په ۲۰۰۴ز کال کې د هند سمندر زلزله او سونامي

د ۲۰۰۴ زکال د هند سمندر زلزله او سونامی د ډسمبر په ۲۶مه او د هند پر سیمه ېیز وخت په ۷ بجو او ۵۸ دقیقو باندی  رامنځته شوه، چې د زلزلې مرکز د انډونیزیا د شمالي سوماټرا لوېدیځ ساحل کې و. دا د سمندر لاندې یوه لویه زلزله ګڼل کېده چې د ریشتر په کچه د ۹.۱–۹،۳ پورې زوروالۍ درلود، چې یاده زلزله د هند او برما د قشر تر منځ د څیرېدلو له امله رامنځ ته شوه.[۱][۲]

په ۲۰۰۴ز کال کې د هند سمندر زلزله او سونامي
کوارډينېټي موقعيت۳°۱۷′۴۲″N ۹۵°۵۸′۵۵″E
Point in time۲۶ی ډيسمبر ۲۰۰۴
Modified Mercalli intensity scaleMercalli scale IX
Map

د زلزلې له امله د سونامی یو لړ لوې څپې اوبو لاندې رامنځته شوې او د ساحل تر ۳۰ مټرو پورې لوړې شوې او په دې توګه د هند سمندر د شاوخوا ساحلونو په اوږدو کې مېشت ټول خلک زیانمن کړ، چې یادې سونامی په ۱۴ هېوادونو کې د اټکل له مخې ۲۲۷۸۹۸ کسان ووژل او په تاریخ کې یو له تر ټولو خونړیو طبیعی پېښو وګڼل شو. همدارنګه دغې سونامي د زیانمن شوو هېوادونو په ساحلي ولایتونو کې د خلکو په ژوند او تجارتي شرایطو باندې مستقیمې پایلې درلودې؛ چې سریلانکا، د اندونیزیا اچه سیمه، د هند تامل ناډو او د ټایلینډ کاولاک سیمې د سختو زیانمنو شوو سیمو نه وبلل شوې، چې د اندونیزیا بند اچه سیمې د مړینې ترټولو لوی شمېر راپور ورکړ.

دا زلزله ىرېیمه ستره زلزله وه، او په ۲۱مې پېړۍ کې تر ټولو لویه زلزله وګڼل شو، چې اتو نه تر لسو دقیقو پورې یې دوام وموند. دا زلزله د دې لامل شو چې ځمکه د ۱۰ ملي میټرو (۰.۴ انچ) په اندازه له خپله ځایه حرکت وکړي او د الاسکا په څېر نورې لرې زلزلې رامنځته کړي. د هند سمندر د زلزلې مرکز د سیمولیو او د سماترا ترمنځ و. د یادې زلزلې په پایله کې د زیانمنو شوو خلکو او هېوادونو بی وسي په ټوله نړۍ کې د بشردوستانه غبرګون لامل شو او په دې ډول یې له زیانمنو کسانو سره له ۱۴ میلیارده ډالرو نه زیاته مرسته وکړه.[۳][۴][۵][۶][۷]

زلزله

د ۲۰۰۴ز کال د هند سمندر زلزلې كچه په پیل کې  ۸.۸ ریشتره اټکل شوې وه، خو وروسته د ۲۰۰۵ز کال په فبروري کې ساینس پوهانو د شدت کچه۹.۰ اټکل کړ. که څه هم د پاسیفیک سونامي خبردارۍ مرکز دغه نوې شمېرې منلې وه، خو د امریکا جیولوژیکي سروې تر اوسه خپل اټکل له ۹.۱ نه، نه ده بدل کړې. وروسته د ۲۰۰۶ز کال یوې څېړنې د یادې زلرلې شدت ۹.۱-۹.۳ اټکل کړ. د کلیفورنیا د ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ هیرو کاناموري د زلزلې شدت ۹.۲ ریشتره څرګندوي.[۸][۹]

دا زلزله (وروسته د سونامی) په بنګله دیش، هند، مالیزیا، میانمار، ټایلنډ، سریلانکا او مالدیف کې احساس شوه، چې د زلزلې په پایله کې د ځمکې ښویدنه د دې لامل شوه چې د سمندر بستر د څو ثانیو په ترڅ کې راڅرګند شي او په چټکۍ سره یې د څپو سرعت زیات شو او له دې سره یې د اندونیزیا لوکونګا ښارګوټی ویجاړ کړ.[۱۰][۱۱][۱۲]

له ۱۹۰۰زکال راهیسې هغه زلزلې چې د ډېرشدت په درلودو سره ثبت شوي دا دي، په ۱۹۶۰ز کال د والدیویا زلزله ( د ۵ ، ۹ریشتره ) او په ۱۹۶۴ز کال کې په شهزاده ویلیم ساونډ کې د الاسکا زلزلې ( د ۲ ، ۹ ریشتره ) . د ریشتر په کچه نورې ثبت شوې زلزلې چې شدت یې ۰ ، ۹ یا ډېر و په ۱۹۵۲ز کال کې د نومبر په ۴مه نېټه د روسیې د کامچټکا چې شدت یې ۹.۱ و او په ۲۰۱۱ز کال کې د جاپان د توکیو زلزله چې شدت یې ۹.۰ و. چې دغو زلزلو هر یوه یې په ارام سمندر کې د سونامي لامل شوې، چې د ۲۰۰۴ز کال د هند د سمندر زلزلې په پرتله یې د مړینې کچه ډېره لږ وه او لامل یې د ځپل شوو سیمو سره نږدې د ساحلونو په اوږدو کې د نفوسو ټیټ والی، له ډېرو ګڼ نفوسو ساحلونو نه ډېر زیات واټنونه او په MEDCs ( د اقتصاد له مخې ډېر پرمختللي هېوادونه ) لکه جاپان کې، چې د غوره زیربناوو او خبرداری سیستمونو شتون لري.

