کاتماندو
کاتماندو په نیپالي ژبه काठमाडौं) د نیپال هیواد پلازمینه او ترټولو لوی ښار دی.
کاتماندو | |
---|---|
काठमाडौं | |
د کاتماندو انځور | |
کاتماندو | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۲۷°۴۲′ شمال ۸۵°۲۰′ ختیځ / 27.700°شمال 85.333°ختيځ | |
جوړښت | ۹ (میلادی) پیړۍ |
اداري وېش | |
هیواد | کينډۍ:NEP |
سیمه | کاتماندو سیمه |
پلازمینه د: | |
پراخوالی | |
• پراخوالی | ۵۰٫۶۷ کلوميټر٢ (۱۹٫۵۶ میله مربع) |
لوړوالی | ۱۴۰۰ ميټره (۴٬۶۰۰ فوټ) |
نفوس شمېرنه | |
• ټولټال | ۱٬۰۰۳٬۲۸۵ نفر[۱] |
وروستي مالومات | |
وخت زون | Nepal Time (ه.ن.و۵:۴۵+) |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 01 |
جيو کوډ | 1283240[۲] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | www.kathmandu.gov.np |
سمول |
جغرافیه
دا ښار د سمندر له سطحې څخه په ۱۳۵۰ متره لوړوالي او د ویشموناټی په سیند باندې په یوه دره کې موقعیت لری.دا ښار د ډیرو بودایي او هندو معبدونو او قصرونو له امله مشهور دی، چې ډیری یې د ۱۷ پیړۍ پورې تړاو لري. د نیپال تر ټولو لویه سټوپا چې د بودا په ولسوالۍ کې موقعیت لري د بودهنات په نوم یادیږي؛ مهم معبد یې پاشوپتیناټ نومیږي چې د تریبوهوان هوایی ډګر ته نژدې پروت دی. په کاتماندو کې ډیری ماڼۍ شتون لری چې نن ورځ ترې د وزارتونو په توګه کار اخيستل کېږي. تر ټولو مشهورې ماڼۍ یې د هانومان دهوکا په نوم ياديږي چي د نړیوال میراث د لیست یوه مهمه څلور لاري دوربا کې موقعیت لري. د کاتماندو په دره کې د نړیوال میراث شپږ نور یادګارونه هم شتون لري. بله ماڼۍ یې د تاملي په خوا کې پرته ده چې د نیپال د شاهي کورنۍ پخوانۍ ماڼۍ ده چې اوس په کې موزیم دی.د غربی سیلانیانو لپاره کاتماندو ډیر په زړه پورې دی چې په عمده توګه زیات تمرکز په تملی ولسوالۍ باندې کوی. دا ښار په ځانګړی ډول د کلتور د مینه ناکو او د غره ختونکي ګرځندویانو لپاره مشهور دی دی چې د غرختونکي د ملاتړ سټیشن هم دی