لومړی مخ
Tools
Actions
General
چاپول/صادرول
دا يو وړيا پوهنغونډ دی چې هر څوک يې سمولای شي؛ پښتو ويکيپېډيا تر دې مهاله ۱۹٬۲۲۷ ليکنې لري. | ټاکلې ليکنې · تانبې · وييپانگه
| ||||||
پېژندنه· ښه راغلاست · ليکنه جوړول · تگلار · چای ځی· لارښود نن ورځ څلرنۍ ؛ د ۲۰۲۴م کال د جون مياشتې ۱۲ مه ده چې د ۱۴۴۵ ق کال ذو الحجة مياشتې ۵م سره سمون خوري. |
د نن غوره ليکنه
علامه سيد جمال الدين افغان په کال ١٢٥٤ هجري سپوږميز کال د شعبان په مياشت کي چي له ١٨٣٩ زېږد کال سره برابر دی د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې په يوه ديندوسته کورنۍ کي زېږېدلې دی. دې د اسلامي نوښت بنسټگر او يو فعال سياسي غړی و، چې د اسلامي ملتپالنې يو مخور پلوي و. سېد جمال الدين افغان په ۱۸۸۵ زېږد کال کې د پان اسلاميزم غورځنگ په جوړولو بريالې شو. د علامه نظريه او مبارزه په (اسلاميت) ولاړه وه. ( بشپړه ليکنه...)
د نن لپاره يو ښه موضوع
ساپوهنه یا ارواپوهنه د ذهن او چلند علمي مطالعې ته ویل کېږي. ساپوهنه کې د احساساتو او تفکر په شمول، د شعوري او پټشعور ښکارندو مطالعه شامله ده. ساپوهنه، د یوه پراخ ډګر په درلودلو سره، یوه اکاډمیکه څانګه ده، چې د طبیعي او ټولنیزو علومو ترمنځ پولو څخه اوړي. ساپوهان د ماغزو د راولاړېدونکو ځانګړتیاوو په هکله د پوهاوي په لټه کې دي، چې دغه څانګه عصبي علومو ته اړوند ګرځوي. د ټولنیز ساینس په توګه، د ساپوهانو موخه د وګړو او ډلو د چلند په هکله پوهاوی دی. Ψ (پسي) یو یوناني توری دی چې په ټولیزه توګه، له ساپوهنې سره په تړاو کې ښودل کېږي. ارواپوهنه (انګلیسي: psychology) د دوو کلمو څخه جوړه شوې ده، (psyche) د روح په معنا او (Logos) د مطالعې او زده کړې په معنا ده. د سایکالوژۍ لغوي معنا د روح مطالعه ده، دې علم ته عقلي فلسفه هم وايي، سایکالوژي، روانشناسي او اروا پوهنه درې مروجې اصطلاحگاني دي، چې د روح پېژندنې معنا لري. په اروپايي او لاتیني ژبو کي سایک psyche کلمه د باد، دم، چوف او د نفس په معنا ژباړل کېږي مگر په اصطلاح کې ارواپوهنه د سلوک علم دی. بايد پوه شو، چې سلوک څه ته وايي؟ سلوک د یو کس غبرگون په یو ځانگړي وخت او په یو ځانگړي چاپیریال کي سلوک بلل کیږي. څرنګه چې بشر خپل او د خپل چاپېریال د خلکو سلوک پېژندلو ته اړتیا لري؛ نو په دې اساس د وګړو د سلوک مطالعې لپاره د بشري علومو یوې ډېري مهمې څانګې یعنې (اروا پوهنې) ته اړتیا شته د سایکالوژۍ اصلې موخه دا ده، چې د خپل ځان او نورو وګړو غبرګون په یو خاص وخت او په خاص چاپیریال کې مطالعه کړي. یو څانګوال رنځورپوه یا څېړونکي ته، چې په دغه څانګه کې بوخت وي، «ساپوه» ویل کېږي. ځیني ساپوهان کېدای شي د ټولنیز، چلندي یا ادراکي ساینسپوهانو ډلو په توګه ووېشل شي. ځیني ساپوهان هڅه کوي ترڅو د وګړو او ټولنیز چلند کې د ذهني کارکړنو پر ونډه باندې پوه شي. ځینې نور بیا فزیولوجیکي او بیولوجیکي بهیرونه، چې د ادراکي کارکړنو او چلندونو بنسټ دی، راسپړي.( بشپړه ليکنه...)
