دوهمه ملکه الیزابت

دویمه الیزابېت (الیزابېت السکاندر ماري؛ د ۱۹۲۶ کال د اپرېل په ۲۱مه نېټه زیږېدلې) د بریتانیا او ۱۵ نورو هم‌ګټو  قلمروونو ملکه ده.

مری
الیزابت الیکساندرا
(انګلیسي: Elizabeth II د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دوهمه ملکه الیزابت
دوهمه ملکه الیزابت

د شخص معلومات
زیږون نوم(انګلیسي: Elizabeth Alexandra Mary Windsor)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اصلي نومالیکساندرا
پيدايښت۲۱ افریل ۱۹۲۶
مړینه8 سپټمبر 2022 (96 کاله)[۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتبریتانیا
قد64 اينچ [۴]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهبد انګلستان کليسا [۵][۶]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیتکویډ–19 [۷][۸]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړهشهزاده فیلیپ (۲۰ نومبر ۱۹۴۷–۹ اپرېل ۲۰۲۱)[۹][۱۰][۱۱]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولادچارلېس، د ويلز شهزاده [۱۲]
سلطنتي شهزادګۍ، آن [۱۲]
شاهزاده اندرو، د یورک دوک [۱۲]
شهزاده اډوارډ، د اډینبورګ دوک [۱۲]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلارشپږم جورج [۱۳][۱۰]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورملکه الېزابېت، د ملکه مور [۱۴][۱۰]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروڼه او خوندې
عملي ژوند
کار/مسلکد بریتانیا او همګټو هیوادونو دوهمه ملکه الیزابت
مورنۍ ژبهانگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۶]
فرانسوي [۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
دوهمه ملکه الیزابت
دوهمه ملکه الیزابت

ويبپاڼه
انټرنیټ فلم ډیټابېسمخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الیزابېت د ډوک او ډچېس یورک لومړۍ لور ده او د لندن په مې‌فېر کې زیږېدلې ده. پلار یې په ۱۹۳۶ کال کې د ورور اتم پاچا «اډوارډ» له لرې کېدو وروسته د پاچاهۍ پر تخت کېناست او الیزابېت یې احتمالي وارثه کړه. دې په خصوصي ډول په کور کې زده‌کړې وکړې. د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې یې د عمومي دندو پر اجرا کولو پیل وکړ او د خپلې خاورې د مرستندوی پوځ په خدماتو کې یې کار وکړ. د ۱۹۴۷ کال په نومبر میاشت کې یې د یونان او ډنمارک له پخواني شاهزاده فیلیپ مونټ‌باټن سره واده وکړ چې له هغه نه یې څلور اولادونه وشول: چارلېز، د ولېز شاهزاده؛ آن، پرنس رویال؛ شاهزاده انډریو، ډوک یورک او شاهزاده اېډوارډ، ارل وېسېکس.

د ۱۹۵۲ کال په فېبرورۍ کې یې چې کله پلار مړ شو، الیزابېت هغه مهال ۲۵ کلنه وه او د اوو خپلواکو هم‌ګټو هېوادونو ملکه شوه. دا هېوادونه بریتانیا، کاناډا، استرالیا، نیوزلنډ، سوېلي افریقا، پاکستان او سیلان وو،‎ همدا راز د دغو هم‌ګټو هېوادونو مشره هم شوه. د مشروطه ملکې په توګه د دې په دوره کې لوی سیاسي بدلونونه پېښ شول؛ لکه په شمالي ایرلنډ کې ګډوډۍ، په بریتانیا کې د واک سپارل، له اروپايي ټولنو سره د بریتانیا یوځای کېدل، له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا وتل، کاناډا ته د بشپړ حاکمیت لېږدېدل او د ۱۹۵۶ او ۱۹۹۲ کلونو تر منځ د دې تر واک لاندې ځينې قلمروونه لکه سوېلي افریقا، پاکستان او سیلان (چې نوم یې سریلانکا ته بدل شو) پر جمهوریتونو بدل شول. د دې په تاریخي لیدنو او ملاقاتونو کې جمهوري ایرلنډ ته دولتي سفر او د پنځو پاپانو لیدنه شاملېږي. خاوند یې «شاهزاده فلیپ» د ۲۰۲۱ د اپرېل په ۹مه تر ۷۳ کلن واده وروسته د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو.

