بلغاریا

بلغاريا چې رسمي نوم یې د بلغاريا جمهوريت دی، په سويل ختيځه اروپا کې پروت هېوا دی. د بالکان ټوله ختيځه برخه دې هېواد نېولې، شمال ته يې رومانيا، لويديځ ته يې صربستان او شمالي مقدونيا، سويل ته يې يونان او ترکيه او ختيځ ته يې تور سمندر پراته دي. د بلغاريا مساحت ۱۱۰.۹۹۴ کيلو متر مربع (۴۲،۸۵۵ ميل مربع) دی، په اروپا کې شپاړسم ستر هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې صوفيا دی، پلوديو، وارنا او بورګاس يې نور ستر ښارونه دي.

د بلغاریا هیواد ولسمشریزه
Република България
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
صوفیه
 -  ولسمشر رومن رادف  

د اوسنۍ بلغاريا په ځمکه له لومړيو ټولنو څخه مېشت يو يې د نوي ډبرين پير «کارانوو» کلتور و چې تاریخ يې له زېږد مخکې ۶،۵۰۰ کال ته رسېږي. له زېږد مخکې په شپږمه او درېيمه پېړۍ کې، دا سيمه د لرغونو تراسيايانو، پارسيانو، سلتيانو او لرغونو مقدنيايانو د جګړې ډګر و؛ دا سيمه هغه مهال ارامه شوه کله چې له زېږد وروسته په ۴۵ کال کې رومي سترواکۍ دا سيمه ونيوله. کله چې رومي دولت ووېشل شو، په دې سیمه کې د قبيلو بريدونه بيا پيل شول. د شپږمې پېړۍ په شا اوخوا کې، په دې سيمه کې لومړي سلاويان مېشت وو. بلغاريايان چې د اسپاروح له خوا رهبري کېدل د (زړې سترې) بلغاريې له ځمکو څخه بريد وکړ او د اومې پېړۍ په وروستيو کې يې د تل لپاره بالکان ونيو. دوی د (دانوبي) بلغاريا بنسټ کېښود، د ختيځې رومي سترواکۍ له خوا له زېږد وورسته د ۶۱۸ کال د تړون په مټ په برياليتوب سره په رسمېت وپېژندل شوه. دې هېواد د بالکان په ډېرو برخو تسلط وموند او سيريليک خط ته په ودې ورکولو سره يې په اسلاوي کلتورونو د پام وړ اغېز پيدا کړ. لومړۍ بلغاريايي سترواکۍ د يوولسمې پېړۍ تر لومړيو پورې وپايېده، تر هغه وخته چې بيزانسي سترواک باسيل دوم دا هېواد ونيو او سترواکي يې ړنګه کړه. په ۱۱۸۵ز کال کې د یو بريالي بلغاريايي پاڅون څخه وروسته دويمه بلغاريايي سترواکي رامنځ ته شوه، کومه سترواکي چې د ايوان اسن دويم (۱۲-۱۸-۱۲۴۱) په واکمنۍ کې خپل اوج ته ورسېده. له ګڼو سختو جګړو او د اشرافو تر منځ د کشمکش څخه وروسته، دا سترواکي په ۱۳۹۶ز کال کې وپاشل شوه او د نږدې پنځو پېړيو لپاره تر عثماني واک لاندې ولاړه.

