کمونيزم

کمونیزم (د لاتین کلیمې کمونیس نه اخیستل شوی چې د عمومی او نړیوال معا لري) یوه فلسفي، ټولنیزه، سیاسي او اقتصادي ایډیالوژي او غورځنګ دی چې موخه يې د یوې کمونیستي ټولنې جوړول دي، یعنې د یوه داسې ټولنیز اقتصادي نظم رامنځته کول چې د تولید د وسایلو عمومي مالکیت او د ټولنیزو طبقو، پیسو او دولت نه شتون مفکورې پر بنسټ جوړشوی وي. کمونیزم د سوسالیزم یو شکل او ځانګړې بڼه ده. کمونستان د دولت په له منځه تللو موافق دي، خو د دې هدف د ترلاسه کولو د لاروچارو په اړه مخالفت لري او دا چاره د کمونیزاسیون ډېر آزادي پلوي چلند، انقلابي خپلسرۍ او کارګرانو ځان-مدیریتۍ او د مشروطه سوسیالیستي دولت د رامنځته کولو له لارې د ډېر مخکښپال (vanguardist) یا کمونسټ ګوند له خوا پرمخ وړل شوي چلند تر منځ توپیر ښيي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د تاریخ په اوږدو کې د کمونیزم ډېر ډولونه رامنځ ته شوي دي، لکه: انارشي کمونیزم او د مارکسیست فکري مکتبونه. کمونیزم ګڼ فکري مکتبونه لري، لکه: مارکسیسزم، لینینیزم او آزادي پال کمونیزم او همدارنګه سیاسي ایډیالوژۍ چې د دواړو پرشاوخوا ډلبندي شوې دي او ټول دا تحلیل لري چې د ټولنې اوسنی نظم له پانګوالي، د هغې له اقتصادي نظام او د تولید له بڼې نه سرچینه اخلي؛ یعنې په دې سیستم کې دوه سترې ټولنیزې طبقې شته دي، د دواړو طبقو تر منځ اړیکه استثماري ده او په نهایت کې حالت د ټولنیز انقلاب له لارې د حل وړ دی. دغه دوه طبقې پرولتاریا (کارګره طبقه) ده چې د ټولنې د وګړو اکثریت جوړوي او باید د پایښت په موخه کار وکړي او بورژوا (پانګواله طبقه) ده چې د ټولنې ډېرکوچني لږه کی دي او د تولید د وسایلو د خصوصي مالکیت له لارې د کارګرې طبقې په استخدامولو سره ګټه ترلاسه کوي. د دې تحلیل پر بنسټ، انقلاب به کارګره طبقه واک ته راپورته کوي او دوی به په خپل وار سره د تولید د وسایلو ټولنیز مالکیت رامنځته کوي، چې دا چاره بیا د تولید د کمونیستی بڼې پر لوري د ټولنې د تحول بنسټيز عنصر دی. [۸]

په ۲۰مه پېړۍ کې، د مارکسیسزم-لینینیزم نظریې او د هغو د نورو ډولونو ملاتړي کمونیست حکومتونه واک ته ورسېدل، چې په سر کې يې په شوروي اتحاد کې د ۱۹۱۷ز کال د روسیې انقلاب و، ورپسې د ختیځې اروپا، آسیا برخې او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ځینې نورې سیمې. په ۱۹۲۰مو ز کلونو کې د نړیوالو سوسیالیستی خوځښوتونو په دننه کې حاکم سیاسي تمایل د سوسیال دموکراسي تر څنګ، کمونیزم ته و. کمونیزم په ددوو سترو کتګوریو وېشلای شو، یعنې هغه چې د ۲۰مې پېړۍ د کمونیستي دولتونو له عملی اړخونو سره سروکار لري او هغه چې د کمونیسټي اصولو او نظریې سره سروکار لري. ډېری پوهان او اقتصادپوهان دا استدلال کوي چې د شوروي ماډل، چې ظاهراً کمونیسټی دولتونو په عمل کې تر هغه لاندې فعالیت کاوه، د یوې اقتصادي نظريې په توګه د کمونیزم د ترټولو منل شوو تعریفونو سره سم یو ریښتینی کمونیستي اقتصادي ماډل نه و، بلکې په حقیقت کې د دولتي کپیتالیزم یوه بڼه یا یو ناپلان شوی اداري-سفارشي سیستم (non-planned administrative-command system) و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د نومولو لامل او اصطلاحات

کمونیزم د فرانسوي ژبې له communisme نه اخیستل شوی، چې د لاتیني رېښې کمونیس او وروستاړي ایزم نه رامنځته شوی دی. کمونیس معنا "د ټولنې نه یا لپاره" او د ایزم معنا په دولت، حالت، عمل یا ډکټورین پورې اړوند یوه نظریه ده . د کمونیزم معنا داسې کېدای شي چې: "د ټولنې نه یا لپاره حالت" چې د دغه لغوي جوړښت له امله دا کلیمه ډول ډول کارول شوې ده. وړاندې له هغه چې دا کلیمه له معاصر اقتصادي او سیاسي تنظیم سره وتړل شي، په لومړي سر کې د بېلابېلو ټولنیزومسئلو لپاره کارول کېده. کمونیزم اساساً له مارکسیسزم سره تړل شوی و او په ځانګړې توګه په کمونیسټي اعلامیه (The Communist Manifesto) کې چې د کمونیزم ځانګړې بڼه يې په پام کې لرله، ځای پرځای شو. [۲۲][۲۳]

