ماکس وېبر

ماکسیمیلیان کارل ایمېل وېبر (/ˈveɪbər/؛ جرمني: [ˈveːbɐ]؛ ۱۸۶۴ اپرېل ۲۱مه – ۱۹۲۰ جون ۱۴مه) یو جرمنی ټولنپوه، تاریخپوه، حقوقپوه، او سیاسي اقتصادپوه و، چې د عصري لوېدیځې ټولنې د پرمختګ له مهمو تیوریستانو څخه شمېرل کېږي. د هغه نظریاتو پر ټولنیزې تیورۍ او ټولنیزې څېړنې ژورې اغېزې ښندلې دي. که څه هم وېبر ځان ټولنپوه نه باله، خو نوموړی د اوګوسټ کونټ، کارل مارکس، او ایمیل دورکایم ترڅنګ، د ټولنپوهنې د پلرونو له ډلې شمېرل کېږي.[۲۵]

ماکس وېبر
ماکس وېبر
ماکس وېبر

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۲۱ اپرېل ۱۸۶۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
ارفورت [۱۴][۱۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه14 جون 1920 (56 کاله)[۱][۱۶][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملسینه بغل [۱۷]
هسپانوۍ انفلونزا [۱۷]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتد وايمار جمهوريت
جرمن سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهباګنوسټېزم [۱۸][۱۹]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیتهسپانوۍ انفلونزا   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکفیلسوف [۱۲][۱۳]
سياستوال [۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)آلماني ژبه [۲۰][۲۱]
روسي [۲۲]
انگليسي [۲۳]
ایټالیایي ژبه [۲۴]
لاتين ژبه [۲۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهوټپوهنه
ټولنپوهنه
پېښليک
وټه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ماکس وېبر
ماکس وېبر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ښاغلي وېبر، د دورکایم خلاف، پر مونوکازل یا تک‌علتي (monocausal) توضیحاتو باور نه درلود، بلکې ویل یې چې د هرې پایلې ډېر لاملونه کېدای شي. همدا راز نوموړی، د دورکایم خلاف، د مېتودولوژیک مثبتیت-ضد یو له اکلیدي پلویانو څخه و، او پر دې اند و چې د ټولنیز عمل مطالعه باید د سوچه تجربوي مېتودونو پر ځای د تفسیري مېتودونو له لارې وشي، چې په بنسټیزه توګه د معنا د هغه مفهوم د درک پر بنسټ وي چې افراد یې له خپلو کړنو سره تړي. د وېبر اصلي فکري دغدغه د منطقي کولو یا عقلاني کولو، سیکولرایزیشن، او "دین ته ارزښت نه ورکولو" پر پروسو پوهه وه. هغه په یوه رساله کې وویل، چې دا ډول پروسې له پانګوالۍ (capitalism) او عصري کېدو (modernity) سره تړاو لري.[۲۶][۲۷]

وېبر د خپلې هغې رسالې له کبله هم مشهور دی چې اقتصادي ټولنپوهنه او د مذهب ټولنپوهنه سره رایوځای کوي، او د هغو کلتوري اغېزو پر اهمیت ټینګار کوي چې په دین یا مذهب کې د پانګوالۍ د محرکو فکتورونو په توګه شامل دي. دا بیا د مارکس له تاریخي مادیالیزم سره په تضاد کې ده، کوم چې مذهب د پانګوالیزم مشتق ګڼي. وېبر لومړی ځل خپله تیوري په خپل اصلي اثر "پروټېسټانټ اخلاقیات او د پانګوالۍ روحیه" (۱۹۰۵) کې تشریح کړه، او زاهدانه پروټېسټانټېزم یې یو له هغو مهمو "انتخابي قرابتونو یا تړاوونو" څخه ګڼلی، چې پر بازار ولاړې پانګوالۍ او په لویدیځه نړۍ کې عملي شوو منطقي-قانوني نظامونو رامنځته کېدو لامل شوی. پروټېسټانټ اخلاقیات اثر یې د نړیوالو ادیانو په اړه د هغه د پراخو څېړنو لومړنۍ برخه جوړوي، ځکه هغه وروسته د چین او هند ادیان، او همدارنګه د لرغوني یهودیت څېړنه وکړه، او په ځانګړې توګه یې د دوی د مختلفو اقتصادي پایلو او ټولنیز جوړښت شرایطو ته ځانګړې توجه وکړه. په یو بل مهم اثر "سیاست د مسلک په توګه" کې نوموړي "دولت" د یوې داسې ادارې په توګه تعریف کړ، چې په بریالۍ توګه "په یوه مشخصه سیمه کې د فزیکي ځواک د مشروع کارونې د انحصار" ادعا کولی شي. نوموړی همدا راز لومړی کس و، چې ټولنیز واک او اقتدار یې په جلا شکلونو کې ډلبندي کړ: کاریزماتیک، دودیز، او منطقي-قانوني. د بیوروکراسۍ په اړه د وېبر د تحلیل ټینګار پر دې و، چې عصري بنسټونه په زیاتیدونکي توګه د منطقي-قانوني واک پر بنسټ ولاړ دي. وېبر په اقتصادي تاریخ، تیورۍ او مېتودولوژي کې هم بېلابېلې ونډې لرلې دي. د هغه د عصريتابه یا مدرنیت او معقولیت تحلیل له فرانکفورت مکتب سره تړلې انتقادي تیوري باندې پام وړ اغېزه وکړه.[۲۸][۲۹][۳۰]

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، وېبر د جرمني د لیبرال دیموکراتیک ګوند له بنسټ اېښودونکو څخه و. هغه پارلمان ته هم ځان نوماند کړ خو بریالی نه شو، او بیا د هغې کمیټې سلاکار شو چې د ۱۹۱۹ کال دیموکراتیک وایمار اساسي قانون مسوده یې جوړه کړه. پر هسپانوي انفلوانزا له اخته کېدو وروسته په ۱۹۲۰ کال کې د سینه بغل له امله ومړ، او د مړینې پر وخت ۵۶ کلن و.

شخصي ژوند

لومړنی ژوند او مخینه

ماکسیمیلیان کارل ایمېل وېبر د ۱۸۶۴ کال د اپرېل په ۲۱مه د پروشیا د ساکسوني ایالت په ارفورت ښار کې زیږېدلی و، خو کورنۍ یې په ۱۸۶۹ کال کې برلین ته کډه شوه. هغه د ماکس وېبر سېنیر او مېرمن هېلېن فالنشټاین د اتو ماشومانو له ډلې تر ټولو مشر زوی و. ماکس وېبر سېنیر د خپل ژوند په اوږدو کې د حقوقي وکیل، ملکي کارمند، او د ملي لیبرال ګوند لپاره د پروشیا لینډټاګ او د جرمني پارلمان رایخسټاګ کې د پارلمان د غړي په توګه دندې ترسره کړې وې. مور یې فالنشټاین بیا تر یوې اندازې په فرانسوي هوګنوټ کډوالو کې ريښه لرله او له یوې بډایه مخینې څخه راغلې وه. زوی یې وېبر جونیر د وخت په تېرېدو سره د خپل مور او پلار ترمنځ د ازدواجي او شخصیتي ترینګلتیاوو څخه اغېزمن شو، ځکه د هغه پلار "یو داسې څوک و چې د ځمکې له خوښیو یې خوند اخیست" او مذهبي او خیریه عوامل او اهداف یې په پام کې نه نیول؛ خو د هغه مور یوه پرهېزګاره کالوینېسته وه "چې غوښتل یې د یو زاهدانه ژوند وکړي" او مطلق اخلاقي نظریات یې لرل.[۳۱]

په عامه ژوند کې د هغه د پلار وېبر سېنیر ښکېلتیا د هغه کور په سیاست او اکاډمیکو چارو دواړو کې ډوب کړ، ځکه چې د هغه سالون د پوهانو او عامه شخصیتونو لکه فیلسوف وېلهلم دېلتای او حقوقپوه لیوین ګولډشمیت د راټولېدو ځای و. ځوان وېبر او د هغه ورور الفرېډ، چې له هغه څخه هم یو ټولنپوه او اقتصادپوه جوړ شو، خپل لومړني کلونه په دې فکري فضا کې تېر کړل. دیارلس کلن ماکس وېبر په ۱۸۷۷ کال کې د کرسمس په مناسبت خپل مور او پلار ته دوې تاریخي مقالې ډالۍ کړې، چې عنوانونه یې داسې وو: "د امپراتور او پاپ موقعیتونو ته له ځانګړې حوالې سره، د جرمني تاریخي سیر ته کتنه" او "له قسطنطینیې څخه د کډوالۍ تر دورې پورې د روم د امپراتورۍ دورې ته کتنه".[۳۲]