الیزابېت د بریتانیا د واکمنانو تر منځ یوازنۍ واکمنه ده چې ډېر عمر لري او د ډېرې مودې لپاره ملکه ده؛ په تاریخ کې د دولت تر ټولو اوږدمهالې ښځینه مشره ده؛ د عمر له لحاظه دا مهال تر ټولو مشره ژوندۍ ملکه ده؛ او همدا راز د اوسني دولت تر ټولو زړه او تر ټولو ډېره پاتې شوې رئیسه ده. الیزابېت د خپل سلطنت په جریان کې د جمهوري غوښتونکو له خوځښتونو او پر شاهي کورنۍ له نیوکو سره مخ ده. سره له دې، په بریتانیا کې د سلطنتي نظام او په‌خپله د الیزابېت محبوبیت معمولاً لوړ دی.

د ژوند لومړي کلونه

الیزابېت الکساندر مري وېنډسور د ۱۹۲۶ کال د اپرېل په ۲۱مه نېټه د ګرینوېچ پر ګړۍ په ۲ بجو او ۴۰ دقیقو د خپل پلرني نیکه، پاچا پنځم جورج د سلطنت په وخت کې وزیږېده. پلار یې ډوک یورک (وروسته بیا شپږم پاچا و)، د پاچا دویم زوی و. مور یې ډوچېس یورک (وروسته ملکه الیزابېت، د ملکې مور)، د سکاټلند د کلوډ بووز – لیون د استراثمور او کینګهورن څوارلسم ارل له اشرافي کورنۍ څخه وه. دا په لندن کې د خپل مورني نیکه په کور کې د عملیات له لارې وزیږېده. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د الیزابېت یوازنۍ خور «شهزادګۍ مارګرېټ» په ۱۹۳۰ کال کې وزیږېده. دغو دوو شهزادګیو په کور کې د خپلې مور او کورنۍ روزونکې «ماریون کراوفورډ» تر څارنې لاندې زده‌کړې وکړې. درسونه یې پر تاریخ، ژبو، ادبیاتو او موسیقۍ متمرکز وو. کرافورډ په ۱۹۵۰ کال کې د «کوچنیو شهزا‌دګیو» په نامه د الیزابېت او مارګرېټ د کوچني‌والي د وخت بیوګرافي خپره کړه چې د شاهي کورنۍ د خواشینۍ لامل شوه. دغه کتاب له اسونو او سپیو سره د الیزابېت مینه، د هغې منظم‌والی او د مسؤلیت منل بیان کړي دي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

احتمالي وراثت

الیزابېت د خپل نیکه د پاچاهۍ په دوره کې د بریتانیا د پاچاهۍ پر تخت د کېناستو لپاره تر خپل کاکا «اډوارډ» او پلار وروسته په نوملړ کې درېیمه وه. که څه هم زیږېدنې یې د ټولو پام جلب کړ او دا تمه نه کېده چې دا به ملکه شي، ځکه اډوارډ لا ځوان و او ښايي واده یې کړی وای چې اولادونه یې بیا د ځای‌ناستو په توګه تر الیزابېت وړاندې کېدل. کله یې چې په ۱۹۳۶ کال کې نیکه مړ شو او کاکا یې د اتم اډوارډ په توګه ځای ناستی شو، الیزابېت یې تر پلار وروسته د ځای‌ناستي کېدو لپاره دویمه شوه. وروسته بیا په هماغه کال کې اډوارډ له پاچاهۍ استعفا وکړه، ځکه والیس سیمپسون ته یې د واده وړاندیز وکړ او هغه یوه طلاقه شوې ښځه وه، دا موضوع د اساسي قانون د کړکېچ لامل شوه. په پایله کې د الیزابېت پلار پاچا شو او د شپږم جورج سلطنتي نوم یې خپل کړ. دا چې الیزابېت ورور نه درلود، نو احتمالي وارثه دا شوه. که مور او پلار یې زوی درلودای، هغه به تر دې مخکې وارث او ځای ناستی وای، ځکه هغه وخت د ځای ناستي په توګه لومړیتوب د لومړي زوی و. [۳۱][۳۲][۳۳]

