جان رونالډ ریوېل ټولکین

جان رونالډ ریوېل ټولکین، د برټانیا سترواکۍ نښان او د او د شاهي ادبي ټولنې همکار نښان لرونکی (زوکړه د ۱۸۹۲ز کال د جنوري ۳مه – مړینه د ۱۹۷۳ز کال د سپټمبر ۲مه) یو برتانوی لیکوال، شاعر، لغت پوه، څېړونکی او د دَ هابېټ او دَ لورډ آف دَ رېنګز (د حلقو څښتن) افسانوي حماسي اثارو د لیکوال په توګه خورا نامتو دی.

ټولکین له ۱۹۲۵ز کال څخه تر ۱۹۴۵ز کال پورې په اکسفورډ پوهنتون کې د انګلوساکسون رالېنسن او بوسوُرټ عنوان پروفیسور او له پېمبروک ښوونتون (کالج) سره علمي همکار و. هغه بیا د همدې پوهنتون د مېرټن ښوونتون د انګلیسي ژبې او ادبیاتو پروفیسور او همکار وګرځېد چې دې دندو ته یې له ۱۹۴۵ز کال څخه تر ۱۹۵۹ز کال پورې تر خپل تقاعد پورې ادامه ورکړه. ټولکین د کلایو سټېپلز لیوس نږدې ملګری و او د غیر رسمي ادبي بحث ګروپ (دَ انکلېنګز) غړی و. هغه د ۱۹۷۲ز کال د مارچ په ۲۸مه د دویمې ملکې الېزابېت لخوا د برتانوي سترواکۍ د نښان د قوماندان په توګه وټاکل شو.

د ټولکین له مړینې وروسته د هغه زوی کرېسټوفر د خپل پلار د پراخو یادښتونو او ناچاپ شويو نسخو پر بنسټ  دَ سېلمرېلین په ګډون یو لړ اثار خپاره کړل. دا د  دَ هابېټ او دَ لورډ آف دَ رېنګز سره یوځای د افسانو، شعرونو، خیالي تاریخونو، اختراع شویو ژبو، او د ارډا خیالي نړۍ په اړه او په هغه کې د منځنۍ ځمکې په نوم هېواد په اړه د ادبي مقالو یوه سره تړلې ټولګه جوړوي. ټولکین د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۵ز کلونو ترمنځ  د دې لیکنو په لویه برخه کې د لېجېنډریم یا د افسانو نړۍ اصطلاح کارولې ده.

پداسې حال کې چې ډېری نورو لیکوالانو له ټولکین نه مخکې تخیلي اثار خپاره کړي وو، د دَ هابېټ او لورډ آف دَ رېنګز لوی بریالیتوب مستقیما د دې ژانر (افسانوي حماسي) د نامتو کېدو لامل شو او ټولکین د عصري تخیلي ادبياتو په ځآنګړې توګه د افسانوي حماسي اثارو د "پلار" په توګه وپېژندل شو.

ژوندلیک

نسب او خټه

د ټولکین پلرني نږدې نیکونه د منځنۍ کچې کسبګر خلک وو چې په لندن او بېرمنګهم کې یې دېوالي ساعتونه، لاسي ساعتونه او پیانوګانې جوړولې او پلورلې. د ټولکین کورنۍ د کونیګسبرګ سره نږدې د ختیځې پروشیا په کروزبرګ ښار کې رامنځته شوې چې یاد ښار د منځنیو پېړیو ختیځ ته د جرمني د پراختیا په جریان کې رامنځته شوی، او د هغه تر ټولو پخوانی پېژندل شوی پلرنی نيکه میشل ټولکین د ۱۶۲۰ز کال په شاوخوا کې زیږېدلی و. د ميشل زوی کرېسشیانوس ټولکین (زوکړه ۱۶۶۳ز کال – مړینه ۱۷۴۶ز کال) په کروزبرګ کې یو شتمن ژرندګړی و.