داسې نورې سترې زلزلې په ۱۸۶۸ز کال کې ( پرو، نازکا قشر او جنوبی امریکا قشر) په ۱۸۲۷ز کال کې د ( کولمبیا ، نازکا قشر او جنوبی امریکا قشر) په ۱۸۱۲زکال کې د ( ونزویلا، کارائیب قشر او جنوبی امریکا قشر ) او په  ۱۷۰۰ز کال کې د ( لوېدیځه شمالي امریکا، خوان دی فوکا قشر او شمالي امریکا قشر)  کې رامنځته شوې وې، خو داسې انګېرل کېږی چې د دې ټولو یادو زلزو کچه له ۹ ریشترو نه لوړ وه ځکه هغه وخت کې د زلزلو کره اندازه ګیري شتون نه درلود.

اندونیزیا

اچه

سونامي له زلزلې څه باندې شل دقیقې وروسته د اچې ولایت ساحلي برخه ویجاړه کړه. بنده اچه چې تر تر ټولو لوی نږدې ښار و سخت زیانمن شو. د سمندر اوبه ساحلونو ته وختې او د سمندر بستر یې راڅرګند شو، چې ځایی خلک یې دې ته وهڅول چې بند پاتې کبان راټول کړي او سیمه وپلټي. ځایي عیني شاهدانو درې لوی څپې په ډاګه کړې، ، چې لومړۍ څپه ورو ورو د ودانیو بنسټ ته راپورته شوه.[۱۳]

د ښار په شمال لوېدیځ سیمو کې د ویجاري کچه ډېره وه. په اولي لیو کې د سونامي لوړوالی له ۱۲ مټرو (۳۹فوټه) نه ۶ مټرو (۲۰فوټه) او شمال ختیځ کې ۸ کیلومټره (۵.۰مایله) ته راښکته شوی. دا سونامي د  ښار دننه ۳-۴ کیلومټرو ته پراخ شو. له ساحل نه د ۲ نه تر ۳ کیلو مټره واټن کې هغه کورونه له منځه لاړل یا ویجاړ شو، چې پرته له قوي کانکریټ او د خښتو دیوالونو سره جوړ شوي وي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

هند

سونامۍ له زلزلې نه دوه ساعته وروسته د هند سویل ختیځ ساحل په اوږدو کې اندرا پردیش او تامل ناډو ایالتونو ته ورسېده او د سویل لوېدیځ ساحل په اوږدو کې کرالا ایالت ته ورسېد.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

برسېره پر دې د ۱۰ مټرو( ٣٣ فوټه ) تور خټینه سونامي د کرایکل ښار ویجاړ کړ، چې په پایله کې ٤٩٢ کسانو خپل ژوند له لاسه وړکړ. د پونډیچري ښار چې د سمندري دیوالونو له خوا ساتل شوی و نسبتا لږ زیانمن شو. په تامل نادو کې تر ټولو ډېره زیانمنه شوې سیمه د ناګاپتینام سیمه وه، چې د ۵ مټرو سونامي په پایله کې ۶۰۵۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او وروسته د کودلور سیمه وه چې ګڼ کلی یې ویجاړ شوي وو، چې ډېری وژل شوي کسان د کب نیولو د ټولنې غړی وو. ویلانکانني د سمندر په غاړه یو ښارګوټی چې د کاتولیک کلیسا او د زیارتونو نامتو ځای و د سونامي له امله یو له ډېرو زیانمنو سیمو نه و، چې دغه سونامي د یکشنبې په سهار شاوخوا ۹.۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شو، کله چې زیارتکونکي چې ډېری یې د کیرالا سیمې نه وو، د کلیسا دننه وه. د سمندر اوبه زیارت ته نه وې ننوتې خو په سواحلو کې  سلګونو زيارت کوونکي، د زيارت انګړ، نږدې کلي، سلګونه دوکانونه، کورونه او زيارت کوونکي په سمندر کې ډوب شول. شاوخوا ۶۰۰ زیارت کونکي مړه شول. ژغورونکو ډلو د شاوخوا ۴۰۰ نه زیات جسدونه له شګو او ډبرو نه را ایستلي او په لوی شمېر کې ناپیژندل شوي جسدونه په ډله اېزو قبرونو کې ښخ شو.[۲۶][۲۷][۲۸]

د اندرا پردیش ډېری کلي ویجاړ شوي. د کرشنا په سیمه کې سونامي په منګیناپودي او مچالیپتنم ساحلونو کې ډېر زیانونه رامنځته کړ او تر ټولو ډېره زیانمنه سیمه پرکاشام وه، چې ۳۵ کسان په کې مړه شوي و. د یادې سونامي له امله د کب نیولو صنعت خورا زیانمن شو او سربیره پردې د ټرانسپورټ په برخه کې د زیانونو لګښت لسګونه زره وښودل شو.[۲۹]

سرچينې