الیزابېت له هنري مارټن څخه چې د ایټون پوهنتون مرستیال ښوونکی و، د مشروطه تاریخ خصوصي زده‌کړې وکړې او فرانسوي ژبه یې له څو داسې روزونکو څخه زده کړه چې فرانسوي یې مورنۍ ژبه وه.

په ۱۹۳۹ کال کې د الیزابېت مور او پلار کاناډا او امریکا ته په سفر لاړل. الیزابېت په بریتانیا کې پاتې شوه، ځکه پلار یې فکر کاوه چې دا د عمومي سفرونو لپاره ډېره ځوانه ده. کله یې چې مور او پلار تلل، د دې «سترګې له اوښکو ډکې ښکارېدې». هغوی د لیکونو له لارې ورسره په اړیکه کې وو. همدا راز له مور او پلار سره یې لومړنۍ ټرانس اتلانتیک سلطتني ټېلېفوني اړیکه د مې پر اتلسمه ټینګه کړه. [۳۴][۳۵][۳۶]

دویمه نړیواله جګړه

د ۱۹۳۹ کال په سپټمبر کې بریتانیا دویمې نړیوالې جګړې ته د ننه شوه. لرډ هیلشام وړاندیز وکړ چې په لندن کې له تکراري بمبارۍ د خوندي پاتې کېدو لپاره دواړې شهزادګیانې «الیزابېت او مارګارټ» باید کاناډا ته ولېږدل شي. مور یې دا وړاندیز ونه مانه او ویې ویل: «اولادونه مې له ما پرته نه ځي او زه له پاچا پرته نه ځم، نو پاچا هېڅکله نه ځي.» دواړې شهزادګیانې د ۱۹۳۹ کال تر کرېسمېس پورې د سکاټلنډ په بالمورال کلا کې پاتې شوې او بیا په نورفولک کې د سانډرینګهام ماڼۍ ته لاړې. د ۱۹۴۰ کال له فېبروۍ تر مې پورې د وینزر په رویال لژ کې پاتې شوې او بیا وروسته ویندروز کلا ته لاړې او هلته یې څه باندې پنځه کاله ژوند وکړ. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

واکمني او تاج‌اېښودنه

په ۱۹۵۱ کال کې د شپږم جورج روغتیايي حالت مخ پر خرابېدو و او تر ډېره به په عمومي پېښو کې الیزابېت څرګندېده. کله چې هغې د ۱۹۵۱ کال په اکتوبر کې کاناډا ته سفر وکړ، له هغه ځایه امریکا ته لاړه او له ولسمشر هري اېس ټرومن سره یې په واشنګټن ډي سي کې وکتل. د ۱۹۵۲ کال په لومړیو کې الیزابېت او فیلیپ د کینیا له لارې استرالیا او نیوزلنډ ته په سفر لاړل. د ۱۹۵۲ کال د فېبرورۍ په شپږمه هغې ته د پاچا د مړینې خبر ورغی. فیلیپ دغه خبر نوې ملکې ته ورکړ. د هغې ځانګړي سکرتر مارټین چارټریس له هغې وغوښتل چې د سلطنت لپاره ځانته نوم غوره کړي. هغې وغوښتل چې الیزابېت پاتې کېدل مناسب دي. دویمه الیزابېت په ټولو مملکتونو کې ملکه اعلان شوه او دوی په چټکۍ سره بریتانیا ته وګرځېدل او ملکه او فیلیپ د باکینګهام ماڼۍ ته لاړل.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

ګالري

د بریتانیا سلطنتي کورنۍ

د ملکې مقام