گوتاما بودا

سېدارتا گوتاما (سانسنکرېټ: सिद्धार्थ गौतम; پالي: سېداتا گوتاما) یو روحاني روحاني ښوواند وو، ده په لرغونې هند دبودیزم بنسټ کېښود.[۱] په ډېری بودایي روایتونو کې بودا د (ستر بودا) په نامه یاد شوې دی.بودا (P. sammāsambuddha, S. samyaksaṃbuddha ) of our age, د "بودا" مانا ده "ويښ کړای شوې" یا، "روښانه کړای شوې." [note ۱] دده د مړینې مهال ندی مالوم، د شلمې پېړۍ لومړني تاریخپوهان دده د ژوند اټکل د c. 563 مخزېږد تر 483 مخزېږد ښایي;[۲]


د يوې لړۍ برخه ده 

بوديزم


Dharma Wheel
د بوديزم تانبه
Outline of Buddhism

د بوديزم پېښلیک

Timeline - Buddhist councils

اهمې څېرې

گوتاما بودا
Disciples· Later Buddhists

درما or concepts

څلور نجيب حقيقتونه
Noble Eightfold Path
د شتون درې نښې
Dependent origination
سمسارا · Nirvāṇa
Skandha · Cosmology
کارما · بیازېږون

Practices and attainment

بوداتوب · Bodhisattva
د روڼ آندۍ څلور مرحلې
Wisdom · Meditation
Smarana · Precepts · Pāramitās
درې غمي · رهبانان
روحاني

هېوادونه او سيمې

ښوونځي

تریوادا · مهایانا
وجرایانا

ليکنې

چینایي قانون · پالي قانون
تبتي قانون

اړوندې لیکنې

پرتلیزه زده کړه
کولتوري عناصر
کره کتنه

ژوند

د بودا د ژوند په اړه لومړني مالومات هماغه بودايي متون دي. ددې بودایي متونو په رڼا کې، بودا او دده راهبانو هر کال څلور میاشتې سر بحث و مباحثې وکړې او دده ښوونې یې و ازمایلې. د بودا له مړینې وروسته راهبانو دده ښوونې له ځانو سره خوندي کړې. دده له مړینې لنډه موده وروسته یوه غونډه راوبلل شوه، او بله ستره غونډه بیا یوه پېړۍ وروسته سره راغونډه شوه. پدې دواړو غونډو کې راهبانو دا هڅه وکړه چې د بودا ژوند او ښوونې په سېسټماټیکه لارو چاورسره باوري کړي. دوی دا ښوونې په یو څه توپیر سره ووېشلې، مگرراهبانو څخه گوتشمېري وټاکل شول چې د گډو وجو توکي سره یو یو وساتي.[۳] په ځینو ځایونو کې د اړینو ښوونو په صورت کې چې بودا ته به اړوندې وی، په یو لړ داستانونو او سرودونو کې ځای کړې، ترڅو له ورکېدنې او ضایع کېدنې یې مخنیوې کړې وي.[۴]پدې توگه د بودیزم زیاتره لرغونی متون او د بودا ښوونې له یوې خولې بلې خولې ته د وینا او داستانونو په توگه را ولېږدېدی.

د بودا ښوونې

د بودیزم راهبان، تبت
د بودیزم د سپېځلې صومعه لرښود، د پوټالا ماڼۍ.

د بودا د ښوونو یوه ټوټه:له مړینې وروسته بیا په بل جسد کې را ژوندي کېږو. دا بیا ژوندي کېدنه مو څو ځله تکرارېږي، چې دې بیا ځلې ژوندي کېدو ته د شتون څرخۍ وایي. یا ژوند و مړینه وایو. شتون غم دی، زېږېدنه غم دی، زړبوډي او زړښت غم دی، ناروغي غم دی، غم او خواشیني، ماتم او ناهیلتیا غم دی، له هغه څه سره تړاو چې زړه مو نه غواړي، غم دی. لرېتوب له هغه څه چې زړه مو غواړي، غم دی. لنډه دا چې د زړه تړاو غمجنوونکې دی. او دا غم هغه وخت پای ته رسېږي چې چې نور هېڅ ځانتیا یا درک کوونکې نه وي، څه هغه د ژوند په قید کې وي یا نه وي. موخه باید لدې غمجنې څرخۍ څخه د څان ویستل وي.

زرینې ویناوې یې[۵]

داسې ویل کېږي چې بودا خپله لومړنۍ وینا ددې سټوپې پر سر کړې وه چې د څلور اصیل حقایقو په نامه یادېږي.
  • سوله او سلامتیا د انسان له داخل څخه راځي، نو په بهر کې یې د لټې هڅه مه کوئ.
  • تاسې د غوسې لپاره نه مجازات کېږئ، بلکه ستاسو غوسه خپله سزا ده.
  • سپی هغه وخت ښه سپی گڼل کېدای، چې ښه غپا وکړي، او انسان هله ښه انسان گڼل کېږي چې د ښې وینا خاوند اوسي.
  • که چېرې سړی په خپل حکمت ژوند وکړي، نو گه له مرگه ویره نه لري.
  • ضرور ده چې شر وجود ولري تردی چې خیر خپله سپېڅلتیا ثابته کړي.

د بودا په اړه فلمونه

نیټهسرلیکاصلي نومهېوادکتنېIMDB
1923بودا خدایگیBuddhadevهندبې غږه فېلم[۱]
1925ضوء آسياPrem Sanyasهند/ المانبې غږه فېلم[۲]
1952اخلاص بودا العظيم大仏開眼جاپاند تينسوك كينجوسا تولید[۳]
1957گوتاما بوداهندد روی پیمال مستند فېلم.[۴]
1960Angulimalهند
1961بوداShakaجاپاند كينجي ميسومي تولیداتو څخه[۵]
1964شاكياموني بوداSeokgamoniسوېلي کوریا[۶]
1967گوتاما بوداهندد پیمال روي مستند تولیداتو څخه[۷]
1989بوداهندکوشنی مستند فېلم[۸]
1993Little Buddhaايټاليا، فرانس، ليختنشتايند برناردو پرتولوچي فېلمي تولیداتو څخه[۹]
1997بوداهند
2001د بودا ژونداLa Vie de Bouddhaهند او فرانسد مارټن مېسونیر مستند تولید
2004بودا اسطورةهنددوه بُعدي فلم[۱۰]
2007د بودا ژوندPhra Phuttajaoټايلېنډدوه بعدي فېلم
2008Tathagata Buddhaهندپه ډې وي ډي ثبت تولیدي فېلم
2011بودافرانس[۱۱]
2011بوداブッダجاپاند مانگامن لړۍ مستند انیمېشن فېلم، چې اوسامو تیزوکا کمپنۍ تولید کړی.
2014Buddha: The Inner Warriorهندد بان نالین هندي تولید[۱۲]

سرچينې

تړلې لیکنې

  • دلای لاما

بودیزم په اړه

د پرتلیزه ادیانو علم

رسنیزې ټولنې

په انټرنېټ کې ټولنې

ټولنې

ښوونې

نورې سرچینې