بخارست

بخارست (په رومانیایي:Bucureşti) د رومانیا پلازمېنه او یو له سترو ښارونو څخه دی. همدا شانې بخارست د رومانیا د سوداگری او صنعت مرکز هم دی، په کال ۲۰۰۹ د جنوري په لومړی د بخارست په ښار کې د وگړو شمیر ۱،۹۴۴،۳۶۷ تنو ته رسیده چی د وگړو د شمیر له مخې دغه ښار د اروپایي اتحادیې شپږم ستر ښار گڼل کیږي.

بخارست
(رومانيايي: București د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د بخارست انځور
د بخارست انځور
د بخارست انځور

بخارست
بخارست

Map
کورډېناټونه: ۴۴°۲۴′۰۰″شمال ۲۶°۰۵′۰۰″ختیځ / 44.4°شمال 26.083333333333°ختيځ / 44.4; 26.083333333333 [۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
د رامنځته کېدو نېټه۱۴۵۹  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېوادد رومانیا پاچاهي (۱۰ مې ۱۸۶۶–۲۹ ډيسمبر ۱۹۴۷)[۳]
رومانیا (۲۷ ډيسمبر ۱۹۸۹–)[۴][۳]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی وېشرومانیا   د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمینه د:
رومانیا (۲۲ ډيسمبر ۱۹۸۹–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی
 • پراخوالی226 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی70 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه1716961 (۱ ډيسمبر ۲۰۲۱)[۵]  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
وخت زونیوټی‌سی ۲:۰۰+   د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوستخونې شمېره010011–062397[۶]  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ683506  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166RO-B[۷]  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
موټر پلېټ
د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بوکرېسټ د رومانيا پلازمېنه، تر ټولو لوی ښار او همدارنګه د هېواد کلتوري، صنعتي او مالي مرکز دی. دا شار د هېواد په سويل ختيځ کې د دامبوويتا سيند (Dambovita River) پر څنډو پروت دی، چې د دانيوب سيند (Danube River) شمال او بلغاريايي پولې ته له ۶۰ کېلومتر (۳۷،۳ ميل) څخه لږ واټن لري.

په لومړي ځل د ۱۴۵۹ ز کال اسنادونو کې د بوکرېسټ يادونه شوې وه. دا ښار په ۱۸۶۲ ز کال د رومانيا پلازمېنه شوه او د رومانيايي رسنيو، کلتور او هنر مرکز دی. معماري يې د تاريخي (زياتره له هر ځای څخه غوره کوونکی يا ګلچين، مګر نيوکلاسيکي او هنري نو “Art Nouveau” هم دی)، interbellum (Bauhaus، Art Deco او د روماني نوي والي “Romanian Revival” معماري) سوسياليستې او معاصرې دورې ګډه بڼه يا جوړښت دی. د دوه نړيوالو جګړو تر منځ دوره کې د ښار د غوره ذوق يا ظريفه معمارۍ او د خپلې ممتازې پرګنې کمال بوکرېسټ ته د «د ختيځ د پاريس» (رومانيايي: Parisul Estului) يا «کوچني پاريس» وړ نوم تر لاسه کړ. که څه هم د جګړې، زلزلو او ان د نيکولای سيسيسکيو (Nicolae Ceausescu) د ډلبندۍ خپرونې له امله د تاريخ ښار مرکز کې ودانې او سيمې سختې ويجاړې شوې وې، مګر بيا هم زياتې ودانې او سيمې بيا هم روغې پاتې شوې او بيا له سرې ودانې شوي دي. په وروستيو کالونو کې بوکرېسټ ښار يوه اقتصادي او کلتوري وده ازمايي. دا ښار د “Financial Times”، “CBRE”، TechCrunch” او نورو د راپورونو له مخې په اروپا کې د لوړې تکنالوژۍ د تر ټولو چټک وده وال ښارونو له ډلې څخه دی. د UiPath په نوم د نرمغالي نړيوال شرکت چې په بوکرېسټ کې جوړ شوی نړيوال پيل دی، په ارزښت موندنه کې له ۳۵ بيليون ډالرو څخه زياتې کچې ته رسېدلې دی. بوکرېسټ له ۲۰۱۹ ز کال راهيسې په سويل ختيځه اروپا (Roman Blockchain Summit) کې د خورا لوړې تېکنالوژۍ د ناستې کوربه توب کوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ۲۰۱۶ ز کال کې د تاريخي ښار مرکز د نړيوالو يادګارونو د څار سازمان له لورې له ګواښ سره د مخ مرکز په توګه لښتليک شوی و. بوکرېسټ په ۲۰۱۷ ز کال کې د ښار منزلونو د ماسټر کارت نړيوال لړيال “Mastercard Global Index of Urban Destinatins” د راپور له مخې، د شپې له خوا د پاتې کېدونکو ګرځندويانو د تر ټولو لوړې ودې درلودونکی اروپايي ښار و. د تېرو دوه پرله پسې يعنې ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ ز کالونو لپاره دې ښار د هغه اروپايي منزل ځای خپل کړ، چې د ورته څېړنې له مخې د پرمختګ لپاره تر ټولو لوړ بالقوه ځواک لري.[۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۱ ز کال سرشمېرنې له مخې د ښار د پولو دننه ۱۸۸۳۴۲۵ تنه اوسېدونکي ژوند کوي. ښاري سيمې ته د نږدې پيرو ښارګوټو په ورزياتولو سره د بوکرېسټ اټکل شوې ښاري سيمه ښايي ۲،۲۷ ميليون نفوس ولري. په ۲۰۲۰ ز کال کې حکومت د وبا راپورونو د بنسټ په توګه د ۲،۵ ميليون وګړو ګڼه وکاروله. دا ښار له برلين، مادريد او روم څخه وروسته د ښار د پولو دننه د نفوس له مخې د اروپايي ټولنې څلورم لوی ښار دی او يوازې له پاريس څخه مخکې ځای لري.[۲۲][۲۳]

