رنه دیکارت

رنه دیکارت (په فرانسوي: René Descartesچې د ۱۵۹۶ کال د مارچ په ۳۱ مه زېږدلی او د ۱۶۵۰ کال د فبروري په ۱۱ مه نېټه مړ شوی) فرانسوي فیلسوف، ریاضي پوه او عالم و چې د پخوانۍ هندسې او الجبر په یوځای کولو سره یې تحلیلي هندسه اختراع کړه. هغه د خپل کاري ژوند ډېر وخت په هالنډ کې تېر کړ. دیکارت د هالنډ د طلایي دوران یو له مخکښو څېرو او د نوې فلسفې او الجبري هندسې د بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ژوند

لومړنی ژوند

رنه دیکارت د ۱۵۹۶ کال د مارچ په ۳۱ مه د فرانسې د تورین ولایت په La Haye en Touraine سیمه کې وزېږېد. د هغه مور جینی بروچارد، د ده له زوکړې لږ وروسته کله یې چې نوموړی نړۍ ته راووړ مړه شوه، نو تمه نه کېدله چې دی به ژوندی پاتې شي. د دیکارت پلار، یواخیم (Joachim) د برتاین ناحیې په رن کې د پارلمان غړی و. دیکارت له خپلې انا او خپل مشر تره سره پاتې شو. په داسې حال کې چې د دیکارت کورنۍ رومن کاتولیکه وه، د پویتیو(Poitou) سیمه د فرانسوي پروتستانتانو تر واکمنۍ لاندې وه. په ۱۶۰۷ کال کې هغه مهال چې ده ښه روغتیايي حالت نه درلود په لافلش کې هنري-لي- ګرانډ شاهي کالج کې شامل شو. چېرې چې هغه له ریاضي، فزیک او د ګالیله له کارونو سره بلد شو. په ۱۶۱۴ کال کې له فراغت وروسته هغه د دوو کالو لپاره (۱۶۱۵-۱۶) پوایتر پوهنتون ته شامل شو چېرې چې نوموړی د خپل پلار له غوښتنې سره سم چې باید وکیل شي، د قانون او مدني قانون په برخه کې لیسانس ترلاسه کړ. له دې ځایه هغه پاریس ته لاړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په ۱۶۱۸ کال کې دیکارت خپلې دغې هیلې ته د رسېدو په موخه چې یو مسلکي پوځي شي، په برادا کې د مورئیس ناساو تر قوماندانۍ لاندې د پروتستانت هالنډ دولتي ځواک ته د اجیر په توګه ننوت او د نظامي انجینرۍ په برخه کې چې د سیمون سټیون له خوا یې بنسټ اېښودل شوی و، رسمي زده کړې وکړې. له همدې امله دیکارت، په برادا کې ډېر وهڅول شو څو د ریاضي په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. په دې لار کې هغه د دوردریکت ښوونځي له مدیر ایساک بیکمن Isaac Beeckman سره اشنا شو، له هغه چا سره چې ده ورته د میوزیک ټولګه ولیکله (۱۶۱۸ لیکل شوې، په ۱۶۵۰ کې چاپ شوې). په ګډه سره دوی دواړو په ازاد سقوط، زنجیره وار، مخروطي مقطعه او سټاټیک مایع باندې کار وکړ. دواړو باور درلود چې دا اړینه ده څو داسې یوه لار پیدا کړي چې له ریاضي او فزیک دواړو سره اړونده وي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

مسلک

فرانسه

په ۱۶۲۰ کال کې، دیکارت پوځ خوشی کړ، هغه په لوریتو کې له Basilica della Santa Casa کلیسا څخه لیدنه وکړه او وروسته یې فرانسې ته تر تګ وړاندې ګڼ شمېر هېوادونه وکتل،  ده په پاریس کې ډېر وخت تېر کړ، هماغه مهال و چې ده خپله لومړنۍ مقاله: ( Regulae ad Directionem Ingenii) فکر ته د لوري ورکولو قوانینو تر نامه لاندې ولیکله. هغه په ۱۶۲۳ کال لاهیا ته ورسید، هلته یې خپل ټول جایداد وپلوره څو د اسهامو په بازار کې پرې پانګونه وکړي او د ده د پاتې ژوند لپاره ورته مناسب عاید برابر کړي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

هالنډ

په ۱۶۲۸ کال کې دیکارت د هالند جمهوریت ته راوګرځېد. د ۱۶۲۹ کال په اپریل میاشت کې فرانکر پوهنتون ته لاړ او هلته یې د ادرین میتیوس تر نظر لاندې زده کړو ته دوام ورکړ. هغه اړ و چې یا به له یوې کاتولیک کورنۍ سره اوسېږي او یا به هم په Sjaerdemaslot ماڼۍ کې په کرایه ځای نیسي. راتلونکی کال یې په لیدین پوهنتون کې د "پویتویون" تر نامه لاندې داخله وکړه، څو هم د جاکوبوس ګالیوس تر نظر لاندې ریاضي زده کړي چېرې چې د پاپوس له شپږ ضلعي قضیې سره مخ شو او هم د مارتین هارتینیوس سره د ستورو پېژندنې په برخه کې زده کړې وکړي. د ۱۶۳۰ کال په اکتوبر کې له بیکمن سره په جنجال واوښت کوم چې ده هغه د خپلو یو شمېر نظریاتو په ادبي غلا تورن کړ. په امستردام کې هغه له یو شمېر نجونو سره اړیکې پیدا کړې، هیلینا جنس وندر ستروم یو له هغو وه، چې له هغې یې یوه لور د فرانسین په نوم پیدا شوه چې په ۱۶۳۵ کال کې په ډیوینتر کې وزېږېده او په پنځه کلنۍ کې د سرې تبې له امله مړه شوه. هغه د خپل کار اصلي برخه په هالنډ کې په څه باندې ۲۰ کاله وخت کې ولیکله او د ریاضي او فلسفې په برخو کې یې انقلاب رامنځته کړ. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سویډن

په ۱۶۴۹ کال کې دیکارت په اروپا کې مشهور فیلسوف او عالم و. سویډني ملکې کریسټینا خپل دربار ته وروغوښت او پېشنهاد یې ورته وکړ څو یوه نوې علمي اکاډمي جوړه کړي او همدارنګه نوموړې ته د مینې په برخه کې د نظریاتو په اړه زده کړه ورکړي. دیکارت دغه غوښتنه ومنله او د ژمي په نیمايي کې سویډن ته وکوچېد. هغې له دیکارت سره لیوالتیا لره او هغه یې وهڅاوه چې د روح د ستونزو په اړه خپله لیکنه خپره کړي.[۴۵][۴۶][۴۷]

مرګ

دیکارت پرېکړه وکړه چې ملکې کریستینا ته د هغې له زوکړې وروسته، درې ځله په اونۍ کې د سهار په پنځه بجې د هغې په سړه او وچه هوا لرونکې ماڼۍ کې درس ورکړی. ډېر ژر مالومه شوه چې دوی د یو بل نه خوښېدل؛ هغې د ده د میخانیکي فلسفې سره لیوالتیا نه لرله او نه هم ده له پخواني یونان سره. د ۱۶۵۰ کال د جنوري میاشتې تر ۱۵ مې، دیکارت کریستینا یوازې ۵ ځله لیدلې وه. د فبروري په لومړۍ هغه د سږو په پړسوب اخته شو او د فبروري په ۱۱ مه ومړ. د چانت پر باور د ده د مړینې لامل د سږو پړسوب و، خو د کریستینا د ډاکټر یوهان ون ولن پر خبره هغه اجازه نه لرله چې وینه ورکړي. (داسې ښکارېده چې ژمی معتدل و، یوازې د جنوري په میاشت کې چې د ژمي دویمه نیمايي وه او خپله دیکارت هم هغه سخت توصیف کړی و؛ پداسې حال کې چې، «د دیکارت دغه توصیف تر ډېره د هغه فکري حالت ته اړونډ و کوم چې ده د هوا له حالاتو درلود ").[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

ای.پیس (E. Pies) د ډاکتر وان والن د لیک پر بنسټ دغه راپور تر پوښتنې لاندې راوستی؛ په داسې حال کې چې دیکارت خپله درملنه رد کړې وه. له هغه مهاله د ده د روغتیا په اړه ګڼ شمېر پوښتنې رامنځته شوې. په ۲۰۰۹ کال کې جرمني فیلسوف تیودور ایبرت په خپل کتاب کې په دې بحث کړی چې دیکارت د یو کاتولیک تبلیغ کوونکي له خوا چې د ده له دیني نظریاتو سره مخالف و، مسموم شوی.[۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

هغه په یو پروتستانت ملت کې د یو کاتولیک په توګه د یتیمو ماشومانو لپاره په ځانګړې شوې هدیره کې چې د ستاکهولم په ادولف فردریکاس کایرکا سیمه کې یې موقعیت درلود خاورو ته وسپارل شو. د هغه لیکنې د چانوت اوښې، کلادو کلرزلیر لاس ته ورغلې چې «متدین کاتولیک و چې د دیکارت لیکنې یې په قطع کولو، زیاتولو او یا هم انتخابي ډول خپرولي». په ۱۶۶۳ کال کې پاپ د دیکارت لیکنې د منع شوو کتابونو په نوملړ کې راوړې. په ۱۶۶۶ کال کې، یانې د هغه له مرګه ۱۶ کاله وروسته د هغه پاتې شوني (جسد) فرانسې ته راوړل شو او په Saint-Étienne-du-Mont کې خاورو ته وسپارل شو. په ۱۶۷۱ کال کې، څوارلسم لویي د عیسویت په اړه د هغه ټولې ویناوې منع کړې. پداسې حال کې چې د ۱۷۹۲ کال ملي کنوانسیون پلان درلود د هغه پاتې شوني پنتئون ته ولېږدوی. هغه بیاځلي په ۱۸۱۹ کال کې په سن ژرمن صومعه کې خښ شو، په داسې حال کې چې یوه ګوته او د سر کاسه یې نه وه. د هغه د سر کاسه په پاریس کې په Musée de l'Homme موزیم کې نندارې ته اېښودل شوې.[۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲]

سرچينې او ياداښتونه