جېمز واټسن

جېمز ډووي واټسن (زوکړه د ۱۹۲۸ ز کال اپرېل ۶مه) یو امریکایی مالیکولي بیولوجېسټ، وراثت پوه او ژوی پېژندونکی دی. په ۱۹۵۳ ز کال کې هغه له فرانسېس کرېک سره په ګډه هغه علمي مقاله ولیکله چې د ډي ان اې مالیکول دوه ګونی مارپېچ جوړښت یې وړاندیز کړ. په ۱۹۶۲ ز کال کې واټسن، کرېک او ماریس وېلکېنز ته “د نیوکلوئیک اسیدونو مالیکولي جوړښت او په ژوندیو موجوداتو کې د معلوماتو لېږد لپاره د هغې اهمیت په اړه د دوی څېړنو او موندنو لپاره” په فزیولوژي او طبابت برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه. په ورپسې کلونو کې دا څرګنده شوه چې واټسن او ملګرو یې د دوی بله همکاره روزالینډ فرانکلېن چې له دوی سره د دوه ګوني مارپېچ جوړښت اړونده څېړنو او موندنو کې یې څومره ونډه درلوده سترګې پټې کړې دي. [۱۲][۱۳]

جېمز واټسن
(انګلیسي: James Dewey Watson)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېمز واټسن
جېمز واټسن

د شخص معلومات
زیږون نوم(انګلیسي: James Dewey Watson)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت۶ اپرېل ۱۹۲۸[۲][۳][۴][۱][۵][۶][۷][۸]
شیکاګو [۹][۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد امریکا متحده ایالات [۱][۱۰]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکبيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) [۱]
فزيک پوه [۱]
ليکوال [۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۱][۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهژونکيميا [۱]
جنتیک [۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکیهروارد پوهنتون [۹][۱]
د کېمبرېج پوهنتون [۱]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 فلاډلفیا لبرټی میډل (۲۰۰۰)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جېمز واټسن
جېمز واټسن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

واټسن په ۱۹۴۷ز کال کې د شیکاګو پوهنتون څخه په ساینسي زده کړو کې لېسانس او په ۱۹۵۰ ز کال کې د انډیانا پوهنتون څخه دکتورا ترلاسه کړه. هغه د کوپنهاګن په پوهنتون کې د هېرمن کلکار او اُول مالوو سره د دوکتورا په پای کې له یو کال څېړنې وروسته، په انګلستان کې د کمبرېج پوهنتون کوېنډیش لابراتوار کې کار کاوه، چې هلته یې د لومړي ځل لپاره له خپل راتلونکي همکار فرانسېس کرېک سره ولیدل. واټسن له ۱۹۵۶ ز کال څخه تر ۱۹۷۶ ز کال پورې د هاروارډ پوهنتون د بیولوژي په پوهنځۍ کې د مالیکولي بیولوژۍ په برخه کې په څیړنو باندې بوخت و.

له ۱۹۶۸ ز کال راهیسې واټسن د کولډ سپرېنګ هاربر لابراتوار (CSHL) د مشر په توګه دنده ترسره کړه چې د هغه د تمویل او څیړنې کچه یې خورا پراخه کړه. هغه په CSHL لابراتوار کې خپله څیړنه د سرطان مطالعې ته واړوله او په څنګ کې یې یاد لابراتوار د مالیکولي بیولوژۍ په برخه کې د نړۍ مخکښ څیړنیز مرکز وګرځاوه. په ۱۹۹۴ ز کال کې هغه د څانګې د رئيس په توګه خپل کار پیل کړ او لس کاله یې دنده ترسره کړه. هغه بیا د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو او تر هغه پورې یې دنده ترسره کړه تر څو چې په ۲۰۰۷ ز کال کې د هوښیارۍ او توکم تر منځ د جنټيکي اړیکې شتون ادعا کولو او نظریو ورکولو وروسته یې استعفا وکړه. په ۲۰۱۹ ز کال کې د یو مستند فلم له خپرېدو وروسته چې واټسن د توکم او جنټیک په اړه دا نظریې بیاځلې وړاندې کړې نو CSHL د هغه افتخاري رتبې او علمي درجې لغوه او له هغه سره یې ټولې اړیکې پرې کړې.

واټسن زیات شمېر ساینسي کتابونه لیکلي دي چې له هغه څخه د جین د مالیکولي بیولوژي درسي کتاب (۱۹۶۵ ز کال) او د هغه ترټولو ډېر پلورل شوی کتاب دَ ډبل هیلکس یا دوه ګونی مارپېچ (۱۹۶۸ ز کال) هم د یادونې وړ دي. واټسن د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۲ ز کلونو تر منځ د روغتیا ملي انسټیټوټ سره په اړیکه کې و او د انسان جینوم پروژې په جوړولو کې یې مرسته کوله چې په ۲۰۰۳ ز کال کې یې د انسان جینوم د نقشې کښلو دنده بشپړه کړه.

د ژوند لومړني وختونه او زده کړې

جېمز ډي واټسن د ۱۹۲۸ز کال د اپرېل په شپږمه په شیکاګو کې وزيږېد چې د جين نِی مېچل او جېمز ډي واټسن یوازینی زوی و، د هغه پلار یو سوداګر و او ویل کېږي چې امریکا ته د راغلو انګلیسي استعماري مهاجرینو څخه و. د هغه مورنی نيکه لاکلین مېچل یو خیاط و چې په سکاټلنډ کې د ګلاسکو له سیمې څخه و، او مورنۍ انا یې لېزي ګلیسون په ایرلنډ کې د ټېپرري ولسوالۍ وه. هغه کاتولیک لوی شوی و خو وروسته یې ځان د "کاتولیک مذهب څخه تښتېدلي" په توګه وښوود. هغه وویل: "تر ټولو نېکمرغه څه چې ما ته راپیښ شوي دا وو چې زما پلار په خدای باور نه درلود". [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

واټسن د شیکاګو په سویلي برخه کې لوی شوی او په دولتي ښوونځیو کې لکه د هورېس مان ژبې زده کړې ښوونځي او د سویلي ساحل لېسه کې یې زده کړې کړې دي. هغه د مرغیو کتلو سره مینه درلوده او دا شوق یې له خپل پلار سره ګډ و نو هغه په ​​اورنیتولوژي (مرغه پېژندنه) کې زده کړې هم په پام کې ونیوې. واټسن په Quiz Kids (د آزموینې ماشومان) کې راښکاره شو چې یوه مشهوره راډیويي خپرونه وه او ځېرک تنکي ځوانان یې د پوښتنو ځوابولو ته ننګول. هغه د شیکاګو په پوهنتون کې شامل شو او د پوهنتون له رئيس رابرټ هِچېنز د روښانه او ازاد فکرې پالیسۍ څخه په مننې سره چې د پنځلس کلنۍ په عمر یې د لوړو زده کړو بورس ترلاسه کړ. د هغه د ښوونکو په منځ کې لویس لیون تورسټون و چې واټسن ترې د فکټور تحلیل په اړه زده کړې وکړې چې وروسته یې د توکم اړوند لانجمنو نظریو کې په هغه استناد کاوه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

واټسن په ۱۹۴۶ ز کال کې د ایروِن شروډینګر کتاب ژوند څه دی؟ لوستلو وروسته خپل مسلکي ارمانونه د مرغانو پېژندنې څخه وراثت پوهنې ته واړول. په ۱۹۴۷ ز کال کې یې د شیکاګو له پوهنتون څخه په زولوژي کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. واټسن په خپل ژوندلیک له سر خوږوونکو خلکو څخه ډډه وکړه کې د شیکاګو پوهنتون د هغه د وروستیو تجربو د بیان پر خلاف د "یوه په زړه پورې اکاډمیکې موسسې په توګه تشریح کړ چې ده ته پکې د کړکېچن حالت فکر کولو ظرفیت او اخلاقي مجبوریت ورکړل شو تر څو د هغه کم عقلانو له خوا د ځورېدو احساس ونکړي چې د ده د حقیقت لټولو په لار کې خنډ وو". واټسن په ۱۹۴۷ ز کال کې د شیکاګو پوهنتون پرېښوود تر څو په انډیانا پوهنتون کې د یوه فارغ التحصیل زده کړیال په توګه نورو زده کړو ته دوام ورکړي. هغه په بلومینګټن کې د ۱۹۴۶ ز کال نوبل جایزې ګټونکي هرمن جوزف مولر شتون لېوال کړ چې په ۱۹۲۲، ۱۹۲۹ او ۱۹۳۰ ز کلونو کې په مهمو مقالو کې د وراثت مالیکول ټولې لومړنۍ ځانګړنې تشرېح کړې وې چې شروډینګر په خپل ۱۹۴۴ ز کال کتاب کې وړاندې کړې وې. هغه په ۱۹۵۰ ز کال کې د سلواډور لوریا تر لارښوونې لاندې خپله دکتورا له انډیانا پوهنتون څخه ترلاسه کړه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د مسلک اړونده کار او څېړنه

لوریا، ډېلبروک، او د فېج ګروپ

په اصل کې واټسن د سلواډور لوریا کارونو په وسیله مالیکولي بیولوژۍ ته راغی. لوریا وروسته په ۱۹۶۹ ز کال  کې د هغه د کار او څېړنو لپاره (لوریا–ډېلبروک تجربه) چې د وراثتي خوځښتونو (بدلونونو) څرنګوالي په اړه وه د فزیولوژي یا طب په برخه کې د نوبل جایزه (له مکس ډېلبروک سره په ګډه) وګټله. هغه د پوهانو یوه لوی ګروپ غړی و چې د ويروسونو په کارولو سره یې باکټریاوې ویروسي کولې چې باکټریافاژ ورته ویل کېده. هغه او مکس ډېلبروک د دغه نوي "فېج ګروپ" د مشرانو څخه وو چې د تجربي سېسټمونو د وراثت پوهانو یوه مهمه ډله وه چې د بېلګې په توګه په ډروسوفېلا (د مېوو مچ) نه نیولې ان تر میکروبي وراثت پورې اړونده څېړنې ترسره کولې. واټسن د ۱۹۴۸ ز کال په پیل کې په انډیانا پوهنتون کې د دکتورا څیړنې د لوریا په لابراتوار کې پیل کړې. واټسن د لومړي ځل لپاره په یاد پسرلي کې د ډېلبروک سره د لوریا په استوګنځي کې او بیا په دوبي کې د کولډ سپرېنګ هاربر لابراتوار (CSHL) ته په لومړي سفر کې ولیدل.[۲۸][۲۹][۳۰]

د فاژ ګروپ هغه فکري وسیله وه چې له لارې یې واټسن یو کاري ساینس پوه جوړ شو. تر ټولو مهمه دا چې د فاژ ګروپ غړو احساس وکړ چې دوی د جين فزیکي څرنګوالي موندلو ته نږدې دي. واټسن په ۱۹۴۹ ز کال کې له فیلکس آروویټز سره یو د زده کړې دوره واخيسته چې د هغه وخت دودیزه نظریه هم پکې شامله وه: دا چې جینونه پروټینونه دي او د ځان د بیا را منځته کولو وړتیا لري. د کروموزومونو بله لویه مالیکولي برخه ډي ان اې چې ډېری د "کمعقله ټیټرا نوکلیوټایډ" په توګه ګڼل کېده چې یوازې د جوړښت یوه برخه ده تر څو پروټینونه پرې ودرېږي. واټسن ان په هغه لومړیو وختونو کې د فاژ ګروپ له لارې د اوري­-مک لیدوډ-مک کارټي تجربه باندې پوه و چې ډي ان اې یې د جنیټیک مالیکول په توګه ګڼلو. واټسن په خپله څېړنیزه پروژه کې د باکتریايي ویروسونو غیر فعالولو لپاره د ایکس وړانګو څخه کار اخیست.[۳۱][۳۲]

واټسن بیا د ۱۹۵۰ ز کال په سپټمبر کې د دوکتورا وروسته څیړنې لپاره کوپنهاګن پوهنتون ته او هلته لومړی د بایو کېمېسټ هېرمن کلکار لابراتوار ته ولاړ. کلکار د نیوکلوئیک اسیدونو له انزایمي جوړښت سره لېوالتیا درلوده او غوښتل یې چې د تجربوي سېسټم په توګه فاژونه (د باکټریاوو ویروسي کول) وکاروي. واټسن غوښتل چې د ډي ان اې جوړښت وڅېړي او د هغه لېوالتیاوو د کلکار سره سمون نه درلود.[۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې