د روغتيا نړيوال سازمان

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د ملګرو ملتونو يوه ځانګړې اداره ده چې د نړيوالې عامې روغتيا مسئوليت لري. د روغتيا نړيوال سازمان په اساسنامه کې د دې سازمان اصلي موخه دا ډول بيان شوې: د روغتيا لوړې ممکنه کچې ته د ټولو خلکو لاسرسی. مرکزي دفتر يې د سويس په جينوا کې دی، په ټوله نړۍ کې شپږ سيمه یيز او يو سل او پینځوس ساحوي دفترونه لري.[۱][۲]

د روغتيا نړيوال سازمان د ۱۹۴۸ ز کال د اپريل په اوومه نېټه جوړ شو. د نړيوالې روغتيا د لومړۍ مجمع غونډه چې د ياد سازمان اداري پلاوی دی، د همدې کال د جولای مياشتې په څلور ویشتمه نېټه تر سره شوه. د روغتيا په نړيوال سازمان کې د ملتونو تړون د روغتيا برخې او د عامې روغتيا نړيوال دفتر شتمنۍ، مامورين او دندې مدغم شوې، د ناروغيو د نړيوالې ډلبندۍ (ICD) په ګډون. وروسته له دې چې د مالي او فني سرچينو له لارې يې د کتنې وړ مالي او فني سرچينې تر لاسه کړې، په ۱۹۵۱ ز کال کې يې په جدي ډول کار پيل شو.[۳][۴][۵][۶]

د روغتيا نړيوال سازمان په دندو کې د نړيوالې روغتيا پاملرنې څخه ملاتړ، د عامه روغتيايي ګواښونو څارنه، بېړنيو روغتيايي حالتونو ته د غبرګون همغږي کول، روغتيا او سلامتۍ ته وده ورکول شامل دي. همدا راز، هيوادونو ته تخنيکي مرستې مهيا کوي، نړيوال روغتيايي معيارونه ټاکي او د نړيوالو روغتيايي مسائلو په اړه معلومات راټولوي. يوه خپرونه چې د نړيوال روغتيا راپور په نوم پېژندل کيږي، په نړيواله کچه د روغتيا د موضوعاتو ارزونه کوي. د روغتيا نړيوال سازمان همدا راز، د روغتيايي مسائلو د يوې ټولنې په توګه کار کوي.[۷][۸]

د روغتيا نړيوال سازمان د عامې روغتيا په ګڼو لاسته راوړنو کې مخکښ نقش لرلی دی، د يادونې وړ مهم يې د چیچک ناروغۍ له منځه وړل، نږدې د پوليو/ګوزڼ له منځه وړل او د ايبولا واکسين جوړول دي. په اوسنيو لومړيتوبونو کې يې ساري ناروغۍ، په ځانګړي ډول ايچ ای وي/ايډز، ايبولا، کوويډ-۱۹، مالاریا او سل ناروغۍ شاملې دي. همدا راز غير ساري ناروغۍ لکه د زړه ناروغۍ، سرطان، غوره غذايي رژيم، تغذيه او د خوراک تامين، حرفه يي روغتيا او د توکو ناسم کارول شامل دي. د نړيوال روغتيايي سازمان د نړيوالې روغتيا مجمع چې د دې سازمان پرېکړه کوونکې برخه ده، د څلور دېرشو روغتيايي متخصصينو يو اجرایيوي پلاوی ټاکي او دې پلاوي ته مشوره ورکوي. عمومي مدير غوره کوي، موخې او لومړيتوبونه ټاکي، بوديجه او فعاليتونه تصويبوي. عمومي مدير يې د ايتوپيا هيواد تبعه تدروس ادهانوم ګبريسوس دی.[۹]

د روغتيا نړيوال سازمان د غړو هيوادونو (که هغه تخميني دي، که په خپله خوښه) او شخصي بسپنه ورکوونکو په تمويل متکي دی. د ۲۰۲۰-۲۰۲۱ ز کال لپاره د دې سازمان ټوليزه تصويب شوې بوديجه اووه اعشاريه دوه میلیارد ډالره ده چې ډېره برخه یې د غړو هيوادونو له خوا د داوطلبانه مرستې له لارې برابريږي. د مرستې اټکل د يوې فارمولې له لارې کيږي چې په هغې کې د يو تن پر سر د نا خالص داخلي توليد هم شامل دی. په سترو مرسته کوونکو کې المان (چې دولس اعشاريه اتلس سلنه بوديجه يې پوره کوله)، د بيل او ميلينډا ګيټس بنسټ (يوولس اعشاريه پینځه شپېته سلنه) او متحده ايالات (اووه اعشاريه پینځه اتيا سلنه بوديجه برابروي) شامل دي.[۱۰][۱۱]

