د افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)


په افغانستان کې شوروی جگړه
تاريخ۱۹۷۹-۱۹۸۹
هېوادافغانستان
پوځونه
شوروی روسیه
د افغانستان دموکراتیک جمهوریت
مجاهدین
قوماندان
بوریس گروموف
لیونید برشنف

ببرک کارمل

ډاکټر نجیب الله احمدزی

احمد شاه مسعود
جلال الدين حقاني
گلبدین حکمتیار

د افغان – شوروي جګړه، هغه جګړه چې په کې مخالفو ډلو چې کوچنۍ یاغي ډلې وې او په ټولیز ډول ورته مجاهدین ویل کېدل او همداشان کوچنۍ مایویست ډلې، په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د افغانستان له دموکراتیک جمهوریت او شوروي پوځ سره نهه کاله تر ډېره د افغان خاورې په غیر مرکزي برخو کې ګوریلایي جګړه وکړه. په زیاته کچه د مجاهدینو ملاتړ د امریکا د متحده ایالاتو، پاکستان، ایران، سعودي عربستان، چین او بریتانیا له خوا کېده؛ دغه جګړه د سړې جګړې د مهال نیابتي جګړه وه. د ۵۶۲ زره څخه تر ۲ میلیونه افغان وګړي ووژل شول او میلیونونو نورو له هېواده بهر کډوالۍ ته مخه کړه، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته. اټکل کېږي چې د ټولو افغان وګړو نږدې د ۶.۵٪ - ٪۱۱.۵  یې په جګړه کې ووژل شول. جګړه د افغانستان د زیاتې ویجاړۍ لامل شوه، چې د پوهانو پر باور، همدا د شوروي اتحاد د له منځه تلو او سړې جګړې د پای مرسته کوونکی لامل وګرځېد، چې د دواړو لورو لپاره یې یو ډول میراث پرېښود.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په ۱۹۷۸ ز کال کې د ثور له انقلاب وروسته هغه مهال چې د افغانستان کمونیست ګوند واک ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې د عصري کولو په برخه کې یو شمېر راډیکالې  کړنې ترسره شوې او د ځمکو په برخه کې  یې اصلاحات رامنځته کړل، د دغې جګړې بنسټ کېښودل شو. دغه اصلاحات د سنتي کلیوالي وګړو ترمنځ تر ډېره د منلو وړ نه وو، چې له امله یې د واک بېلابېل جوړښتونه رامنځته شول. د "دموکراتیک جمهوریت" ځپونکی ماهیت، چې ګڼ شمېر مخالفین یې په کلکه وځپل او په زرګونو سیاسي بندیان یې اعدام کړل، دې ته لار هواره کړه، څو د دولت پر وړاندې وسله والې ډلې جوړې شي؛ چې د ۱۹۷۹ ز کال په اپریل میاشت کې د هېواد ډېرې برخې د ښکاره بغاوت څرګندويې وې.[۸][۹][۱۰]

په کمونیست ګوند کې دننه د خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ ژور مخالفتونه هم شته وو؛ چې له امله یې په ۱۹۷۹ ز کال کې د خلکو د دموکراتیک ګوند عمومي منشي نور محمد ترکی د دغه ګوند د دویم کس حفیظ الله امین په امر ووژل شو او د شوروي اتحاد سره یې اړیکې ترینګلې شوې. له دې څخه په وېرې چې امین پلان لري، د امریکا متحده ایالاتو لوري ته خپل لوری بدل کړي، د بریژنف (Leonid Brezhnev) تر واکمنۍ لاندې شوروي دولت پریکړه وکړه چې، په ۱۹۷۹ ز کال د ډسمبر په ۲۴ مه د خپل پوځ ۴۰ مه لوا (40th Army) د افغانستان پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي. مرکز کابل ته د شوروي ځواک په رسېدو سره یې کودتا وکړه (د طوفان عملیات – ۳۳۳)، د ګوند عمومي منشي حفیظ الله امین یې وواژه او له پرچم ډلې څخه یې شوروي ته وفادار ببرک کامل د واک پر ګدۍ کښېناوه. د شوروي برید د بریژنف د دکتورینو ( نظریاتو) له مخې و.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۰]

د ۱۹۸۰ ز کال په جنوري میاشت کې د اسلامي همکاریو سازمان، د ۳۴ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پریکړه لیک صادر شو، چې په هغه کې له افغانستان څخه په "بېړني او چټک ډول له هېڅ ډول قید او شرط پرته د شوروي ځواکونو د وتلو" غوښتنه وشوه. د ملګرو ملتونو عمومي ناستې هم د شوروي له برید سره په مخالفت پریکړه لیک د ملګرو ملتونو د ۱۵۲ غړو هېوادونو له ډلې ،د ۱۰۴ موافقو، ۱۸ مخالفو او ۱۲ ممتنع یا غایبو رایو په لرلو صادر کړ؛ یوازې د شوروي اتحاد متحدینو لکه انګولا، ختیځ المان او ویتنام او ورسره هند هم د دغې نظامي لاسوهنې ننګه وکړه. افغان مخالفینو په ګاونډي هېواد پاکستان کې، د امریکا او بریتانیا له خوا په پراخه کچه ملاتړ د عادي او مالي مرستو او نظامي روزنې په برخو کې ترلاسه کړ. دوی همدارنګه د چین او په فارس خلیج کې د عرب دولتونو له خوا پراخه مالي مرستې ترلاسه کړې. د امریکا د ملي امنیت د آرشیف د اسنادو له مخې، د امریکا د مرکزي اطلاعاتو ادارې یا سي آی اې (CIA) د شوروي اتحاد د برید د شنډولو په موخه د نظامي عملیاتو د مالي ملاتړ پرمټ وکولای شول، په افغانستان کې د امریکا د نفوذ د پیاوړي کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي. سي آی اې خپلې نفوذي چارې، د پاکستان د استخباراتي ادارې له لارې چې افغان مخالفو ډلو ته یې لاسرسی درلود، پر مخ وړلې. شوروي ځواکونو په ښارونو او ارتباطي شریانونو واک درلود، هغه مهال مجاهدینو په نږدې ۸۰ سلنه افغانستان کې چې د شوروي اتحاد له کنترول بهر وه  او تر ډېره په کې غرنۍ او لرې پرتې سیمې شاملېدې، ګوریلایي جګړه پر مخ وړه. شورویانو د مجاهدینو او ملکي وګړو د ځپلو په برخه کې له هوایي ځواک  نه کار اخیست، کلي یې له خاورو سره خاورې کړل، څو مجاهدین امن پټن ځایونه و نه مومي، کاریزونه (د څښاک د اوبو سیستم) یې له منځه یووړل او په میلیونونو ماینونه یې خښ کړل.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۶][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴] [۲۵][۲۶][۲۷]

