي اثر کې یادونه کړې. لایبنېتس د "رنه دیکارت" او "باروچ سپینوزا" ترڅنګ یو له دریو سترو لومړنیو عصري عقل‌پالو پوهانو څخه شمېرل کېږي. د هغه فلسفه د ښوونیزې فلسفې له عناصرو سره هم سر خوري، په ځانګړې توګه دا انګېرنه چې د لومړنیو اصولو یا پخوانیو تعریفونو له مخې د استدلال په وسیله د واقعیت په اړه څه نا څه بنسټیزه پوهه ترلاسه کېدای شي. هغه په خپلو اثارو کې د عصري منطق اټکل او وړاندوینه کړې وه او لا یې هم معاصره تحلیلي فلسفه تر اغېزې لاندې ده، د بېلګې په توګه د وجهي مفاهیمو (modal notions) د تعریفولو لپاره د "ممکنه نړۍ" د اصطلاح کارول.

ژوندلیک

د ژوند لومړي پړاوونه

ګوټفرېډ لایبنېتس د ۱۶۴۶م کال د جولای پر لومړۍ نېټه، د دېرش کلنې جګړې په وروستیو کې، د جرمني د ساکسوني ایالت په لایپزیګ ښار کې، د فریدریک لایبنېتس او کترینا شمک په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. فریدریک په خپله کورنۍ مجله کې لیکلي:

د یکشنبې په ورځ د ۱۶۴۶م کال د جون پر ۲۱مه (په نوي تاریخي سټایل د جولای لومړۍ) زما زوی ګوټفرېډ لایبنېتس د سلواغې (Aquarius) په میاشت کې د ماښام په پاو کم اوو بجو نړۍ ته سترګې وغړولې.

لایبنېتس ته د همدغه کال د جولای په ۳مه د لایپزیګ ښار په سینټ نیکولاس کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. د هغه نیکه د لوتراني الهیاتو پوه "مارتین ګییر" و. دی شپږ کلن و چې پلار یې مړ شو او له هغه وروسته لایبنېتس د خپلې مور له خوا لوی شو. [۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]

د ۱۶۶۱م کال په اپرېل کې د ۱۴ کلنۍ په عمر د خپل پلار په پخواني پوهنتون کې شامل شو، او د ۱۶۶۱م کال په ډسمبر کې یې په فلسفه کې د لیسانس سند بشپړ کړ. هغه د فردیت د اصل په اړه د مېتافزیکي شخړې اړوند خپل بحث دفاع کړ، چې د ۱۶۶۳م کال د جون په ۹مه یې د تفرد یا انفراديت اصل ته لاره هواره کړه. نوموړي د ۱۶۶۴م کال د فبرورۍ پر ۷مه په فلسفه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. هغه د ۱۶۶۴م کال په ډسمبر کې "د حق په اړه د فلسفي پوښتنو د ټولګې یوه هڅه" تر نوم لاندې خپل تیزېس دفاع او خپور کړ، چې پکې یې د فلسفې او قانون ترمنځ د نظري او تدریسي یا پیداګوژیکي اړیکو په اړه بحث کړی و. تر یو کال حقوقي زده کړو وروسته، هغه د ۱۶۶۵م کال د سپټمبر پر ۲۸مه د حقوقو په برخه کې هم د لیسانس سند ترلاسه کړ. په دې برخه کې د هغه د فراغت د رسالې عنوان (د شرایطو په اړه) و. [۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

مړینه

لایبنېتس په ۱۷۱۶ کال کې په هانوفر ښار کې مړ شو. هغه مهال نوموړی دومره له پامه غورځېدلی و چې نه لومړي جورج (چې هغه مهال هانوفر ته نږدې و) او نه هم د هغه له شخصي سکرتر پرته کوم بل درباري د هغه په جنازه کې ګډون کړی و. که څه هم لایبنېتس د شاهي ټولنې او د برلین د علومو اکاډمۍ دایمي یا مادام العمر غړی و، خو بیا هم یوه دغه سازمان هم مناسبه ونه ګڼله چې د هغه د مړینې د درناوي نمانځنه وکړي. د هغه قبر هم له ۵۰ کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره هېڅ کوم نښان نه درلود. که څه هم هغه په ​​پاریس کې د فرانسې د علومو له اکاډمۍ وړاندې چې هغه یې په ۱۷۰۰م کال کې د بهرني غړي په توګه ومانه، د فونټینیل (Fontenelle) لخوا ستایل شوی و. دغه ستاینلیک د دوچیس اورلینز په امر، چې د الیکټریس سوفیا خورځه وه، جوړ شوی و.

فیلسوف

د لایبنېتس فلسفي فکر وېشلی ښکاري، ځکه د هغه فلسفي لیکنې ډېری لنډې مقالې دي: د مجلو مقالې، هغه لاسلیکنې یا نسخې چې د هغه له مړینې وروسته خپرې شوې، او همدا راز ګڼو لیکوالانو ته د هغه لیکونه. هغه یوازې دوې د کتاب په اندازه فلسفي رسالې لیکلې دي، چې یوازې تیوډیسي (Théodicée) یې په ۱۷۱۰م کال کې د هغه په ​​​​ژوند کې خپره شوې وه.

لایبنېتس د یوه فیلسوف په توګه خپل پیل د مېتافزیک په اړه پر خپل بحث سره وکړ، کوم چې هغه په ​​​​۱۶۸۶م کال کې د نیکولاس مالیبرنچ او انټوین ارنولډ ترمنځ د روانې شخړې په اړه د یوې تبصرې په توګه ولیکه. دغه بحث له ارنولډ سره د پراخو او ارزښتناکو لیکنو لامل هم شو؛ خو همدا او هغه بحث تر ۱۹مې پېړۍ پورې خپور نه شو. په ۱۶۹۵م کال کې لایبنېتس په اروپايي فلسفه کې د "طبیعت نوی نظام او د موادو اړیکه" تر سرلیک لاندې د یوې مقالې په خپرولو سره برخه واخیسته. د ۱۶۹۵م او ۱۷۰۵ کلونو ترمنځ، هغه د انسان د پوهاوي یا درک په اړه خپله نوې مقاله ولیکله، چې د جان لاک د ۱۶۹۰م کال د انسان د پوهاوي په اړه د یوې مقالې اړوند اوږده تبصره وه، خو په ۱۷۰۴م کال کې د لاک له مړینې څخه له خبرېدو سره یې د هغې د خپرولو لیوالتیا هم له لاسه ورکړه، له دې امله دا مقالې تر ۱۷۶۵م کال پورې خپرې نه شوې. مونادولوژي (Monadologie) اثر یې چې په ۱۷۱۴م کال کې لیکل شوی او له مړینې وروسته یې خپور شوی، ۹۰ قصیدې لري.[۶۲][۶۳]

سرچینې