تاريخ

اصل

د روغتیا نړيوال کنفرانسونه (ISC), چې لومړی کنفرانس يې د ۱۸۵۱ ز کال د جون مياشتې په درويشتمه نېټه جوړ شوی و د کنفرانسونو يوه لړۍ وه چې تر ۱۹۳۸ ز کال پورې روانه وه. په پاريس کې لومړی کنفرانس يوازې د وبا لپاره ځانګړی شوی و چې همدا وبا د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د ISC د اصلي ناروغۍ د اندېښنې په توګه وګرځېده. د ساري کېدو په ګډون، د ډېرو وبايي ناروغيو لامل لا هم نامعلوم او د علمي بحثونو موضوع ده چې په دې اړوند د مناسبو اقداماتو لپاره نړيوالو موافقو ته رسېدل ستونزمن و. دا ډول اووه نړيوال کنفرانسونه په يو څلوېښتو کلونو کې جوړ شول خو د څو هيوادونو تر منځ د موافقو له رامنځ ته کېدو مخکې دغه کنفرانسونه پای ته ورسېدل. د ۱۸۹۲ ز کال په ويانا کې جوړ شوي اووم کنفرانس په پايله کې يو کنوانسيون رامنځ ته شو. دې کنوانسيون يوازې د هغو بېړیو روغتیا ته پاملرنه کوله چې د سويس له کاناله تېرېدې او هڅه يې دا وه چې وبا ونه لېږدول شي. [۱۲][۱۳]

پینځه کاله وروسته په ۱۸۹۷ ز کال کې، د بوبنيک وبا bubonic plague په اړوند کنوانسيون د ويانا په کنفرانس کې د ګډون کوونکو نولسو هيوادونو له جملې يوازې شپاړسو لاسليک کړ. په داسې حال کې چې ډنمارک، سويډن ناروی، او متحده ايالاتو دغه کنوانسيون لاسليک نه کړ. د رايو په توافق سره په دې موافقه وشوه چې د تېرو کنفرانسونو کارونه بايد د عملي کېدو لپاره جوړ شي. له دې وروسته نور کنفرانسونه، له ۱۹۰۲ څخه نيولې په ۱۹۳۸ ز کال کې تر وروستي کنفرانس پورې، چې د ISC د پاملرنې وړ ناروغۍ یې نورې هم پراخې کړې. د زيړي، تبې، جذام، مالت تبه، سل او محرقې ته ځواب ويلو په اړه بحثونه يې هم پکې شامل وو. تر يو بريده د کنفرانسونو د برياليتوب په پايله کې، د پان امريکايي روغتيايي دفتر (۱۹۰۲) او د عمومي روغتيا نړيوال دفتر (۱۹۰۷)  ډېر ژر جوړ شول. کله چې د ملتونو تړون په ۱۹۲۰ ز کال کې رامنځ ته شو، دوی د ملتونود تړون روغتيايي سازمان جوړ کړ. له دویمې نړيوالې جګړې وروسته ملګرو ملتونو ټول روغتيايي سازمانونه مدغم کړل، څو د روغتيا نړيوال سازمان جوړ کړي. [۱۴][۱۵][۱۶]