د هغه زوی کرېسشیَن ټولکین (زوکړه ۱۷۰۶ز کال – مړینه: ۱۷۹۱ز کال) له کروزبرګ څخه ډنزېک ته نږدې کډه شو، د هغه دوه زامن ډانیل ګوټلیب ټولکین (زوکړه ۱۷۴۷ – مړینه ۱۸۱۳ز کال) او جوهان (وروسته د جان په نوم پېژندل کېده) بنیامین ټولکین ( زوکړه ۱۷۵۲ز کال – مړینه ۱۸۱۹ز کال) له ۱۷۷۰ ز کال وروسته لندن ته مهاجر شو او د برتانوۍ کورنۍ سرنیکه وګرځېد او کشر ورور یې د جان رونالډ ریوېل ټولکین دوهم غورنیکه و. په ۱۷۹۲ ز کال کې جان بنجامین ټولکین او وېلیم ګروېل په لندن کې د ایرډلي نورټون تولیدات په غاړه واخیستل، چې له هغه وخته یې د ګروېل او ټولکین په نوم دېوالي او لاسي ساعتونه پلورل. ډنیل ګوټلیب په ۱۷۹۴ ز کال کې د برتانیا تابعیت ترلاسه کړ مګر جان بنیامین په ښکاره ډول هېڅکله د برتانیا تبعه نه شو. نور آلماني خپلوان یې هم په لندن کې له دغو دواړو وروڼو سره یوځای شول. ګڼ شمېر خلک چې د ټولکین تخلص یا هغه ته ورته املا لري، ځینې یې د جان رونالډ ریوېل ټولکین د کورنۍ غړي دي او د جرمني په شمالي برخه کې ژوند کوي، مګر ډېری یې د هغو خلکو اولادونه دي چې په ۱۹۴۵ز کال کې د ختیځې پروشیا څخه د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې وایستل شول.[۱][۲][۳]

د رېزارډ ډېرډزېنسکي په وینا، د ټولکین نوم د ښکته پروشیا نسب څخه دی او احتمالا چې د "تولک زوی/اولاد" معنا لري. ټولکین په غلطۍ سره په دې باور و چې د هغه تخلص د جرمنۍ اصطلاح ټولکون (tollkühn) څخه اخیستل شوی، چې معنی یې "بې پامه" ده او په ټوکه یې ځان د "کامیو" (مشهورې هنري څېرې) په توګه دَ نوشن کلب پاڼو (ناول) کې د لفظي ژباړل شوي نوم راشبولډ لاندې ځای په ځای کړ. مګر ډېرډزېنسکي دا د یوې غلطې رېښې پوهنې په توګه بیان کړې ده. پداسې حال کې چې جان رونالډ ریوېل ټولکین د خپلې کورنۍ له جرمني اصل څخه خبر و، د کورنۍ د تاریخ په اړه د هغه پوهه محدوده وه ځکه چې هغه "د خپل په کم عمر کې مړ شوي پلار له کورنۍ څخه وختي جلا شوی و". [۱][۴][۵][۲]

د کوچینوالي دوره

جان رونلډ ریوېل ټولکین د ۱۸۹۲ز کال د جنورۍ په دریمه د اورنج فري ایالت (چې وروسته له برتانوي سترواکۍ سره ضمیمه شو؛ اوس د سوېلي افریقا په جمهوریت کې ازاد ایالت دی) په بلومفونټین کې د برټانوي بانک مدېر رتور ریوېل ټولکین (زوکړه ۱۸۷۵ز کال – مړینه ۱۸۹۶ز کال) او د هغه مېرمنې مېبل ني سفیلډ (زوکړه ۱۸۷۰ز کال – مړینه ۱۹۰۴ز کال) زوی و. کله چې ارتور د برټانوي بانک چې هغه پکې کار کاوه د بلومفونټین دفتر مشرۍ ته وګمارل شو، هغه وخت دوی دواړو انګلستان پرېښی و. ټولکین د هېلري ارتور ريوېل ټولکین په نوم یو کشر ورور درلود چې د ۱۸۹۴ز کال د فبروري په څلورمه زیږیدلی و. ټولکین په ماشومتوب کې په بڼ کې د لوی بابون غونډل لخوا وچیچل شو، هغه پېښه چې د ځینو په باور په وروستیو کې د هغه په ​​کیسو کې اوریدل کېده، که څه هم هغه د یادې پېښې اړوند څه په یاد نه لرل او نه یې په لویوالي کې له غونډلو او غڼو څخه کومه ځانګړې کرکه درلوده. د ټولکین په کوچینوالي کې په یوه پخوانۍ پیښه کې د هغه د کورنۍ یو ځوان خدمتګار، ماشوم (ټولکین) خپل کور ته یووړ او بل سهار یې بېرته را ستون کړ.[۶][۷]

په درې کلنۍ کې له خپلې مور او ورور سره د خپلوانو د ليدو په موخه د یو اوږد سفر لپاره انګلستان ته ولاړ. د هغه پلار مخکې لدې چې له دوی سره یوځای شي په سویلي افریقا کې د روماتېزم تبې له امله مړ شو. دغه پېښې کورنۍ د عاید له نشتون سره مخ کړه، نو ځکه د ټولکین مور هغه له خپل مور او پلار سره د اوسېدو لپاره د برمېنګهم کینګز هیت سیمې ته بوتلو. وروسته ډیر ژر په ۱۸۹۶ز کال کې دوی سارهول (اوس په هال ګرین کې پروت دی) ته او بیا د ورسېسټرشایر کلي ته چې وروسته بیا د برمېنګهم سره یوځای شو، ولاړل. هغه د سارهول مېل او موسیلي بوګ او کلېنټ، لېکي او مالوېرن هېلز له لیدلو او پکښې ګرځېدلو څخه خوند واخیست چې وروسته بیا هغه د خپلو ​​کتابونو د صحنو لپاره ترې الهام اخیستی، د نږدې ښارونو او کلیو لکه برومسګروو، السېسټر، او الوېچرچ او داسې ځایونه لکه د بګ اینډ په نوم د هغه د ترور جین کرونده چې ده په ​​خپله افسانه کې کارولی دی. مېبل ټولکین خپلو دوو ماشومانو ته په کور کې زده کړې ورکولې. لکه څرنګه چې رونالډ په ​​کورنۍ کې پېژندل شوی و همداسې یو لېوال زده کونکی هم و. هغې ده ته د نباتاتو په اړه ډېر څه ورزده کړل او په ده کې یې د بوټو او ګیاوو د لیدو او احساسولو خوند اخیستل را ویښ کړل. ځوان ټولکین د منظرو او ونو رسمولو سره مینه درلوده، اما د هغه د خوښې درسونه د ژبو په اړه وو او مور یې ډېر د وخته هغه ته د لاتیني ژبې لومړنۍ زده کړې ورکړې وې.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ټولکین د څلورو کلونو په عمر کې لوستل او لږ وروسته یې په روانه توګه لیکل کولای شول. د هغه مور هغه وهڅاوه تر څو ګڼ شمېر کتابونه ولولي. هغه ټريژر ایلنډ (د خزانې ټاپو) او " دَ پایډ پایپر" خوښ نه کړل او فکر یې کاوه چې د لېویس کرول له خوا د عجایبو په ځمکه کې د الیس سفرونه " اثر په زړه پورې مګر پریشانوونکی" و. هغه د "رېډ انډینز" یا سرو هندیانو (اصلي امریکایانو) په اړه کیسې او د جورج مکډونالډ افسانوي اثار خوښول. سربېره پردې د انډریو لنګ "د پېریانو کتابونه" هغه ته خورا د پام وړ وو او د هغو اغیزه د هغه په ځینو وروستیو لیکنو کې په څرګند ډول لیدل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې