جواهر لال نهرو

جواهر لال نهرو (14 نومبر 1889 – 27 مۍ 1964) يو هندوستانی استعمار ضد ملتپال، سيکولر بشرپال، ټولنيز ديموکرات او ليکوال و، څوک چې د شلمې پېړۍ په درېيمه نيمايي کې د هندوستان يوه مرکزي څېره وه. نهرو په هندوستان کې د 1930ز او 1940ز لسيزې د ملتپال خوځښت يو مرکزي مشر و. په 1947ز کال کې د هندوستان په خپلواکۍ سره، نوموړی د هندوستان لومړی صدراعظم شو، او د شپاړسو کلونو لپاره يې خدمت وکړ. نهرو په 1950ز لسزه کې پارلماني ديموکراسۍ، سيکولرايزم، او ساينس او ټيکنالوژۍ ته وده ورکړه، چا چې د يو نوي ملت په توګه پر هندوستاني کړۍ پياوړی اغېز درلود. په نړيوالو چارو کې، نوموړي هندوستان د سړې جګړې له دوه بلاکونو څخه پاک کړ. د يو پېژندل شوي ليکوال په توګه، د هغه کتابونه په زندان کې لیکل شوي دي، له پلار څخه خپلې لور ته لیکونه (1929)، د نړۍ د تاريخ انځورونه (1934)، خپل ژوندليک (1936)، او د هندوستان موندل (1946)، هغه کتابونه دي چې په ټوله نړۍ کې لوستل کېږي. د پنډت مختاړی د وياړ په توګه د هغه له نوم سره نښلول کېږي.[۱][۲]

د موتي لال نهرو زوی، يو پیاوړي وکيل او هندوستاني ملتپال، جواهر لال نهرو په انګلستان کې زده کړې کړې وې – د کامبريج په هيرو ښوونځي او ټرنټي کالج کې، او په انر ټيمپل کې يې د قانون برخه کې روزنه لېدلې وه. نوموړی يو وکيل (د مرافعې وکيل، څارنوال) شو، هندوستان ته راستون شو، د اله اباد په عالي محکمه کې يې کار واخيست، او کرار کرار يې په ملي سياست کې لېوالتيا پیدا شوه، کوم چې بالاخره د هغه د بشپړ وخت مسلک وګرځېد. نوموړی د هندوستان له ملي کانګريس سره يوځای شو، د 1920ز لسيزې په اوږدو کې د پرمختګپالنې څانګې مشرۍ ته ورسېد، او بالاخره د کانګريس مشرۍ ته، د مهاتما ګاندي ملاتړ يې تر لاسه کړ، چا چې نهرو د خپل سياسي وارث په توګه وټاکه. په 1929ز کال کې د کانګريس د رئيس په توګه، نهرو له برتانوي واکمنۍ څخه د بشپړې خپلواکۍ غوښتنه کړه. نهرو او کانګريس د 1930ز لسيزې په اوږدو کې د هندوستان پر سياست تسلط درلود. نهرو د 1937ز کال د هندوستان په ايالتي ټولټاکنو کې د سيکولر ملي دولت نظري دود ورکړه او له کانګريس سره يې مرسته وکړه چې ټاکنې په غوڅ اکثريت وګټي، او په ګڼو ايالتونو کې حکومتونه جوړ کړي. د 1939ز کال د سپتمبر په مياشت کې، د کانګريس وزارتونو د وايسرای «Lord Linlithgow» له خوا له دوی سره له مشورې پرته، په جګړه کې د شاملېدو د پرېکړې پر ضد د احتجاج په توګه استعفاوې ورکړې. د 1942ز کال د اګست د مياشتې د ال انډيا کانګريس کميټې له خوا د "هندوستان خوشې کړئ" مصوبې څخه وروسته، د کانګريس لوړ پوړي مشران زندان ته واچول شول، او د يو څه مودې لپاره دا سازمان وځپل شو. نهرو، د مجبوريت له مخې يې په سملاسي ډول د هندوستان د خپلواکۍ غوښتنې ته په دوه زړي توب سره پاملرنه کوله، خو د دې پر ځای يې غوښتل چې د دويمې نړیوالې جګړې بر مهال د اتحاديانو د جګړې د هڅو ملاتړ وکړي، له اوږد زندان څخه وروسته يوې بدلې شوې سياسي نندارې ته بهر راووت. د محمد علي جناح په مشرۍ مسلم ليګ، په لنډمهالي ډول په مسلمان سياست واک خپل کړی و. د 1946ز کال په ايالتي ټولټاکنو کې، کانګريس ټاکنې وګټلې، خو مسلم ليګ د مسلمانانو لپاره ځانګړي شوي ټولې چوکۍ وګټلې، کوم چې برتانويانو په یو نه یو ډول د پاکستان لپاره د يوې روښانه ژمنتيا په توګه تعبير کړ. نهرو د 1946ز کال د سپتمبر په مياشت کې د هندوستان لنډمهالی لومړی وزير وټاکل شو، په داسې حال کې چې مسلم ليګ د يو څه دوه زړي توب سره د 1946ز کال د اکتوبر په مياشت کې د هغه له حکومت سره يوځای شو.

