الکوليزم

الکوليزم (الکول روږدیتوب) د هر ډول الکولي مشروباتو څښاک دي چې رواني یا فزیکي روغتیایي ستونزې رامنځته کوي، خو د الکوليزم د اصطلاح په تعریف کې اختلاف دې.[۱][۲][۳] 

د الکول ډېر مصرف کولی شي د بدن ټولو سیسټمونو په ځانګړې توګه دماغ، زړه، ځيګر، پانقراص او د معافیت سیسټم زیانمن کړي. دغه راز د الکول څښل کولی شي رواني ناروغیو، خمري هذیان (د نشه وخت کې اوتې بوتې ویل)، Wernicke–Korsakoff syndrome، د زړه د ضربانو نامنظم کېدل ، د معافیت سیسټم ضعیف عمل کول، د ځيګر التهابي کېدل او د سرطان خطر زیات کړي. دغه راز د امیندوارۍ پرمهال د الکول څښل د جنین د سپیکټرم اختلالاتو (یو ډول راوني اختلال دی) لامل کیدی شي. دغه راز ښځې د نارینه وو په پرتله د الکول ناوړه اغېزو په وړاندې ډېرې حساسې دي او لامل یې هم د دوی د بدن کم وزن، د الکول میټابولیز کولو لږه وړتیا او د بدن د غوړو لوړه سلنه ده. په لږ شمیر خلکو کې چې د اوږدې مودې لپاره له الکولي مشروبات نه زیاته ګټه اخلي د ادراکي نیمګړتیا او عقلي زوال سره مخ کېږي.[۴][۵][۶][۷][۸]

چاپېریال او جینیټیک د الکولیزم د زیاتېدو دوه لاملونه دی، چې د خطر نیمایي برخه هر یو ته منسوب کیږي. دغه راز خپګان  او د تشویش په ګډون اړونده اختلالات هم د الکوليزم په زیاتېدو کې مهم عوامل ګڼل کېږي، ځکه چې د الکول څښل کولی شي په لنډمهاله توګه د تشویش کم کړي. دغه راز هغه څوک چې مور او پلار یا وروڼه یې الکول مصرفوي له درېیو نه تر څلور ځله ډېر احتمال لري چې دوی هم په الکول روږدي شي. دغه راز د الکولو مصرفولو چاپیریالي عوامل کې ټولنیز، کلتوري او د چلندي اغېزې شاملې دي. همدارنګه د خپګان او د تشویش لوړه کچه، ارزانه بیه او الکولو ته اسانه لاسرسۍ د الکولیزم خطر زیاتوي. همدارنګه له طبي اړخه په الکولو روږدي کېدل فزیکي او رواني ناروغي ګڼل کیږي.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د الکولیزم د مخنیوي لپاره باید د الکول خرڅلاو محدودو شي (په ځانګړې توګه هغه کسانو ته چې قانوني سن یې نه وي پوره کړۍ)، د الکولو د بیې زیاتولو په موخه پر الکولو مالیه ولګولو شي او روږدو کسانو ته دې زده کړې او درملنې چمتو شي.[۱۶]

