ميانمار

ميانمار يا برما چې په رسمي توګه د ميانمار د جمهوري اتحاديه په نوم یاديږي په سوېل ختيځه آسيا کې پروت یو هېواد دی. د برنا پلازمینه د نایپیداو ښار دی او رسمی ژبه یې برمایي ژبه ده، یاد هیواد ۵۷۸'۶۷۶ کیلومتره مربع او ۸۵۵'۵۸۲'۵۳ میلیونه وګړي لري.

بيرغ نښان
Location of  ميانمار  (green) in ASEAN  (dark grey)  —  [Legend]
Location of  ميانمار  (green)

in ASEAN  (dark grey)  —  [Legend]

نخشه
موقعيت
Location of  ميانمار  (green)

in ASEAN  (dark grey)  —  [Legend]

د ميانمار
نخشه
حکومت
 -  ولسمشر تهين سين
 -  نايب ولسمشر
  • [سايي موک خام
  • نيان تون
 -  Lower House ريپريزينټاټو هاوس
جوړښت
 -  پېګن کورنۍ 23 ډيسمبر 849 
 -  ټونګو کورنۍ 16 اکتوبر 1510 
 -  کونګبونګ کورنۍ 29 February 1752 
 -  خپلواکي
(له برطانيه څخه)
4 January 1948 
 -  پوځ قبضه 2 March 1962 
 -  نوی اساسي قانون  
ارتوالی
 -  ټولټال ۶۷۶,۵۷۸ کيلومتر2 (40th)
۲۶۱,۲۲۷ sq mi 
 -  اوبه (%) 3.06
د وګړو شمېر
 -  2014 census 51,486,253[۱] (25th)
 -  ګڼه ګونه 76/km2 (125th)
۱۹۶٫۸/sq mi
د وخت سيمه (UTC+06:30)
د موټر چلولو لوری rightb
ISO 3166 کوډ MM
د انټرنټ مخکښ شپول .mm
پيل ګڼ +95

میانمار، په رسمي توګه د میانمار د اتحادیې جمهوریت چې برما هم ورته ویل کېږي، د سویل ختیځې اسیا یو هېواد دی. دا په اصلي سویل ختیځه اسیا کې تر ټولو لوی هېواد دی او تر 2017ز کال پورې یې شاوخوا 54 میلیونه نفوس درلود. میانمار په شمال لوېدیځ کې له بنګله دیش او هند، شمال ختیځ کې له چین، ختیځ او سویل ختیځ کې له لاوس او تایلینډ، او سویل او سویل لوېدیځ کې له اندامان سمندر او بنګال خلیج سره ګډه پوله لري. د هېواد پلازمېنه نیپیداو ښار دی او تر ټولو لوی ښار یې یانګون (رنګون) دی.[۲]

په دې سیمه کې په لومړیو تمدنونو کې د میانمار په پورتنۍ برخه کې د تبت - برمن ژبو پیو ښاري ایالتونه او په ټیټ میانمار کې د مون سلطنتونه شامل وو. په ۹مه پېړۍ کې، د بامر وګړي پورتنۍ ایراودي درې ته ننوتل، او په 1050 لسیزه کې د بت پرست سلطنت له تاسیس وروسته، د برما ژبه، کلتور، او تراودا بودیزم دین ورو ورو پر هېواد واکمن شول. د بت پرستو سلطنت د منگول تر یرغلونو لاندې راغی، چې له دې سره څو جنګیالي دولتونه راڅرګند شول. دغه هېواد په ۱۶مه پېړۍ کې، د تانګو د سلطنت له خوا متحد شو، چې د لنډې مودې لپاره د سویل ختیځې اسیا په تاریخ کې تر ټولو لویه سترواکي شوه.[۳][۴]

د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې د کونبونګ کورنۍ په یوه سیمه کې واکمني کوله، چې په کې نننی میانمار شامل و او په لنډه موده کې یې مني پور او آسام هم کنټرول کړل. د برتانیې د ختیځ هند شرکت په ۱۹مه پېړۍ کې تر دریو انګلیس-برما جنګونو وروسته د میانمار د ادارې کنټرول ترلاسه کړ او هېواد د برتانوي استعمار په توګه بدل شو. د جاپان تر لنډ اشغال وروسته، میانمار د متحدینو له خوا بېرته ونیول شو او په 1948ز کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه. په 1962ز کال کې تر کودتا وروسته، دا هېواد د برما تر سوسیالیست پروګرام ګوند لاندې یو پوځي دیکتاتور هېواد شو.