بوکرېسټ په اقتصادي ډول د رومانيا تر ټولو هوسا او نېکمرغه ښار دی. دا ښار يو شمېر پراخه دوديزې اسانتياوې، د زده کړې بنسټونه، کلتوري ارزښتونه، د خرڅلاو دوديز سر پوښلې لارې او د وخت تېرۍ سيمې لري.[۲۴]

د ښار مناسبوالی په اداري ډول د « بوکرېسټ ښاروالۍ» په توګه پېژندل کېږي او د يوې ملي ولسوالۍ غوندې ورته اداري کچه لري، چې په نورو شپږو څانګو باندې وېشل شوې ده او هره څانګه يې د يو سيمه ييز يا ځايي ښاروال له لورې اداره کېږي.

ايتمولوژي

رومانيايي (Bucuresti) نوم ناتاييد شوی اصل لري. دود د بوکرېسټ رامنځته کېدنه د (Bucur) په نوم پورې تړي، چې د بېلابېلو نکلونو يا افسانو له مخې يو شهزاده، سرکښ، کب نيونکی او شپونکی يا ښکاري و. په رومانيايي ژبه کې د ويي رېښه “bucrurie” د «خوښۍ» معنا لري او باور کېږي، چې له “Dacian” اصل څخه تر لاسه شوی دی او د همدې له امله د بوکرېسټ ښار «د خوښۍ ښار» معنا ورکوي.[۲۵][۲۶][۲۷]

نورې ريښې د عثماني ګرځندوی ايويليا سيليبي (Evilya Celebi) په ګډون د پخوانيو پوهانو له لورې ورکول شوي دي. سيليبي وويل چې بوکرېسټ د بني قريشو د قبيلي د باوري ابو کاريس له نوم څخه نومول شوی دی. په ۱۷۸۱ ز کال کې اتريشي تاريخپوه فرانز سلزر ادعا وکړه، چې بوکرېسټ ويي په “bucurie” (خوښۍ)، “bucuros” (له خوښۍ ډک) يا “a se bucura” (خوښمن اوسېدلو) پورې تړاو درلود، په داسې حال کې چې د ۱۹ پېړۍ د لومړيو يو کتاب چې په “Vienna” خپور شو، وانګېرل چې د ياد ښار نوم د “Bukovie” په نوم له يو ساحلي ځنګل څخه اخېستل شوی دی. په انګليسي ژبه کې د ښار نوم وار له مخه د “Bukarest” په بڼه تر لاسه شوی و. د بوکرېسټ اصلي يا اوسېدونکي ته بوکرېسټر “Bucharester” (رومانيايي: bucurestean) وايي.[۲۸]

تاريخچه

د بوکرېسټ تاريخ په نوبت سره په تېره زمانه کې د لومړنيو استوګنو له پرمختګ او پاتې والي څخه د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د رومانيا د ملي پلازمېنې په توګه د دې ښار تر پياوړتيا پورې بېلابېلې دورې تېرې کړې. دا ښار چې په لومړي ځل يې په ۱۴۵۹ ز کال د “Citadel of Bucuresti” په توګه يادونه وشوه، د درئيم ولاد ايمپالر “Vlad III of Impaler” په نوم د “Voivode of Wallachia” اوسېدونکو استوګنځی شو.[۲۹]