د الکوليزم درملنه کېدای شي ډېر ډولونه ولري، خو د ځینو طبي ستونزو له امله چې د الکولو د پرېښودلو وخت کې رامنځته کېږي نو ځکه باید د الکولو پرېښودل په احتیاط سره کنټرول شي، چې یوه عامه طریقه یې لکه ډیازپام د بینزوډیازپین درملو کارول دي، چې دا د روغتیا پاملرنې مرکز ته د داخلېدو پرمهال یا په انفرادي ډول ترسره کېدی شي او همدارنګه ځینی نور درمل لکه اکمپروسیټ، ډیسلفیرام، یا نالټریکسون هم کېدای شي د ډېر څښاک د مخنیوي لپاره وکارول شي، خو ځینې رواني ناروغۍ یا نور نشه ایې عملونه کولای شي چې درملنه پیچلې کړي. دغه راز الکوليزم ته د یو کس د بېرته راستنېدو د مخنیوي لپاره د درملنې بېلابېل ډولونه لکه انفرادي، ډله ایز یا د ملاتړ ګروپونه (چې غړي یې له یو بل سره هر ډول مرسته کوي) کارول کېږي، چې د ملاتړ ګروپونو له ډلې نه یو (Alcoholics Anonymous) ده.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی چې تر ۲۰۱۶ز کال پورې په ټوله نړۍ کې ۳۸۰ میلیونه خلک په الکولو روږدي شوي دي (چې ۵.۱ سلنه یې له ۱۵ کلنو نه ډېر عمر لري) چې په الکولو باندې د روږدو کسانو شمېر په متحده ایالاتو کې د ۲۰۱۵ز کال پورې نږدې ۱۷ میلیونه (۷سلنه) لویان او ۰.۷ میلیونه (۲.۸ سلنه) له ۱۲ نه تر ۱۷ کلنۍ پورې عمر لري. دغه راز په الکولو روږدي کېدل د نارینه وو او ځوانانو ترمنځ ډیر عام دي، چې له جغرافيايي پلوه يې تر ټولو ټيټه کچه په افريقا کې (۱.۱ سلنه) او لوړه کچه يې په ختيځه اروپا کې ده (۱۱ سلنه). دغه راز په ۲۰۱۳ز کال کې الکوليزم د ۱۳۹،۰۰۰ کسانو د مړینې لامل شوی، چې دا د ۱۹۹۰ز کال په پرتله چې په کې ۱۱۲،۰۰۰کسانو نه ډېر خلک مړه شوي وو زیات دی. داسې انګېرل کېږي چې په ټوله نړۍ کې ۳.۳ میلیونه مړینې (د ټولو مړینو۵.۹ سلنه) د الکولو له امله دي. الکول څښل د یو کس عمر شاوخوا لس کاله کموي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د الکول مصرف لنډمهاله اغېزې

په کافي اندازه څښل په وینه کې د الکول غلظت (BAC) له ۰.۰۳-۰.۱۲ سلنې لامل کېږي چې دا په عمومي ډول د روږدي کس په خلق کې ښه والۍ او د احتمالي خوښۍ (د خوښۍ احساس) لامل کیږي همدارنګه پر ځان باور او ټولنیز وړتیا وده کوي ، خپګان او تشویش کموي ، په مخ کې سوروالی پیدا کېږي او ضعیف قضاوت کول یې نښې دي. دغه راز له ۰.۰۹ نه تر ۰.۲۵ سلنې پورې BAC د سستۍ، بې خوبۍ، د توازن ستونزې او د لید د تیاره کېدو لامل کېږي. له ۰.۱۸ نه تر ۰.۳۰ پورې BAC د ژورې ګډوډۍ، د وینا کمزورتیا (د بېلګې په توګه سپکې وینا)، ړنګ بنګ کېدل، سر درد، او د کانګې سبب ګرځي. همدارنګه له ۰.۲۵ نه تر ۰.۴۰ پورې BAC د مغشوشتیا، بې هوښۍ، د حافظې کمزوري کېدل، کانګې (چې دې وخت کې مړینه کېدای شي د بې هوښۍ په وخت کې د کانګې په تنفس کولو سره رامنځ ته شي) او تنفسي ستونزو (د ژوند تهدید کېدل) لامل کیږي. له ۰.۳۵ نه تر ۰.۸۰پورې BAC د کوما (بې هوشي)، د ژوند ګواښونکي،  تنفسي ستونزوې او احتمالا د وژونکي الکول مسمومیت لامل شې. دغه راز د ټولو الکولي مشروباتو په څېر د الکول څښل هم د موټر چلولو، الوتکې چلول او یا د درنو ماشینونو چلول پر مهال د حادثې خطر زیاتوي، چې ډېری هېوادونه د نشې وخت کې د موټر چلولو لپاره جریمې لري.