ځوان وېبر به په درسي ټولګیو کې ستړی او خسته و او د ښوونکو تر اغېزې لاندې نه راته –کوم څه چې ښوونکو به د سپکاوي چلند باله او ترې ناراضه وو– وېبر په پټه توګه د لیکوال یوهان وولفګانګ وون ګوېته د اثر ټول څلویښت جلدونه ولوستل، او ویل کېږي چې د هغه پر ​​​​فکر او مېتودولوژي یې  پام وړ اغېزې وښندلې. پوهنتون ته له شاملېدو وړاندې د فیلسوف ایمانویل کانټ د اثارو په ګډون هغه ډېر نور کلاسیک اثار هم ولوستل.

زده کړې

ښاغلي وېبر په ۱۸۸۲ کې په هایدلبرګ پوهنتون کې د قانون د محصل په توګه نوم لیکنه وکړه، او له یو کال پوځي خدمت وروسته د برلین پوهنتون ته تبدیل شو. د تحصیل له لومړیو څو کلونو وروسته، چې هغه پکې ډېر وخت په "بیر څښلو او جګړه‌ییزو لوبو" کې تېر کړ، او په کورنیو جنجالونو کې یې ورځ تر بلې د خپلې مور اړخ نیوه او له خپل پلار څخه ورو ورو لرې شو. له زده کړو سره هم‌مهاله، هغه د ځوان حقوقي وکیل په توګه کار کاوه. په ۱۸۸۶ کال کې یې د ریفرنډر ازموینه ورکړه، چې د برتانیا او متحده ایالاتو په قانوني سیستمونو کې د وکیلانو ټولنې (bar association) د ازموینې له کچې سره برابره ده. د ۱۸۸۰ لسیزې په وروستیو کې یې د قانون او تاریخ په اړه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، او بالاخره یې په ۱۸۸۹ کال کې د حقوقي تاریخ په اړه "په منځنیو پېړیو کې د سوداګریزو شراکتونو تاریخ" تر سرلیک لاندې یوې رسالې په لیکلو سره د حقوقو دوکتورا ترلاسه کړه. دا لیکنه یې بیا د یوې بلې اوږدې لیکنې یوه برخه هم جوړوي، چې "د سویلي اروپا د سرچینو پر بنسټ، په منځنیو پېړیو کې د سوداګریزو شرکتونو تاریخ ته کتنه" تر سرلیک لاندې په همدغه کال خپره شوه. دوه کاله وروسته یې له اوګوست میتزن سره د کار کولو پر مهال، خپل نهایي تیزیس (habilitation) "د روم کرنیز تاریخ او د عامه او خصوصي قانون لپاره یې اهمیت" تر سرلیک لاندې بشپړ کړ. په دې توګه یې رسما د پرایوېډوزېنټ (privatdozent) علمي رتبه ترلاسه کړه او د برلین پوهنتون په استادانو کې شامل شو، او د لیکچرونو ترڅنګ به یې حکومت ته مشورې ورکولې. [۳۳]

واده

په ۱۸۹۳ کال کې یې د تره له لور ماریان شنیټګر سره واده وکړ، چې نوموړې هم وروسته بیا یوه ښځینه فعاله او لیکواله وه، او د وېبر له مړینې وروسته یې د هغه د علمي مقالو پر راټولولو او د کتابونو پر بڼه خپرولو باندې کار کاوه، حال دا چې د هغې له خوا د وېبر لیکل شوی ژوندلیک د وېبر د پېژندنې لپاره یوه مهمه سرچینه ده. دوی هېڅ اولاد نه درلود؛ خو دغه واده وېبر ته اوږدمهالې مالي خپلواکي ورکړه، او د هغه لپاره یې شونې کړه چې بالاخره د خپل مور او پلار کور پرېږدي.

سرچينې