د خرما (نخل) غوړي

د خرما (نخل) غوړي یا پالم غوړي هغه نباتي غوړي دي چې د غوړې خرما له مغز څخه ویستل کېږي. دغه غوړي د خوراکي توکو او ښکلي کوونکو توکو په تولید او همدارنګه د بایو سون توکو په توګه کارول کېږي. په ۲۰۱۴ زکال کې د خرما غوړیو په نړیواله کچه د تولید شوو ټولو غوړو ۳۳ سلنه برخه جوړوله. په سوداګریزه بڼه خوراک ته په چمتو خوړو کې د دغو غوړیو کارونه او د هغو د کیفیت ساتنه آسانه چاره ده، له همدې امله د خوراکي توکو ډیری تولید کوونکي د هغو څخه ګټنې ته لیوالتیا لري. په ۲۰۱۵ زکال کې په ټوله نړۍ کې په اوسط کچه هر انسان ۷.۷ کیلوګرامه (۱۷ پونډه) د خرما غوړي مصرف کړي و. ورته مهال د کریمونو او همدارنګه د بایو سون توکو په څېر په نورو برخو کې هم له دغو غوړو څخه د ګټنې تقاضا زیاته شوې چې له امله یې په ګرمو هېوادونو کې د خرما د باغونو جوړولو ته خلک هڅول شوي دي. [۱][۲][۳][۴]

د خرما له غوړو څخه ګټنې چاپېریال ساتونکي له دې امله اندېښمن کړي چې په ګرمو سیمو کې د دغو ونو د کښت په موخه ډیری ځنګلونه وهل کېږي او همدارنګه د ټولنیزو ستونزو یو فکتور هم ګڼل کېږي ځکه چې د هغو د کښت کوونکو ترمنځ د بشري حقونو څخه د سرغړونو ادعاوو هم شتون لرلی. په ۲۰۰۴ زکال کې په تل پاتې بڼه د غرما د غوړیو د تولید لپاره د یوه ګردي میز پر بنسټ یوه صنعتي ډله جوړه شوه څو په تل پاتې او اخلاقي بڼه د خرما د غوړیو تولید ته لاسرسی وشي. له دې سره هم ډېر لږ کچه د خرما غوړي د دغه بنسټ له خوا تصدیق کېږي او ډیری ډلې د هغو له خوا په ترسره کېدونې شنې مینځنې (هغه چاره چې یوه ډله په ښکاره ځان د چاپېریال ملاتړي بولي، خو په اصل کې یې خرابوي) نیوکې کوي. په ۲۰۱۸ زکال کې د چاپیریال ساتنې نړیوالې اتحادیې په خپل یو راپور کې څرګنده کړه چې د خرما غوړي د خاورې او اوبو د لګښت له مخې له نورو ټولو غوړیو څخه ډېر ګټمن دي. په داسې حال کې چې د نورو غوړیو په پرتله د دغو غوړیو د تولید لپاره د ځنګلونو د له منځه وړلو له امله د ژوندیو موجوداتو تنوع ګواښل کېږي.[۵][۶][۷]

د خرما د غوړیو لوی تولید کوونکي هېوادونه اندونیزیا، مالیزیا، تایلنډ او نایجریا دي. اندونیزیا تر ډېره پورې د خرما له غوړیو بایو ډیزل تولید کوي. له دې امله چې کرنیزې ځمکې محدودې دي، په ځانګړې فاصله کې د غوړې خرما د ونو د کښت په موخه باید نورو کرنیزو توکو ته اړوندې ځمکې او یا هم استوايي ځنګلونه پاک کاري شي. همدا ده چې په اندونیزیا کې د باراني ځنګلونو تخریب د یو لوی چاپیریالي ګواښ په توګه ګڼل کېږي.[۸]

تاریخچه

انسانانو د خرما له غوړو څخه له ۵۰۰۰ کالو راهیسې ګټنه کړې. د ۱۸۰۰مې لسیزې په وروستیو کې لرغون پوهانو داسې یو جوهر کشف کړ چې له مخې یې دې پایلې ته ورسېدل د ابیدوس په مقبره کې د خرما د غوړیو مخنیه له میلاد څخه ۳۰۰۰ کلونو وړاندې ته رسېږي. [۹]

له افریقايي غوړې خرما (Elaeis guineensis) څخه ترلاسه کېدونکي غوړي له ډېر مهاله د لویدیځې او مرکزي افریقا په هېوادونو کې د اشپزۍ د معمولو غوړو په توګه کارول کېږي. هغه اروپايي سوداګر چې لویدیځې افریقا ته سوداګري کوي دغه ډول غوړي کله کله په اروپا کې د پخلي کولو په موخه پېري.