په ۱۸۷۷-۷۸ کلونو کې د روسانو او ترکانو جګړه د دې لامل وګرځېده چې د اوسنۍ بلغاريا دولت رامنځ ته شي. ډيری قومي بلغاريايان د دې هېواد له پولو بهر پاتې شول، دا چاره د غېر طبيعي احساساتو لامل وګرځېده، له ګاونډيو سره يې ګڼې جګړې رامنځ ته شوې او په دواړو نړيوالو جګړو کې يې له المان سره اتحاد وکړ. په ۱۹۴۶ز کال کې، بلغاريا د شوروي په مشرۍ د ختيځ بلاک لاندې شوه او يو سوسيال دولت وګرځېد. د ۱۹۸۹ز کال له انقلابونو وروسته کمونستي واکمن ګوند پر دې هېواد له خپلې واکمنۍ لاس پورته کړ او ګڼ ګونديزو ټاکنو ته يې اجازه ورکړه. له دې وروسته په ديموکراسۍ او د بازار پر بنسټ اقتصاد بدل شو. په ۱۹۹۱ز کال کې د  يو ديموکراتيک اساسي قانون له خپلولو راهيسې، د بلغاريې نظام يو اتحادي پارلماني جمهوريت او له اته ويشتو ولايتونو څخه جوړ دی چې په سياسي، اداري او اقتصادي برخه کې په لوړه کچه متمرکز دی.

بلغاريا تر ودې لاندې هېواد دی، له منځنۍ کچې د لوړ عايد اقتصاد لري، د بشري ودې اندازې (شاخص) په برخه کې شپږپنځوسمه درجه دی. د دې هېواد د بازار اقتصاد د اروپا د يو بازار برخه ده او تر ډېره بريده په خدماتو، له هغې وروسته په صنعت –په ځانګړي ډول د ماشينونو په جوړولو او کانونو کې – او کرنې ولاړ دی. پراخه فساد د دې هېواد تر ټولو ستره ټولنيزه اقتصادي ستونزه ده، په ۲۰۱۸ز کال کې بلغاريا د اروپا په کچه تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی و. دا هېواد همدا راز د نفوس له بحران سره هم مخ دی، په داسې حال کې چې له ۱۹۹۰ز کال راهيسې يې هر کال نفوس کمېږي، اوس يې د وګړو شمېر نږدې اوه ميليونه دی، په داسې حال کې چې په ۱۹۸۸ز کال کې د نږدې نهه ميلیونه څخه ښکته دی. بلغاريا د ارويايي ټولنې او اروپايي شورا غړی دی؛ همدا راز د OSCE جوړونکی غړی دی، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کې يې درې ځلې يوه څوکۍ تر لاسه کړې ده.[۱]

د نوم رېښې

بلغاريا نوم له بلغر څخه اخستل شوی دی، هغه اصلي ترکي قبيله چې لومړۍ بلغاريايي سترواکي يې جوړه کړې وه. نوم يې په بشپړه نه دی څرګند شوی او ستونزمنه ده چې له زېږد وروسته له څلورمې پېړۍ مخکې يې تاريخ وموندل شي، خو دا شونې ده چې د پروټو-ترکي ټکي « bulģha» څخه اخستل شوی وي (معنا يې ده: ګډ، لړل، خوځول) او د دې اشتقاق « bulgak» دی (چې معنا يې ده: انقلاب، بد نظمي). شونې ده چې دا معنا نوره هم پراخه شي «باغي»، «هڅول»، يا «د بد نظمۍ يو حالت پیدا کول» وبلل شي او په همدې ډول له دې څخه د اخستل شوي ټکي معنا به وي «بدنظمي جوړونکي». په داخلي اسيا کې قومي ډلې د غږ له اړخه ډېر ځله  دې ته په ورته نومونو نومول شوی دي، لکه « Buluoji» د پنځو بربري ډلو يوه برخه چې د څلورمې پېړۍ په اوږدو کې د «شريک توکم» او «ستونزو پېښونکو» په توګه انځور شوي دي.[۲][۳][۴][۳][۵][۶][۵][۷]

