ماکس بورن

ماکس بورن FRS (د سلطنتي ټولنې همکار)، FRSE  (د اډینبورګ د شاهي ټولنې همکار) (الماني تلفظ یې: [ˈmaks ˈbɔʁn] ؛ زوکړه د ۱۸۸۲ کال د ډېسمبر ۱۱مه – مړینه د ۱۹۷۰ کال د جنوري ۵مه) یو الماني الاصله – بریتانیوی ریاضي پوه او فزیک پوه و چې د کوانټمي میخانیک د پراختیا په برخه کې یې رول درلود. هغه همدارنګه د جامد فزیکي حالت او د نور فزیک سره مرسته وکړه او په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو کې یې د یو شمېر مخکښو فزیک پوهانو پر کار هم څار درلود. بورن «په کوانټمي میخانیک کې د بنسټيزو څېړنو په ځانګړې توګه د څپې د تابع د احصایوي تفسیر» له امله په ۱۹۵۴ کال کې د فزیک د نوبل جایزه ترلاسه کړه. [۱]

بورن په ۱۹۰۴ کال کې د ګوټینګن پوهنتون ته داخل شو او هلته یې له درېیو مشهورو ریاضي پوهانو فیلیکس کلین، ډيويډ هېلبرټ او هیرمن منکوفسکي سره ولیدل. هغه د خپلې دوکتورا تیزس «په فضاء او صفحه کې د الاستیکا/ارتجاعیت ثبات» پر موضوع ولیکه او د پوهنتون د فلسفې پوهنځي د نوبل جایزه يې وګټله. هغه په ۱۹۰۵ کال کې له مېنکوفسکي سره د ځانګړي/خاص نسبیت په اړه څېړنه پیل کړه او ورپسې یې د اتوم د ټامسون موډل په اړه د خپلې پوهاندۍ/هابېلشن (تر ټولو لوړه علمي درجه، ژباړن) تیزس ولیکه. په ۱۹۱۸ کال کې یې په برلین کې له فریټز هابر سره تصادفي لیدنه له یو هلوجن سره د فلز د غبرګون پر مهال د یو ایوني ترکیب د رامنځته کېدلو د څرنګوالي په اړه د بحث لامل شوه چې اوس مهال د بورن -هابر د څرخ په نوم پېژندل کېږي.  

د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د راډیوچلوونکي په توګه د کار تر پيل وروسته، د هغه ځانګړې تخصصي پوهه د دې لامل شوه چې هغه د غږ په برخه کې څېړنو ته ولېږل شو. بورن په ۱۹۲۱ کال کې ګوتینګن ته راستون شو او بله چوکۍ يې خپل اوږدمهاله ملګري او همکار جېمز فرانک ته تیاره کړه. د بورن پر مهال ګوتینګن په نړۍ کې د فزیک په تر ټولو مهمو مرکزونو بدل شو. بورن او ورنړ هایزنبرګ په ۱۹۲۵ کال کې متریکس میخانیک او کوانټمي میخانیک فورمول بندي کړ. هغه په ورپسې کال کې د ψ*ψ لپاره د احتمال د پراخوالي/وسعت تابع اوسنی سټندر تفسیر د شرودینګر په معادله کې فورمولبندي کړ، چې له امله یې په ۱۹۵۴ کال کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. د هغه نفوذ د هغه تر خپلو څېړنو ډېر پراخ و. ماکس ډلبروک، زیګفریډ فلوګ، فریدریک هونډ، پاسکال جورډن، ماریا ګوپرت مایر، لوتار ولفګانګ نوردهایم، رابرټ اوپنهایمر او ویکتور وایسکوپف ټولو خپله د دوکتورا درجه په ګوتینګن کې د بورن ترلاس لاندې ترلاسه کړه او انریکوفرمي، ورنر هایزنبرګ، ګرهارزبرګ، فریدریک هونډو پاسکال جورډن. ولفګانګ پاولي، لیون روزنقلډ، اېډوارد ټېلر او ایوجین ویګنر د هغه له مرستیالانو څخه وو.  

د ۱۹۳۳ کال په جنورۍ کې په المان کې نازي ګوند واک ته ورسېد او بورن چې یهودی و نو په ګوتینګن پوهنتون کې د هغه د استادۍ دنده ځنډنۍ شوه. هغه بریتانیا ته مهاجر شو، چې هلته یې د سېنټ جانز په کالج کې دنده پیل کړه او د بې‌تابې نړۍ په نوم یې یو مشهور کتاب ولیکه او همدارنګه یې اتومي فزیک ولیکه چې ډېر زر په یو ستندر درسي کتاب بدل شو. د ۱۹۳۶ کال په اکتوبر کې په اډېنبورګ پوهنتون کې د طبعي فلسفې ټایټ/کلک استاد شو او هلته يې د الماني الاصله همکارانو اي. والټر کېلرمنن او کلاوس فیوکس په همکارۍ د فزیک په برخه کې خپلو څېړنو ته دوام ورکړ. بورن د ۱۹۳۹ کال د اګست په ۳۱مه په اروپا کې د دویمې نړیوالې تر پیل کېدو یوه ورځ مخکې د بریتانیا تابیعت ترلاسه کړ. هغه تر ۱۹۵۲ کال پورې په اډېنبورګ کې پاتې شو. هغه د المان په لویدیځ کې باد پیرمونت ته متقاعد شو او د ۱۹۷۰ کال د جنوري په ۵مه په ګوتینګن کې په یوه روغتون کې ومړ.[۲]

د ژوند لومړي کلونه

ماکس بورن د ۱۸۸۲ کال د ډېسمبر په ۱۱مه په بروسلاو (وروتسلاو، اوسنی پولنډ) کې چې د بورن د زېږون پر مهال د المان په امپراتورۍ کې د سیلسیا د پروس ایالت یوه برخه وه، په یوه یهودي کورنۍ کې نړۍ ته راغی. هغه په برسلاو پوهنتون کې د جنین‌پوهنې د استاد اناتومي‌پوه او جنین‌پوه ګوستاو بورن له دوو بچیانو څخه یو و او د سیلزي صنعت‌کارانو له کورنۍ څخه د هغه د مېرمنې مارګات (ګرتچن) مېرمن کافمن څخه نړۍ ته راغی. مور یې د ۱۸۸۶ کال د اګست په ۲۹مه کله چې ماکس څلور کلن و ومړه. ماکس د کېډا په نوم یوه خور لرله چې په ۱۸۸۴ کال کې زېږېدلې وه او له برتا ليپستين سره یې د پلار له دویم واده څخه د ولفګانګ په نوم یو میرنی/ناسکه ورور درلود چې وروسته د نیویارک ښار په کالج کې د هنري تاریخ استاد شو.  [۳][۴][۵][۶]

بورن په اصل کې د بروسلا په کانګ-وېلهلم جمنازیم (König-Wilhelm-Gymnasium) کې زده‌کړې وکړې او په ۱۹۰۱ کال کې یې بورسلا پوهنتون ته لار ومونده. د المان تحصیلي سیستم زده‌کړیالانو ته دا اجازه ورکوله چې په اسانۍ له یو پوهنتون څخه بل پوهنتون ته لاړ شي، په دې توګه هغه اوړنی سمستر په ۱۹۰۲ کال کې د هایدلبرګ په پوهنتون کې او ژمنی سمستر په ۱۹۰۳ کال کې د زوریخ په پوهنتون کې تېر کړ. په بورسیلا کې د هغه ملګرو زده‌کوونکو اوتتا ټیوپلېټز او ارنسټ هېلېنګر بورن ته د ګوتینګن پوهنتون په اړه وویل او بورن د ۱۹۰۴ کال په اپرېل کې هلته ولاړ. په ګوتیتګن کې هغه درې پېژندل شوي ریاضي پوهان وموندل: فلیکس کلاین، ډیويډ هیلبرت او هرمان مینکوفسکي. تر دننه کېدلو وروسته يې ډېر زر له دوو وروستیو سړیو سره نږدې اړیکې جوړې کړې. له هېلبرټ څخه د لومړي ټولګي تر اخیستلو وروسته، هېلبرټ د هغه پر استثنايي وړتیا وپوهېد او هغه یې د لکچر کاتب په توګه وټاکه چې دنده یې د ګوتینګن پوهنتون د زده‌کړیالانو د ریاضیاتو د لوستلو اتاق لپاره د صنفي یادښتونو لیکل وو. د ټولګي کاتب‌والي بورن له هیلبرت سره په منظمه او ارزښتمنه اړیکه کې ښکېل کړ. هغه چې لومړی کس و، د نیمه رسمي او بې معاشه همکاراستاد په توګه تر ټاکل کېدو وروسته هېلبرټ د هغه لارښود شو. له مینکوفسکي سره د بورن پېژندګلوي د بورن د میرې له طریقه وشه، ځکه له مینکوفسکي سره يې په کونیګزبرګ کې د نڅا د ټولګيو له دورې پېژندل. دغه پيلامه د بورن کورنۍ له‌خوا د میکوفسکي کورنۍ یکشنبې ورځو د شپې له مېلمستیاوو سره مل وه. پر دې سربېره بورن د کاتب او همکار استاد په توګه د خپلو دندو پر مهال غالباً د هېلبرټ په کور کې له مینکوفسکي سره لیدل.  [۷][۸][۹]

له کېلن سره د بورن اړیکه ډېره لانجمنه وه. بورن په هغه سمینار کې ګډون وکړ چې د کاربردي ریاضیاتو د استادانو کارل رانګ او لودویک پراندټل له خوا د ارتجاعیت په موضوع جوړ شوی و. که څه هم بورن له دې موضوع سره خاصه علاقه نه لرله، خو موظف و چې مقاله وړاندې کړي. هغه یوه مقاله وړاندې کړه چې په یاده مقاله کې یې له دوو ثابتو سرونو سره د یو منحني سیم ساده حالت ته په پام سره د هېلبرت د بدلونونو حساب له کارولو سره د سازونې د تعینولو لپاره ګټه واخیسته تر څو د پوتانشیل انرژي تر ټولې ټيټې/حداقل کچې ته ورسوي او په دې توګه تر ټولو ډېر ثابت وي. کلاین ورڅخه اغېزمن شو او بورن ته یې بلنه ورکړه چې د «په صفحه او فضا کې د ارتجاعیت د ثبات» - پر موضوع یو څېړنیزه رساله/تېزس ولیکي، یاده موضوع کلاین ته ډېره ګرانه او نږدې وه – چې کلاین د پوهنتون له خوا د فلسفې پوهنځۍ د کلنۍ جایزې لپاره غوره کړې وه. نویو داخل شویو زده‌کړیالانو هم کولی شوی د دوکتورا د رسالې په توګه د یادې جایزې په شرایطو برابر وي. بورن دا وړاندیز رد کړ، ځکه کاربردي ریاضیات د هغه د خوښې مسلک نه و. کلاین په شدید ډول خفه شو.   [۱۰][۱۱]

سرچينې