د جنډر رول
د جنډر رول چې د جنیست د رول په نوم هم پېژندل کېږي، یو ټولنیز رول دی چې د چلندونو او لیدلورو یو طیف پهکې شاملېږي، چې په ټولیز ډول د یو فرد لپاره د هغه فرد د جنسیت پر بنسټ د منلو وړ، مناسب یا مطلوب وبلل شي. د جنډر رول معمولاً د ښځينهوالي او نارینهوالي پر مفاهیمو متمرکز دی، له دې سره استثناعات او بدلونونه هم شته. د جنډر د دغو تمو اړوند ځانګړنې ښايي د کلتورونو تر منځ سره توپير ولري، حال دا چې ځينې نورې ځانګړنې ښايي د کلتورونو په پراخ طیف کې مشترکې وي. [۱][۲][۳]
د جنډر رول د انسان د چلندونو پر پراخ طیف اغېز کوي او تر ډېره هغه جامې چې فرد يې د اغوستلو لپاره ټاکي، هغه مسلک چې یو فرد يې ټاکي او د فرد شخصي اړیکې پهکې شاملېږي.
بېلابېلو ډلو په ځانګړي ډول فېمېنیستي غورځنګونو د غالب جنډر رول د جنبو لپاره چې د دوی په باور ظالمانه یا ناسمې دي د بدلون هڅې کړې دي. که څه هم څېړنې ښيي چې بیولوژي د جنډر په چلند کې رول لري، خو د اغېزمنتیا کره کچه يې لږ مشخصه ده.
مخینه
د جنډر رول چې د جنسیت د رول په توګه هم پېژندل کېږي، یو ټولنیز رول دی چې د چلندونو او لیدلورو یو طیف پهکې شاملېږي، چې په ټولیز ډول د یو فرد لپاره د هغه فرد د جنسیت پر بنسټ د منلو وړ، مناسب یا مطلوب وبلل شي.
د جنډر په ټولنپوهنه کې هغه پروسه چې په ترڅ کې يې یو فرد په ټولنه کې د جنډر رول زدهکوي او ترلاسه کوي د جنډر د ټولنپالنې په نوم یاديږي. [۴][۵][۶]
د جنډر رولونه له کلتوري پلوه مشخص دي او حال دا چې ډېری کلتورونه یوازې دوه (هلک/سړی او نجلۍ/ښځه) سره بېلوي، ځينې نور يې بیا ډېر ډولونه تشخیصوي. ځینې لویديځې ټولنې درې جنډره لري: چې نارینه، ښځینه او درېیم جنډر (نرښځي) دی. بوګيني ټولنې پنځه جنډرونه مشخص کړي. نر ښځي ځینې وختونه د درېیم جنډر په توګه مطرح شوي. یو نر ښځی یا اندروجېنوز هغه کس دی چې د دواړو نارينه او ښځینه اړوند ځانګړنې لري. ځینې افراد هېڅ جنډر نه لري. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
ډېری ټرانس جنډر لرونکي/نرښځي یوازې د ښځې یا نر په توګه پېژندل کېږي او درېیم بېل جنډر نه جوړي. د (ځینو) ټرانس جنډر ښځو او سېس جنډر ښځو تر منځ بیولوژيکي توپيرونه له تاريخي پلوه په معینو شرایطو کې سره تړاو لري، په ځانګړي ډول چېرته چې ښايي بیولوژیکي ځانګړنې د سپورټ په څېر له ناعادلانه ګټو سره مل وي. [۱۲][۱۳]
د جنډر رول د جنډر هویت ته، چې د یو فرد د جنسیت دروني حس ته اشاره کوي ورته نهدی، ښايي د ټولنیزو نورمونو په واسطه له وړاندې شویو کتګوریو/ردیفونو سره هملاری وي یا نه وي. هغه ټکی چې په هغه کې د جنډر دا دروني هویت د بیرونیو تمو پر یو ټولګه بدلیږي د جنډر رول د پیداییښت سرچینه ده. [۱۴][۱۵]
د یو ټولنیز ترکیب په توګه د جنډر نظریې
د ټولنیزې جوړښت پالنې پر بنسټ د جنډر چلند تر ډېره د ټولنیزو کړو وړو له امله دی. د تکاملي اراپوهنې په څېر تیورۍ/نظريې د دې موقف مخالفې دي.
