توکمډله

قومي ډله او یا هم قومیت د خلکو هغې ډل بندي ته ویل کېږي چې د یو شمېر مشترکو ځانګړنو له مخې چې له نورو سره یې توپیر رامنځته کوي؛ یوبل پېژني. په دغو ځانګړنو کې کېدلای شي، د دودونو ګډې ټولګې، اجداد، ژبه، تاریخ، ټولنه، کلتور، ملت، دین او یا هم د هغو د استوګنې په سیمه کې د دوی ټولنیز چلن شامل شي. ځینې وختونه په ځانګړې توګه د قومي ملت پالنې پر مهال قومیت او ملت د یو بل پر ځای کارول کېږي، په داسې حال کې چې د نژادي مفهوم له مخې له یوبل څخه توپیر لري. [۱][۲][۳]

قومیت کېدلای شي، د یوه میراثي جوړښت او یا هم د تحمیلي ټولنیز جوړښت په توګه تعبیر شي. قومي غړیتوب معمولاً د ګډ کلتوري میراث، اصل او نسب، اصلي افسانې، تاریخ، وطن، ژبې یا خبرې کولو، سمبولیکو سیسټمونو، لکه: دین، افسانو او رواجونو، آشپزۍ، کالیو اغوستلو ډول، هنر او فزیکي څرنګوالي له مخې تعریف کېږي.  قومي ډلې کېدای شي ،له یو بل سره پراخ یا محدود جنیټیکي اصل او نسب ولري چې د هرې ډلې هویت ته اړوندېږي، ډېرې ډلې ګډ او مختلط جنیټیکي نسب لري. قومي ډلې تر ډېره یو بل ته په اړوندو ژبو خبرې کوي.[۴][۵][۶]

دا امکان هم شته چې د ژبې د بدلون، کلتور منلو او د دین په منلو او بدلون سره وګړي یا یوه ډله له یوې قومي ډلې څخه بلې ته واوړي. قومي ډلې کېدای شي، په فرعي ډلو او قبیلو ووېشل شي چې د وخت په تېرېدو سره له یوبل څخه د ودونو په کولو او له خپلو والدینو څخه په فزیکي اګوښه والي سره جلا قومي ډلې رامنځته کړي. برعکس پخوانۍ یو له بله جلا قومي ډلې هم کېدای شي، له یوبل سره یوځای شي او یو قوم رامنځته کړي او یا هم په یو واحد قوم کې ادغام شي. د یو جلا قومي هویت رامنځته کېدلو ته، که هغه د وېش او یا د ادغام له مخې وي قومي زېږون (ethnogenesis) ویل کېږي.[۷][۸][۹]

قومیت او ملیت

په ځینو برخوکې په ځانګړې توګه په فراملي کډوالۍ او استعماري پراختیا کې، قومیت له ملیت سره تړلی دی. انسان پوهان او تاریخ لیکونکي، له قومیت څخه د ارنست ګیلنر او بینډیکټ اندرسون له خوا د وړاندې شوي مفهوم څخه په پیروي د ملیت او ملت پالنې وده په ۱۷ مه پېړۍ کې د معاصر دولتي سیسټم له څرګندېدو سره اړونده بولي. دغه مفاهیم د «ملي دولتونو» په رامنځته کېدو سره چې په هغو کې د ملیت فرضي پولې د دولت له پولو سره منطبقې (په ایدیال توګه منطبقې) وې، خپل اوج ته ورسېدل. له همدې امله په لویدیځ کې د قومیت مفهوم لکه د نژاد او ملیت په څېر د اروپا د استعماري پراختیا په اډانه کې وده وکړه، هغه مهال چې مرکانټلېزم او کپیټلېزم د وګړو نړیوال خوځښتونه ترویج کول او ورته مهال د دولتونو پولې په واضحه او ښکاره ډول ټاکل کېدلې.[۱۰][۱۱]

په ۱۹ مه پېړۍ کې معاصر دولتونه له ملتونو څخه د استازولۍ په ادعا د مشروعیت په لټه کې و. په داسې حال کې چې په ملي دولتونو کې تل هغو وګړو ځای لرلی چې د یو شمېر لاملونو له مخې له ملي ژوند ګوښه ساتل شوي. په پایله کې د ویستل شوو ډلو غړي یا د برابرۍ پر بنسټ د ونډې غوښتنه کوي او یا هم د خپلواکۍ په لټه کې کېږي، آن یو شمېر مهال په خپلو ملي دولتونو کې د بشپړ سیاسي جلاوالي لامل ګرځي. د دغو شرایطو له مخې کله چې له یو هېواد څخه بل هېواد ته وګړي ځي او یا هم د خپل هېواد له پولو څخه هاخوا یوبله سیمه تر خپل اشغال لاندې راولي – قومي ډلې د هغو کسانو له خوا رامنځته کېږي چې له ملیتي پلوه یو شان دي خو په بل هېواد کې یې ژوند کاوه.[۱۲][۱۳][۱۴]

د لویو وچو له مخې قومي ډلې

افریقا

په افریقا کې د قومي ډلو شمېر ۱۰۰ ته رسېږي، چې هره یوه یې په عمومي ډول خپله ژبه (یا د یوې ژبې ګړدود) او کلتور لري.

آسیا

په ټوله آسیا کې د اقلیمي زونونو سره په همغږي چې کېدای شي، شمالي قطبي، نیمه قطبي، معتدل، نیمه ګرمسیر او یا هم استوايي وي، ګڼ شمېر قومي ډلې شتون لري. قومي ډلې له غرونو، دښتو، شنو سیمو او ځنګلونو سره تړلې دي.

