سياسي سموالی

سياسي سموالی (د صفت په توګه: په سياسي ډول سم، په عمومي ډول د PC په توګه لنډيز شوی دی) يوه اصطلاح ده، چې د ژبې، تګلارو يا معيارونو د تشرېح کولو لپاره کارول کېږي، چې په ټولنه د ځانګړو ډلو د غړو پر وړاندې د تېري يا ورته د زيان رسولو د مخنيوي هڅه کوي. په عامه وينا يا رسنيو کې ياده اصطلاح په عمومي ډول په منفي يا سپکونکي کارول کېږي، چې له مخې يې يادې تګلارې خورا زياتې يا افراطي مګر د ډاډ وړ نه دي. د ۱۹۸۰ز لسيزې له وروستيو راهيسې نوموړې اصطلاح د هر اړخيزې ژبې او د ژبې يا چلند د مخنيوي لپاره د غوره توب تشرېح کولو په موخه کارول کېږي، چې د خلکو هغو ډلو ته وېستونکې، ګوښه کونکي يا سپکاوي کونکې اصطلاح ګڼل کېدلی شي، چې زيانمن شوي دي يا ‎يې پر وړاندې توپيري چلند شوی دی؛ په ځانګړي ډول هغه ډلې چې د توکم، جنسيت، جنډر يا جنسيتي تمايل له مخې پېژندل شوي دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسيزو کې د کيڼ اړخو سياسي ډلو له لورې د «په سياسي ډول سم» اصطلاح لومړنۍ کارونه په ځان د ملنډې وهلو په ډول وه او يو د پام وړ سياسي خوځښت د نوم پر ځای په کنايي يا طنزي ډول کارول کېدله. دا اصطلاح د کيڼ اړخو په منځ کې د يوې ټوکې په توګه ګڼل کېدله او په هغو خلکو باندې د ملنډو وهلو په موخه کارول کېدله، چې د سياسي عقيدې خورا سخت پيروان وو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د اصطلاح معاصره سپکونه کارونه د ۲۰ پېړۍ په وروستيو کې د نوي کيڼ اړخي “New Left” له محافظه کار نيوکې څخه راپورته شوه، چې زياتره يې د يو ډول سانسور په توګه تشرېح کوي. متحده ايالتونو کې د سياسي کيڼ اړخ په اړه متبصرينو ټينګار کوي، محافظه کاران د سياسي سموالي مفکوره د زيانمنو شويو ډلو پر وړاندې په بسنټيز ډول له توپيري چلند څخه د خلکو د پام اړولو يا کم ښودلو په موخه کاروي. دوی دا استدلال هم کوي، چې سياسي ښي اړخ د خپلو غوره ټاکنيزو حوزو او نظرياتو د نيوکې د مخنيوي يا پټولو په موخه د سياسي سموالي خپل ډولونه پلي کوي. په متحده ايالتونو کې دې اصطلاح د ازادي غوښتونکو او محافظه کارانو تر منځ «کلتوري جګړه» کې ستره ونډه لوبولې ده. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

تاريخچه

د ۲۰ پېړۍ له لومړيو څخه تر نيمايي پورې

د شلمې پېړۍ له لومړيو څخه تر نيمايي دوره کې د «په سياسي ډول سم» عبارت سياست ې د ايديالوژيکو عقيدو د لړۍ د کلکې پېروۍ د تشرېح کولو په موخه کارول کېده. په ۱۹۳۴ز کال کې نيويارک ټايمز راپور ورکړ، چې نازي المان يوازې هغو سوچه اريايانو ته د راپور ورکولو اجازه ورکوله، چې نظريات يې «په سياسي ډول سم» وو. [۲۴]

د سياسي سموالي اصطلاح په لومړي ځل د روسيې د ۱۹۱۷ز کال له اوښتون څخه وروسته په مارکسيست-ليننست قاموس کې راڅرګنده شوه. ياده اصطلاح هغه وخت د شوروي اتحاد د کمونيست ګوند تګلارو او اصولو ته د کلکې پېروۍ تشرېح کولو په موخه کارول کېدله، چې د ګوند تګلاره يا کرښه وه. وروسته په متحده ايالتونو کې د امريکايي کمونيستانو او امريکايي سوسياليستانو تر منځ بحثونو کې بې دليله د يوې عقيدې يا نظريې د منلو يا پرې د ټينګار کولو (ډوګماتېزم) له تورونو سره مل شوه. د امريکايي ښوونکي هربرت کوهل “Herbert Kohl” له نظره چې د ۱۹۴۰ز لسيزې په وروستيو او د ۱۹۵۰ز لسيزې په لومړيو کې يې د بحثونو په اړه ليکنې کولې، سوسياليستانو کمونيستان د ټولو سياسي موضوعګانو په اړه تل د «سم» دريځ لرونکو په توګه ګڼل. [۲۵]

د «په سياسي ډول سم» اصطلاح په بې اعتباره کونکي ډول، هغه شخص ته د ويلو په موخه کارول کېدله، چې د کمونيست ګوند تګلارې پر وړاندې ژمنتيا يې خواخوږي يا زړه سوی تر پښو لاندې کړ او د ناوړه سياست لامل شوه. دا اصطلاح د سوسياليستانو له لورې د کمونيستانو خلاف کارول کېدله او په دې معنا سره وه، چې له هغو ډوګماتيک کمونيستانو څخه چې د خپلې اخلاقي مادي په پام کې نه نيولو سره د ګوند د دريځونو ګټندويي او دفاع کوي، هغه سوسيالېستان رابېل کړي، چې پر برابري غوښتونکو اخلاقي نظريو باندې باور لري.

۱۹۷۰ز لسيزه

په ۱۹۷۰ز لسيزه کې د امريکا نوي کيڼ اړخي سياست «په سياسي ډول د سم» اصطلاح کارول پيل کړل. په «تور پوستې ښځه: غورچاڼ (۱۹۷۰ز)» نومي مقاله کې ټوني کېډ بامبارا “Toni Cade Bambara” وويل، چې «يو سړی او همدا راز نارينه چاوېنيسټ [هغه څوک چې باور لري نارينه له ښځينه څخه غوره دی] په سياسي ډول سم نه شي اوسېدلې. ويليم سافاير “William Safire” دا وينا په ځانګړي معاصر ډول کې د لومړۍ کارونې په توګه ثبتوي. [۲۶][۲۷]

له دې څخه وروسته ياده اصطلاح په ځان باندې د ملنډې وهلو لپاره کارول کېده. ډيبرا ال شولتز وويل، چې د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ز لسيزو په اوږدو کې نوي کيڼ اړخ، د ښځو د برابرۍ پلويانو او پرمختلونکو خپله «په سياسي ډول سم» اصطلاح د ټولنيز بدلون هڅو کې په خپلو عقيدو باندې د ټينګتيا پر وړاندې د پېغور يا کنايې په توګه وکاروله. په سياسي ډول سم “PC” د بابي لندن “Bobby London” له لورې په “Merton of the Movement” نومي طنزي کتاب کې کارول شوې ده، چې ورڅخه وروسته د بارټ ډېکون “Bart Dickon” طنزيه لړۍ کې «په نظرياتي ډول سالم: Ideologically Sound» اصطلاح وکارول شوه. ايلين ويليس “Ellen Willis” د «د ښځو د برابرۍ پلوي اوښتون پر لور: Toward a feminist Revolution» تر سرليک لاندې خپلې مقاله کې وويل: «د اتيايمې لسيزې په لومړيو کې هغه وخت چې د ښځو حقونو د برابرۍ پلويو له لورې د «د سياسي سموالي» اصطلاح وکارول شوه، په اصل کې د فيمينيسټ جنسيت د راپېژندلو په موخه د بې حيايۍ ضد خوځښتونو هڅو پر وړاندې د ملنډو په کارول کېدله. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

ستوارت هال “Stuart Hall” يوه لاره وړاندې کوي، چې ښايي د اصطلاح اصلي کارونې په کې معاصرې کارونې ته وده کړې وي:

د يوې نسخې له مخې، سياسي سموالی په رښتيني ډول کيڼ اړخ کې د ټوکې په توګه پيل شو: بنسټپالو زده کونکو به د امريکايي پوهنتونونو په انګړونو کې له شپېتمې لسيزې څخه مخکې د پخوانۍ ناوړه ورځې “Bad Old Days” په نوم د يوې طنزې لوبې تمثيل کاوه او دا هغه وخت و، چې هرې اوښتونيزې يا انقلابي ډلې په کې د هر څه په اړه ګوندي نظر درلوده. دوی به د سور پوستو ساتونکو “Red Guards” يا کلتوري اوښتون د پولې ساتونکي “Cultural Revolution Commissar” د غږ («په سياسي ډول ډېر سم نه، ملګريه!» په پېښې يا تقليد کې د خپلو ملګرو زده کوونکو په واسطه د جنسيت پلوي يا نژاد پلوي چلند ځينې روښانه بېلګې په نښه کولې.

۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ز لسيزې

د الن بلوم د ۱۹۸۷ز کال “The Closing of the American Mind” نومي کتاب په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ ز لسيزو کې د امريکاک په لوړو زده کړو کې د سياسي سموالي په اړه د بحث راپورته کړ. “CMU” کې انګريزي د ادبي او کلتوري څېړنو پروفيسور جيفري جی ويليمس وليکل، چې پر سياسي سموالي باندې هغه بريد، چې د رېګن د کالونو په اوږدو کې راپارېدلی دی، د بلوم په ذکر شوي کتبا سره يې غوره خرڅلاو تر لاسه کړ. د “Z. F. Gamson” په اند د بلوم کتاب د سياسي سموالي لپاره پر پوهنځي بريد وکړ. “CSU” کې د ټولنيز کار پروفيسور ټوني پلاټ وايي، چې د سياسي سموالي پر وړاندې مبارزه په ۱۹۸۷ ز کال کې د بلوم د کتاب له لورې پيل شوې وه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د نيويارک ټايمز د ۱۹۹۰ز کال د اکتوبر يوې مقالې ته چې د ريچارد بيرنسټين له لورې ليکل شوې وه، د اصطلاح د عمومي کولو امتياز ورکول کېږي. په دې وخت کې ياده اصطلاح په اصل کې علمي ټولنو کې کارول کېدله: «ياده اصطلاح لکه څرنګه چې په عمومي ډول د P C  په بڼه لنډيز شوې ده، په دې اړه بحثونو کې زيات نه زياته اورېدل کېږي، چې پوهنتونونو کې بايد څه شی تدريس شي». په “arcnews/curnews” کې د نيکسيس “Nexis” د يادونو له مخې ۱۹۹۰ زکال کې د سياسي سموالي اصطلاح په ټوليز ډول يوازې اويا مقالو کې کارول  شوې وه، مګر يو کال وروسته نيکسيس په ۱۵۲۳ مقالو کې يادونه ثبتوي، چې په ۱۹۹۴ زکال کې يې کچه په ثابت ډول له ۷۰۰۰ څخه زياته شوه. د ۱۹۹۱ زکال په می کې نيويارک ټايمز يوه تعقيبي مقاله درلوده، چې له مخې يې ياده اصطلاح په زياتېدونکي ډول په پراخه کچه عمومي کارول کېدله. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

هغه څه چې د سياسي سموالي په نوم يادېږي، هغه اصطلاح ده چې د تېر مني د پوهنيز کال په پيل کې عمومي منښت تر لاسه کړ، وروستيو مياشتو کې خپره شوې ده او د پارېدلي ملي بحث د تمرکز (په ځانګړي ډول د پوهنتونونو يا پوهنځيو انګړونو کې) تر څنګ، د امريکايي ژوند په لويو برخو کې هم د پام وړ ګرځېدلې ده. -       روبرت ډي مک فادين، «سياسي سموالی»: نوی يو اړخيز ازمايښت؟، ۱۹۹۱ز کال

سرچينې