اشوري خلک

اشوريان یوه توکمیزه ډله ده چې په منځني ختیځ کې مېشت دي. ځینې یې ځانونه د سریانیانو، کلدانیانو او ارامیانو په توګه معرفي کوي. دوی په هغو هېوادونو کې چې مېشت دي، د سامي ژبو د نوې ارامیک څانګې په ژبو خبرې کوي. عصري اشوريان، سوريايي عيسويان دي، دوی ادعا کوي چې د اشور دي، چې د نړۍ له پخوانیو تمدنونو څخه دی او لرغونوالی یې په لرغوني بین النهرین کې تر ۲۵۰۰ مخکې له میلاد کاله پورې رسېږي.[۱][۲]

هغه قبایلي سیمې چې د اشوریانو ټاټوبی جوړوي، د اوسني شمالي عراق برخې (د نینوا دښتې او دحوک ولایت)، سویل ختیځ ترکیه (حکري او تور عبدین)، شمال لویدیځې ایران (ارومیه) او په دې وروستیو کې د سوریې شمال ختیځ (الحسکه ولایت) برخې دي.[۳][۴][۵]

ډېری یې د تېرې پیړۍ په اوږدو کې د شمالي امریکا، شام، استرالیا، اروپا، روسیې او قفقاز په ګډون د نړۍ نورو سیمو ته کډوال شوي دي. کډوالي د عثماني سترواکۍ او متحدو کردانوله خوا د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د دیارباکر عام وژنه، د اشوریانو نسل وژنه (له ارمنیانو او یوناني نسل وژنې سره یوځای)، په ۱۹۳۳ ز کال کې په عراق کې د سیمله عام وژنه، په ۱۹۷۹ ز کال کې د ایران انقلاب سره پیل شوې، په عراق کې د عرب ملتپال بعثي سیاست (د ۱۹۶۸-۲۰۰۳ ز کلونو ترمنځ) او سوریه، په سوریه او عراق کې ډېری برخې په ځانګړې توګه د ۲۰۱۴-۲۰۱۷ ز کلونو ترمنځ د اسلامي دولت له خوا د نینوا دښتې ونیول شوې.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

تاریخ

له مسیحیت څخه دمخه تاریخچه

اشور، د اشوريانو ټاټوبی دی، چې په لرغوني نږدې ختیځ کې موقعیت لري. په پخوانیو وختونو کې، هغه سیمه چې د اشوریا (او سبارتو) په نوم پیژندل شوې وه، د د لومړنیو انسانانو د اوسېدو ځای و چې د هغو پاتې شوې نښې چې د شانیدار په سمڅه کې موندل شوې دي.

د اشو تاریخ، د اشور ښار په جوړولو سره پیل کیږي، چې ښایي د ۲۵ پیړۍ دمخه پیل شوې وي. د برونزو د دورې په لومړیو کې، سارګون اکاد ټول اصلي سامي ویونکي خلک (د اشوریانو په ګډون) او د بین النهرین سومریان یې د اکدي سترواکۍ (۲۳۳۵-۲۱۵۴ مخکې له میلاد) لاندې متحد کړل. د اشور او نینوا ښارونه (ننی موصل)، چې د لرغونې آشوري سترواکۍ ترټولو زوړ او لوی ښارونه وو، له یو شمېر نورو ښارګوټو او ښارونو سره یوځای، د ۲۵ مخکې له میلاد پیړۍ په پیل کې شتون درلود، که څه هم داسې ښکاري چې په دې وخت کې د خپلواکو دولتونو پر ځای د سومریانو د واکمنۍ اداري مرکزونه وو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

عصري تاریخ

ډېری هغه اشوریان چې په نننۍ عصري ترکیې کې ژوند کوي، د ترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې د ترکیې له بریا وروسته سوریې یا عراق ته وتښتیدل. په ۱۹۳۲ ز کال کې، اشوریانو د عراق د نوي جوړ شوي دولت برخه کېدل رد کړل او پرځای یې د یو ملت په توګه د دوی د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.

د اشوریانو مشر یوویشتم شیمون عیشایي د ملګرو ملتونو له ټولنې څخه وغوښتل چې د عراق په شمال کې د «اشوري مثلث» په نوم پیژندل شوې سیمه دې د اشوریانو د حکومت د حق په توګه په رسمیت وپیژني. د فرانسې د واکمنۍ په دوره کې ځینې آشوریان، چې په عراق کې د سمیل عام وژنې په بهیر کې له توکمیز پاکولو څخه تښتیدلي وو، د ۱۹۳۰ ز لسیزې په اوږدو کې د خابور سیند په اوږدو کې ډېری کلي جوړ کړل.[۲۴][۲۵][۲۶]