د آسیا په سواحلو کې قومي ډلې د تولیداتو د راغونډولو او ټرانسپورت په برخو کې له ګڼ شمېر لارو چارو کار اخلي. یو شمېر ډلې تر ډېره ښکاري- راغونډونکې دي، یو شمېر یې د رمه لرونکو (کوچیانو) په ډول ژوند کوي، یو شمېر له زرګونو کلونو راهیسې کروندګراو کلیوالي وګړي او نور هم صنعتي او ښاري شوي دي. د آسیا یو شمېر ډلې هېوادونه په بشپړ ډول ښاري دي، لکه: هانګ کانګ، شنګهای او سنګاپور. په آسیا کې استعمار، د خپلواکۍ او خپل برخلیک ټاکلو لپاره د ملي انګیزې پر بنسټ په ۲۰ مه پېړۍ کې پای ته ورسېد.

یوازې په اندونیزیا کې د دولت له خوا په رسمیت پېژندل شوې، له ۱۳۰۰۰ زیاتې قومي ډلې شتون لري چې د اندونیزیا د مجموع الجزایر په ۱۷۰۰۰ ټاپو ګانې کې موقعیت لري.

په روسیه کې د اته سلنه روسي قومیت لرونکو په خوا کې له ۱۸۵ زیاتې په رسمیت پېژندل شوې قومي ډلې شتون لري. تر ټولو لویه قومي ډله یې تارتاریان دي چې د دغه هېواد د وګړو ۳.۸ سلنه جوړوي. سربېره پر دې یو شمېر نورې کوچنۍ قومي ډلې د روسیې په آسیایي برخه کې هم شتون لري.

اروپا

په اروپا کې ګڼ شمېر قومي ډلې شتون لري، پان او پیفیل (۲۰۰۴) د اروپايي وګړو ۸۷ بېلابېلې ډلې شمېرلي، چې له هغو ۳۳ یې لږ تر لږه په یوه خپلواک هېواد کې د وګړو اکثریت جوړوي، په داسې حال کې چې پاتې ۵۴ نورې په هغو سیمو کې چې ژوند کوي، د هغو سیمو قومي لږه کۍ ډلې جوړوي (په ورته مهال کېدای شي، دوی د فرعي ملي بنسټونو په داخل کې محلي اکثریت رامنځته کړي). په اروپا کې د ملي لږه کیو وګړو ټولیز شمېر ۱۰۵ میلیونه اټکل شوی چې د ۷۷۰ میلیونه اروپايي وګړو ۱۴ سلنه جوړوي.[۱۵]

د فرانسې او سویس په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونه، د خپلو وګړو د قومي جوړښتونو اړوند معلومات نه غونډوي. [۱۶]

په اروپا کې د رمه لرونکي قوم یوه بېلګه رومايي قوم دی چې په تحقیر کوونکي ډول د Gypsies په نوم هم پېژندل کېږي. د دوی رېښه هندي ده او په روماني ژبه خبره کوي.

د صربیا، وجودینا ولایت د ګڼ شمېر قومونو او کلتوري هویتونو د لرلو له امله پام وړدی. په دغه ولایت کې نږدې ۲۶ قومي ډلې شتون لري او په ولایتي اداره کې یې له ۶ ژبو څخه د رسمي ژبو په توګه ګټنه کېږي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

شمالي امریکا

د شمالي امریکا اصلي وګړي بومي امریکایان دي. د اروپايي استعمار پر مهال اروپایان شمالي امریکا ته ورسېدل. بومي امریکایان د هسپانوي او نورو اروپايي ناروغیو،لکه: چیچک له امله د اروپايي استعمار پر مهال مړه شول. په متحده ایالاتو کې تر ټولو لویه قومي ډله سپین امریکایان دي. هسپانوي او لاتیني امریکایان (په ځانګړې توګه مکسیکویي امریکایان) او آسیایي امریکایان په وروستیو کې متحده ایالاتو ته کډه شوي. په مکسیکو کې ډېری مکسیکويي وګړي میستیزو دي چې د هسپانویانو او بومي امریکايانو ترکیب دی.

له ۱۶ مې پېړۍ څخه تر ۱۹ مې پېړۍ پورې افریقايي غلامان شمالي امریکا ته راوړل شول. په متحده ایالاتو کې د دوی لمسیانواولادې ته افریقايي امریکایان ویل کېږي.

سویلي امریکا

په سویلي امریکا کې، ډېری وګړي له مختلطو نژادونو(تر ډېره د مولاتو او میستیزو)، بومي امریکایان او اروپایان (په ځانګړې توګه هسپانوي او پرتګالي نسب لري) دي.

اقیانوسیه

استرالیا

لومړۍ معلومه قومي ډله، چې په استرالیا کې یې ژوند کاوه، بومي اسټرالیایان وو، هغه ډله وګړي چې د تورس تنګي د ټاپو مېشتو وګړو په توګه په پام کې نیول کېدل. په ۱۷۷۰ ز کال کې اروپایان په ځانګړې توګه بریتانویان د لومړي ځل لپاره دغې سیمې ته ورسېدل.

د ۲۰۱۶ ز کال سرشمېرنه ښيي چې انګلنډ او نیوزلنډ له اسټرالیا وروسته د زېږون لوړه کچه لري، له ۲۰۱۱ ز کال وروسته په چین او هند کې د زېږون کچه لوړه شوې (په نوبت سره، له ۶ سلنه څخه ۸.۳ سلنه ته او له ۵.۶ سلنه څخه ۷.۴ سلنه ته).

د هغو وګړو شمېر چې د تورس تنګي د تاپو میشتو وګړو په توګه پېژندل کېږي، په ۲۰۱۱ ز کال کې د اسټرالیا د ټولو وګړو له ۲.۵ سلنه څخه په ۲۰۱۶ ز کال کې ۲.۸ سلنې ته لوړ شوی دی.

سرچینې