عثمانيانو له ۱۸ پېړۍ څخه د ښارګوټي د چارو پر مخ وړلو په موخه يوناني پازوالان يا رئيسان وګومارل. په ۱۸۲۱ ز کال کې د تودور ولاديميريسکيو “Tudor Vladimirescu” له لورې پيل شوی اوښتون په بوکرېسټ کې د قسطنطني يونانيانو حکومت د پای ته رسېدلو لامل شو.[۳۰]

لرغونې شاهي محکمه “Old Princely Court” (Curtea Veche) د ۱۶ پېړۍ په نيمايي کې د “Mircea Ciobanul” له لورې ودانه شوه. بوکرېسټ د وروستيو واکمنانو تر مشرۍ لاندې د شاهي محکمې د اوړي استوګنځي په توګه رامنځته شوی و. د راتلونکو کالونو پر مهال يې د سويلي مونتنيا “Muntenia” په ارزښت کې له زياتوالي څخه وروسته د پلازمېنې ښار د دريځ په اړه له ټاګوويسټي “Targoviste” ښار سره سيالي وکړه.

بوکرېسټ په پای کې له ۱۶۹۸ زکال څخه وروسته د ولاچيين “Wallachian” محکمې تل پاتې ځای شو (چې د قسطنطني په برانکووينيو “Constantin Brancoveanu” سيمې سره پيل کېږي).

د دې ښار يوه برخه چې د طبيعي افتونو له امله ويجاړه شوه او د راتلونکو ۲۰۰ کالونو پر مهال څو ځله بېرته جوړه شوه او د ۱۸۱۳ -۱۸۱۴ ز کالونو کې د کاراګيا د وبا “Caragea’s plague” له لورې هم وټکول شو، له عثماني واک څخه په سختۍ سره تر لاسه شو او څو زماني واټنونو کې د هبسبرګ پاچاهۍ (۱۷۱۶، ۱۷۳۷ او ۱۷۸۹ زکالونو کې) له لورې او د ۱۷۶۸ او ۱۸۰۶ ز کالونو تر منځ د درې ځلونو لپاره د سترواک روسيې له لورې ونيول شو. دا شار د ۱۸۲۸ز کال او د کريميا جګړې تر منځ د روسي ادارې تر چتر لاندې ځای پر ځای شو او پر بوکرېسټ باندې د متمرکز ۱۸۴۸ ز کال والاچيين اوښتون پر مهال يې نيواک کې ځنډ يا وقفه رامنځته شوه. وروسته يو اتريشي لښکر کوټ يا ګارنيزيون د روسيې له تګ (چې لا هم د ۱۸۵۷ ز کال تر مارچ پورې په ښار کې پاتې وه) څخه وروسته د سيمې ملکيت تر لاسه کړ. د ۱۸۴۷ ز کال د مارچ پر ۲۳ نېټه يوې جګړې د ښار د درېيمې برخې په ويجاړولو سره، نږدې ۲۰۰۰ ودانۍ له منځه وېوړې.

په ۱۸۶۲ ز کال کې وروسته له هغې چې ولاچيا “Wallacia” او مولداوي “Moldavia” د شهزاده تر لاس لاندې سيمې د جوړولو په موخه سره يو ځای شول، بوکرېسټ د نوي هېواد د پلازمېنې ښار شو. دا ښار په ۱۸۸۱ ز کال کې د پاچا لومړي کارول “Carol I” تر مشرۍ لاندې د رومانيا د نوې اعلان شوې پاچاهۍ “Kingdom of Romania” سياسي مرکز شو. د ۱۹ پېړۍ د دويمې نيمايي پر مهال د ښار نفوس په ناببره ډول زيات شو او د ښاري ودې يوه نوې دوره پيل شوه. د دې دورې پر مهال ګازي رڼايي، د اسونو پر مټ چلېدونکې ګاډۍ او ټاکلې برېښنايي کېدنه وړاندې شوه. د دامبوويتا سيند “Dambovita River” هم په ۱۸۸۳ ز کال کې په پراخه کچه کانال شو او په دې ډول يې لکه د بوکرېسټ د ۱۸۶۵ ز کال سيلاب غوندې پراخه سيلابونو ته د پای ټکی کېښود. د بوکرېسټ کلاګانې “Fortifications of Bucharest” چې د ۳۶ کلاګانو يوه کړۍ ده، په ۱۹ پېړۍ کې جوړې شوې وې. د دې دورې خورا ډېرې معمارۍ او نړيوال لوړ کلتور بوکرېسټ ته د ختيځ د «کوچني پاريس» وړ نوم وګټه.[۳۱][۳۲]

سرچينې