هېواد

د اشوریانو په هېواد کې د نینوا (موصل)، نوحدرا (دوهوک)، ارافا/بیت ګرمای (کرکوک)، القوش، تیسکوپا او اربیل (اربیل) په عراق کې، ارومیه په ایران کې، او حکري (یوه لویه سیمه)، په ترکیه کې د یوکسکووا، هاکري، چکورکا، سیمدینلي او اولودیر عصري ښارونه، اډیسا/اورهای (ارفا)، حران، امیدا (دیارباکر) او تور عبدین (میدیات او کافرو) ښارونه په کې شامل دي. ځینې ​​ښارونه اوس مهال د کردانو په ولکه کې دي او په ځینو کې یې لا هم اشوریان شتون لري، ځکه چې د ترکیې په سویل ختیځ کې د اشوریانو نفوس (لکه په حکري کې) د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د اشوریانو د نسل وژنې په جریان کې په توکمیز ډول پاک شوي وو. هغه کسان چې ژوندي پاتې شوي وو د عراق په شمال کې د اشوریانو د میشت ځایونو غیر اغیزمنو سیمو ته وتښتیدل، او نور یې په جنوب کې د عراق په ښارونو کې مېشت شول. که څه هم ډیری یې د قفقاز او منځني ختیځ په شاوخوا کې ګاونډیو هیوادونو لکه ارمنستان، سوریه، ګرجستان، سویلي روسیه، لبنان او اردن ته هم کډوال شوي وو.[۲۷][۵][۲۸]

هویت او فرعي وېش

د منځني ختیځ سوریایي عیسویان او ډیاسپورا د خپلو ټولنو په اصل او هویت کې د متضادو باورونو پراساس د ځان پیژندنې لپاره بېلابېل شرایط کاروي. د ۱۹ مې پیړۍ په بهیر کې، انګلیسي لرغونپوه آسټین هینري لیارډ په دې باور و چې د اشور په تاریخي سیمه کې اصلي عیسوي ټولنې د پخوانیو اشوریانو له نسل څخه دي. که څه هم په ورته وخت کې هوراتیو ساوتگیت او جورج توماس بیټاني د بین النهرین له لارې د خپلو سفرونو په ترڅ کې ادعا وکړه چې سوریایي مسیحیان د ارامیانو اولادونه دي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

فرهنگ

اشوري کلتور تر ډېره بریده د عیسویت تر اغېز لاندې دی. د اشوریانو ډېری دودونه شتون لري چې د منځني ختیځ په نورو کلتورونو کې عام دي. اصلي جشنونه د مذهبي رخصتیو په بهیر کې پیښیږي ،لکه: ایسټر او کرسمس. دلته غیر مذهبي رخصتۍ هم شتون لري لکه خا ب-نیسان (پسرلنی انډول). خلک ډېری خپلوانو ته سلام کوي او په هر کال کې د ښکلولو سره او د «ܫܠܡܐ ܥܠܝܟ» Shlama/Shlomo lokh په ویلو سره، چې معنا یې په نويارامیک کې: «سلام پر تاسو» دی. نورو ته یواځې د ښي لاس په ورکولو سره ښه راغلاست ویل کیږي، د منځني ختیځ د دودونو له مخې کیڼ لاس له شر سره تړاو لري.[۳۶][۳۷]

ژبه

نوې-اراميک ژبې، د افریقایي اسیایي ژبې د کورنۍ له سامي څانګې څخه دي، چې په پای کې د زاړه ختیځ له آرامي ژبې، نوې اشوري سترواکۍ په وروستي پړاو کې له نړیوالو ژبو څخه یې سرچینه اخیستې. ارامیان او ډیری نور توکمونه د دوی له فتحې وروسته د اشوریانو سترواکۍ کې شامل شوو. په پای کې، دوی د اشوریانو په توګه ګڼل کېدل او ارامي ژبه د اکدي ژبې تر څنګ د اشوریانو رسمي ژبه شوه.[۳۸][۳۹][۳۸][۴۰][۴۱][۴۲][۴۰][۴۳]

ارامي د سوداګرۍ، راکړې ورکړې اواړیکو ژبه وه او په لرغوني زمانې کې د اشور عامه ژبه شوه. په لومړۍ وروسته له میلاد پیړۍ کې، اکدي ژبه له منځه تللې وه، که څه هم د معاصر ختیځ نوي-ارامیک ژبو اغېزې چې د آشوریانوله خوا ویل کیږي، د پام وړ دي او ځینې پورشوي لغاتونه لاهم په دې ژبو کې ژوندي پاتې دي.[۴۴][۴۵][۴۶]

موسیقي

د اشوري موسيقي، د دوديزې ولسي موسيقي او د لويديځ معاصرې موسيقي ژانرونو، لکه :پاپ او نرم راک او هم دبرېښنایی  نڅا موسيقي په کې شامله هم ده. هغه وسایل چې په دودیز ډول د آشوریانو له خوا کارول کیږ،ي زرنا او داوولا شامل دي، خو ګیتارونه، پیانو، ویولن، سینت‌سایزر (کیبورډونه او بریښنایی ډرمونه)، او نورو وسایلو هم وده کړې.

په عصري وختونو کې ځینې پیژندل شوي اشوري سندرغاړي، د اشور بیټ سارګیس، سارګون ګبریل، ایون اګاسي، جانان ساوا، جولیانا جینډو، او لینډا جورج دي. آشوري سندرغاړي چې په دودیز ډول په نورو ژبو سندرې وايي، میلیچش، تیمز او اریل بریخا دي. اشوري-استراليايي ډله ازدوتا خپلې سندرې په اشوري ژبه کې وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د لوېديځ سټایل وسيلې کاروي. د ارامي موسیقۍ لومړی نړیوال فیستیوال د ۲۰۰۸ ز کال د اګست په میاشت کې په لبنان کې د اشوریانو لپاره په نړیواله کچه ترسره شو.

سرچینې