نړیوالې ټولنې، په شوروي اتحاد ګڼ شمېر بندیزونه ولګول، امریکا په مسکو کې د ۱۹۸۰ ز کال د المپیک لوبو د بایکاټ کولو مشري وکړه. دغه بایکاټ او بندیزونو د سړې جګړې ګواښونه لا زیات کړل، کوم چې وروسته شوروي اتحاد په ۱۹۸۴ کال کې په لاس انجلس کې د المپیک لوبو د غچ اخیستونکي بایکاټ رهبري وکړه. شوروي اتحاد په پیل کې پلان جوړ کړ، څو لومړی د ښارونو او لارو امنیت ټینګ او د نوي مشر کارمل تر واکمنۍ لاندې دولت باثباته او د شپږو میاشتو یا یو کال په اوږدو کې خپل ځواکونه وباسي، خو دوی د مخالفینو له سخت مقاومت او د افغانستان په سړو او سختو سیمو کې له ستونزو سره مخامخ شول، چې په پایله کې په نهه کلنه خونړۍ جګړۍ ښکېل شول. د ۱۹۸۰ مې لسیزې په نیمایي کې د شوروي ځواکونو شمېر ۱۰۸۸۰۰ تنو ته لوړ او جګړې زور ونیو، چې شوروي اتحاد ته د جګړې سیاسي او نظامي لګښت په ډېره زیاته بیه تمام شو. د ۱۹۸۷ کال په نیمایي کې د شوروي اتحاد او کمویست ګوند اصلاح غوښتونکي مشر میخایل ګورباچوف اعلان وکړ چې:  له افغان دولت سره له خبرو وروسته د ځواکونو وتل پیلوي. د ۱۹۸۸ ز کال د مۍ په ۱۵ مه د ځواکونو وتل پیل او د ۱۹۸۹ ز.کال د فبروري په ۱۵ مه دا لړۍ پای ته ورسېده او د مخالفینو پر وړاندې جګړې ته یې افغان دولتي ځواکونه یوازې پرېښودل، هغه چې تر ۱۹۹۲ ز.کال پورې یې دوام وکړ. هغه مهال چې د شوروي په ملاتړ دولت ونړېد، د دغې جګړې دوام ته په پام یو شمېر لویدیځې رسنۍ هغه د شوروي اتحاد د ویتنام د جګړې او یا هم د سرکوزي (خرس) د دام "Bear Trap" په نامه یادوي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

داسې انګېرل کېږي، چې په جګړه کې د شوروي پاتې راتلل، د شوروي اتحاد د شیندل کېدو لامل دی. دغې جګړې د شوروي اتحاد او افغانستان لپاره ورته میراث پرځای پرېښی. همدارنګه داسې هم انګېرل کېږي چې، په جګړه کې د امریکا د متحده ایالاتو پالیسۍ د امریکا د ګټو پر خلاف د ناغوښتل شوو پایلو "blowback" لامل شوې، چې په ۲۰۰۱ ز.کال کې یې امریکا په افغانستان کې په خپلې جګړې کې ښکېل کړه.

د مجاهدینو پاڅون

د ۱۹۸۰ ز مې لسیزې په نیمایي کې د افغان مقاومت خوځښت سره د امریکا د متحده ایالاتو، پاکستان، سعودي عربستان، بریتانیا، مصر، د چین جمهوریت او نورو مرسته، د مسکو لپاره د لوړو نظامي لګښتونو او نړیوالو اړیکو د خرابېدو لامل شوه. د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې جګړه د سړې جګړې نه بېلېدونکې برخه انګېرله، سي آی اې د پاکستان د استخباراتي سرویس له لارې د شوروي ضد شورشیانو سره مرسته کوله چې د سایکلون د عملیاتو (Operation Cyclone) په نوم یادېږي.[۳۷]

د پاکستان شمال لویدیځ ایالت د افغان مجاهدینو لپاره په سنګر بدل شو او د هغه ایالت دیوبندي علماوو د افغان جهاد په برخه کې مهم رول ولوباوه، د حقانیې مدرسه د شوروي ضد افغان جنګیالیو لپاره په سازماني او شبکه یي ځای واوښته. مسلمانو هېوادونو د پیسو په څېر په زرګونو د خپلې خوښې جنګیالي، چې د ”افغان عربو“ په نوم یې یادول او هیله یې لرله، څو له آتیست کمونیستانو سره جګړه وکړي برابر کړل. د دوی ترمنځ د پام وړ یې عرب ځوان اسامه بن لادن و، چې وروسته د هغه عرب ډله په القاعده واوښته. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې او ياداښتونه