د الکول مصرف اوږدمهاله اغېزې 

د ښځو لپاره په ورځ کې له یو ځل نه زیات څښاک او د نارینه وو لپاره په ورځ کې له دوه ځلو نه ډېر څښل د زړه ناروغۍ، د وینی لوړ فشار، زړه ټکان او د سکتې خطر زیاتوي، چې د الکولو ډیر مصرف سره خطر نور هم زیاتیږي کوم چې کېدای شي د تاوتریخوالی یا د پیښو په بڼه وي. داسې انګېرل کېږي چې هر کال شاوخوا ۳.۳ میلیون مړینې (د ټولو مړینو ۵.۹سلنه) د الکول له امله دي، چې الکوليزم د یو کس د عمر شاوخوا لس کاله کموي دغه راز د الکول څښل په متحده ایالاتو کې د وخت نه مخکې د مړینې درېیم لوی لامل ګڼل کېږي. همدارنګه د الکولو اوږدمهاله مصرف د یو شمېر فزیکي نښو لامل کیدی شي پشمول د ځيګر التهابي کېدل، د پانقراص التهابي کېدل، مېرګي، الکول له امله د عقل زوال ، د زړه ناروغي، د تغذیې کمښت ، د معدې زخم، جنسي ضعف او په پایله کې وژونکي کېدای شي. په نورو فزیکي اغیزو کې د زړه د ناروغۍ خطر، د الکولي ځیګر ناروغۍ او ډېری سرطانونه شامل دي. دغه راز د دوامداره الکول څښلو په پایله کې مرکزي عصبي سیسټم او محیطی عصبي سیسټم ته زیان پېښ شي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

ښځې د نارینه وو په پرتله په چټکۍ سره د الکولو مصرف اوږدمهاله اختلالاتو سره مخ کېږي، چې په ښځو کې د اوږدمهاله اختلاط کېدای شي د دماغ، زړه او ځيګر زیانونه او د سینې سرطان وي. سربیره پردې د وخت په تیرېدو سره ډېر څښل په میرمنو کې د زیږون فعالیت باندې منفي اغېزه لري او د تناسلي اختلالاتو لامل کیږي لکه د انوولیشن، د تخمو کمېدل، د حیض دورې کې ستونزې یا بې نظمۍ پیدا کېدل. دغه راز د الکول مصرف معمولا د ښځو په وینه کې د الکول لوړ غلظت (BACs) لامل کیږي ځکه چې میرمنې عموما لږ وزن لري او د بدن غوړ لوړه سلنه لري[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

ټولنیزې اغېزې

د الکولو ډېر مصرف په ټولنه کې جدي ستونزې رامنځته کوي، چې دا ستونزې په مغز کې د پتالولوژیکي بدلونونو او د الکول نشه ایې اغېزو له امله رامنځته کېږي. همدارنګه د الکول مصرف د جنایي جرمونو لکه له ماشومانو نه ناوړه ګټه اخیستنه، کورني تاوتریخوالی، جنسي تیري او غلا لامل کېږي. دغه راز الکوليزم د دندې د لاسه ورکولو لامل هم کېږي، چې کولی شي مالي ستونزي رامنځته کړي. په نامناسبو وختونو کې د الکول څښل د قانوني پایلو لامل کېدی شي لکه په نشې حالت کې د موټر چلولو لپاره د جریمې یا د جرمي چلند لپاره مدني جزاوې. همدارنګه نشې وخت کې د الکولي چلند او رواني اختلالات د هغه شاوخوا خلکو باندې ژوره اغېزه کولای شي او له کورنۍ او ملګرو نه د جلا کېدو لامل کېدای شي، چې له کورنۍ نه دا انزوا کولی شي زوجي تعلقاتو کې ستونزې راپیدا کړي او د طلاق یا کورني تاوتریخوالي لامل شي. دغه راز الکوليزم  ماشومانو ته د بې غورۍ لامل ګرځي چې دا د ماشومانو احساساتي ودې ته هم دایمي زیان رسولی شي. د دې له امله، د هغو کسانو ماشومان چې الکول مصرفوي ممکن یو شمېر احساساتي ستونزې ولري. د بېلګې په توګه دا ماشومان ممکن د مور او پلار د بې ثباته چلند له امله وېره ولري او ښایی دوی د خپل بې وسۍ له امله چې خپل مور او پلار له الکولیزم نه خلاص کړي شرم پیدا کړی او په پایله کې د خپګان لامل کېدای شی. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې