نيانډرټال

Homo sapiens neanderthalensis
نيانډرټال
مملکهژوي
شاخه[[]]
طایفهتي لرونکی ژوي
ډلهPrimates
تیرهHomo sapiens neanderthalensis

نیادرتال (په لاتين: Homo sapiens neanderthalensis) (/niˈændərˌtɑːl, neɪ-, -ˌθɑːl/) چی هومو نیادرتالنسیز یا ساپینز نیادرتالنسیز ورته وېل کېږي، د پخوانیو انسانانو له منځه تللې نمونه یا فرعی نمونه ده چې 40000 کاله وړاندې یې د یورو ایشیا په ساحه کې ژوند کاوه. دغه انسانان په لوی اټکل سره په دې وجه له منځه لاړل چې د اوسنې انسان له جینوم سره یوځای شول (د مزدوج کېدو له امله له منځه لاړل)، یا د اقلیمی لویو بدلونونو له امله، ناروغیو، یا هم د دې ټولو لاملونو له امله وو. د هغوی ځای په بشپړه توګه پخوانیو اروپایی عصری انسانانو ونیو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

دا روښانه نه ده چې کوم وخت د نیاندرتالز کرښه د عصري انسانانو څخه جلا شوه، مطالعاتو بېلابېل انتروالونه وړاندې کړي چې د 315،000  څخه تر 800،000 کاله دمخه ښودل کېږي.  د نیاندرتالز جدایي له خپل جد څخه H. heidelbergensis ناڅرګنده ده. د نیاندرتالز ترټولو زوړ احتمالي هډوکي 430،000 کاله دمخه دي ، مګر طبقه بندي یې ناڅرګنده پاتې ده. نیاندرتالز د ډیری فوسیلونو څخه پیژندل شوي، په ځانګړي توګه له 130،000 کاله دمخه. دا ډول نمونه، نیاندرتال 1، په اوسني جرمني کې په نیاندر دره کې په 1856 کې وموندل شو. څیړونکو د نیاندرتالز د شلمې پیړۍ په پیل کې ډېری، نیاندرتالز لومړنی انسان، بې ذکاوته او وحشي انسان په توګه وړاندې کړی. که څه هم د دوی پوهه او لید له هغه وخت راهیسې په ساینسي ټولنه کې د پام وړ بدلون کړی، د غار اوسېدونکي د اولي نمونې تصور د هغه په اړه تراوسه ځای پر ځای پاتې شوی.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]    

د نیاندرتال ټکنالوژي خورا پیچلې وه. په دې کې د موسیترین د ډبرو وسیلو صنعت او د اور لګولو وړتیا او د غار ډوله اور لګولو ځای، د بېرچ ونې له پټوکي چسپ جوړول، د کمپلې یا پانچو ډوله کالیو برابرول، اوبدل، د مدیترانې له لارې سمندري سفر، د درملو بوټو څخه کار اخیستل، او همدارنګه د سختو ټپونو درملنه، خواړه ذخیره کول، او د پخلي مختلف تخنیکونه لکه کباب کول، جوش کول او سګرټ څکول شامل دي. نیاندرتالونو د خواړو له پراخو ډولونو کار اخیست، په ځانګړې توګه زهر لرونکي تي لرونکي حیوانات، همدارنګه نور لوی حیوانات (میګافونا)، نباتات، کوچني تی لرونکي حیوانات، الوتونکي، او ابي او سمندري سرچینې.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

که څه هم دوی شاید د لمړۍ کرښې ښکاریان وو، دوی تراوسه هم د غار له خرس، د غار له زمریانو، د غار له حیواناتو او نورو لوی ښکار کوونکو سره لاس او ګرېوان وو. یو لړ سمبولیک فکر او پالایولیتیک (د ډبرې زمانې) هنر یو شمیر مثالونه چې په غیرمستقیم ډول نیاندرتالز ته منسوب شوي، په بیلګې کې ېې د الوتونکو له هډوکو یا کوپړیو څخه زیورات، د غیر معمولي شیانو ټولګه چې کرسټال او فوسل پکې شامل دي، نقاشۍ، د دیوجی بېب شپېلۍ (Divje Babe Flute) سره موزیک غږول او د هسپانوي غار نقاشۍ شامل دي چې تاریخ یې  65،000 کاله اټکل کېږي. د مذهبي عقیدې ځینې ادعاګانې هم شوې دي. نیاندرتالز احتمالاً د وینا وړتیا درلوده، احتمالاً یې خبرې کولی شوی، که څه هم د دوی د ژبې پیچلتیا نه نده معلومه.  [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

د عصري انسانانو په پرتله، نیاندرتالونو خورا قوي جوړښت او نسبتاً لنډ اندام درلود. څیړونکي ډیری وختونه دا ځانګړتیاوې په ساړه اقلیم کې د تودوخې د ساتلو لپاره د تطابق په توګه په ګوته کوي، مګر هغوی همدارنګه کېدای شي چې په ګرم، ځنګلی ساحه کې د منډې لپاره چې  نیاندرتالونه ډیری وختونه هلته میشته وو د تطابق لپاره وي. په دې حال کې، دوی د یخ ځانګړی تطابق درلود، لکه د بدن غوړ ځانګړی د شحم ذخیره او هوا د ګرمولو لپاره اوږده پوزه (که څه هم د پوزې علت د جنتیکی تغیر له امله کېدای شي). نیاندرتالونه اوسط نارینه شاوخوا 165 سانتي متره (5 فوټ 5 انچ) او میرمنې 153 سانتي متره (5.02 فوټ) قد درلود، چې د صنعت مخکې عصري انسانانو ته ورته وو. د نیاندرتال نارینه او ښځینه مغز په ترتیب سره شاوخوا 1،600 مترمکعب (98 cu in) او 1،300 متر مکعب (79 cu in) وو، چې د عصري انسانانو لپاره د اندازې په حد کې دي. [۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳]

د نیاندرتالونو ټول نفوس کم پاتې شوی، چې د جین ضعیف او زیان اړونکي ډولونه یی زیات شول، او د لوی وآټن د قوی شبکو را منځ ته کېدو یی مخنیوی وکړ. له دې سره، بیا هم سیمه ییزو دودونه، او په دې اساس د ټولنو تر منځ اړیکو نښانې شتون لري. هغوی غارونو په مکرر ډول بدلول او په فصلي ډول له یو غار نه بل غار ته تلل. نیاندرتالونه له سترس نه په ډک او روحاً زیانمن چاپېریال کې ژوند کولو چې 80% سلنه یې مخکې له 40 کلنۍ مړه کېدل. د نیاندرتالونو جینوم د 2010 کال پروژې راپور د نیاندرتالز او عصری انسانانو تر منځ د مزدوج نسب شواهد وړاندې کړل. اټکل کېږي چې دا کار 316 – 219 زره کاله وړاندې ترسره شوی وي، اما په دېر احتمال سره 100,000 کاله وړاندې وو بیاځلې 56,000 کاله وړاندې ترسره شوی وي. نیاندرتالونه کېدای شي چې له دینوسوانز سره هم مزدوج شوی وي چې په صربستان کې د پخوانیو انسانانو یو بېله ډله وه. له 1 – 4  سلنه د یور ایشیا، استرالو – میلانیزیان، اصلی امریکایان، شمالی افریقایان، د نیاندرتال اجدادی جینوم لري، حال دا چې د افریقا سب – صحرا اوسېدونکي د نیاندرتال د خاندان نښې نه لري، چې د ساپینز- څخه – نیاندرتال ته د جین جریان په اړه او یا د ورستي بیاځلې مهاجرت له یورو ایشیا نه افریقا ته ممکنه نښې ثابتوي. په ټوله کې، د نیاندرتال شاوخوا 20% د منقرض جین ډولونه تراوسه پاتې شوي دي. که څه هم د جین ډیری ډولونه چې له نیاندرتال څخه په میراث پاتې دي ممکن زیانمن او غوره شوي وي، د نیاندرتال د جین دخول د انسان عصري معافیت سیستم تر اغیز لاندې روالي او په ډیری بیولوژیکي دندو او جوړښتونو کې شامل دي، مګر یوه لویه برخه د غیر کوډینګ DNA ښکاري.   [۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰][۷۱][۷۲][۷۳][۷۴][۷۵][۷۶][۷۷][۷۸][۷۹][۸۰][۸۱][۸۲]

ایتیمولوژي (لغت پېژندنه)

د نیاندرتال نوم د نیاندرتال د درې له سببه دی چې په هغه کې یې لمړۍ تشخیص شوې نمونه پیدا شوه. دا دره Neanderthal  لیکل کېږي او د هغو نمونه په جرمني کې د 1901 د سپيل تر اصلاحاتو پورې Neanderthaler  لیکل کېده. د Neandertal  سپېل دې نمونې ته په انګلیسي ژپه کې لږ لېدل کېږي، حتی په علمي نشراتو کې، اما د هغې علمي نوم H. neanderthalensis همیشه له th سره د لمړیتوب د اصل پراساس لیکل کېږي. په آلمان کې د دې نمونې ځایی نوم تل Neandertaler دی ("د نیاندر د درې اوسیدونکی")، پداسې حال کې چې Neandertal تل درې ته اشاره کوي. دا دره خپله د یواخیم نیاندر له سبب نه چې یو جرمن خدای پیژندونکی او دیني سرود لیکونکی ؤ، د 17 پېړۍ په آخر کې و نومول شوه چې په مکرره توګه به یی له دې ځایه لیدنه کوله. Neanderthal، niˈændərtɑːl  تلفظ کېږي چې په هغه کې  th د t  په ډول تلف کېږي، او یا هم په ستندرد انګلیسی تلفظ کې چې th د /θ/  غږ ورکوي لکه په /niˈændərθɔːl/) کې.[۸۳][۸۴][۸۵]      

نیاندرتال 1، د نمونې ډول، په بشری علومو کې د "نیاندرتال جمجمه" یا "نیاندرتال کوپړۍ" په نوم پیژندل کیده، او د کوپړۍ پر اساس جوړ شوي فرد معمولاً "د نیاندرتال سړي" په نوم یادیږي. دوه کلمه یې نوم Homo neanderthalensis - د "نیاندرتال سړی" نوم له انفرادي نمونې څخه ټولو ډولونو ته غزوي، او په رسمي ډول یې له منځه تللي یا منقرض انسانان پېژندل کېږي او لومړی ځل د ایرلینډ جیولوژیست ولیم کنگ لخوا په یوه مقاله کې وړاندیز شوی و چې د بریټانیا 33 مې ساینس ټولنې ته یې په کال 1863 لوستلی وه. خو، په 1864 کې، هغه وړاندیز وکړ چې نیاندرتال او عصري انسانان په بیلابېلو نسلونو کې طبقه بندي شي ځکه چې هغه د نیاندرتال جمجمه یې له شیمپانزي سره پرتله کړه او استدلال یې کړی چې دوی "اخلاقي او [توحیدي] مفکورې نه درلوده".[۸۶][۸۷][۸۸][۸۹]'

سرچينې او ياداښتونه