د نن غوره کتاب
سينوهه د لرغوني مصر د فرعون ( اخناتون ) ځانګړی طبيب و، چې له ميلاده ۱۳۵۰ کاله مخکې يې ژوند کاوه، چې خپلې خاطرې يې په پاپيروس ليکلې وې، چې دا ليکنې د کيندنو پرمهال لرغونپوهانو ته په لاس ورغلې.ميکاوالټاري چې يو فېنلينډی ليکوال دی د همدې خاطراتو پربنسټ يو تاريخي ناول ليکلی دی چې سينوهه نوميږي.په دې ناول کې تاسو د مصر او شاوخوا سيمو د وګړو تاريخ، دولت، سياست، فلسفه، ارواپوهنه، کلتور، اقتصاد، هنر، عقيده، مذهب، جګړې .... نور موندلی شئ.دا کتاب ښاغلي ډاکټر محمد عيسی ستانکزي پښتو ژبې ته ژباړلی چې ژباړه يې ډېره ساده، روانه، نه ستړې کوونکې او له تلوسې او اندېښنې سره مل ده، چې لوستونکی نورو لوستلو ته تشويقوي.دا کتاب ۸۴۹ مخونه لري چې په دوه برخو کې ترتيب شوی دی چې پښتو ژباړه يې د دانش خپرندوی ټولنې په هڅو چاپ شوې ده.
د نن غوره انځور
ويکيپېډيا څه ده؟
ويکيپېډيا د اېنټرنټ پر مټ د وړيا مېنځپانگې يو گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې د داوطلبو کارونکو لخوا او د هر هغه چا له لوري چې د انټرنټ اسانتياوې لري، ليکل کېږي. ددې پوهنغونډ د پرانيستې مېنځپانگې پروژه د ويکيمېډيا د بنسټ د بې گټې موسسې له لورې پرمخ بېول کېږي. د ويکيپېډيا نوم د دوه نومونو نه راوتلی دی چې يو يې ويکي (د ويبځايونو د جوړولو يو گډ تخنيک) او وروستۍ برخه يې د انګليسي د وييکې اېنسايکلوپېډيا د وروستاړي پېډيا څخه اخيستل شوی او په همدې توگه د ويکيپېډيا نوم ترېنه جوړ شوی دی. ددې پوهنغونډ بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د جنوري په مياشت کې د جېمي وېلز او لېري سانگر لخوا ايښودل شوی.
په خبرونو کې
په دې ورځ
نن د جون ۱۲مه کال ۲۰۲۴م دی:
ایا پوهېږئ؟
نننۍ وینا
هندي متل دی چې:
” | «څوک چې ړانده ته میلمستیا کوي، دوه کسان به ورځي! » | “ |
د لغات په اړه
- نېخه د (کندهارۍ لهجې) ټکی دی.
- د "نېخه" معنا "نه يم خبر"، پوﺭه "ډاده نه يم"، او "بشپړ مطمينه نه" يم.
غواړې ليکنه جوړه کړې؟
ويکيپېډيا يو وړيا گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې مونږ او تاسې ټول په شريکه په کې ليکنې خپرولی شو. ويکيپيډيا په لومړي ځل 2001 کال کې په انگرېزي ژبه پيل شوې، بيا د نړي په نورو بېلابېلو ژبو کې هم ويکيپيډياگانې پيل شولې. په ويکيپېډيا کې هر کارن د خپلې خوښې موضوع باندې ليکنې کولی شي. پښتو ويکيپيډيا کې هم گڼ شمېر ليکنې شته، دم مهال پښتو ويکيپيډيا ۱۹٬۲۲۷ ليکنې لري.
زمونږ سره يوځای شئ
که چېرې تاسې گڼون لرئ نو ويکيپېډېا کې ورننوځئ!
خورلڼې پروژې
د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې؛