ډېری ماشومان په درې کلنۍ کې دا زده کوي چې خپل ځان د جنډر پر بنسټ طبقهبندي کړي. ماشومان له زېږون څخه د جنډر د ټولنیز کېدو په دوره کې د جنډر کلیشې او رولونه له خپل مور او پلار او چاپېریال څخه زده کوي. هلکان په دودیز ډول دا زده کوي چې خپل فزیکي او ټولنیز چاپېریال د خپل بدني ځواک یا مهارت له لارې سمبال کړي، حال دا چې نجونې دا زده کوي چې ځانونه د یو داسي شي په توګه وښيي چې باید ولیدل شي. ټولنیزجوړښتپالان داسې استدلال کوي چې نارينه او ښځینه د چلند تر منځ توپيرونه د هر ډول اساسي، طبیعي، فیزیولوژیکي یا جنتیکي استعداد په پرتله د جنډر پر بنسټ د ماشومانو له مجزا فعالیتونو سره ښه د استناد وړ دي. [۱۶][۱۷][۱۸]
د رول نظریې د یوې جنبې په توګه، د جنډر د رول نظریه «د نارینهوو او ښځینهوو دا بېلابېل وېشونه د جنسیت څخه مجزا د ټولنیزو چلندونو د لومړنۍ سرچينې په توګه څېړي»، [او داسې فرضوي چې] پر چلند د هغوی اغېز د اروايي او ټولنیزو پروسو په منځګړیتوب رامنځته کېږي. د ګېلبرت هېرډټ په وینا د جنډر رولونه له مخبر استناج څخه راپورته کېږي، په دې معنا چې د کار عمومي وېش د جنډر د رولونو پر بنسټ خپور شوی. [۱۹][۲۰]
ټولنیز جوړښتپالان د جنډر رولونو لړیز غوراوی او نرواکي بولي. د څېړونکي انډرو چرلین په وینا د پلارواکۍ اصطلاح؛ «د ټولنیز نظم پر اساس په ځانګړي ډول په کرنیزو ټولنو کې پر ښځو د نارينهوو تسلط» تعریفوي. [۲۱][۲۲]
د اېګلي او همکارانو په وینا یې د جنډر رولونو او کلیشو بدې پایلې جنسیت-ډوله ټولنیز چلند دی، ځکه رولونه او کلیشې دواړه ګډ ټولنیز توصیفي نورمونو او تجویزي نومونه دي. [۲۳]
جودېث بټلر، د جنډر ستونزه (Gender Trouble) او د جنډر لغوه (Undoing Gender) په څېر اثارو کې په دې باوري دی چې ښځهوالی «طبعي نه دی» او یوازې د جنډر د تکراري عملکرد له مخې طبعي برېښي؛ دا عملکردونه پهخپل وار سره د جنس یا/جنډر دودیزې کټګورۍ تعریفوي. [۲۴][۲۵]
لوی ټیورېستان/ د نظریو متخصصین
ټالکوټ پارسون
ټالکوټ پارسون په ۱۹۵۵ کال کې په متحده ایالاتو کې کار کاوه، د هستهيې کورنۍ یو موډل ته يې پراختیا ورکړه چې په هغه وخت او هغه ځای کې د کورنی دود شوی جوړښت و. دې موډل له جنډر رولونو څخه دودیز او هممهال لیدلوری له لا لېبرالو لیدلورو سره پرتله کړل. د پارسونز موډل د جنډر د رولونو په اړه د تضاد او افراطي دريځونو د ښکارولو لپاره وکارول شو. د اې/ Aموډل د نر او ښځې د رولونو بشپړ توپېر روښانه کړ، حال دا چې د بي/ Bموډل د جنسیتي رولونو بشپړ انحلال تشرېح کړ. [۲۶][۲۷]
د A موډل - د مجموعي رول توپير | د B پټ موډل - د رولونو مجموعي بشپړونه | |
زدهکړې | د جنډر پر بنسټ ځانګړې زدهکړې؛ لوړ مسلکي شرایط یوازې د نارینهوو لپاره اړین دي. | مختلط ښوونځي، په ټولګي کې د هلک او نجلۍ لپاره ورته محتویات، ښځې او نارينه ته یو شان صلاحیت. |
دنده/مسلک | کارځای د ښځو لپاره لومړنۍ فضا نه ده؛ د ښځو لپاره دنده او مسلکي پرمختګ بې ارزښته بلل کېږي. | د ښځو لپاره دنده همدومره اړینه ده څومره چې د نارینهوو لپاره ده؛ د ښځو او نارينهوو لپاره برابر کاري فرصتونه اړین دي. |
د کور کارونه | د کور کارونه او د ماشومانو پالنه د ښځې اصلي دنده ده؛ په دې کارونو کې د نارینه سهم تر یوې کچې په پام کې نیول شوی. | د کور ټول کارونه د واده شوې جوړې د دواړو کسانو لهخوا په مشترک او برابر ډول ترسره کېږي. |
پرېکړه کول | د شخړې پر مهال، وروستي خبره نارینه کوي، د مثال په ډول هغه ځای چې دوی باید پهکې ژوند وکړي، د ماشومانو لپاره د ښوونځي ټاکل او د اخیستلو په اړه پرېکړې. | د جوړې هېڅ غړی د تسلط واک نه لري؛ حللارې تل د یو همغږې پرېکړې له موندلو څخه رامنځته کېږي؛ د اختلاف د موجودیت په صورت کې شته حالت خوندي/ پهخپل ځای پاتې کېږي. |
ماشومپالنه او زدهکړې | د دې کار د مسؤلیت ډېره برخه د ښځو پر غاړه ده؛ هغه ماشومان روزي او له هرې لارې د هغوی پالنه کوي. | په دې کار کې نارینه او ښځينه په برابر ډول شریک دي. |
دا موډل په شعوري ډول ساده کول دي؛ د افرادو واقعي چلندونه معمولاً يو ځای په ډې قطبونو کې ځای لري. اېنټرکشنیزم/متقابل عمل د اوصولو پر بنسټ، د جنډر رولونه ثابت نه دي، بلکې په پرلپسې ډول د افرادو تر منځ له نویو مناقشو سره مخ دي. [۲۸]