میانمار د خپلواکۍ په ډېرو کلونو کې په توکمیزو شخړو کې ښکیل و او بې شمېره توکمیزې ډلې یې د نړۍ په تر ټولو اوږد مهالو کورنیو جګړو کې ښکېلې دي. په دې موده کې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو سازمانونو په هېواد کې له بشري حقونو نه په دوامداره توګه د سرغړونو راپور ورکړی دی. په 2011ز کال کې، پوځي حکومت په رسمي توګه له 2010ز کال ټولټاکنو وروسته منحل شو او یو ملکي حکومت تاسیس شو. دا د آنګ سان سوچي او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او په 2015ز کال کې له بریاليو ټاکنو سره سره؛ د هېواد د بشري حقونو لرغونوالی، د بهرنیو اړیکو ښه والی او د سوداګرۍ او نورو اقتصادي بندیزونو د کمولو لامل شو. د دغه هېواد چلند د توکمیزو لږکیو، په ځانګړې توګه د روهینګیا د شخړې په تړاو، د نړیوالو سازمانونو او زیاترو هېوادونو له خوا غندل شوی دی.[۵][۶][۷]

د میانمار د 2020ز کال تر ټاکنو وروسته، چې د آنګ سان سوچي ګوند په دواړو مجلسونو کې قاطع اکثریت وګاټه، د برما پوځ یو ځل بیا د کودتا پر مټ واک ترلاسه کړ. کودتا په پراخه کچه وغندل شوه او په میانمار کې د پراخو لاریونونو لامل شوه همدارنګه د پوځ له خوا له تاوتریخجن غبرګون سره مخ شوه. پوځ هم آنګ سان سوچي ونیوله او پر هغې یې له فساده نیولې د کوویډ پروتوکولونو نه تر سرغړونې پورې د جرمونو تورونه ولګول، چې ټول یې د خپلواکو څارونکو له خوا «سیاسي انګېزه» په نښه شوي دي.[۸][۹][۱۰]

میانمار د ختیځې اسیا د سرمشریزې، د نامتعهد خوځښت، د ASEAN او BIMSTEC غړیتوب لري، که څه هم یو مهال د بریتانیا د سترواکۍ برخه و، خو لا هم د مشترک المنافع هېوادونو غړی نه دی. دا د جواهراتو، تیلو، طبیعي ګازو او نورو معدني زېرمو له پلوه بډایه هېواد دی. میانمار هم د تجدید وړ انرژۍ نه برخمن دی. د میکانګ د لویې سیمې په پرتله د لمریزې بریښنا تر ټولو لوړ ظرفیت لري. په 2013ز کال کې، د هغه GDP 56.7 میلیارده ډالر اوGDP (PPP)  یې 221.5 میلیارده ډالر وو. په میانمار کې د عاید تشه په نړیواله کچه پراخه ده؛ ځکه چې د اقتصاد لویه برخه د پوځي حکومت د ملاتړو له خوا کنټرول کېږي. تر 2020ز کال پورې، میانمار د بشري پراختیا د شاخص له مخې، د بشري پراختیا په برخه کې په 189 هېوادونو کې 147 ځای لري.[۱۱][۱۲][۱۳]

ریښه پېژندنه

د میانمار هېواد د نوم په اړه اختلافات شته دي، په ځانګړې توګه د 21مې پېړۍ په لومړیو کې، د هغو وګړو پر مشروعي سیاست تمرکز کوي، چې له میانماره یې د برما پر وړاندې ترې کار اخیست.

دواړه نومونه د پخوانۍ برمایي ژبې له مرانما یا مرما نه اخیستل شوي، چې د اکثریت برمن توکمیزې ډلې لپاره یو توکمیز نوم دی او له یوې ناڅرګندې ایتمولوژي نه اخیستل شوی دی. په عام ډول فکر کېږي چې دغه اصطلاحات له براهما دیشا نه اخیستل شوي دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په 1989ز کال کې، پوځي حکومت په رسمي توګه د زیاترو هغو نومونو انګلیسي ژباړې بدلې کړې، چې د برما استعماري دورې یا تر هغې دمخه دورې پورې اړوندې وې او پخپله د هېواد د نوم ژباړې یې ته یې هم بدلون ورکړ، یعنې برما پر میانمار بدله شوه. د نوم بدلول یې لاهم یوه جنجالي مسله پاتې ده. ډېری سیاسي او قومي اپوزیسیون ډلې او هېوادونه د برما نوم کاروي؛ ځکه چې دوی د واکمن پوځي حکومت مشروعیت یا د دغه هېواد د نوم بدلولو واک په رسمیت نه پېژني.[۱۸][۱۹]

تاریخ

د لرغون پېژندنې شواهد ښیي، چې هومو ایرکتوس 750,000 کلونه مخکې، په هغه سیمه کې ژوند کاوه چې اوس د میانمار په نوم پېژندل کېږي او تر 75,000 کلونو مخکې وروسته نور هېڅ ایرکتوس نه موندل کېږي. د Homo sapiens لومړني شواهد د میانمار په مرکزي برخه کې د ډبرو د وسیلو له کشف سره نږدې 25,000 کاله مخکې له میلاده پورې اړه لري. په نوي ډبر پېر کې د نباتاتو او حیواناتو د اهلي کولو ​​شواهد او د صیقل شوو ډبرو د وسیلو کارول، چې له 10,000 نه تر 6,000 پورې تاریخ لري د پاد - لین په غارونو کې د غارونو د نقاشیو په بڼه کشف شوي دي.[۲۰][۲۱][۲۲]

د برونزو دوره را ورسېده. 1500 کاله مخکې له میلاده په سیمه کې وګړو مس په برونزو بدلول، د وريجو کښت یې کاوه او چرګان او خنزیران یې اهلي کول؛ نو دوی په نړۍ کې له لومړنیو وګړو نه وو چې دا کارونه یې وکړل. د دې دورې د انسان پاتې شوني او اثار د ساګاینګ سیمې په مونیووا سیمه کې کشف شوي دي. د اوسپنې دوره 500 کاله مخکې له میلاده د اوسنۍ منډالي په سویل کې او د اوسپنې د کار کولو د استوګنځایونو له رامنځته کېدو سره پیل شوه.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

اقتصاد

د میانمار اقتصاد په 2019ز کال کې د 76.09 میلیارد امریکایي ډالرو اسمي GDP سره او د نړیوال بانک په وینا په 2017ز کال کې د متحده ایالاتو د 327.629 میلیارد ډالرو GDP اټکل شوي پیرود ځواک سره د نړۍ تر ټولو ګړندۍ وده کونکی اقتصاد دی. بهرنيان په قانوني توګه د اجاره کولو توان لري، خو ملکیت نه لري. د ۲۰۱۴ز کال په ډسمبر کې، میانمار خپل لومړي اسهام د یانګون اسهامو په نامه جوړ کړل.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

دین

په میانمار کې له ډېرو مذهبونه پیروي کېږي. دیني احادیث او احکام له ډېرو کلونو راهیسې شته دي. په هر حال، عیسویان او مسلمانان له مذهبي ځورونې سره مخ دي او د غیر بودایانو لپاره په پوځ کې شاملېدل یا دولتي دندې ترلاسه کول، چې په هېواد کې د بریالیتوب اصلي لار ده؛ نو د دوی لپاره یې لاسته راوړل ستونزمن نه، بلکې ناشوني دي. د ملکي وګړو دا ډول ځورونه په ځانګړې توګه په ختیځ میانمار کې د پام وړ دي، چې په تېرو لسو کلونو کې له 3,000 نه ډېر کلي ویجاړ شوي دي. په 2007ز کال کې تر 200,000 نه زیات مسلمانان بنګله دېش ته تښتېدلي دي، ترڅو له ظلمه وژغورل شي.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

تاریخ

جغرافیه

اقتصاد

کلتور

سرچينې