د بریتانیا د صنعتي انقلاب پر مهال د خرما غوړي د بریتانوي سوداګرو ترمنځ د ماشین آلاتو د غوړولو په موخه په اړتیا وړ توکو واوښتل. دغه غوړیو د لیویر برادرز (Lever Brothers؛ اوس مهال انلیویر) کمپنۍ د سن لایټ په نامه صابون او د امریکايي پالمولیو کمپنۍ په څېر د یو شمېر نورو کمپنیو د صابون د تولیداتو بنسټ جوړ کړ. [۱۰]

د ۱۸۷۰ زکال په شاوخوا کې د خرما غوړي د یو شمېر لویدیځو افریقايي هېوادونو له اصلي صادراتي توکو څخه وو، په داسې حال کې چې د ۱۸۸۰مې لسیزې پر مهال د اروپا په افریقايي مستعمرو کې د کاکاو کښت بیا د دغو غوړو له صادراتو څخه لومړی ځایګی ونیو. [۱۱][۱۲]

ګټنې

په خوړو کې ګټنه

د خرما د غوړو پام وړ اشباعي ماهیت لامل ګرځي چې دغه ډول غوړي د خونې په ګرمۍ کې هم جامد حالت غوره کړي، له همدې امله دغه ډول غوړي په ډېر کم لګښت په کوچو یا هایدروجنایز شوو نباتي غوړیو باندې اوړي او د خوږو توکو د اوړو یا هم پاخه شوو خوړو په څېر د هغه ډول ګټنې لپاره چې جامد غوړو ته اړتیا ولري کارول کېږي. د خرما غوړي د لویدیځې افریقا په یو شمېر خوړو لکه اګوسي سوپ او د بېنډیو په سوپ کې کارول کېږي. په هایدروجنیاز شوو غوړیو کې د ترانس غوړو له امله روغتیا ته اړوندې اندېښنې کېدای شي په غذايي صنایعو کې د خرما د غوړیو څخه د زیاتې ګټنې په برخه کې مرسته کړې وي. دغه غوړي ځینې مهالونه په یو شمېر خوړو کې د یوې جزیي مادې په توګه د غوا د شیدو د ځای نیونکي په توګه هم کارول کېږي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

غیرخوراکي مصرفي تولیدات

د خرما له غوړیو څخه په پریمانه کچه د ځان پالنې او همدارنګه پاک کوونکو محصولاتو په جوړولو کې ګټنه کېږي، چې نږدې په هر ډول صابون، شامپو یا پاکوونکې مایع کې د قف کوونکي عامل په توګه کار ورکوي. د صابون، شامپو، سینګار توکو، او لوشنونو په ګډون د شخصي مراقبت د توکو شاوخوا ۷۰٪ برخه له داسې موادو جوړېږي چې د خرما غوړي په کې کارول شوي. ورته مهال د خرما د غوړیو د ترکیباتو لپاره له ۲۰۰ څخه زیات نومونه شتون لري چې په ۱۰٪ دغو نومونو کې د «پالم» کلمه شتون لري. [۱۷]

بایوماس او بایو سون توکي

د خرما له غوړیو څخه د میتایل ایستر او د هایدروکسیجنېټیډ (hydrodeoxygenated) بایو ډیزلو په تولید کې ګټنه کېږي. د خرما له غوړیو جوړ کېدونکي میتایل ایستر د ټرانس سټریفیکاسیون (transesterification) د بهیر په ترڅ کې رامنځته کېږي. د خرما د غوړیو بایو ډیزل له نورو تیلو سره ګډېږي څو د خرما د غوړو د بایو ډیزلو مخلوط رامنځته شي. د خرما د غوړیو بایو ډیزل د اروپا د اي ان ۱۴۲۱۴ (EN 14214) معیارونو لرونکو بایوډیزلو سره یو شان ځانګړنې لري. هایدروکسیجنېټیډ بایوډیزل له الکان او پروپان سره د غوړو د مستقیم هایدروجنولیزیز (hydrogenolysis) په ترڅ کې تولید کېږي. د خرما د غوړو څخه د تولید کېدونکو بایو ډیزلو تر ټولو لویه کارخانه په سنګاپور کې د نیسټ آیل په نامه (Neste Oil) ده چې د ۵۵۰ میلیونه یورو په لګښت په ۲۰۱۱ زکال کې جوړه شوه او په کال کې د خرما له غوړیو څخه ۸۰۰۰۰۰ ټنه هایدروکسیجنېټیډ بایوډیزل تولید کوي؛ د دغې کارخونې مصرفي د خرما غوړي له مالیزیا او اندونیزیا څخه واردېږي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

اروپا ته د صادرېدونکو دغو غوړیو ډېره زیاته برخه په بایو ډیزلو اړول کېږي چې د ۲۰۱۸ زکال په لومړیو کې اروپا ته د دغو غوړیو ۴۰٪ صادرات له اندونیزیا او ۳۰٪ هم له مالیزیا څخه و. په ۲۰۱۴ زکال کې په اروپا کې شاوخوا نیمايي برخه د خرما غوړي د موټرو او ټېلرو د سون توکو په توګه کارول کېدل. له ۲۰۱۸ زکال وروسته اروپا ته د خرما د غوړیو نیمايي واردات د بایو ډیزلو په موخه کارول کېدل. د بایو ډیزلو په توګه د خرما له غوړیو څخه ګټنه له فوسیلي سون توکو څخه په زیاته کچه په هوا کې د کاربن د خپرېدو لامل ګرځي، د بېلګې لپاره «د اندونیزیا د خرما له غوړیو څخه تولید کېدونکي بایو ډیزل، د نړیوال کاربن ستونزه د دې پر ځای چې کمه یې کړي نوره یې هم زیاتوي».[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

ورته مهال د اندونیزیايي خرما له غوړیو څخه د بایو ډیزلو د تولید د پروګرام لپاره زیات فشارونه شتون لري چې باید د خرما د غوړیو تولید زیات شي. اوس مهال د معمولي ډیزلو په پرتله د تېلو په پمپونو کې موجود بایو ډیزل (په بي ۳۰ مشهور) د ۳۰:۷۰ نسبت له مخې د خرما غوړي لري. د اندونیزیا دولت هوډ لري څو ۱۰۰٪ خالص بایو ډیزل (یا بي ۱۰۰) تولید کړي څو معمولي ډیزلو ته له اړتیا خلاص شي. د اندونیزیا دولت پخلی کړی چې د دغو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د غوړې خرما د ونو د کښت لپاره د ۱۵ میلیونه هکتاره ځمکې خالي کولو ته اړتیا ده. [۲۸]

د خرما د پوستکو او همدارنګه د دغې ونې د څانګو په ګډون هغه اضافي عضوي مواد چې د خرما د غوړیو د تولید پر مهال پاتې کېږي کېدای شي د انرژۍ د تولید په برخه کې ترې ګټنه وشي. دغه اضافي مواد په داسې غونډوسکو اړول کېږي چې د بایو سون توکو په توګه ترې ګټنه کېږي. سربېره پر دې د خرما هغه غوړي د چې د یو شمېر خوراکي توکو د سره کولو په موخه کارول شوي وي، کېدای شي د بایو ډیزلو لپاره په میتایل ایستر واړول شي. په پخلي کې کارول شوي د خرما غوړي د پټرولیم ډیزلو په څېر د بایو ډیزلو د جوړولو په موخه په کیمیاوي بڼه تصفیه کېږي. [۲۹][۳۰]

د ټپونو په درملنه کې

د خرما غوړي د خپلو میکروب ضد اغېزو له امله تر ډېره پورې د ټپونو په درملنه کې هم کارول کېږي، خو څېړنې د هغو اغېز نه تائید کوي. [۳۱]

سرچينې