پټرا
پټرا (په انګرېزي: Petra، په عربي: البتراء) د اردن په سویلي ولایت معان کې یو لرغونی او تاریخي ښار دی چې پخوا د نبطیانو د حکومت پلازمېنه وه. دا ښار په دې خاطر ډېر مشهور دی چې د ډبرو ودانۍ لري او د اوبو منظم لښتي (ویالې) په کې را تېرې شوې دي. دې ښار ته 'ګلابي ښار' هم وايي هغه ځکه چې د ودانیو د جوړولو لپاره یې د غرونو سرې – یا – ګلابي رنګه تیږې توږلې دي. پټرا په ۲۰۰۷ کې د نړۍ په اوو نویو عجایبو کې وشمېرل شو. پټرا، چې په کابو ۳۱۲ مخږېږدي کلونو کې د عربي نبطیانو له خوا رغول شوی، د اردن نښه ده او همدا ډول په اردن کې تر ټولو زیات سیلانیان لري. نبطیان د عربو کوچیان وه او غوښتل یې چې له پټرا څخه یو لوی سوداګریز مرکز جوړ کړي هغه په دې خاطر چې دا ځای د سیمې په کچه ټولو سوداګریزو لارو ته نږدې وو.
تړلې لیکنې
- لرغونپوهنه
- د مصر احرامونه
🔥 Top keywords: لومړی مخماري انتوانېتځانگړی:زما خبرې اترېځانگړی:پلټنهدويمه نړېواله جګړهمطالعهلارښود:منځپانګهسمندري انجینريويکيپېډيا:جرګهويکيپېډيا:له موږ سره اړيکهتانبه:مېنځپانگه/تانبېويکيپېډيا:تازه پېښېويکيپېډيا:د پوهنغونډ په اړهکارن:Af420/common.cssويکيپېډياافغانستانکونړ ولايتپښتوويکيپېډيا:General disclaimerمحمد (ص) په اسلام کېويکيپېډيا:دوتنه پورته کولننګرهار ولایتد افغانستان ولايتونهتوماس اډیسوناحمد شاه درانیښوونځیځانگړی:اوسني بدلونونهد ښځې تناسلي آلهسردار محمد يوسف خانانګلیسيد افغانستان سيندونهسل سوالونهپوهنهد امریکا متحده آیالاتونهد پښتو ژبدودويکيپېډيا:بنډارځایويکيپېډيا:مخګرځکينډۍ:AF420/ډاټادوتنه:LAGUNA ARCOIRIS P.N. CONGUILLIO.jpg