یو له هغو لومړنیو مواردو نه چې د کمونیزم کلیمه وکارول شوه، د ۱۷۸۵ز کال په شاوخوا کې رېستېف دې لا بریتوني ته د ویکټور ډي هوپې لیک و چې خپل ځان يې یو کمونیست مؤلف معرفي کړی و. په ۱۷۹۳ز کال کې، د لومړي ځل لپاره رېستېف د کمونیزم کلیمه وکاروله، تر څو د بشر د مساواتو مکتب (egalitarianism) او د مایملک د عمومي مالکیت پر بنسټ ټولنیز نظم تشرېح کړي. رېستېف په خپلو لیکنو کې دا کلیمه ډېر ځله کارولې ده او لومړی کس و چې کمونیزم  یې د دولت یوه بڼه وبلله. جان ګوډواین بارمبې لومړنی کس بلل کېږي چې د کمونیزم کلیمه يې په انګلیسي ژبه کې د ۱۸۴۰ز کال په شاوخوا کې وکاروله. [۲۴][۲۵][۲۶]

کمونیزم او سوسیالیزم

له ۱۸۴۰مو ز کلونو راهیسې، کمونیزم معمولاً له سوسیالیزم نه جلا ګڼل کېږي. د سوسیالیزم معاصر تعریف او کارونه په ۱۸۶۰مه ز لسیزه کې تثبیت شوه او د اسوسیاشنېسټ associationist (فوریرپالنې Fourierism)، تعاوني co-operative، او موچولېسټ (mutualist) ځای يې ونیو او په بدل کې د کمونیزم کلیمه په هغې دوره کې له پامه وغورځېده.[۲۷]

په لومړیو کې د کمونیزم او سوسیالیزم تر منځ توپیر دا و چې سوسیالیزم یوازې د تولید د ټولنیزکولو لپاره کارول کېده او کمونیزم بیا د تولید او هم د مصرف (وروستیو توکو د آزاد لاسرسی په بڼه) د ټولنیز کولو لپاره کارول کېده. په ۱۸۸۸ ز کال کې مارکسیستانو، سوسیالیزم د کمونیزم پر ځای کاراوه، ځکه له پخوا نه دا کلیمه د هغې بلې مترادفه وه. په ۱۹۱۷ ز کال کې له بلشویک انقلاب سره سم سوسالیزم، د کپیټلیزم او کمونیزم تر منځ د توپیر پړاو وبلل شو. دا کلیمه ولادیمیر لینین ځکه وکاروله چې، د دودیزو مارکسیستانو د دې نیوکې پر وړاندې د بلشویکانو له خوا د واک نیولو نه دفاع وکړي چې د روسيې تولیدي ځواکونو د سوسیالیست انقلاب لپاره په کافي اندازه وده کړې نه وه. د سیاسي ایډیالوژیو د معرفي کوونکو په توګه د کمونیسټ او سوسیالیسټ تر منځ توپیر په ۱۹۱۸ ز کال کې وروسته له هغه رامنځته شو چې د روسيې سوسیال دموکرات کارګري ګوند (Russian Social-Democratic Labour Party) خپل نوم د ټولې روسیې کمونسټ ګوند (All-Russian Communist Party) ته واړوه، نو هلته به کمونسټ هغو سوسیالیستانو ته ویل کېده چې د بلشویزم، لینینیزم او بیا په ۱۹۲۰مو ز کلونو کې د مارکسیزم-لینینیزم سیاست او نظریو ملاتړ به یې کاوه، که څه هم کمونیسټ ګوندونو به لاهم خپل ځانونه سوسیالیزم ته ژمن سوسیالیستان بلل. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په پای کې کمونیزم او سوسیالیزم دواړو د مذهب د مخالفینو او پلویانو له کلتوري چال چلند سره موافقه درلوده. په اروپايي عیسویت کې، کمونیزم د الحادي ژوند طریقه بلل کېده. په پروتستانت انګلستان کې، کمونیزم د رومي کاتولیک دیني مراسمو ته ورته و، نو ځکه به انګلیسي ملحدینو خپل ځانونه سوسیالیستان معرفي کول. فریدریش انګلس په ۱۸۴۸ز کال کې، هغه مهال چې کمونیستي اعلامیه په لومړي ځل خپره شوه، په ډاګه کړه چې:  سوسیالیزم په دې لویه وچه کې د درناوي وړ و، حال دا چې نه و. په انګلستان اووېنایټ (Owenites) او په فرانسه کې فوریریسټ (Fourierists) د درناوي وړ سوسیالیستان بلل کېدل، په داسې حال کې چې د کارګرې طبقې خوځښتونو چې "د بشپړ ټولنیز بدلون د اړتیا دعوا يې کوله"، ځانونو ته يې د کمونسټانو خطاب کاوه. د سوسیالیزم دې وروستۍ څانګې په فرانسه کې د اېتینه کابېت (Étienne Cabet) او په جرمني کې د ویلهیلم ویتلینګ (Wilhelm Weitling) کمونیسټی آثار تولید کړل. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچینې