له جینیټيکي پلوه اصلاح شوي خواړه

له جینیټیکي پلوه اصلاح شوي خواړه له ارګانېزمونو یا موجوداتو څخه هغو تولید شويو خوړو ته ویل کېږي چې د جینیټیک انجنیرۍ د مېتودونو په مرسته یې په ډي.اېن.اې کې بدلونونه رامنځته شوي وي. د جینیټیک انجنیرۍ تخنیکونه د انتخابي روزنې او بدلوونکې روزنې یا اصلاح په څېر د پخوانیو مېتودونو په پرتله د نویو ځانګړنو د رامنځته کولو او پر ځانګړنو د لا ډېر کنترول شونتیا برابروي.[۱]

په شلمه پېړۍ کې د ډي.اېن.اې کشف او د جنیټیک ټکنالوژۍ پرمختګ د ټرانسجینیک ټکنالوژۍ په پراختیا کې مهم رول ادا کړ. په ۱۹۸۸ کال کې له جینیټیکي پلوه اصلاح شوي میکروبي انزایمونه د لومړي ځل لپاره د خوړو په تولید کې د کارولو لپاره تایید شول. په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې بیاترکیب شوې یا له نویو ارثي خواصو څخه جوړه پنیرمایه په څو هېوادونو کې کارول کېده. له جنیټیکي پلوه د اصلاح شویو خوړو سوداګریز پلور په ۱۹۹۴ کال کې هغه مهال پیل شو چې مونسانټو شرکت د لومړي ځل لپاره د «فلېور ساور» په نامه رومي بانجان بازار ته وړاندې کړل. د خوراکي توکو ډېری اصلاحات د کروندګرو د ډېرې تقاضا له امله پر سوداګریزو محصولاتو متمرکز وو چې سویابین، جوار، کانولا دانه او پنبه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. له جینیټيکي پلوه اصلاح شوي محصولات د پتوجینونو او واښه وژونکو پر وړاندې د مقاومت او د مغذي موادو د مشخصاتو د لا ښه کولو لپاره اصلاح شوي دي. په ۲۰۰۰ کال کې د طلایي وریژو له تولید سره د هغو موادو غذايي ارزښت لا ډېر لوړ شو چې له جنیټیکي پلوه اصلاح شوي وو. له جینیټيکي پلوه اصلاح شوي حیوانات هم رامنځته شوي دي، خو تر ۲۰۱۵ کال را وروسته په مارکېټ یا بازار کې موجود نه وو. تر ۲۰۱۵ کال وروسته «اکي‌اډوانټېج سالمون کب» یوازنی اصلاح شوی حیوان و چې د سوداګریز تولید، خرڅلاو او استفادې لپاره د خوړو او درملو د ادارې له‌خوا تایید شوی و. دا له جینیټیکي پلوه لومړنی اصلاح شوی حیوان دی چې د انسان د مصرف لپاره تایید شوی دی.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له جنیټيکي پلوه د اصلاح شویو خوړو کارول ځینې احتمالي خطرونه هم لري چې پر انسانانو او چاپېریالي ککړتیا د اصلاح شویو جینونو منفي اغېز یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دغه اندېښنې د اصلاح شویو یا ټرانسجینیکو غذايي محصولاتو په اړه د خلکو د بېلابېلو لیدلورو لامل شوې دي. په دې اړه علمي اجماع موجوده ده چې له اصلاح شویو محصولاتو څخه ترلاسه شوي خواړه د معمولو خوړو په پرتله د انسان روغتیا ته لوی خطر نه پېښوي، خو ټول اصلاح شوي خواړه باید تر وړاندې کولو مخکې وازمویل شي. له دې سره سره، عام وګړي ښايي د ساینس‌پوهانو په پرتله د اصلاح شویو خوړو پر خوندیتوب کم باور ولري. د اصلاح شویو خوړو قانوني او نظارتي حالت په هر هېواد کې بېلابېل دی؛ ځینې هېوادونه یې منع کوي یا محدودوي او نور بیا د هغو مقرراتو له مخې اجازه ورکوي چې د جغرافیایي، مذهبي، ټولنیزو او نورو فکتورونو له مخې توپیر لري.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تعریف

له جینیټیکي پلوه اصلاح شوي خواړه له ارګانېزمونو یا موجوداتو څخه هغو تولید شويو خوړو ته ویل کېږي چې د دودیزو مېتودونو پر خلاف یې د جینیټیک انجنیرۍ د مېتودونو په مرسته په ډي.اېن.اې کې بدلونونه رامنځته شوي وي. د متحدو ایالتونو د کرنې وزارت او د خوړو او درملو اداره د جینیټیکي انجنیرۍ اصطلاح د جنیټيکي اصلاح د اصطلاح په پرتله ډېره دقیقه بولي؛ د متحدو ایالتونو د کرنې وزارت د جنیټیکي اصلاح په تعریف کې "جنیټیکي انجنیري یا نور دودیز مېتودونه" شاملوي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، "هغه خواړه چې له ټرانسجینیک یا اصلاح شویو ارګانېزمونو څخه تولیدېږي یا یې په تولید کې دغه ډول ارګانېزمونه کارول کېږي، اصلاح شوي یا ټرانسجینیک خواړه بلل کېږي".[۲۱][۲۲]

تاریخچه

د انسان له‌خوا د خوړو جینیټيکي اصلاح هغه مهال پیل شوه چې تر میلاد مخکې د ۱۰۵۰۰ او ۱۰۱۰۰ کلونو تر منځ د انتخابي روزنې له لارې نباتات او حیوانات اهلي شول. د انتخابي روزنې پروسه چې د ښو ځانګړنو (او ښو جینونو) لرونکي ارګانېزمونه په کې د راتلونکي نسل د تولید لپاره کارول کېږي او هغه ارګانېزمونه نه روزل کېږي چې دا ځانګړنې نه لري. دا د جنیټیکي اصلاح د اوسني مفهوم لرغوني څرکونه دي. د ۱۹۰۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې د ډي.اېن.اې کشف او د ۱۹۷۰یمې لسیزې په اوږدو کې د جینیټیکي تخنیکونو له بېلابېلو پرمختګونو سره دا ممکنه شوه چې په مستقیم ډول په خوړو کې ډي.اېن.اې او جینونه بدل شي.[۲۳][۲۴][۲۵]

له جینیټيکي پلوه اصلاح شوي میکروبي انزایمونه د خوراکي توکو په تولید کې له جنیټيکي پلوه د اصلاح شویو ارګانېزمونو لومړنۍ استفاده وه چې په ۱۹۸۸ کال کې د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو ادارې تایید کړه. د ۱۹۹۰یمې لسیزې په لومړیو کې اصلاح شوی «کیموزین» په څو هېوادونو کې د استفادې لپاره تایید شو. پنیر معمولاً د هغې پېچلې انزایمي تومنې یا پنیرمایې په کارولو سره جوړېده چې د غواګانو د معدې له پوښ څخه استخراجېده. ساینس پوهانو د کیموزین د تولید لپاره باکتریا بدله کړه او دغې باکتریا د شیدو د پرنډ کولو یا کلکولو وړتیا هم لرله.[۲۶][۲۷]

له جینيټيکي پلوه اصلاح شوي لومړني خواړه د فلېور ساور رومي بانجان وو چې په ۱۹۹۴ کال کې په بازار کې د توزېع لپاره تایید شول. دغه رومي بانجان «مونسانټو» شرکت جوړ کړي وو او په داسې ډول اصلاح شوي وو چې د حساسیت ضد جین په کې پیوند شوی و، دغه جین یې د پخېدو مخه نیوله او د رومیانو عمر یې اوږداوه. چین لومړنی هېواد و چې په ۱۹۹۳ کال کې یې د ویروس ضد تمباکو را وایستل او یو ټرانسجینیک کرنیز محصول یې سوداګریز کړ. په ۱۹۹۵ کال کې د «باسیلوس تورنجینسیس» په نامه کچالو د کرنې لپاره تایید شول، دا لومړنی کرنیز تولید و چې په متحدو ایالتونو کې ومنل شو. نور هغه جینیټیکي اصلاح شوي محصولات چې په ۱۹۹۵ کال کې یې د بازار موندنې اجازه ترلاسه کړه، د اصلاح شویو غوړیو د ترکیب لرونکې کانولا، باسیلوس تورنجینسیس جوار، د وښو-ضد بروموکسینیل پر وړاندې مقاومه پنبه، باسیلوس تورنجینسیس پنبه، د ګلیفوسیټ پر وړاندې مقاوم سویابین، د ویروس پر وړاندې مقاوم کدو او یو بل ډول وروسته پخېدونکي رومي بانجان وو.[۲۸][۲۹][۳۰]

په ۲۰۰۰ کال کې د طلايي وریژو په جوړېدو سره ساینس پوهانو د لومړي ځل لپاره غذايي مواد له جینیټيکي پلوه اصلاح کړل تر څو د غذايي موادو ارزښت زیات کړي.[۳۱]

تر ۲۰۱۰ کال پورې ۲۹ هېوادونو بایوټکنالوژيک سوداګریز محصولات وکرل او ۳۱ نورو هېوادونو بیا د اصلاح شویو محصولاتو واردولو ته اجازه ورکړه. متحد ایالتونه په ۲۰۱۱ کال کې د اصلاح شویو خوړو په تولید کې تر ټولو مخکښ هېواد و چې د ۲۵ اصلاح شویو خوړو د محصولاتو نظارتي تایید یې ترلاسه کړی و. په ۲۰۱۵ کې په متحدو ایالتونو کې ۹۲ سلنه جوار، ۹۴ سلنه سویابین او ۹۴ سلنه پنبه په جنیټيکي ډول اصلاح شوي ډولونه وو چې تولید شوي وو.[۳۲][۳۳][۳۴]

پروسه

له جنیټيکي پلوه د اصلاح شویو خوړو تولید یوه څو پړاویزه پروسه ده. لومړی ګام دا دی چې د بل ارګانېزم هغه ګټور جین وپېژني چې غواړي اضافه شي. جين له حجرې څخه اخیستل کېږي یا په مصنوعي ډول سنتېز کېږي او بیا له نورو جینیټیکي عناصرو سره یوځای کېږي. بیا جنيټيکي عناصر موخن جینوم ته داخلېږي. ډي.اېن.اې عموماً د مایکرو انجېکشن په مرسته حیواني حجرو ته داخلېږي او دا هغه ځای دی چې ډې.اېن.اې په کې د حجرو د اټومي پوښ له لارې په مستقیم ډول هستې ته داخلېدای شي. په نباتاتو کې ډي.اېن.اې ډېری وخت د ترکیبي اګروباکتریوم، بیولېسټيک یا الکټروپورېشن په کارولو سره داخلېږي. دا چې یوازې یوه حجره له جینيټيکي موادو سره بدلېږي، ارګانېزم باید له هغې حجرې څخه بیا تولید شي. په نباتاتو کې دغه کار د نسج د کرنې له لارې ترسره کېږي. په حیواناتو کې باید ډاډ ترلاسه شي چې داخله شوې ډي.اېن.اې د جنین په اساسي حجرو کې موجوده ده.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

فرعي محصولات

نباتي غوړي

په متحدو ایالتونو کې تر ټولو ډېر کارول شوي نباتي غوړي د اصلاح شویو خوړو له محصولاتو یعنې کانولا، جوارو، پنبې او سویابین څخه تولیدېږي. نباتي غوړي په مستقیم ډول د پخلي د غوړیو، شورټېنګ غوړيو او مارګرین په توګه پر مصرفوونکو پلورل کېږي او په چمتو شویو خوړو کې کارول کېږي. په نباتي غوړیو کې د اصلي محصولاتو د پروټین یا ډي.اېن.اې لږه اندازه موجوده ده. نباتي غوړي له ټرای ګلیسرایډونو څخه جوړ شوي چې له بوټو یا تخمونو څخه استخراجېږي او بیا تصفیه کېږي او ښايي د هایدروجنېشن له لارې پروسېس شي تر څو مایع غوړي پر جامدو بدل شي. د تصفیه کولو پروسه ټول یا کابو ټول غیر ټرای ګلیسریډ اجزا لرې کوي.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

نورې استفادې

د حیواناتو خواړه

کورني حیوانات او چرګان د څارويو په هغو خوړو وده کوي چې ډېری يې د اصلاح شویو خوړو د محصولاتو په ګډون د پروسېس د محصولاتو له پاتې شونو څخه جوړ شوي دي. مثلاً د کانولا تخم نږدې ۴۳ سلنه غوړي لري. هغه څه چې د غوړو تر استخراج وروسته پاتې کېږي، هغه خواړه دي چې د څارویو پر یو وخت خوړو بدلېږي چې د کانولا پروټین لري. د سویابین ډېری برخه د غوړیو او د حیواناتو د خوړو لپاره کرل کېږي. د لوړ پروټین لرونکې سویا خواړه د څارویو د خوړو او د سپي د خوړو لپاره دي. د متحدو ایالتونو ۹۸ سلنه سویابین د څارویو د خوړو لپاره دي. په ۲۰۱۱ کال کې د متحدو ایالتونو د جوارو ۴۹ سلنه حاصلات د څارویو د خوړو لپاره کارول کېدل. له هغو مېتودونو سره سره چې ورځ تر بلې حساس کېږي، ازمېښتونه لا هم نه دي توانېدلې چې د څارویو په غوښه، شیدو یا هګیو کې هغه توپیر مشخص کړي چې د دوی د تغذیې په ډول پورې اړه لري. دا ناشونې ده چې ووایو ایا یوه څاروي ته یوازې د غوښې، لبنیاتو یا هګیو د محصولاتو په کتلو سره اصلاح شوې سویا ورکړل شوې او که نه. د څارویو په تغذیه کې د اصلاح شویو خوړو د ارګانېزومونود  موجودیت تصدیقولو یوازنۍ لاره دا ده چې په خپله د خوړو اصل تحلیل شي.[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

هغه انزايمونه چې له جینیټيکي پلوه د اصلاح شویو مايکرو ارګانېزمونو له‌خوا توليد شوي دي، د حيواناتو په خوړو کې مدغم شوي دي تر څو د غذايي موادو موجودیت او په ټوليز ډول هضم ته وده ورکړي. دا انزایمونه د څارویو د کولمو مایکروبیوم ته هم ګټه رسولی شي او په خوړو کې موجود د تغذیې ضد عوامل هایدروليز کولی شي.[۵۹][۶۰]

ګټې

له جینیټيکي پلوه اصلاح شوي خواړه معمولاً د ځینو مطلوبو ځانګړنو د لرلو لپاره جوړېږي چې په سخت چاپېریال کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځینې ځانګړې ګټې، د ښې تغذیې وده، معالجوي موادو ته لاسرسی او د افت وژونکو او واښه وژونکو پر وړاندې د مقاومت جینونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دا ځانګړنې د ځینو مشخصو لارو په مرسته د انسانانو او چاپېریال لپاره ګټورې بلل کېدای شي.

روغتیا او خوندیتوب

په دې اړه علمي اجماع موجوده ده چې له اصلاح شویو محصولاتو څخه ترلاسه شوي خواړه د معمولو خوړو په پرتله د انسان روغتیا ته لوی خطر نه پېښوي، خو ټول اصلاح شوي خواړه باید تر وړاندې کولو مخکې وازمویل شي. له دې سره سره، عام وګړي ښايي د ساینس‌پوهانو په پرتله د اصلاح شویو خوړو پر خوندیتوب کم باور ولري. د اصلاح شویو خوړو قانوني او نظارتي حالت په هر هېواد کې بېلابېل دی؛ ځینې هېوادونه یې منع کوي یا محدودوي او نور بیا د مقرراتو د بېلابېلو درجو له مخې اجازه ورکوي.

د دا ډول خوړو مخالفین ادعا کوي چې د اوږدې مودې لپاره روغتیا ته پېښېدونکي خطرونه په سم ډول نه دي ارزول شوي او د اضافي ازمېښتونو، لېبل کولو یا له بازار څخه یې د لرې کولو وړاندیز کوي.[۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸]

ازمویښت

د اصلاح شویو خوړو قانوني او نظارتي حالت په هر هېواد کې بېلابېل دی؛ ځینې هېوادونه یې منع کوي یا محدودوي او نور بیا د مقرراتو د بېلابېلو درجو له مخې اجازه ورکوي. ځینې هېوادونه لکه متحد ایالتونه، کاناډا، لبنان او مصر داسې معادله کاروي تر څو معلومه کړي چې ایا لا ډېرو ازمېښتونو ته اړتیا شته که نه، په داسې حال کې چې د اروپایي اتحادیې، برازیل او چین په څېر ډېری هېوادونه یوازې په موردي ډول د جنيټيکي اصلاح شویو ارګانېزمونو کښت ته اجازه ورکوي. په متحدو ایالتونو کې د خوړو او درملو ادارې ومونده چې له جنیټيکي پلوه اصلاح شوي ارګانېزمونه عموماً خوندي دي، نو که چېرې په جینيټيکي ډول د اصلاح شویو ارګانېزومونو محصول له غیر اصلاح شوي محصول سره معادل وي، اضافي ازمېښتونو ته اړتیا نه‌شته. که نوي مواد وموندل شي، د احتمالي زهرجن‌‌توب، حساسیت، انسانانو ته د جين د احتمالي لېږد یا نورو ارګانېزمونو ته د جینیټيکي انتقال په اړه د اندېښنو د رفع کولو لپاره نورو ازمېښتونو ته اړتیا لیدل کېدای شي.[۶۹][۷۰][۷۱]

مقررات

له جینيټيکي پلوه د اصلاح شویو ارګانېزمونو د پراختیا په اړه د حکومت مقررات د هېوادونو تر منځ په پراخه کچه توپیر لري. ځینې مشخص توپیرونه په متحدو ایالتونو کې د جینيټيکي اصلاح شویو ارګانېزمونو مقررات د اروپایی اتحادیې له مقرراتو څخه بېلوي. مقررات هم محصول ته په کتو سره بېلابېل دي. مثلاً هغه محصول چې د خوراکي استفادې لپاره نه وي، په عمومي ډول یې د هغو مقاماتو له‌خوا بیاکتنه نه کېږي چې د خوړو د خوندیتوب مسؤولیت لري. د اروپا او اروپايي اتحادیې مقررات د نړۍ د بل هر ځای په پرتله خورا محدود دي: په ۲۰۱۳ کال کې یوازې د جوارو یو ډول او د کچالو یو ډول ومنل شو او د اروپايي اتحادیې اتو غړو هېوادونو ان دا اجازه هم ورنه کړه.[۷۲][۷۳]

د متحدو ایالتونو مقررات

په متحدو ایالتونو کې درې دولتي سازمانونه جینيټيکي اصلاح شوي ارګانېزمونه تنظیموي. د خوړو او درملو اداره د احتمالي الرجینونو لپاره د ارګانېزمونو کیمیاوي جوړښت ګوري. د متحدو ایالتونو د کرنې وزارت د ساحوي ازمېښتونو او په جینیټيکي توګه د اصلاح شویو تخمونو د وېش څارنه کوي. د متحدو ایالتونو د چاپېریال ساتنې اداره د افت وژونکو پر استفاده د څارنې مسؤولیت لري. د متحدو ایالتونو د کرنې د وزارت په څېر د متحدو ایالتونو د چاپېریال ساتنې اداره هم د ساحوي ازمېښتونو او هغو محصولاتو د وېش څارنه کوي چې له افت وژونکو سره اړوند دي تر څو د چاپېریال خوندیتوب ډاډمن کړي. په ۲۰۱۵ کال کې د اوباما ادارې اعلان وکړ چې له جینيټيکي پلوه د اصلاح شویو محصولاتو د څارنې بڼه به اپډېټ یا نوې کړي.[۷۴][۷۵]


Translator Name: Amin Keshaie

Translated Words: 1802

Translation Date: September 15, 2022

Source link: https://www.search.com.vn/wiki/en/Genetically_modified_food