تاریخ

له تاريخ مخکې او لرغونی پړاو

د نياندرتال پاتې شوني چې تاريخ يې ۱۵۰،۰۰۰ کلونو پخوا يا منځني ډبرين پير ته رسېږي، د انسانانو د فعاليت ځينې هغه لومړي اثار دي چې په اوسنۍ بلغاريا کې موندل شوي دي. د هومو ساپينس پاتې شونو تاريخ چې دلته موندل شوي ۴۷،۰۰۰BP ته رسېږي. دا پايلې اروپا ته د نويو انسانانو د رسېدلو څرګندونه کوي. د «کارانو» کلتور له زېږد مخکې د ۶،۵۰۰ په شا او خوا کې منځ ته راغلی او په دې سيمه کې د نوي ډبرين پير له ګڼو ټولنو څخه يو و چې په کروندګرۍ کې يې وده وکړه. د مسو د پړاو «ورنا» کلتور (له زېږد مخکې پنځمه زريزه) ته د سروزرو د صفا کولو د ابداع کولو نسبت کېږي. د وارنا اړند د نکروپليس خزانه په نړيواله کچه تر ټولو لرغوني د سرو زرو ګاڼې لري چې د اټکل تر مخې ۶،۰۰۰ کلونو پخوا ته رسېږي. دا خزانه په اروپايي ټولنو کې د لومړۍ ټولنيزې سلسله مراتب او ډلبندۍ په پوهېدو کې د ازرښت وړ ده.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د اوسنيو بلغاريايانو د نيکونو له درې ډلو څخه تراکيان له زېږد مخکې د دولسمې پېړۍ په يو مهال کې په بالکان ټاپووزمه کې راڅرګند شول. تراکيانو د فلزاتو په کارولو کې مهارت تر لاسه کړ او يونانيانو ته يې ارفين او ډآيونيسيايي ډلې ورکړې، خو خپله قبايلي او بې هېواده پاتې شول. پارسي هخامنشي سترواکۍ له زېږد مخکې په شپږمه پېړۍ کې د اوسنۍ بلغاريې ځينې برخې ونېولې (په ځانګړي ډول ختيځه بلغاريا) او له زېږد مخکې تر ۴۷۹ کال پورې يې په دې سيمه واکمني وکړه. دې بريدونو د تراکيانو له يووالي سره مرسته وکړه او د دې قبيلو ډېرې يې د «تريس» پاچا تر واک لاندې يو شوې، تر څو له زېږد مخکې په ۴۷۰ کلونو کې يې اودريسي پاچايي جوړه کړه. دا پاچايي له زېږد مخکې په ۳۴۱ کال کې د مقدونيا د دویم فليپ له خوا کمزورې او تر واک لاندې راوستل شوه، په درېيمه پېړۍ پرې سلواکيانو بريد وکړ او په پايله کې له زېږد وروسته په ۴۵ کال کې د رومي سترواکۍ يو ولايت وګرځېد.[۱۹][۲۰][۲۱][۱۹][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۵][۲۷][۲۸][۲۹][۲۵]

له زېږد وروسته د لومړۍ پېړۍ په پای ته رسېدو سره، د بالکان په ټوله ټاپووزمه رومي حکومت منځ ته راغلو او د څلورمې پېړۍ په شا او خوا کې به دې سيمه کې د مسيحيت خپرېدل پيل شول. د ۳۸۱ کال په شا او خوا کې د ننۍ شمالي بلغاريا کې د ګوتيک قسيس اولفيلاس له خوا ګوتيک سپیڅلی کتاب (انجيل) – د جرماني ژبې لومړی کتاب – جوړ شو. په ۴۷۶ز کال کې د روم له سقوط وروسته دا سيمه تر بيزانسي واک لاندې راغله. بيزانس د پارس په وړاندې په يوه اږده جګړه کې ښکېل و او نه يې شول کولای بربريانو د بريدونو په وړاندې د خپلو بالکاني سيمو څخه دفاع وکړي. په دې سره سلاويان وتوانيدل چې د بلکان ټاپووزمې ته د لوټمارو په توګه داخل شي، په لومړي سر کې د دانوب سيند او د موزيا په نوم مشهورو د بالکان د غرونو له لارې. کرار کرار د دې ټاپووزمې داخلي سيمې د سويلي سلاويانو هېواد شو، چا چې د يوې ديموکراسۍ لاندې ژوند کاوه. په کليوالو سيمو کې نيمه هلني شوي، رومي شوي او ګوتيک شوي تراسيان اسلاويانو په ځآن کې جذب کړل.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۳۶]

جغرافیه

اقتصاد

تاریخ

د بلغاریا تاریخ له میلاد نه ۳۵۰۰ کاله وړاندی رسیږي د بلغاریا لومړني اوسیونکي ترامیان وو.

پوهنه

کلتور او ژبي

د بلغاریا هیواد کابو ۸۴% وګړي بلغاریایان دي ۱۰%سلنه ترکان او نور د نودږرو قومونو ادږړوند دي. د یاد هیواد ۷۶% سلنه وګړي مسیحیان دي ۱۰% مسلمانان او ۱۲% بی دینان دي.

اداري ویش

#ولایتمرکزمساحت
km2
وګړي
(۲۰۱۱)
د وګړو ویش
سیمه
استارا زاګورااستارا زاګورا۵٬۱۵۱٫۱۳۲۷٬۵۷۶۶۳٫۶
اسلیوناسلیون۳٬۵۴۴۱۹۷٬۴۷۳۵۵٫۷
اسمولیاناسمولیان۳٬۱۹۳۱۲۱۷۵۲۳۸٫۱
بلاګووګرادبلاګووګراد۶٬۴۴۹٫۵۳۲۳٬۵۵۲۵۰٫۲
بورګاسبورګاس۷٬۷۴۸٫۱۴۱۵٬۸۱۷۵۳٫۷
پازارجیکپازارجیک۴٬۴۵۸۲۷۵٬۵۴۸۶۱٫۸
پرنیکپرنیک۲٬۳۹۰٫۵۱۳۳٬۵۳۰۵۵٫۹
پلونپلون۴٬۳۳۳٫۵۲۶۹۷۵۲۶۲٫۲
پلوودیوپلوودیو۵٬۹۷۲٫۹۶۸۳٬۰۲۷۱۱۴٫۴
ترګوویشته۲٬۵۵۸٫۵۱۱۸٬۶۷۱۴۶٫۴
خاسکوو۵٬۵۳۳٫۳۲۴۶۲۳۸۴۴٫۵
دوبریچدوبریچ۴٬۷۱۹٫۷۱۸۹٬۶۷۷۴۰٫۲
رازګراد۲٬۶۳۷۱۲۵٬۱۹۰۴۷٫۵
روسهروسه۲٬۸۰۳۲۳۵٬۲۵۲۸۳٫۹
سیلیستراسیلیسترا۲٬۸۵۱٫۱۱۱۹٬۴۷۴۴۱٫۹
شومنشومن۳٬۳۹۰٫۲۱۸۰٬۵۲۸۵۳٫۲
صوفیهصوفیه۷٬۰۵۹۲۴۷۴۸۹۳۵٫۱
لووچ۴٬۱۲۸۱۴۱٬۴۲۲۳۴٫۳
کرجالی۳٬۲۰۹۱۴۹٬۶۶۱۴۶٫۶
کیوستندیل۳٬۰۸۴٫۳۱۳۶٬۶۸۶۴۴٫۳
ګابروووګابرووو۲٬۰۲۳۱۲۲٬۷۰۲۶۰٫۷
مونتانامونتانا۳٬۶۳۵٫۵۱۴۸٬۰۹۸۴۰٫۷
وارناوارنا۳٬۸۲۰۴۷۵۰۷۴۱۲۴٫۴
وراتساوراتسا۳٬۶۱۹٫۷۱۸۶۸۴۸۵۱٫۶
ولیکو ترنووولیکو ترنوو۴٬۶۶۲۲۵۸٬۴۹۴۵۵٫۴
ویدینویدین۳٬۰۳۲٫۹۱۰۱٬۰۱۸۳۳٫۳
یامبولیامبول۳٬۳۳۶۱۵۱۷۲۶۴۵٫۵

سیاسی جوړښت