تاسيس

په ۱۹۴۵ ز کال کې د نړيوال سازمان په اړه د ملګرو متلونو په کنفرانس کې  د چين  استازي Szeming Sze د ناروی او برازيل له استازو سره د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د يو نړيوال روغتيايي سازمان د جوړولو په اړه مشوره وکړه. په دې برخه کې د يو پريکړه ليک په تصويب کې له ناکامېدو وروسته، د کنفرانس سرمنشي الجر هيس Alger Hiss  د داسې يو سازمان د جوړولو لپاره د يوې اعلاميې د صادرولو سپارښتنه وکړه. د چين او نورو استازو د دې اعلاميې لپاره هلې ځلې وکړې او په پايله کې د روغتيا په اړه د يو نړيوال کنفرانس جوړېدل تصويب شول. د انټرنيشل پر ځای د ورلډ لفظ کارول، د هغه کار پر ماهيت د ټينګار لپاره و چې دې سازمان يې د تر لاسه کولو هڅې کولې. د روغتيا نړيوال سازمان اساسنامه د ملګرو ملتونو د ټولو يو پینځوس غړو هيوادونو لخوا لاسليک شوه او لسو نورو هيوادونو د ۱۹۴۶ ز کال د جولای د مياشتې په دوه ويشتمه نېټه لاسليک کړه. په همدې اساس دا د ملګرو ملتونو لومړۍ تخصصي اداره شوه، چې ټول غړي په کې شريک وو. د دې سازمان اساسنامه د ۱۹۴۸ ز کال د اپريل په اوومه نېټه د روغتيا نړيوالې ورځې په لومړۍ ورځ له هغه وروسته په لازمي ډول اجرا شوه چې د شپږ ويشتم غړي هيواد له خوا تصويب شوه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د روغتيا نړيوالې مجمع لومړۍ غونډه د ۱۹۴۸ ز کال د جولای په څلور وېشتمه نېټه پای ته ورسېده، چې د ۱۹۴۹ ز کال لپاره يې پینځه ميليونه امريکايي ډالره بوديجه بودیجه کړه. اندريا اشتامپار د مجمع لومړی رئيس و او جي بروک چيشولم G. Brock Chisholm د روغتيا نړيوال سازمان لومړی عمومي مدير وټاکل شو، هغه د پروګرام جوړولو په پړاوونو کې د اجرايیوي منشي په توګه کار و کړ. د دې سازمان لومړی لومړيتوب د ملاريا، سل او جنسي اړيکو له لارې د نژدې کېدو له امله رامنځ ته کېدو عفونت د خپريدو مخنیوی وو چې د مور او ماشوم روغتيا، تغذيې او چاپيريال ساتنه وکړي. د دې سازمان لومړی تشريعي قانون د ناروغيو له خپرېدو او لاملونو دقيقې شمېرې راټولول وو. د روغتيا نړيوال سازمان په لوګو کې د روغتيا د نښې په توګه د اسکلپيوس Asclepius څلی لګول شوی. [۲۱][۲۲]

فعاليتونه

په ۱۹۵۹ ز کال کې د روغتيا نړيوال سازمان د اټومي نړيوالې ادارې سره د « WHA 12–40» هوکړه لیک لاسليک کړ چې په کې راغلي: [۲۳]

که هر يو له دې سازمانونو څخه د يوې داسې موضوع په اړه د يو پروګرام يا فعاليت د پيلولو وړانديز کوي، په کومه موضوع کې چې د بل سازمان د پام وړ ګټې نغښتې يا شونې وي، لومړی اړخ بايد د موضوع په اړه د دوه اړخيزې هوکړې له مخې د تعديل لپاره له بل لوري سره مشوره وکړي.  

مخينه

د روغتیا نړیوال سازمان په کال ۱۹۴۸ کی د اپریل د میاشتی په ۷ نتټه جوړه شوله، مرکر یی په جنیو د سوییس کی دی. دا مهال دهغه عمومی ريیس ډاکټر مرگریټ‌ چان ده.

د ادارې بنسټ او غړي يي

دا سازمان د ملل متحد د انکشافی گروپ غړی دی. په ٬۲۰۱۲ کال کی پدی سازمان کی ۱۹۴ هیوادونه عضویت لری. هغه هیوادونه چی ددی سازمان عضویت لری ددی سازمان لپاره خپل خاص استازی هم استوی. ټول هغه هیوادونه چی د ملل متحد غړیتوب لری د دی سازمان غړیتوب هم اخستلی شی.

فعالیتونه او سيمه ييز دفترونه

دا مهال افریقا ، اروپا ، جنوب شرقی آسیا شرقی مدیترانه ای هیوادونه ، غربی پاسفیک هیوادونه او امریکا کی منطقوی نمایندگی لری. دا مهال په ۱۴۷ هیوادونو کی دغه سازمان ۸۵۰۰ نفر استخدام کړی دی.

دا سازمان د غړو هیوادونو او باندنیو ډونرانو لخوا په مالی ډول سره حمایه کیږی. تر ټولو ستر مرسته کوونکی د دی سازمان لپاره امریکا،‌ جاپان،‌ جرمنی ،‌انگلستان او فرانسه دی.

نړېوالې اړيکې

سرچينې