کوزوو

کوزوو (په الباني ژبه کې: Kosova [kɔˈsɔva] یا Kosovë [kɔˈsɔvə]؛ په صربي ژبه کې: Косово [kôsoʋo])، په رسمي بڼه د کوزوو جمهوریت (په الباني ژبه: Republika e Kosovës؛ په صربي ژبه: Република e Kosovës؛Република / Косовиal Косовиal State) په سوېل ختيځه اروپا کې نیمه په رسمیت پېژندل شوی هېواد دی او د بالکان په مرکز کې پروت دی. کوزوو د ۲۰۰۸ کال د فبروري په ۱۷ نیټه په یو اړخیزه توګه له صربستان څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او له هغه راهیسې یې د ملګرو ملتونو د ۹۷ غړو هېوادونو له لوري د یو خپلواک هېواد په توګه ډیپلوماتیک رسمیت ترلاسه کړی دی. دا هېواد په شمال او ختیځ کې د له صربستان، په سوېل ختیځ کې له شمالي مقدونیې، په سویل لوېدیځ کې له البانیا او په لوېدیځ کې مونتینیګرو سره ګډه پوله لري. د کوزوو زیاتره مرکزي برخه د دوکاګجیني او کوزوو په پراخه هوارو او میدانونو پوښل شوې ده. د اکورزد غرونه او سار غرونه په ترتیب سره په سوېل لوېدیځ او سوېل ختیځ کې پراته دي. پلازمینه او لوی ښار یې پرستینا دی. [۱]

په کلاسیکه لرغونه زمانه کې، مرکزي قبیله چې د کوزوو په خاوره کې راڅرګنده شوه دارداني وه او په څلورمه پېړۍ کې یې د داردانیا سلطنت په نوم خپلواک دولت تاسیس کړ. مخکې له میلاد نه په لومړۍ پېړۍ د روم سترواکۍ ضمیمه شوه او د راتلونکې زریزې په اوږدو د بیزانس سترواکۍ برخه پاتې شوه، چې د دې سترواکۍ واکمني د ۶مې او ۷مې پېړیو په اوږدو کې د سلاوي یرغلونو په پایله کې له منځه لاړه. په ورپسې پېړیو کې، د سیمې کنټرول د بیزانسي او د لومړۍ بلغاریايي سترواکۍ ترمنځ بدلېده. کوزوو په ۱۳مه پېړۍ کې د صربستان د منځنیو پېړیو د دولت مرکز شو، او د ۱۴مې پېړۍ راهیسې د صربستان د ارتودوکس کلیسا مرکز هم و، چې په دې وخت کې یې حیثیت کشیش مېشته سیمې ته لوړ شو. د ۱۴مې او ۱۵مې پېړیو په وروستیو کې په بالکان کې د عثماني سترواکۍ پراختیا د صربستان د سترواکۍ د زوال او ړنګېدو لامل شوه. د ۱۳۸۹ کال د کوزوو جګړه د صربستان د منځنیو پېړیو په تاریخ کې له سرنوشت ټاکونکو شیبو څخه شمېرل کېږي. عثمانيانو د کوزوو له دوهمې جګړې وروسته نوموړې سيمه په بشپړه توګه فتحه کړه. عثماني سترواکۍ د شلمې پېړۍ تر پیل پورې په دې سیمه واکمنه وکړه. [۲][۳]

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، کوزوو د البانیا د ولسي ځوښت مرکز و او په کې د ۱۹۱۰ کال البانیایي پاڅون او د ۱۹۱۲ کال البانیایي پاڅون را منځ ته شول. عثمانیانو د بالکان په جګړو کې له ماتې وروسته کوزوو صربستان او مونټینیګرو ته وسپارله. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته دواړه هېوادونه له یوګوسلاویا سره یوځای شول، او په دې سلطنت کې د یوګوسلاوي د اتحاد پالنې د دورې په تعقیب، او د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یوګوسلاوي اساسي قانون د صربستان د جمهوریت په یوګوسلاوي برخه کې د کوزوو او میتوهیجا خپل اختیاره ولایتونه تاسیس کړل. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د کوزوو د البانیایي او صرب ټولنو تر منځ کړکېچ راپورته شو او کله ناکله په لوی تاوتریخوالی بدلېده، او د کوزوو د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونو په جګړو کې پای ته ورسېد، چې د یوګوسلاوي پوځ د وتلو او په کوزوو کې د ملګرو ملتونو د لنډمهالې ادارې د ماموریت د تاسیس لامل شو. بلآخره د ۲۰۰۸ کال د فبروري په ۱۷ نېټه کوزوو په یو اړخیزه توګه له صربستان څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او له هغه وروسته یې د ملګرو ملتونو د ۹۷ غړو هېوادونو له لوري د یو خپلواک دولت په توګه ډیپلوماتیک رسمیت ترلاسه کړ. صربستان په رسمي توګه کوزوو د یو خپلواکه دولت په توګه په رسیمت نه پېژني او د کوزوو او میتوهیجا خپل اختیاره ولایتونه یې ګڼي، که څه هم د ۲۰۱۳ کال د بروکسل تړون د یوې برخې په توګه د کوزوو د ادارو حاکمیت مني.[۴]

کوزوو یو پرمختللی هېواد دی، د لوړ متوسط عاید اقتصاد سره. دې په تیره لسیزه کې د نړیوالو مالي موسسو له لوري اندازه شوي، او د 2007-2008 مالي بحران له پیل راهیسې هر کال وده موندلې ده. کوزوو د پیسو د نړیوال صندوق، نړیوال بانک غړی دی او د اروپا په شورا، یونیسکو، انټرپول او د اسلامي همکاریو په سازمان کې د څارونکي حیثیت لپاره یې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

نوم

ټوله سیمه چې نن ورځ د دې خاورې اړوند ګڼل کېږي په انګلیسي ژبه کې په ساده ډول د Kosovo او په البانیایي ژبه کې د Kosova (معین شکل یې، البانیایي تلفظ: [kɔˈsɔːva]) انګېرل کېږي  یا Kosovë (چې په"غیر معین" شکل ده، البانیایي تلفظ: [kɔˈsɔːv]) تلفظ کېږي. په صربستان کې، د ختیځو او لوېدیځو سیمو ترمنځ رسمي توپیر په اند کې نیول کېږي؛ د کوزوو کلمه د ختیځې برخې لپاره کارول کېږي چې د کوزوو په تاریخي ډګر کې موقعیت لري، پداسې حال کې چې لوېدیځه برخه د میتوهیجا په نوم یادېږي چې (په البانیا کې د دوکاګجیني په نوم بلل کېږي). [۵]

کوزوو (په صربستانیی سیریلیک ژبه کې: Косово  صربی تلفظ یې: [kôsoʋo] ) د kos (кос) صربي خنثی ملکي صفت دی چې معنی "blackbird" یا تور الوتونکی دی، او د Kosovo Polje اختصاري بڼه ده چې معنی یې 'blackbird field' یا د تور الوتونکي سیمه ده. دا سیمه د اوسنۍ کوزوو په ختیځه نیمه برخه کې د یوې هوارې او د ۱۳۸۹ کال کال د کوزوو د جګړې د ډګر نوم دی. د هوارې نوم په ۱۸۶۴ کال کې د کوزوو ولایت لپاره وکارول شو. [۶][۷]

البانیایان کوزوو ته د دارانیا وایي. دا د یوه لرغوني سلطنت نوم دی چې وروسته د روم سترواکۍ ولایت شو او د اوسنۍ کوزوو خاوره تر پوښښ لاندې راولي. دا نوم د دارداني له لرغونې قبیلې څخه اخیستل شوی، چې ښایي د پروتو-الباني کلمې dardā سره اړیکه ولري، چې معنی یې "ناک" او (په عصري البانیايي کې dardhë) دی. د کوزوو پخوانی ولسمشر ابراهیم روګووا د "درداني" هویت لېواله ملاتړی و او د کوزوو د ولسمشرۍ بیرغ او نښان دې ملي هویت ته اشاره کوي. خو د "Kosova" نوم د البانیایي وګړو تر منځ په پراخه کچه کارول کېږي. [۸]

د کوزوو اوسنۍ پولې په ۱۹۴۵ کې د یوګوسلاویا برخه وې، چې په هغه وخت کې د کوزوو او میتوهیجا خپل اختیاره سیمه (۱۹۴۵ – ۱۹۶۳) او د صربستان د نوي ولسي جمهوریت د اداري د یوې برخې په توګه رامنځ ته شوه. په ۱۹۶۳ کال کې کوزوو او میتوهیجا (۱۹۴۵ – ۱۹۶۳) د یوې خپل اختیاره سیمې څخه څخه د خپل اختیاره ولایت کچې ته لوړ شو. په ۱۹۶۸ کال کې، د "کوزوو او میتوهیجا" دوګونی نوم ساده "کوزوو" ته واوښت چې د کوزوو د سوسیالیستي خپل اختیاره ولایت په نوم یاد شو. په ۱۹۹۰ کال کې، د دې ولایت نوم بېرته د کوزوو او میتوهیجا د خپل اختیاره ولایت ته بدل شول.  [۹]

د کوزوو د اساسي قانون سر سم د دولت رسمي دودیز اوږد نوم د کوزوو جمهوریت دی او په نړیواله کچه د کوزوو استازیتوب کوي. د دې ترڅنګ، د یوې هوکړې په پایله کې چې د اروپایي ټولنې په منځګړیتوب د پریستینا او بلګراد ترمنځ په خبرو اترو کې را منځ ته شوه، دې هېواد د "کوزوو*" تر سرلیک لاندې په ځینو نړیوالو غونډو او سازمانونو کې برخه اخیستې ده. په پایلیک ویل شوي چې "دا نوم د دریځ د موقف په اړه له تعصب پرته دی او د UNSC 1244 او د کوزوو د خپلواکۍ د اعلامیې په اړه د ICJ له نظر سره په ټکر کې نه دی. دا قرار چې د "ستوري تړون" په نوم یادیږي، د ۲۰۱۲ کال د فبروري په ۲۴ نیټه په ۱۱ مادو کې هوکړه شوی دی.  [۱۰][۱۱]

سرچينې