الفا سنتوري (الفا قنطورس)

الفا سنتوري په سويلي قنطورس فلکي غونچه (د ستورو غړوسکه) کې يو درې ګونی ستوريز نظام دی. له درې ستورو څخه جوړ شوی دی چې دا دي: Rigil Kentaurus (الفا سنتوري A)، Toliman (B)  او Proxima Centauri (C). Proxima Centauri همدا راز لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی چې 4.2465 نوري کاله واټن لري (1.3020پارسيک) (Parsec د فلکي اجسامو تر منځ د واټن معلومولو يوه اندازه ده چې د درې اعشاريه شبږ ويشت نوري کاله برابره ده).[۱]

الفا سنتوري A او B لمر ته ورته ستوري دي (په ترتيب سره G او K طبقه)، او دوی په شریکه سره د دوه ګونو ستورو نظام جوړوي چې هغه الفا سنتوري AB دي. په غړېدلو سترګو (له کومې وسيلې يا الې پرته)، دواړه مهمې برخې د یو ستوري په توګه ښکاري، چې ظاهري د ځلادرجه يې -0.27 ده. دا په ستوريزه غونچه (برج) کې تر ټولو روښانه ستوری دی، او د شپې په اسمان کې  درېيم روښانه ستوری دی، چې یوازې له سيريوس او کانوپوس څخه وورسته زیات ځلېږي.

الفا سيتوري A د لمر د روښنايۍ په نسبت 1.1 زيات کتله او 1.5 برابر زياته ځلا لري، به داسې حال کې چې الفا سنتوري B کوچنی او يخ دی، د لمر د په نسبت يې کتله 0.9 ځله او د روښنايي يې 0.5 ځله کمه ده. دا جوړه د يو شریک مرکز په شا او خوا کې څرخېږي، د کوم مداري موده چې 79 کاله ده. د دوی بيضاوي مدار غېر عادي او عجيب او غرب دی، په همدې بنسټ د A او B تر منځ واټن د 35.6 فکلياتي واحدوونو (AU) کې بدلون لري، يا د پلوټو او لمر تر منځ واټن تقريباً 11.2 AU، يا د زحل او لمر تر منځ د واټن په اندازه.[۲][۳]

الفا سنتوري C يا Proxima Centauri، يوه کوچنۍ کمزورې سره رنګه لنډۍ (Class M) ده. که څه هم په غړېدلو سترګو نه لېدل کېږي، Proxima Centauri لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی، چې واټن يې 4.24 نوري کاله (1.30PC) دی، چې له Alpha Centauri AB څخه يو څه نږدې دی. اوسمهال، د Proxima Centauri او Alpha Centauri AB تر منځ واټن شا اوخوا 13000AU  (0.21 نوري کاله) دی، چې د نيپتون د مدار د نيمايي قطر شا اوخوا 430 برابره زيات دی.[۴]

Proxima Centauri دوه تايید شوې سيارې لري چې هغه: په 2006ز کال کې د اوسېدو وړ سيمه کې کشف شوې د Proxima b په نوم د ځمکې په اندازه يوه سياره ده، او Proxima d يوه نومانده فرعي ځمکه ده، چې دې ستوري ته ډېره نږدې څرخېږي، او په 2022ز کال کې اعلان شوې ده. په 2019ز کال کې موندل شوې يوه کوچنۍ نيپټون 1.5 AU په واټن لېرې Proxima c ده، چې په اړه يې توافق نه شته. شونې ده چې په Alpha Centauri A کې د اوسېدو وړ سيمه کې نوماند نيپټون په اندازه ستوری موجود وي، په داسې حال کې چې تر اوسه په طبيعيت کې د ستورو په اړه نامعلومه ده، او شونې ده چې د کشف د طريقې يوه مصنوعه (خپله جوړه شوې) وي. Alpha Centauri B د کومې معلومې سيارې لرونکې نه ده: Bb سياره، چې په څرګند ډول په 2012ز کال کې موندل شوې وه، وروسته ناسمه ثابته شوه، او تر اوسه کومه بله سياره نه ده تايید شوې.[۵][۶][۷][۸]

د نوم اصل او نوم اېښودل

α Centauri (چې په لاتيني ټکو کې الفا سينتوري بلل کېږي) په 1603ز کال کې د «جوهان باير» له خوا ورکړل شوي سيستم نوم دی. د دې دوديز نوم « Rigil Kentaurus» دی، کوم چې د عربي نوم رجل القنطورس لاتينې شوې بڼه ده، معنا يې ده د قنطور پښه. دا نوم ډېر ځله د « Rigil Kent» يا ان د Rigil په توګه لنډيز کېږي، په داسې حال کې چې وروستی نوم Rigel (Beta Orionis) لپاره ډېر پېژندل کېږي.[۹][۱۰][۱۱]

په اروپايي سرچينو کې موندل شوی بديل نوم، Toliman د اټکل تر مخې د عربي نوم الظليمان دی، د کوم معنا چې ده (دوه نارينه) شترمرغ، کوم نوم چې زکريا القزويني په Lambda او Mu Sagittarii اېښي و، همدا راز په سويلي نيمه کره کې دي. [۱۲]

یو درېيم نوم چې کارول کېږي هغه Bungula دی. د دې ټکي اصل نه دی معلوم، خو کېدای شي چې دا له يوناني توري بيټا (β) او لاتيني ټکي ungula «د ژوي پښه» څخه اخیستل شوی وي.[۱۳]

Alpha Centauri C په 1915ز کال کې « Robert T. A. Innes» کشف کړی وه، چا چې وړانديز کړی و چې په دې دې Proxima Centaurus نوم کېښودل شي، له لاتيني ژبې څخه، «سينټورس ته تر ټولو نږدې [ستوری]. د Proxima Centauri نوم وروسته په پراخه کچه استعمالېدو، او دا اوس د نړيوالې فلکياتي اتحاديې (IAU) له خوا د منل شوي مناسب نوم په توګه ثبت شوی دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په 2016ز کال کې، د IAU د ستورو د نومونو په اړه کار کونکې ډلې، له يو څخه د زياتو نظامونو پر ځای د انفرادي اجزاوو د ستورو څخه د مناسب نوم اېښودلو د پرېکړې په کولو سره، د Rigil Kentaurus  نوم تر Alpha Centauri A پورې محدودول تايید کړل، او د Proxima Centauri نوم د Alpha Centauri C پورې محدود کړل. د 2018ز کال د اګست د مياشتې په لسمه نېټه، IAU د Toliman نوم د Alpha Centauri B لپاره تايید کړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ليدل

په غړېدليو سترګو (له کومې الې او وسيلې پرته)، Alpha Centauri AB د يو واحد ستوري په توګه ښکاري، کوم چې د سنټورس په سويلي غونچه (برج) کې تر ټولو روښانه دی. د دوی ظاهري زاويه يي جلاوالی نږدې په اتيا کلونو کې 2 او 22 قوسونو تر منځ دی (غړېدلې سترګې د 60 قوسونو په اندازه تفکيک لري)، خو د مدار په ډېره اندازه کې، دواړه په اسانۍ سره په دوربينونو يا کوچنیو تيليسکوپونو د تفکيک وړ دي. په −0.27 ظاهري اندازې سره (د A او B اندازې لپاره يو ځای شوی)، الفا سنتوري يوه د لومړۍ-اندازې ستوری دی او يوازې له سيريس او کينوپس څخه ډېر کمزوری (تت) دی. دا د Pointers يا The Southern Pointers بهرنی ستوری دی، ځکه دا بلل کېږي چې Beta Centauri (Hadar/Agena) څخه تېرېدونکې ليکه، چې شا اوخوا څلور  اعشاريه پنځه درجې لوېديځ ته ده، د Crux ستوريزې غونچې– سويلي صليب- ته اشاره کوي. Pointers په اسانۍ سره حقيقي سويلي صليب د False Cross په نوم پېژندل کېدونکې کمزوري (تت) ستوري څخه جلا کوي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

تقريباً د نهه ويشت درجې سويلي عرض البلد په سويل کې، الفا سنتوري دايروي دی او کله هم له افق څخه لاندې نه راځي. تقريباً نهه ويشت درجې شمالي عرض البلد په شمال کې، الفا سنتوری کله هم نه راپورته کېږي. الفا سنتوری د سويلي افق سره نږدې موقعيت لري، کله چې نهه ويشت درجې شمالي عرض البلد څخه د استوا خط پورې ليدل کېږي (په مکسيکو کې هرمسيلو او چيهواهوا ښار سره نږدې، ګيلوسټن، ټيکساس، اوکالا، فلوريډا او لانزاروټ، د اسپنايې د کينري جزيرې)، خو يوازې د هغې د اوج په شا اوخوا کې (اوج يعنې نصف النهار ته رسېدل) د لنډې مودې لپاره. دا ستوری هر کال د اپريل په څلورويشتمه نېټه په سيمه ييزه نيمه شپه او د جون په اتمه نېټه به سيمه يیز وخت د شپې نهه بجې خپل اوج ته رسېږي.[۲۹][۳۰]

لکه چې له ځمکې څخه ليدل شوي دي، Proxima Centauri د  Alpha Centauri AB سويل لوېديځ ته دوه اعشاريه دوه درجو کې دی، کوم چې د سپوږمۍ د زاويه يي قطر نږدې څلور برابره دی. Proxima Centauri د کم شمېر ستورو په ميدان کې 11.1 عام ظاهري مقدار د زيات سور رنګه ستوري په توګه راڅرګندېږي، د کوم د ليدلو لپاره چې د منځنۍ کچې تيليسکوپ ته اړتيا ده. د تغېر موندونکو ستورو بڼې په 4.2 په عمومي کيټلاک کې د V645 Cen په توګه ثبت شوی دی، دا د UV Ceti ډول بلېدونکی (لمبې وهونکي) ستوری په غېر متوقع ډول د بصري اوږدو څپو د 0.6 اندازې په سرعت سره ځلېدای شي،  او بيا له څو دقيقو وروسته تتېږي، ځينې شوقي او مسلکي فلکيات پوهان په منظم ډول د نوري يا راډيو تيليسکوپونو په استعمال سره د چاودنو څخه څارنه کوي. د 2015ز کال د اګست په مياشت کې، د دې ستوري تر ټولو سترې شغلې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د اګست په ديارلسمه نېټه په B ليکه (اسماني رنګه روښانه سيمه) کې، له عادي څخه 8.3 ځلې زيات ځلېدونکی شوی و.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

شونې ده چې الفا سنتوري د سیمه ييزې پوکاڼۍ د G-cloud په داخل کې وي، او د هغې سره تر ټولو نږدې معلوم سيستم دوه ګونی قهوه يي کوچنی سيستم دی چې د Luhman 16 په نوم پېژندل کېږي او 3.6 نوري کاله (1.1PC) لېرې دی.[۳۵][۳۶]

سرچينې