د 1947ز کال د اګست په پنځلسمه نېټه د هندوستان په خپلواکۍ سره، نهرو د " Tryst with Destiny" په عنوان يوه ستايل شوې تنقيدي وينا وکړه ؛ نوموړي د هندستان د لومړي وزير په توګه لوړه وکړه او د ډيلي په سره کلا يې د هندوستان توغ پورته کړ. د 1950ز کال د جنورۍ په شپږ ويشتمه نېټه، کله چې هندوستان د مشترک المنافع هېوادونو منځ کې يو جمهوريت شو، نهرو د هندوستان جمهوريت لومړی صدر اعظم شو. نوموړي د اقتصادي، ټولنيزو او سياسي اصلاحاتو يو هيله من پروګرام پيل کړ. نهرو تعددي ګڼ ګونديز جمهوريت ته وده ورکړه. په بهرنيو چارو کې، نوموړي د بې طرفه هېوادونو خوځښت په جوړولو کې مخکښه ونډه درلوده، کوم چې د هغو هېوادونو يوه ډله ده،  چې د سړې جګړې په دوه مرکزي نظرياتي بلاکونو کې غړيتوب نه لري.

د نهرو په مشرۍ کې، کانګريس د يو جامع ګوند په توګه راڅرګند شو، چې په ملي او ايالتي کچه يې په سياست واک درلود او په 1951، 1957، او 1962ز کلونو کې يې ټاکنې وګټلې. نوموړی د 1964ز کال د مۍ په اوه ويشتمه نېټه د فالج د حملې له امله ومړ. د هغه د زېږېدو نېټه په هندوستان کې د ماشومانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. نهرو عموماً د نوي هندوستان د معمار په توګه ستايل کېږي.[۳]

د ژوند لومړي کلونه او مسلک (1889-1912)

زېږېدنه او د کورنۍ مخينه

جواهر لال نهرو د 1889ز کال د نومبر په څوارلسمه نېټه د برتانوي هند په اله اباد کې زېږېدلی و. پلار يې موتي لال نهرو، څوک چې يو کشميري پنډت توکمه و، خپله يو شتمن وکيل و، نوموړي په 1919-20 او 1928-29 کلونو کې دوه ځلې د هندوستان د ملي کانګريس د مشر په توګه کار کړی دی. مور يې «سوروپ راني توسو» وه، چې په لاهور کې د ميشتې یوې کشميري پنډت کورنۍ غړې وه. جواهر لال د دوی په درې بچيانو کې تر ټولو مشر و. د هغه په دوه خوېندو کې مشرې يې «ويجيا لکشمي»، سياسي دنده تر لاسه کړه او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ رئيسه شوه. د نوموړي کشرې خور، «کرشنا هتيسنګ»، يوه مشهوره لیکواله او ژوند لیکونکې وګرځېده.[۴][۵][۶][۷]

ماشومتوب

د نهرو پالنه په شتمنو کورونو کې وشوه، چې په هغې کې د «انند بهون» په نوم يوه ماڼۍ وزمه شتمني هم شامله وه. پلار يې چې په ټولنه کې يو مقتدر مخکښ و، له هوسا او لوېديځ ډوله ژوند څخه برخمن و، همدې ژوند کوچنی نهرو هم دا ډول ژوند خپلولو ته وهڅولو. وروسته نهرو خپل ماشومتوب د خوندي او غېر معمولي ژوند په ډول تشریح کړ. د هغه پلار نوموړي ته په کور کې د انګريزو ښځينه ښونکو او خصوصي استادانو له خوا زده کړه ورکړه. له ايرلينډ-فرانسوي تيوسوفيسټ « Ferdinand T. Brooks» څخه اغېزمن شوي نهرو په ساينس، ادب او تيوسفي کې لېوالتيا پيدا کړه (theosophy يعنې عرفاني فلسفي پوهه). د «Annie Besant» په نوم د دوی يو کورني ملګري، چا چې په لومړي سر کې هغه ته د « Brooks» سپارښتنه کې وه، نهرو  په تيوسوفیکي ټولنه کې هغه مهال شامل کړ، کله چې د هغه عمر ديارلس کاله و. په هر حال، کله چې « Brooks» ولاړ، په تيوسوفي کې د هغه لېوالتيا ختمه شوه، او دا ټولنه يې هم خوشې کړه. د نهرو په تيوسوفي لېوالتيا کې د بودايي او هندي صحيفو لوستل شامل و. نوموړي د سنسکريتي يو استاد درلود چې «ګنګا نات جا» نومېدو، څوک چې وروسته په هندوستاني فلسفه کې يو مخکښ مسلط وګرځېد.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۰]

د نهرو لومړۍ ژبه انګليسي وه، کومه چې د هغه پلار په برتانوي هندوستان کې په قصدي ډول د زور د ژبې په توګه هغه ته ښودلې وه. په انند بهون کې، د دوی ګاونډيان عمدتاً د برتانوي لوړ پوړو چارواکو کورنۍ وې. له هندوستاني کلتور سره د هغه بنسټيزه اړیکه د کورنيو هندوستاني مزدورانو او تر څنګ يې د کورنۍ د ښځو په مټ وشوه، له چا څخه چې د لوېديځو ارزښتونو د خپلولو تمه نه کېده. په اله اباد کې ويل کېدونکې هندوستاني ژبه دهغه دويمه ژبه وه. نوموړی د نوي معياري هندي په پرتله په کلیواله هندوستاني ژبه کې ډېر ماهر و.[۱۶][۱۵][۱۵][۱۷]

نهرو په خپل ژوند لیک کې د برتانوي واکمنۍ په وړاندې د خپل ماشومتوب د دوه ګونو احساساتو په اړه لیکل کړي دي. نوموړي د خپلو مشرانو تربورانو څخه د سياست بحثونه اورېدل، او له هندوستانيانو سره په کېدونکي امتيازي چلند يې خفګان څرګند کړ. نوموړي له 1899 څخه تر 1902ز کال پورې د برتانوي سترواکۍ پر ضد په جګړه کې د «بوير» جمهوريت سره د همدردۍ يادونه کړې ده. په ورته وخت کې، نهرو د انګريزي کلتور ستاينه کړې او په ماشومتوب کې يې له برتانوي شخصیتونو سره مثبتې اړيکې وې. د هغه پلار په دې پړاو کې په سیاست کې د يو برخوال په پرتله تر ډېره یو څارونکی و، خو تر ډېره بریده يې د لمړيو ملتپالو سره همدردي زیاته وه، چا چې له حکومت سره د قانون اساسي پر بنسټ سمون کې همکاري وکړه. پلار يې غوښتل چې نهرو د برتانيې په حکومت لرونکي هندوستان کې بريالی شي، او انګلستان ته د زياتې زده کړې په موخه يې د هغه د استولو لپاره طرحې جوړې کړې.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې