د لمر رڼا

د لمر رڼا د الکترو مقناطیسي وړانګو یوه برخه ده چې لمر یې خپروي، په ځانګړې توګه ماورای حمره (infrared)، د لیدو وړ یا مرئي (visible) او ماورای بنفش (ultraviolet) رڼا. په ځمکه کې د لمر رڼا د ځمکې د اتوموسفیر له لارې خپرېږي او فېلتر کېږي او کله چې لمر پر افق ولاړ وي، د ورځې د وړانګو په څېر ښکاري. کله چې د لمر مستقیمې وړانګې ورېځو نه وي بندې کړې، بیا د ځلېدونکې رڼا او تشعشعي تودوخې د ترکیب په ډول ښکاري. کله چې وړانګې ورېځو بندې کړې وي یا له نورو شیانو څخه منعکسې شوې وي، د لمر رڼا تیت یا شیندل کېږي. سرچینې په ۲۴ ساعتونو کې د نړیوال اوسط له مخې په هر متر مربع کې له ۱۶۴ واټونو څخه تر ۳۴۰ واټونو پورې اټکل کوي؛ ناسا اداره بیا دغه شمېره د ټولې ځمکې د لمریزې ځلا څلورمه برخه اټکلوي.[۱][۲]

د لمر ماورای بنفش وړانګې پر روغتیا مثبتې او منفي اغېزې لري، ځکه چې هم د (ویټامین ډي ۳) د سنټېز لپاره اړینې دي او هم میوټیجن (mutagen) دي.

د لمر رڼا د لمر له سطحې څخه ځمکې ته په شاوخوا ۸.۳ دقیقو کې را رسېږي. هغه فوټون چې د لمر له مرکزه پیلېږي او له چارچ شوې ذرې سره په هر ځل لګېدو خپل مسیر بدلوي، له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰۰ کلونو پورې وخت نیسي چې سطحې ته ورسېږي. [۳][۴]

د لمر رڼا په فوټوسنټېز کې یو مهم فکتور دی. فوټوسنټېز هغه پروسه ده چې نباتات او نور اټوټروفیک ارګانېزمونه یې د دې لپاره کاروي تر څو تشعشعي یا معمولاً لمریزه انرژي پر کیمیاوي انرژۍ بدله کړي چې د کاربوهایډرېټ د سنټېز او د ژوندیو موجوداتو فعالیتونو ته د ځواک ورکولو لپاره کارول کېدای شي.

په لمریزه منظومه کې د لمریزې رڼا شدت

د لمریزې رڼا هغه رښتینې روښنايي چې په سطحه کې لیدل کېږي، د اتوموسفیر په شتون او جوړښت پورې اړه لري. د بېلګې په توګه د زهرې سیارې غلیظ اتوموسفیر د لمر هغه رڼا تر ۶۰ سلنه ډېره منعکسوي چې ترلاسه کوي یې. د سطحې رښتینې روښنايي ۱۴۰۰۰ لوکسه [د لمر د وړانګو د اندازه کولو واحد] ده چې په ځمکه کې د «ورځې پر مهال له ډېرو ورېځو سره» د پرتله کېدو وړ ده.[۵]

په مریخ کې د لمر رڼا د ځمکې هغې رڼا ته لږ او ډېره ورته ده چې د ورځې په جریان کې لمر څه ناڅه په ورېځو کې پټ وي. لکه څرنګه چې د مریخ په اخیستل شویو عکسونو کې لیدل کېږي، هلته په کافي اندازه شیندل شوې یا تیت پرک اسماني وړانګې شته دي او سیوري تر ډېره تیاره نه ښکاري. له دې امله په مریخ کې د لمر رڼا د ځمکې د ورځې رڼا ته ډېره ورته ښکاري. د مریخ د سطحې منظر د ځمکې په پرتله څه ناڅه سوربخن دی او دلیل یې دا دی چې د مریخ په اتومسفیر کې سوربخنې دوړې خورې ورې دي.

په زحل کې د لمر د راختو او پرېوتو پر مهال لمرینه رڼا په ځمکه کې د لمر تر رڼا څه ناڅه روښانه ده. ان په پلوټو کې د لمر رڼا دومره روښانه ده چې ښايي د اوسېدو د خونې له رڼا سره برابره وي. د دې لپاره چې د لمر وړانګې په ځمکه کې د بشپړې سپوږمۍ د رڼا په څېر ولیدل شي، شاوخوا 500 AU (۶۹ نوري ساعته) واټن ته اړتیا ده؛ په لمریزه منظومه کې یوازې څو داسې اجرام پېژندل شوي دي چې له دومره واټن څخه په ډېر لرې مدار کې څرخېږي، د هغوی له ډلې 90377 سیډنا او (87269) 2000 67OO ته اشاره کولی شو.

د ځمکې ژوندي موجودات

په ځمکه کې نږدې ټول ژوندي موجودات د لمر په رڼا پايي. د نباتاتو په څېر ډېری اټوټروفونه له کاربن ډای اکسایډ او اوبو سره یوځای د لمر د رڼا انرژي د ساده قندونو د تولید لپاره کاروي – چې دا پروسه د فوتوسنتېز په نامه یادېږي. وروسته بیا دا قندونه د داسې ودانیزو بلاکونو او نورو ترکیبي مسیرونو په توګه کارول کېږي چې ژوندي موجود یا ارګانېزم ته د ودې زمینه برابروي.

د حیواناتو په څېر هیټروټوفونه د اټوټروپونو محصولات کاروي، یا خپل محصولات کاروي او یا هم د نورو هیټروټروفونو محصولات کاروي او په دې توګه د لمر له رڼا څخه په غیر مستقیم ډول استفاده کوي. وروسته بیا قندونه او د اټوټروفونو له‌خوا نور تولید شوي مالیکولي توکي تجزیه کېږي، زېرمه شوې لمریزه انرژي ازادېږي او هېټروټروفونو ته د پایښت یا ژوندي پاتې کېدو لپاره لازمه انرژي رسېږي. دا پروسه د حجروي تنفس په نامه یادېږي.

په ماقبل التاریخ زمانه کې انسانانو نباتي او حیواني توکي د نورو موخو لپاره وکارول او په دې توګه یې دا پروسه لا ډېره پراخه کړه. د بېلګې په توګه د څارویو پوست یې د تودوخې او لرګینې وسلې یې د ښکار لپاره کارولې. دغو مهارتونو انسانانو ته زمینه برابره کړه تر څو د لمر له وړانګو څخه تر هغه ډېره استفاده وکړي چې یوازې د ګلایکولیز (glycolysis) له لارې ممکنه وه، او په دې سره انسانانو وده پیل کړه.

د ډبرو د نوې دورې یا لومړني کرنیز انقلاب په جریان کې د نباتاتو او حیواناتو اهلي کولو لمریزې انرژۍ ته د انسان لاسرسی ډېر کړ. کرنیزو محصولاتو ته وقف شوې سیمې د نه خوړل کېدونکو نباتي موادو په مرسته بډایې شوې وې چې د راتلونکو حاصلاتو لپاره یې قندونه او خوراکي مواد برابرول. هغه حیوانات چې پخوا به یې له ښکار څخه انسانانو ته یوازې غوښه او وسایل په لاس ورتلل، دا مهال یې یې د ژوند په لړ کې د کار لپاره کارول او د خوراک لپاره یې هغه واښه ورکول چې انسانانو نه خوړل. فوسیلي سون‌توکي د لرغونو نباتي او حیواني موادو پاتې شوني دي چې د لمرینې رڼا د انرژۍ په مرسته رامنځته شوي او بیا میلیونونه کاله په ځمکه کې بند پاتې شوې دي.

د انسانانو پر روغتیا اغېز

د لمر د رڼا ماورای بنفش وړانګې پر روغتیا مثبتې او منفي اغېزې لري، ځکه چې هم د ویټامین ډي۳ (vitamin D3) سرچینه او هم میوټیجن دي. بشپړوونکي خوراکي مواد [یعنې هغه غذايي ماده چې په یوه ځانګړي خوراکي رژیم کې تر طبیعي اندازې ډېره کارول کېږي] کولی شي له دغه میوټيجینیک اغېز پرته ویټامین ډي پوره کړي، خو هغه طبیعي میکانیزمونه له منځه وړي چې د لمر له رڼا څخه د تولید شوې وټیامین ډي د بې حده ډېر مصرف مخه نیسي. ویټامین ډي پر روغتیا پراخې مثبتې اغېزې لري چې هډوکي پیاوړي کوي او احتمالاً د ځینو سرطانونو د ودې مخه نیسي. لمر ته مخامخېدل د میلاټونین د سنټېز له وخت، د طبیعي ورځني نظم له ساتلو او د موسمي عاطفي ګډوډیو د خطر له کمولو سره هم مرسته کوي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په اوږدمهالي ډول د لمر له رڼا سره مخامخېدل د پوستکي له سرطان، د پوستکي له زړېدو، د معافیت له کمزورۍ او د سترګو له ناروغیو سره مرسته کوي. په لنډمهالي ډول د لمر له رڼا سره مخ کېدل د سترګو د سوځېدو، له واورې سره د حساسیت او د سولر ریټینوپیتي (solar retinopathy) لامل کېږي.[۱۲]

ماورای بنفش وړانګې، د لمر رڼا او لمریز څراغونه یوازني هغه سرطان زیږوونکي موارد دي چې روغتیايي ګټې لري او د عامې روغتیا ځینې ادارې وايي چې د لمر د ډېرې یا لږ رڼا د اړوندو خطرونو تر منځ باید توازن موجود وي. یو ټولیز توافق موجود دی چې له جل وهنې یا لمر وهنې څخه باید تل ځان وساتل شي.[۱۳][۱۴]

ایپیډیمولوژیکي ډېټا ښیي هغه خلک چې د لمر له رڼا سره ډېر مخامخېږي، د وینې ټيټ فشار لري او د زړه د اړوندو ناروغیو له امله یې د مړینو کچه کمه ده. که څه هم د لمر رڼا (او ماورای بنفش وړانګې یې) د پوستکي د سرطان خطر پېښوي، خو "د لمر له رڼا څخه ځان ساتل د ټولې روغتیا لپاره د ګټې په پرتله ډېر زیان لرلای شي". یوې څیړنې موندلې ده چې هېڅ داسې شواهد نشته چې ماورای بنفش وړانګې د نورو خطري فکتورونو لکه سګرېټ څکولو، الکولو او د وینې د لوړ فشار په پرتله عمر کم کړي.[۱۵]

سرچينې