ګيسولين

ګيسولين يا پيټرول يو راڼه، له پيټروليمو څخه تر لاسه شوي اور اخيستونکي مايع دی، کوم چې په تر ډېره بريده په سپرغۍ چالانېدونکو داخلي سوځونکو ډېرو ماشینونو (چې د پيټرولو د ماشين په نوم هم پېژندل کېږي) کې د سون توکو په توګه کارول کېږي. دا عموماً له عضوي اجزاوو څخه جوړ وي چې د پتروليمو د جزيي تقطير څخه تر لاسه شوی وي او په ځينو زياتو شويو انواعو سره پیاوړی شوي وي. په منځنۍ کچه، د متحده ايالاتو تصفيه کونکې کارخونې له يو بيرل خامو تيلو څخه نږدې له نولس څخه تر شل ګيلنه ګيسولين تولیدوي؛ همدا راز له يوولس څخه تر ديارلس ګيلنو پورې تصفيه شوي سون توکي توليدوي چې ډېره برخه يې د ډيزلو د سون توکو په توګه پلورل کېږي او له درې څخه تر څلورو ګيلنو پورې جيټ سون توکي توليدوي. د توليد تناسب د تيلو په يوه تصفيه خونه کې د تصفيې تر پروسې او د خامو تيلو په پاکېدو پورې اړه لري. د تيلو بيرل د متحده ايالاتو دوه څلوېښت ګيلنه لري، کوم چې شا اوخوا ۱۵۹ ليتره يا پنځه دېرش امپيريل ګيلنه کېږي.[۱]

د ډېر ژر اور اخيستلو په وړاندې د مقاومت لپاره د يو ځانګړي ګيسولين خصوصيات (کوم چې د يو بل سره د لګېدو لامل ګرځې او په متقابلو ماشينونو کې اغېزمنتيا کموي) د هغې په «اکټين» سره اندازه کېږي، کوم چې په بېلا بېلو درجو کې توليد کېدای شي. «ټيټرايتايل» سرپ او نورو سرپو مرکبات، کوم چې يو و خت په زياته کچه د «اکټين» د اندازه بندۍ د زياتولو لپاره کارېدل، اوس له هوايي چلند، په سرک د چلېدونکو وسايلو څخه بهر او د موترو د سياليو د کارونو څخه پرته نور نه کارول کېږي. د کيمياوي ثبات او د فعاليت د ځانګړتياوو د ښه کولو، د خرابيدو د مديريت او د سون توکو سيستم ته د پاکوالي ورکولو لپاره ډېر ځله په پيټرولو کې نور کيمياوي توکي هم اضافه کولای شي. شونې ده چې ګيسولين د اکسيجن لرونکي کيمياوي موادو لرونکي وي، لکه ايتانول، MTBE يا ETBE تر څو د هغې سوځول ښه شي.[۲][۳]

شونې ده چې ګيسولين په چاپېريال کې داخل شي (ناسوځېدلي)، د مايع او بخار په بڼه، د توليد، نقل او حمل او لېږد پر مهال د څڅېدو او سمبالښت څخه (لکه د زېرمه کونکو ټانکرونو څخه، د تلېدو پر مهال او داسې نور). د دا ډول څڅېدو د مديريت د هڅو د يوې بېلګې په توګه، تر ځمکې لاندې ډېرو زېرمه کوونکو ټانکرونو ته د داسې اقداماتو اړتیا وي چې دا ډول څڅېدل معلوم او مخنيوی يې وکړي. په ګيسولين کې معلوم د سرطان زېږونکي مواد شته. د يو ليتر (۰.۲۶ امريکايي ګيلن) ګيسولين سوځول شا اوخوا ۲.۳ کيلوګرامه (۵.۱ پاونډه) CO2 خارجوي (کاربن ډای اکسايډ)، دا د شنې خونې ګاز دی چې د انسان په سبب د اقليم په بدلون کې ونډه لري.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

ارپوهنه

ګيسولين يو امریکایي ټکی دی چې د موترو لپاره د سون توکو ښودنه کوي. د دې اصطلاح په اړه باور کېږي چې د سوداګريزې نښې «Cazeline» يا «Gazeline» څخه په اغېز جوړ شوی، کوم نوم چې د برتانوي خپرونکي، د کافي سوداګر او ټولنيز فعال «جان کيسل» له نوم څخه اخيستل شوی دی. د ۱۸۶۲ز کال د نومبر په اوه وېشتمه نېټه، کيسل د «ټايمز اف لندن» په نشريه کې يو اعلان ورکړ:

د کازيلين تيلو نښه، خوندي، اقتصادي او په زړه پورې [...] ټولې هغه اړتياوې لري، کومې چې د پياوړې مصنوعي رڼا د وسيلې په توګه د اوږدې مودې څخه مطلوبې دي.[۱۰]

د ا د دې ټکي تر ټولو لومړی موندل شوی استعمال دی. «کيسل» خبر شو چې په «ډبلين» کې د «سيمويل بايډ» په نوم يو دوکاندار جعلي کيزلين پلورل، نو هغه ته يې لیک واستاوه او له هغه يې وغوښتل چې خپل کار بند کړي. «بايډ» هغه ته ځواب ونه وايه او يواځې د دې ټکي د (C)  توری يې په (G) بدل کړ، په دې ډول يې نوی ټکی يعنې «gazeline» جوړ کړ. د انګريزۍ اکسفرډ قاموس د خپل لومړي ثبت شوي استعمال تاريخ ۱۸۶۳ز کال ښودلی، کله چې دا ټکی د «gasolene» په توګه ليکل کېدو. د «gasoline» اصطلاح په لومړي ځل په شمالي امريکا کې په ۱۸۶۴ز کال کې وکارول شوه.[۱۱][۱۲]

په ډېرو ټولګټو هېوادونو کې (له کاناډا پرته)، دې توليداتو ته د ګيسولين پر ځای پيټرول وايي. د پيټروليم ټکی چې په اصل کې د کاني تيلو د بېلا بېلو ډولونو لپاره استعمالېږي او لفظي معنا يې «راک ايل» (خام تيل) ده، د منځنيو پېړيو د لاتيني ژبې له پيټروليم ټکي څخه اخيستل شوی دی (petra ډبره او oleum تيل). پيټرول شا اوخوا ۱۸۷۰ز کال کې د يو محصول د نوم په توګه استعمالېدونکی ټکی و، دا د برتانوي عمده فروش «کارليس، کاپيل» او «ليونارډ» له خوا د پلورل کېدونکو تصفيه شويو کاني تيلو د تولیداتو د نوم په توګه کارول شوی دی، کوم چې دا د مايع په توګه بازار ته وړاندې کړی و. کله چې دې محصولاتو وروسته د موټرو د سون توکو په توګه نوی استعمال وموند، د «ګوټليب ډيملر» يو ملګري «فريډري سمنز» د «کارليس» څښتن «جان ليونارډ» ته مشوره وکړه چې د پټرول په نوم د سوداګرۍ نښه ثبت کړي، خو تر هغه وخته دا ټکی له پخوا څخه په عام ډول استعمالېدو، شونې ده چې د فرانسوي ټکي « pétrole» څخه اخيستل شوی وي او ثبت ته یې اجازه ورنه کړل شوه، ځکه چې دې ټکي عامه معنا درلوده؛ کارليس اوس هم د دې محصول د نوم په توګه د پيټرول د ا ستعمال څخه د دفاع وړتيا درلوده، ځکه هغه دا محصول په همدې نوم د څو کلونو لپاره پلورلی و. «کارليس» د دې محصول لپاره يو شمېر نور بديل نومونه ثبت کړل، خو پيټرول له دې سره سره په برتانوي ټولګټو هېوادونو کې د سون توکو لپاره يوه عامه اصطلاح ګرځېدلې وه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په اصل کې برتانوي تصفیه کونکو د «موټر سپريټ» (خوځښتي روح) نوم د موټرو د سون توکو لپاره د عام نوم په توګه او د هوايي چلند  د ګيسولين لپاره د «ايوشيشين سپريټ» اصطلاحات کارول. کله چې په ۱۹۳۰ز لسيزه کې «کارليس» ته د پيټرول لپاره د سوداګرۍ نښې اجازه ورنه کړل شوه، نو د دې محصولاتو سيالان د ډېر مشهور نوم پيټرولو پر ولاړل. په هر حال، د «موټر سپريټ» اصطلاح له مخکې څخه قوانينو او اوصولو ته لاره موندلې وه، په همدې بنسټ دا اصطلاح د پيټرولو لپاره د يو رسمي کارېدونکي نوم په توګه پاتې شو. دا اصطلاح په نايجيريا کې ډېره عامه کارول کېږي، چېرته چې د پيټروليمو تر ټولو ستر شرکتونه خپلو محصولاتو ته د «پریميم موټر سپريټ» نوم اخلي. سره له دې چې پيټرولو په نايجيریايي انګليسي کې قدم ايښی دی، بيا هم د «پريميم موتر سپريټ» هغه رسمي نوم دی چې په علمي خپرونو، حکومتي راپورونو او ورځپاڼو کې کارول کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د پيټرول پر ځای د ګيسولين ټکي استعمال له شمالي امريکا څخه دباندې عام نه دی، سره له دې په اسپانوي او پرتګالي ژبو کې هم ګيسولين ټکی کارول کېږي.[۲۴]

په ډېرو ژبو کې، د دې محصول نوم له «بنزين» څخه اخيستل شوی دی، لکه په فارسي او الماني ژبه کې Benzin يا په ايټالوي ژبه کې benzina؛ خو په ارجنټاين، يوراګوای او پيراګوای کې، په عامو خبرو کې کارېدونکی نوم «نفټا» د کيمياوي موادو «نيفتا» څخه اخيستل شوی دی.[۲۵]

ځينې ژبې، لکه فرانسوي او ايټالوي، همدا ټکي د ګيسولين لپاره کاروي، تر څو د ډيزلو سون توکو ته اشاره وکړي.[۲۶][۲۷]

تاريخ

د داخلي احتراق لومړي ماشينونه چې د نقل او حمل په کارونو کې د استعمال لپاره وړ وو او د «اوټو اينجنز» په نوم پېژندل کېدل، د نولسمې پېړۍ په وروستۍ ربع کې په المان کې جوړ شوي وو. د دې لومړيو ماشينونو لپاره سون توکي په پرتليز ډول بې ثباته هايډرو کاربن و، کوم چې د ډبرو سکرو له ګاز څخه تر لاسه کېدل. د ۸۵ سانتيګراد (۱۸۵ فارنهايت) سره نژدې خوټکېدو له نقطې سره (n-octane نږدې په ۴۰ سانتيګراد (۱۴۰ فارنهايت) لوړه کچه کې خوټکېږی)، دا د ابتدايي کاربوريټرونو (بخار جوړونکو) لپاره ډېر مناسب وو. د «سپری نوزل» (هغه نلۍ چې مايع شیندي) کاربوريټرونو پرمختګ په بخار د ژر بدلېدونکو سون توکو څخه ګټې اخيستلو وړتيا پيدا کړه. د انجن په فعاليت کې د زيات ښه والي هڅې د لوړ تراکم په نسبت کې وشوې، خو له وخت مخکې د سون توکو چاودنې د دې لومړیو هڅو مخه ونيوله، کومې چاودنې چې د ټکر (ضربه) په نوم يادېږي.

په ۱۸۹۱ز کال کې، د «شکوف کريکنګ» پروسه د نړۍ لومړۍ سوداګريزه طريقه شوه، کومې چې په خامو تيلو کې درانده هايډرو کاربن مات کړل، تر څو د ساده تقطير په پرتله د سپکو محصولاتو سلنه زياته کړي.

سرچينې